امنیت

په کندهار کې د شیعه ګانو په جومات کې څو چاودنو په لسګونو کسان ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغان سړي د تلې په ۲۳مه، د جمعې په لمانځه کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته چې لږ تر لږه ۳۲ کسان یې ووژل، په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې دننه اوښتی زیان څیړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان سړي د تلې په ۲۳مه، د جمعې په لمانځه کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته چې لږ تر لږه ۳۲ کسان یې ووژل، په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې دننه اوښتی زیان څیړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندهار -- چاودنې د جمعې په ورځ /د تلې ۲۳مه/ په کندهار ښار کې په شیعه فاطمیه جومات کې وشوې چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

دغه چاودنې په کندوز کې په یوه جومات کې په شیعه عبادت کوونکیو باندې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته وشوې چې د داعش خراسان څانګې یې پړه پر غاړه واخیستله. د کندوز په ځانمرګي بمي برید کېشاوخوا ۱۰۰ افغانان ووژل شول.‌

د ښار په مرکزي میرویس روغتون کې یوه ډاکتر ای اېف پي ته وویل، «زموږ روغتون ته تر اوسه ۳۳ جسدونه او ۷۴ ټپیان راوړل شوي دي.»

نورو طبي سرچینو او یوه ولایتي چارواکي له ۳۰ څخه لوړ شمېر تایید کړ، او لږ تر لږه ۱۵ امبولانسونه د پېښې له صحنې څخه په تګ راتګ بوخت ول.

یاد ډاکتر ای اېف پي ته وویل، «له موږ نه لاره ورکه ده.»

هغه وویل، «زموږ روغتون ته ډېر زیات مړي او ټپیان راوړل شوي دي. وېره شته چې نور هم راوړل شي. موږ وینې ته عاجله اړتیا لرو. موږ په کندهار کې له ټولو محلي رسنیو څخه غوښتي څو خلکو ته ووایي چې راشي او وینه ورکړي.»

یوه عیني شاهد ای اېف پي ته وویل چې هغه درې چاودنې واورېدلې؛ یوه د جومات په لویه دروازه کې وشوه، بله په جنوبي برخه کې او درېیمه په هغه ځای کې وشوه چې عبادت کوونکي په کې اودسونه او د لمانځه لپاره تیاری کوي.‌

یوه بل عیني شاهد هم وویل چې د جمعې د لمانځه په ترڅ کې، چې ډېر خلک په کې د لمانځه لپاره راټولېږي، په مرکز کې درې چاودنو دغه جومات ولړزاوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي په یوه ټویټ کې ولیکل، «په خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کندهار ښار په اوله حوزه کې د اهل تشیع ورونو په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې زموږ یو شمیر هيوادوال په کې شهیدان او ټپیان شوي دي،»

هغه لیکلي، «د اسلامي امارت ځانګړي ځواکونه سيمې ته رسيدلي ترڅو د پيښې نوعیت معلوم کړي او مجرمين د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

په ټولنیزو رسنیو باندې خپرو شویو زړه بوږنونکو عکسونو چې په سملاسي توګه یې دروغ ریښتیا نه معلومیږي،‌ جسدونه په داسې حال کې ښودل چې د فاطمیون جومات په فرش باندې پراته ول.

د داعش خراسان ګواښ

دا وروستۍ ډله ییزه وژنه وروسته له هغه پېښه شوه چې د داعش خراسان یوه ځانمرګي بمي بریدګر د تلې په ۱۶مه په کندوز کې د شیعه ګانو یو جومات په نښه کړ او په لسګونو خلک یې ووژل.

دغې ډلې چې د طالبانو سخته مخالفه ده، په شیعه عبادت کوونکیو باندې، چې هغوی یې مرتد بولي، د بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

طالبان پخپله هم د شیعه ګانو د ځورولو تاریخچه لري، او د هغوی له خوا د اوړي پر وخت د زندانونو د ماتولو په ترڅ کې ډېر داعشي اورپکي ازاد شول.‌

په برتانیا کې د اېکس ټرک (ExTrac) په نامه د شخړو د تحلیل ادارې وویل چې که داعش خراسان د جمعې ورځې د برید مسؤلیت پر غاړه واخلي دا به په کندهار کې د یادې ډلې له خوا لومړنۍ، او د طالبانو له خوا د کابل له نیولو راهیسې څلورمه غټه ډله ییزه وژنه وي.‌

که څه هم چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د داعش ګواښ کم ښودلی، لاکن په میدان کې موجود قوماندانان یې دومره کمزوری نه بولي.

د تحریک د استخباراتي ادارې دوو غړو د وږي په میاشت کې رویټرز ته وویل چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د وروستیو بریدونو څېړنو ښودلې چې د داعش خراسان څانګه له دې سره سره چې د خاورې د لاندې کولو لپاره کافي شمېر جنګیالي یا امکانات نه لري، لاکن بیا هم یو خطر دی.

په جوماتونو باندې د بریدونو سربېره، د داعش خراسان اورپکي عینا له هغه تکتیک؛ مقناطیسي بمونو چې د چسپکي بمونو په نامه هم یادیږي او معمولا موټرو پورې نښلول کیږي، څخه کار اخلي چې طالبانو د حکومتي چارواکو او د مدني ټولنې د شخصیتونو د په نښه کولو لپاره ترې استفاده کوله.‌

خو اوس دغه بریدونه پخپله طالبان په نښه کوي.‌

د طالبانو یوه استخباراتي چارواکي رویټرز ته وویل، «موږ د دغو مقناطیسي بمونو په هکله چې یو وخت موږ په کابل کې د خپلو دښمنانو د په نښه کولو لپاره کارول، وارخطا یو.‌ موږ اندېښنه لرو چې که په بریالیتوب سره کنټرول نشي، کېدی شي چې هغوی زموږ مشران په نښه کړي.»

د ملګرو ملتونو یوه راپور چې د زمري په میاشت کې خپور شو، د داعش خراسان ځواک له ۵۰۰ فعالو جنګیالیو څخه نیولې تر څو زرو تنو پورې وښود.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دوی د انسانانو وینه څومره ارزانه ګڼي؟ هغه به څنګه مسلمان وي چې خپل مسلمان ورور په جومات کې ووژني؟ دا هغه پروژه ده چې د کفارو له خوا جوړه شوې ده. دوی مسلمانان د ترهګرو په توګه وښودل او مسلمانان یې د ترهګرو په توګه معرفي کړل. دا د هغه چا کار دی چې نن ورځ ځان د نړۍ د زبرځواک په توګه وړاندې کوي. دا د څو کسانو لپاره اسانه کار نه دی چې د داعش په نوم یو سازمان جوړ کړي او په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ترهګري پیل کړي او په څو میاشتو یا ورځو کې دومره شهرت ترلاسه کړي چې د نړۍ ټول خلک یې له نوم څخه ووېرېږي. هر څوک چې تر یوه نامه لاندې یوه اداره جوړوي باید کافي بودیجه ولري. دا ډول سازمانونه په سل زره ډالرو یا یو ملیون ډالرو او د کوم هېواد له ملاتړ پرته نه رامینځته کیږي. دا سازمانونه د یوه هېواد یا بل هېواد مالي ملاتړ لري. تاسې وګورئ، هېڅ اسلامي هېواد پر بل هېواد وسلې نه پلوري، بلکې اسلامي هېوادونه هم له غير اسلامي هېوادونو څخه وسلې اخلي. ټولې هغه جګړې چې په اسلامي هېوادونو کې روانې دي، د مسلمانانو کار نه دی، دا د غیر اسلامي هېوادونو کار دی چې مسلمانان یې په جګړه اخته کړي دي. هر هغه هېواد چې وسلې تولیدوي او پر نورو هېوادونو یې پلوري، د دې ټولو جګړو مسؤلیت چې په نړۍ کې روانې دي، د هماغه هېواد پر غاړه دی چې پر نورو هېوادونو وسلې پلوري.

ځواب ورکړئ

که څه هم په تېرو شلو کلونو کې افغانانو ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل، خو اوس یې وخت دی چې دا وروستی فرصت له لاسه ورنکړي او په یوه ټغر سره راټول شو، مخامخ سره کېنو او خپلې ټولې تېرې تېروتنې یو بل ته معاف او حتی نوم یې وانخلو چې چا څه او چا څه کړي دي. په ګډه د همدې نوي حکومت په چوکاټ کې یو بل ته لاسونه ورکړو او د افغانستان د راتلونکي نسلونو لپاره کار وکړو. دا اوس چې موږ وژل کېږو یو علت یې زموږ وږې ګېډه ده. موږ ډوډۍ نه لرو، باید زموږ اولادونه زموږ په څېر نورو ته لاس اوږد نه کړي. موږ (افغانانو) ته په کار ده چې په خپله لاس په کار شو او نړیوالو ته چې موږ د سوال کوم لاس نیولی راټول کړو، د مړې ګېډې پر ځای نیمه ګېډه ډوډۍ وخورو خو کلک هوډ وکړو چې د افغان وژنې مخه نیسو او په ګډه یوه خپلواک او په ځان بسیا افغانستان لپاره کار کوو.

ځواب ورکړئ

دا بریدونه دوه درې میاشتې مخکې هم غندل کېده او اوس هم غندل کېږي، هماغه الفاظو باندې چې څنګه جمهوریتیانو لیکل طالبان یې هم د غندنې اعلامیې لیکلي، بس خر هماغه خر دی یوازې یې کته بدله شوې ده. زه هم وایم چې په کندهار کې د اهل تشیع پر جومات برید په کلکه غندم او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خوا خوږي څرګندوم او زموږ اوسني او پخوانیو چارواکو هم همدا خبرې کولې خو د ولس بېخ په کې ووت. ایا د افغانستان خلک حق نه لري چې په سوله او خوندیتوب کې ژوند او خپل عبادت وکړي، او هر مذهب او عقیده چې د دوی خوښه وي غوره یې کړي؟ زه حیران دېته یم چې موږ مسلمانان یو خو بیا هم د مسلمان په نوم یو چا په موږ پسې رااخیستې ده او کلونه کلونه کېږي چې نه مو پرېږدي په یو او په بل نوم مو وژني. که د دغه ډول بریدونو مرتکبین پنځه کاله وړاندې عدالت ته سپارل شوي وی، ولې به نن بیا دا لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کېناستې؟ خو نه پخواني حکومت دا کارونه وکړل او نه یې اوسنی کوي. اوسنی ایله لګیا دی کله یې د چرګو غل نیولی وي کله کباړي او کله په یو نوم او کله په بل نوم غریب خلک. دا اوس هم د کندهار همدا برید ایران، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو وغانده؛ خو د همدې هېوادونو استخبارات دي چې د افغان وینه یې بهولې او بهوي یې، په ډېرې بې رحمۍ لګیا دي هېڅ درېغ نه کوي.

ځواب ورکړئ

طالبان باید له فرصت نه ګټه واخلي او ټول افغان لوري په یوه لویه جرګه کې راټول کړي او له ټولو سره سوله وکړي. تاسو پوهیږئ چې مونږ په تیرو شلو کالونو کې د افغانستان د ابادۍ ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل. زما هیڅکله نه هیریږي چې ولسمشر اشرف غني د امریکا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې په ګډه غونډه کې خبرې کولې او د دواړو جرګو ډېر مهم، پوه او مقتدر غړي ورته تقریبا ۲۲ ځلې د احترام لپاره په پښو ودرېدل. دا درېدل له یوې خوا ولسمشر غني ته د امریکا د استازو درناوی وو او بلې خواته افغان ولس ته د امریکا د ولس درناوی وو خو افسوس چې اشرف غني چا کار ته نه پرینښود او دواړه ځلې ورسره عبدالله عبدالله ځان پینه کړ او د غني د کار مخه یې ونیوله. اوس دې طالبان موقع له لاسه نه ورکوي، ټول لوري دې راټول کړي، غني دې راوغواړي او داسې واکمني دې جوړه کړي چې د ښځو او اقلیتونو حقونه په کې خوندي وي او غني د پرمختیایي پروګرامونو په راس کې وي که نه پاکستان او ایران به د داعش او فاطمیون په نامه بیا د افغاننو وژلو ته دوام ورکړي.

ځواب ورکړئ