تروريزم

افغانستان په کابل کې د جومات بمي برید وغانده

د اعزازالله راپور

افغان امنیتي منسوبین د نومبر په ۲۱مه په کابل کې په باقرالعلوم جومات کې له ځانمرګي بمي برید څخه وروسته راغونډ شوي دي. داعش د دغه بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. په برید کې له ۳۰ تنو څخه ډېر شیعه ګان چې د مذهبي مراسمو لپاره سره راغونډ شوي ول ووژل شول. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د نومبر په ۲۱مه په کابل کې په باقرالعلوم جومات کې له ځانمرګي بمي برید څخه وروسته راغونډ شوي دي. داعش د دغه بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. په برید کې له ۳۰ تنو څخه ډېر شیعه ګان چې د مذهبي مراسمو لپاره سره راغونډ شوي ول ووژل شول. [شاه مری/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي، سیاستوال او د ژوند د بېلابېلو برخو اړوند عادي خلک په کابل کې په شیعه مسلمانانو باندې د تېرې اونۍ حمله په کلکو ټکو غندي.

د کابل د پولیسو په وینا، په باقرالعلوم جومات د نومبر په ۲۰مه شوي ځانمرګي برید کې له ۳۰ تنو څخه ډېر کسان ووژل شول. دا د هېواد د شیعه ټولنې د په نښه کولو د حملو د سلسلې تر ټولو وروستۍ پېښه وه.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد رسنیو ته وویل، د هېواد په بېلابېلو برخو کې عبادت کوونکيو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د اربعین مراسم ولمانځل. اربعین د محمد رسول الله (ص) د لمسي امام حسین (رض) د ماتم د څلوېښتۍ پای په ګوته کوي.

مجاهد سلام ټایمز ته وویل، «خو له بده مرغه، یو شمېر هېوادوالو د اربعین یا څلوېښتۍ له مراسمو څخه وروسته نور مراسم ونیول، او یو ځانمرګی بمي بریدګر د باقرالعلوم جومات ته ننوت او د پروګرام د لسګونو ملکي برخه والو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړه.»

د عامې روغتیا د وزارت یوه ویاند اسماعیل کاووسي سلام ټایمز ته وویل، «دغې حملې له ۸۰ تنو څخه ډېر کسان ټپي کړل.»

۲۲ کلن علي رضا چې د ټپونو له امله په روغتون کې بستر شوی وو سلام ټایمز ته وویل، د حملې په وخت کې په جومات کې ګڼه ګوڼه وه.

هغه وویل، «په جومات کې ماشومان او لویان موجود ول. [زما خواوشا ته] هیڅوک هم ژوندي نه وو پاتې.»

هغه وویل، «ما هغوی ټول ولیدل، په خاورو او وینو لړلي جسدونه په فرش اخوا دې خوا پراته ول.»

داعش د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د اسلام او بشریت پرضد یوه حمله

افغان مشرانو په قهر سره غبرګون وښود.

ولسمشر اشرف غني د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي وښودله او ویې ویل چې دغه حمله یو د نه بخښلو وړ عمل دی چې د افغانستان دښمنانو ترسره کړی دی.

ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې وویل، په مقدسو او مذهبي ځایونو باندې حمله د اسلام او د افغانستان د خلکو په وړاندې د ترهګرو دښمني ښیي.

غني وویل، «د دغه کار هدف دا وو چې د افغان نژادي ډلو تر منځ درزونه رامنځته کړي.»

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله دغه وحشت وغانده او له غمجنو کورنیو سره یې خواخوږي وښودله.

هغه د ټوېټر له لارې وویل، «دغې حملې بې ګناه ملکي خلک په نښه کړل -- چې ماشومان هم په کې ول -- او دا کار یې په یوه مقدس ځای کې وکړ. دا یو جنګي جنایت او د اسلام او بشریت پر ضد یو عمل دی.»

هغه رسنیو ته وویل، «دا حمله د مذهبونو، عقایدو، بشریت، بشري نظریاتو او هرې انساني عقیدې پر خلاف حمله ده. دا د وحشت او بربریت یوه نښه ده.»

هغه وویل، «په داسې حال کې چې مونږ د خپلو دوستانو ویر کوو، مونږ باید په دې هکله ډاډ ترلاسه کړو چې د یووالي لپاره کار وکړو او د دښمن د هغو پلانونو مخه ونیسو چې مونږ په ډلو سره وېشي.»

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، دغه حمله یو لوی جنایت او د افغانانو د دښمنانو کار دی.

هغه د دې تراژیدۍ په هکله سخت خفګان څرګند کړ، او یو «د نه بخښلو وړ جرم» یې یاد کړ.

افغان سنیان او شیعه ګان سره متحد دي

د افغانستان د علماوو د شورا رییس مولوی قیام الدین کشاف وویل، په جومات کې دننه د عبادت کوونکیو په نښه کول د سختې غندنې وړ دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه پېښه د یاغیانو بدترین تخنیک په ګوته کوي، چې په کې هغوی مذهب او مقدس ځایونه لکه جوماتونه د ترهګریزو حملو لپاره د وسیلو په توګه کاروي.»

کشاف وویل، «د مذهب په نامه د بې ګناه ملکي خلکو او عبادت کوونکیو وژل د اسلام د مقدس دین له ماهیت او اساساتو سره په بشپړ ډول په تضاد کې دي،» او زیاته یې کړه چې ترهګر له هر فرصت څخه کار اخلي چې د خپلو شیطاني هیلو د ترسره کولو لپاره له زر میلیونو څخه ډېر مسلمانان دردوي.

د پېښې د سیمې یوه دوکاندارحسین علي کربلایي وویل، افغانان به تل سره متحد ولاړ وي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا حملې ښیي چې داعش هڅه کوي چې د افغانستان د مسلمانانو د بېلابېلو ډلو تر منځ د مذهب په نامه جګړه رامنځته کړي.»

د کابل پوهنتون یوې محصلې حمیرا وویل، افغانان یو ملت دی چې د یاغیانو پر ضد سره متحد دي.

هغې وویل، «دلته هر سني شیعه دی او هر شیعه سني دی؛ زمونږ په منځ کې فرق نشته. مونږ خپل دښمنان پېژنو. هغوی یو متحد افغانستان نه غواړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500