تروريزم

د کابل له هغه جومات څخه لا هم د مرګ بوی راځي چې د داعش ځانمرګي بمي بریدګر پرې برید کړی وو

ای اېف پي

د اکتوبر په ۲۱مه،‌ څو ساعته وروسته له هغه چې د اکتوبر په ۲۰ مه یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ماښام د لمانځه پر وخت لسګونه شیعه عبادت کوونکي ووژل، لا هم په کابل کې د امام زمان له جومات څخه د مرګ بوی راوځي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- د شنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۱ مه/ څو ساعته وروسته له هغه چې د اکتوبر په ۲۰مه یوه ځانمرګي بمي بریدګر د ماښام د لمانځه پر وخت لسګونه شیعه عبادت کوونکي ووژل، لا هم په کابل کې د امام زمان له جومات څخه د مرګ بوی خپرېده.

په کابل کې د امام زمان جومات سره قالینه چې د هغو لمونځ کوونکیو سړیو، ښځو او ماشومانو په وینو لړلې چې د جمعې په ورځ /د اکتوبر ۲۰ مه/ یې لمونځ کاوه او بریدګر پرې ځان ته چاودنه ورکړه، د اکتوبر په ۲۱مه په ماتو شیشو او ګردونو پوښلې ښکاري.‌

د کورنیو چارو وزارت وویل، چې په دغه برید کې< چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست< ۵۶ کسان ووژل شول. دغه برید یو له هغو دوه مرګونو بریدونو څخه وو چې د جمعې په ورځ وشولاو دا یې په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې یو له ډېرو خونړیو اونیو څخه وګرځوله.‌

ابراهیم چې له چاودنې څخه وروسته یې ځان په منډه جومات ته رسولی وو، ای اېف پي ته وویل، «د جومات کړکۍ ماتې وې، او د انسانانو وینې او غوښې هرې خواته شیندل شوې وې، او د جومات له دننه څخه د انسان د وینو او غوښو بوی احساسېده،»

یو سړی د اکتوبر په ۲۱ مه، یوه ورځ وروسته له هغه، چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د جمعې د ماښام په لمانځه کې خپل چاودېدونکي توکي وچول،‌ په کابل کې د امام زمان جومات دننه د قران کریم یوه باره نسخې انتقالوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو سړی د اکتوبر په ۲۱ مه، یوه ورځ وروسته له هغه، چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د جمعې د ماښام په لمانځه کې خپل چاودېدونکي توکي وچول،‌ په کابل کې د امام زمان جومات دننه د قران کریم یوه باره نسخې انتقالوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان سړي د اکتوبر په ۲۱مه،‌ یوه ورځ وروسته له هغه، چې د جمعې د ماښام په لمانځه کې یو ځانمرګی بمي برید وشو، په کابل کې د امام زمان جومات دننه ژړا کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان سړي د اکتوبر په ۲۱مه،‌ یوه ورځ وروسته له هغه، چې د جمعې د ماښام په لمانځه کې یو ځانمرګی بمي برید وشو، په کابل کې د امام زمان جومات دننه ژړا کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

په کابل کې د امام زمان جومات هغه سره قالینه چې د لمونځ کوونکیو سړیو، ښځو او ماشومانو په وینو لړلې، د اکتوبر په ۲۱مه ماتو شیشو او ګردونو پوښلې ښکاري.‌ هغوی یوه ورځ‌ مخکې هغه وخت ووژل شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل چاودېدونکي مواد وچول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په کابل کې د امام زمان جومات هغه سره قالینه چې د لمونځ کوونکیو سړیو، ښځو او ماشومانو په وینو لړلې، د اکتوبر په ۲۱مه ماتو شیشو او ګردونو پوښلې ښکاري.‌ هغوی یوه ورځ‌ مخکې هغه وخت ووژل شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل چاودېدونکي مواد وچول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان پولیس د اکتوبر په ۲۱ مه،‌ د جمعې د ماښام په لمانځه کې له ځانمرګي برید څخه یوه ورځ‌ وروسته، په کابل کې د امام زمان جومات څخه بهر په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان پولیس د اکتوبر په ۲۱ مه،‌ د جمعې د ماښام په لمانځه کې له ځانمرګي برید څخه یوه ورځ‌ وروسته، په کابل کې د امام زمان جومات څخه بهر په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

هغه وویل، «دا یو خونړی وحشت دی. دا څه رقم اسلام دی؟ هغوی د لمانځه پر وخت په لمونځ‌ کوونکیو باندې حملې کوي.‌ ان جوماتونه خوندي نه دي چې مونږ په کې لمونځ وکړو.»

په وروستیو اونیو کې، افغان حکومت په کابل کې له ۴۰۰ نه ډېر ملکي کسان د دې لپاره روزلي او په وسلو سمبال کړي چې په کابل کې د شیعه ګانو د جوماتونو، چې د داعش د اورپکو له خوا په مکرر ډول په نښه کیږي، امنیت پیاوړی کړي.‌

د محلې یوه مشر ابراهیم وویل، د امام زمان جومات ته ننوتونکې ښځې نه تلاشي کېدلې.

هغه وویل، «مونږ باور لرو چې بمي بریدګر د ښځو یو اوږد ټیکری په سر کړی او په پټه جومات ته ورننوتی وو او بیا یې د عبادت کوونکیو په منځ کې ځان چولی وو،»

'عبادت کوونکي په وینو پوښل شوي ول'

یوه عیني شاهد ای اېف پي ته وویل، بریدګر د لمانځه د جلسې په پای کې د لمونځ کوونکیو په منځ کې خپله چاودونکې وسیله وچوله.‌

دغه سړي ای اېف پي ته وویل،‌ «هغه یو ځانمرګی بمي بریدګر وو چې په چاودونکیو موادو او لاسي بمونو، چې د بدن په چاپېر یې تړلي ول، سمبال وو،»

حسین علي له چاودنې څخه لږ وروسته ای اېف پي ته وویل، «زه د جومات د اودسونو په ساحه کې وم چې یوه چاودنه مې واورېدله. ما جومات ته ورمنډه کړله او ومې لیدل چې ټول لمونځ‌ کوونکي په وینو لړلي ول.»‌

هغه وویل، «یو شمېر ټپیان په تېښته ول. ما کوشش وکړ چې یو شمېر کسان را ایسار کړم چې له ما سره ګډ د ټپیانو مرسته وکړي،‌ خو ټول وېرې اخیستي ول.‌ امبولانسونه او پولیس ایله په خواوشا یو ساعت کې سیمې ته را ورسېدل.»

مړه او ټپیان په ښار کې روغتونونو ته انتقال کړای شول.‌

جان علي چې هر وخت دغه جومات ته د لمانځه لپاره ورتلو د روغتون له چپرکټ نه ای اېف پي ته وویل، «هغه یوه ګډه وډه صحنه وه. هرچا چیغې او د مرستې لپاره نارې وهلې او خپلو عزیزانو ته یې فریاد کاوه،»‌

د هغه مخ، لاسونه او پښې سوزېدلي او د پرخچو ټپونه پرې جوړ شوي دي. د چاودنې له زوره د هغه د اورېدا قوه هم ژوبله شوې ده.

د چاودنې زور د جومات ټولې کړکۍ ماتې کړې دي.‌ د جومات دېوالونه او چت د تورو وینو دارو لړلي او پرخچو زخمي کړي دي.‌

د جومات د ننوتلو په دروازه کې د سلګونو وژل شویو او ټپیانو بوټان او څپلۍ باره پراته دي.‌ نورې پلاستیکي څپلکې وروسته له هغه چې له کړکیو څخه بهر غورځېدلي د احاطې د دېوال په سر په اغزن سیم کې نښتې دي.‌

یوه ښځه چې حجاب یې اغوستی وو هغه وخت ژړا او سلګیو واخیسته چې ځمکې ته ورټیټه شوه چې د خپل هغه ورور او کوچنیو ورېرونو بوټان ولټوي چې په دغه برید کې وژل شوي ول.‌

ګڼ شمېر سړي په جومات کې ګرځي او په فرش پراته لسګونه جوړه تسپې او د قران کریم نسخې او همدارنګه د راغورځېدلي پلستر او شیشو ټوټې ټولوي.‌

د سیمې یوه دوکاندار رسول په ژړا کې ای اېف پي ته وویل، «دا څه رقم مسلمانان دي؟ زمونږ حکومت څه کوي؟»

«مونږ دلته له ژوند کولو نه ستړي یو؛‌ مونږ حتی په مقدسو ځایونو کې دننه هم خوندي نه یو.»

د اورپکو د بریدونو لړۍ

له ځانمرګي بمي برید څخه وروسته، طالبانو د ناټو د قاطع ماموریت په مرکز، چې د کابل ښار په کلک امنیت لرونکې ډپلوماټیکه ساحه کې دی، دوه راکټونه وتوغول.‌ د تلفاتو په هکله هېڅ راپور نه دی ورکول شوی.‌

د توغندیو له برید څخه وروسته په کابل کې یو ځانمرګی بمي برید ترسره شو، چې له تېرې سې شنبې /د اکتوبر ۱۷ مه/ راهیسې یې د پولیسو او پوځ په مرکزونو د مرګونو بریدونو شمېر پنځو ته ورساوه.‌

له دې جلا د جمعې په ورځ،‌ یوه ځانمرګي بمي برید په غور ولایت کې په یوه جومات کې ۲۰ تنه افغانان ووژل.‌

د شنبې تر ورځې، د اونۍ له سر نه ترپایه د مړینو شمېر له ۲۰۰ څخه واوښت.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو ویب سایټ په افغانستان کی یوازی د اقلیتونو ستونزو ته پام کوي. ښه مثال یی همدا راپور دی چی د شیعه ګانو په جومات مو پوره راپور لیکلی او د سنیانو په جومات حمله مو یوازی په یوه کرښه کې رااخیستې ده. ستاسو نور راپورونه هم د پښتنو په وړاندې ناوړه چلند کوي په داسې حال کې چې په تېرو ۱۶ کالونو کې ډېر متاثر شوي خلک پښتانه دي چې هم د طالبانو د ظلمونو قرباني ګرځیدلي هم د ایتلافي ځواکونو او حکومت د قواوو د عملونو.

ځواب ورکړئ