په کابل او غور کې پر جوماتونو شویو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول

سلام ټایمز

کابل -- ای اېف پي د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې لږ تر لږه ۳۲ کسان وروسته له هغه ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول چې یوه وسله وال سړي د جمعې په ورځ /د اکتوبر ۲۰ مه/ په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې په لمونځ کوونکیو باندې هغه وخت ډزې وکړې چې هغوی د ماښام جماعت ته ولاړ ول.‌

د کابل د جنایي جرمونو د څانګې مشر جنرال محمد سالم الماس ای اېف پي ته وویل، چې بریدګر د پلازمېنې په ۱۳مه ناحیه کې د امام زمان جومات ته ننوت او په لمونځ کوونکیو باندې یې ډزې پیل کړې.‌

د تلفاتو د شمېر په هکله بېلابېل راپورونه ورکول شوي او وېره شته چې زیات شي.‌

له دې جلا د جمعې په ورځ، د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د سنیانو په یوه جومات یو ترهګریز برید وشو چې لږ تر لږه ۱۰ تنه افغانان یې ووژل.‌ د یادې ولسوالۍ ولسوال محسن دانشیار ای اېف پي ته وویل، چې د پولیسو یو جیګپوړی ځایي قوماندان، چې باور کېږي د برید هدف وو،‌ وژل شوی دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500