تروريزم

په کابل کې د عراق په سفارت د داعش له بریدونو څخه وروسته ټول دپلوماتان 'خوندي' دي

سلام ټایمز

افغان سرتېري په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید ځای ته، چې د جولای په ۳۱ مه یې د عراق سفارت په نښه کړ، ځانونه رسوي.‌ [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

افغان سرتېري په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید ځای ته، چې د جولای په ۳۱ مه یې د عراق سفارت په نښه کړ، ځانونه رسوي.‌ [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

کابل -- افغان چارواکو وویل، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د دوشنبې په ورځ / د جولای ۳۱ مه/ په کابل کې د عراق سفارت څخه بهر خپل ځان وچاوه او لږ تر لږه څلورو اورپکو ته یې لاره خلاصه کړه چې دغې ودانۍ ته ورننوځي.‌

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل،‌ د خواوشا ۴ ساعته اوږدې حملې په پای کې ټول بریدګر ووژل شول او وداني خوندي کړای شوه، او زیاته یې کړه چې د سفارت ټول کارمندان خوندي دي او یوازې یو پولیس ټپي شوی دی.‌

د وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، «د چټک غبرګون پولیس ځواکونه په وخت سره ورسېدل او عراقي دپلوماتان یې یوه خوندي ځای ته ورسول.‌ د سفارت هېڅ کارمند نه دی ژوبل شوی. یوازې یو پولیس سرسري ټپي شوی دی،»

په بغداد کې د بهرنیو چارو وزارت وویل، په خوندي ځای ته رسول شویو کسانو کې د سفارت د چارو مسؤل (شارژ دی افییرز)‌ هم شامل وو او ویې ویل چې هغوی له افغان مقاماتو سره د وضعې څارنه کوي.‌

د داعش تبلیغاتي اژانس، اعماق، یوه اعلامیه خپره کړه او د برید مسؤلیت یې پرغاړه واخیست، او وایي چې د داعش دوه غړي په دې برید کې ښکېل ول.‌

داعش له زیانونو څخه وروسته انتقام اخلي

د ۲۰۱۵ له جنورۍ راهیسې چې داعش د خپل خراسان څانګې جوړښت اعلان کړ، دغه ګروپ ته د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د ایتلافي ځواکونو له خوا درانه تلفات ور اوښتي دي.‌

د اپریل په میاشت کې،د متحده ایالاتو اردو د ننګرهار ولایت په یوه لیرې پرته سیمه کې د داعش په تونلونو باندې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم ور وغورځاوهچې د افغان حکومت په وینا لږ تر لږه ۹۰ داعشیان یې ووژل.‌

څو ورځې وروسته، د داعش د خراسان څانګې پخوانی مشر عبدالحسیب هم د ځانګړیو ځواکونو له خوا په یوه نښه شوي برید کې په ننګرهار ولایت کې ووژل شو.‌

د جولای په ۱۱مه،د داعش د خراسان څانګې تر ټولو وروستی مشر ابوسعید له یو شمېر نورو اورپکو سره یوځای په کونړ ولایت کې ووژل شو.

د داعش زیانونه په وروستیو میاشتو کې په دوامدار ډول زیات شوي، او تر ټولو تازه هغه یې په توره بوړه کې پېښ شول.‌

د دفاع وزارت په وینا، افغان ځواکونو داعشیان د جون د ۱۷ - ۱۸مې په عملیاتو کې د ننګرهار ولایت له تورې بوړې څخه واېستل. دغې ماتې د داعش دا پلانونه شنډ کړل چې د خپلې خراسان څانګې مرکز هلته جوړ کړي.‌

د پنتاګون چارواکي وایي، اوس په افغانستان کې د دغه ګروپ د غړو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو څخه لږ دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500