تروريزم

د هرات اوسېدونکیو په جومات باندې له وروستي برید څخه وروسته د «مرګ په داعش» نارې ووهلې

سلام ټایمز

افغانان وروسته له هغه کوڅو ته راووتل چې د اګست په ۱ په هرات کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې ځانمرګو بریدګرو بمي برید وکړ. داعش د دغې پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

افغانان وروسته له هغه کوڅو ته راووتل چې د اګست په ۱ په هرات کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې ځانمرګو بریدګرو بمي برید وکړ. داعش د دغې پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

هرات -- زرګونو شیعه احتجاج کوونکیو، د چارشنبې په ورځ / د اګست ۲ مه/ په داسې حال کې چې په هرات کې په یوه جومات باندې د شوي برید چې ۳۳ کسان یې ووژل، د قربانیانو تابوتونه یې لېږدول، د داعش پر ضد شعارونه ورکړل.‌

تر ۵۰۰۰ پورې قهرجن ویرکوونکي، چې د مړو خپلوان هم په کې ول، د سې شنبې په ورځ / د اګست ۱/ په اقلیت شیعه ډلې باندې د هغه ځانمرګي برید او ټولیزو ډزو ځای سره نژدې راټول شول چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

په داسې حال کې چې تابوتونه چې په یوه یخچالي موټر کې بار ول يو په یو د جوادیه جومات څنګ ته راوړل کېدل، لاریونوالو د «مرګ په داعش» او «مرګ پر بنسټ پالنه»‌ شعارونه ورکول.‌

ویرکوونکي،‌ چې د مړو د ښخولو تر هدیرې پورې د مارش تابیه یې نیولې وه، له حکومت څخه وغوښتل چې د دغه عمل مرتکبین دې عدالت ته راکش کړي.‌

افغان ژورنالستان د اګست په ۲ مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش ځانمرګو بریدګرو په هرات کې په جوادیه جومات باندې برید وکړ، د دغه جومات دننه ولاړ دي. ۳۳ تنه لمونځ کوونکي چې واړه ماشومان په کې شامل ول، هغه وخت ووژل شول چې ځانمرګو بمي بریدګرو چې لاسي بمونه یې وارول او د ټوپکو ډزې یې کولې، د اګست د ۱ په وروستیو کې په دغه جومات برید وکړ.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

افغان ژورنالستان د اګست په ۲ مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش ځانمرګو بریدګرو په هرات کې په جوادیه جومات باندې برید وکړ، د دغه جومات دننه ولاړ دي. ۳۳ تنه لمونځ کوونکي چې واړه ماشومان په کې شامل ول، هغه وخت ووژل شول چې ځانمرګو بمي بریدګرو چې لاسي بمونه یې وارول او د ټوپکو ډزې یې کولې، د اګست د ۱ په وروستیو کې په دغه جومات برید وکړ.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، د دغه برید، چې په کې دوه ځانمرګو بمي بریدګرو برخه لرله او له خلکو ډک جومات ته یې لاسي بمونه ور وغورځول او برید یې پرې وکړ، د قربانیانو شمېر ۳۳ ته پورته شو.‌ ۶۶ تنه نور ټپيان شول.‌

د عیني شاهدانو په وینا، په وژل شویو او ټپیانو کې کوچني ماشومان هم موجود ول.‌

د هرات ولایت امنیه قوماندان برید جنرال محمد ایوب انصاري سلام ټایمز ته وویل، «د سې شنبې په ورځ د ماښام په ۸ بجو دوه وسله والو ځانمرګو بمي بریدګرو د هرات ښار په بکر اباد سیمه کې په جوادیه جومات باندې برید وکړ،»‌

هغه وویل، «دغو دوه ترهګرو لومړی په لمونځ کوونکیو باندې ډزې وکړې. بیا یوه ترهګر ځان د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وچاوداوه.»‌

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده دغه شمېر تایید کړ، او ویې ویل چې دواړه بریدګر مړه شول. هغه په دې هکله معلومات ورنه کړل چې دویم بریدګر څنګه مړ شو.

داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌ دغه پېښه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې د داعش اورپکو په کابل کې د عراق په سفارت برید وکړاو دوه کسان یې ووژل.‌

'په ټولو افغانانو باندې شوی برید'

فرهاد افشار د چاودنې په اورېدلو پسې سمدلاسه جومات ته ورمنډه کړه.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «زه چې جومات ته ور ورسېدم، جومات له غوښو او وینو نه ډک وو.‌ ما یوه مور ولیدله چې ژړل یې او خپل دوه ماشومان یې لټول. هغې یو پیدا کړ چې په جومات کې دننه ټپي وو؛‌ دویم یې په یوه امبولانس کې مړ وموند.‌»

شاهدانو وویل چې دغه صحنه د وېرې او ګډوډۍ وه، چې عاجل وارډونه ډک وو او ژوندي پاتې کسانو قربانیان په خپلو موټرو کې او ان په پښو روغتون ته لېږدول.‌

علي ای اېف پي ته وویل، «کافي شمېر امبولانسونه نه ول... ما کوشش وکړ چې یو کوچنی ماشوم روغتون ته ورسوم، خو هغه زما په لاسونو کې مړ شو،»‌

د فرهاد دوست په نامه یوه کس چې ژړل یې او په حمله کې یې د تره زوی له لاسه ورکړی وو، ای اېف پي ته وویل، «ما خپل ټول عزیزان له لاسه ورکړل؛‌ هغوی ان تر ۷ کلنو پورې کوچني ماشومان ووژل.‌ دا په شیعه ګانو باندې برید نه وو، دا په ټولو افغانانو، په ټولو مسلمانانو باندې برید وو.»‌

افغانان باید په یووالي سره ودرېږي

د هرات ډلوژنه د افغانستان په شیعه ګانو باندې د بریدونو د لړۍ وروستۍ کړۍ وه.

د جون په میاشت کې، داعش د داسې یوه ځانمرګي برید مسؤلیت پرغاړه واخیستچې په کابل کې له خلکو نه ډک جومات باندې ترسره شو او ۴ کسان یې ووژل.‌

د تېر کال په نومبر کېد ځانمرګي برید یوې غټې چاودنېهم په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل او ۶۴ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د ۲۰۱۶ په جولای کې،داعش د هغو جوړه چاودنو مسؤلیت پرغاړه واخیستچې په کابل کې د شیعه هزاره ګانو په ګڼه ګوڼه کې وشوې، او لږ تر لږه ۸۵ کسان یې ووژل او له ۴۰۰ تنو څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

د افغانستان د ملي یووالي حکومت د هرات برید په کلکه وغانده، او په یوه خبرپاڼه کې یې د یوه «اسلام ضد عمل» په توګه یاد کړ.‌

حکومت همدارنګه «د افغانستان په مسلمان ملت، او همدارنګه په دیني عالمانو باندې غږ وکړ، چېد ترهګرو د وحشیانو عملونو پر ضد سره یو موټی شي».

ولسمشر اشرف غني زیاته کړه چې، «ترهګر نشي کولی چې زمونږ د خلکو په منځ کې فرقه یيز وېشونه رامنځته کړي».‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500