تروريزم

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ترهګریزو بریدونو په ترڅ کې ځانمرګي بمي بریدګر وستایل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

سراج الدین حقاني چې توره پګړۍ یې په سر ده، د تلې په ۲۶مه په کابل کې په یوه مجلس کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو د ځانمرګو بمي بریدګرو خپلوانو ته غېږ ورکوي. [آرشیف]

سراج الدین حقاني چې توره پګړۍ یې په سر ده، د تلې په ۲۶مه په کابل کې په یوه مجلس کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو د ځانمرګو بمي بریدګرو خپلوانو ته غېږ ورکوي. [آرشیف]

کابل -- د افغانستان د طالبانو د حکومت یوه تر ټولو جګپوړي شخص، په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو له ځینو ډېرو خونړیو اونیو څخه وروسته، په کابل کې د یوه مجلس په ترڅ کې د ځانمرګو بمي بریدګرو قربانۍ وستایلې.

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، چې پخپله یو نومول شوی ترهګر دی او د نیولو په سر یې ۱۰ میلیونه ډالر (۹۰۰ میلیونه افغانۍ) جایزه اېښودل شوې، د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۶مه/ په انټرکانټینینټل هوټل کې، چې طالب جنګیالیو په ۱۳۹۷ کې برید پرې وکړ او لږ تر لږه ۱۹ کسان یې په کې ووژل او په لسګونو نور یې یرغمل ونیول، وینا وکړه.‌

د طالبانو پلوي ټولنیزو رسنیو او ځایي رسنیو د سې شنبې په ورځ د وزیر داسې عکسونه خپاره کړل چې دعا کوي او داسې سړیو ته غېږې ورکوي چې ویل کیږي د طالبانو د پخوانیو ځانمرګو بمي بریدګرو د کورنیو غړي دي.‌

د افغانستان دولتي رادېو تلوزیزیون راپور ورکړ چې،‌ «حقاني د شهیدانو او مجاهدینو جهاد او قرباني وستایل،» او هغوی یې «د اسلام او هېواد اتلان» وبلل.

له سراج الدین حقاني سره کتنه د دوشنبې په ورځ په انټرکانټینینتل هوټل کې، چې طالبانو په ۱۳۹۷ کې خونړی برید پرې وکړ، ترسره شوه. [آرشیف]

له سراج الدین حقاني سره کتنه د دوشنبې په ورځ په انټرکانټینینتل هوټل کې، چې طالبانو په ۱۳۹۷ کې خونړی برید پرې وکړ، ترسره شوه. [آرشیف]

د افغانستان ملي رادېو تلویزیون وویل، حقاني «ټینګار وکړ چې موږ باید د شهیدانو د هیلو پر وړاندې له هر ډول خیانت څخه ځانونه وساتو،» او ژمنه یې وکړه چې هرې کورنۍ ته به ۱۱۰۰۰ افغانۍ (۱۲۵ ډالر) او یوه نومره ځمکه ورکړي.

حقاني شبکه چې د سراج الدین پلار جلال الدین جوړه کړې وه د طالبانو تر ټولو خونړۍ شبکه وه چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په افغانستان کې د تر ټولو ډېرو خونړیو بریدونو پړه پرې ور اچول کېدله.

دغه شبکه د خپلې مالي او نظامي قوت، او د بې رحمیو له کبله د شهرت له برکته، د طالبانو په جوړښت کې له پاتې کېدلو سره سره یوه نیمه خپلواکه شبکه بلل کیږي.

د حقاني ترهګر لېنکونه

د سلواغې په میاشت کې، پخواني افغان حکومت د یوې ترهګرې ډلې، چې له حقاني شبکې او داعش خراسان څانګې څخه جوړه شوې وه، غړي ونیول.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ویاند حارث جبران هغه وخت وویل، «حقاني شبکه پلانونه جوړوی او امکانات برابروي، په داسې حال کې چې داعش بریدونه کوي او مسؤلیت پر غاړه اخلي

دغه راز په سلواغه کې، د طالبانو او القاعدې تر منځ د اړیکو د دوام په هکله د زیاتېدونکیو شواهدو په ترڅ کې، داسې راپورونه راغلل چې د سراج الدین حقاني زوی سیف الدین د اسامه بن لادن له لمسي نصرالدین سره یو ځای په بادغیس ولایت کې فعالیت کوي.

طالبان اوس د داعش خراسان څانګې پر ضد جنګ کوي. دغې څانګې په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې یو لړ ویجاړوونکي ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي دي.

د تلې په ۲۳مه، د داعش ځانمرګو بمي بریدګرو په کندهار کې په فاطمیون جومات باندې برید وکړ چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

په یوه بل برید کې چې د تلې په ۱۶مه ترسره شو، د داعش خراسان څانګې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړ، چې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان یې ووژل، او له چین سره د طالبانو د اړیکو پر وړاندې یو خبرداری وبلل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر د افسوس ځای دی چې کلونه کلونه یې د حقانيانو لپاره همدې خلکو وینې توی کړې، د همدې حقانيانو لپاره یې بې ګناه خلک ووژل له خپلو ځانونو تېر شول خپل بچي او کورنۍ یې بې سرپرسته او نورو ته محتاج پرېښودل، خو نن یې د هر یوه د سر قیمت ۱۲۵ ډالره وټاکل شو. له دې معلومېږي چې طالبانو ته دا اوس په سنګرونو کې کوم خلک ناست دي او ځانونه پرې ساتي یوه ورځ راځي چې دوی هم همداسې خرڅوي او کیسه کې به یې نه وي. دا یو لوی درس دی خو که څوک پوه شي.

ځواب ورکړئ

سراج الدین که توره پګړۍ په سروي که سپینه د افغانانو لپاره د هغوی د اولادونو او ارمانونو قاتل دی. زه د افغان انسان د سر قیمت ته حیران یم چې څنګه په ۱۱ زره افغانۍ خرڅېږي.‌ د طالبانو په دوکان کې د یوه افغان انسان د سر قیمت ۱۱ زره افغانۍ، د امریکایانو په دوکان کې یو لک افغانۍ او د اروپایانو په دوکان کې یو نیم لک افغانۍ دی، په داسې حال کې چې چین د ۹ چینایي وګړو د سر بدله له پاکستان نه ۳۸ میلیونه ډالر غواړي. له دې نه معلومه کړئ چې افغانان څومره مظلوم دي!

ځواب ورکړئ