تروريزم

بایډن د کابل بمي بریدګرو ته خبرداری ورکړ، 'موږ به تاسو پیدا کړو'

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د وږي په ۴مه د کابل هوایي ډګر څخه بهر له دوو زورورو چاودنو څخه وروسته رضاکاران او طبي کارکونکي له یوه روغتون څخه بهر له یوه پیک آپ موټر څخه جسدونه راښکته کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د وږي په ۴مه د کابل هوایي ډګر څخه بهر له دوو زورورو چاودنو څخه وروسته رضاکاران او طبي کارکونکي له یوه روغتون څخه بهر له یوه پیک آپ موټر څخه جسدونه راښکته کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ‌ /د وږي ۴مه/ ژمنه وکړه چې د کابل د هوایي ډګر د مرګوني ځانمرګو بمي بریدونو چې د داعش خراسان څانګې یې مسؤلیت اخیستی دی، عاملان به پیدا کړي.‌

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه د اېستنې د هڅو په وروستیو ورځو کې د پنجشنبې په ورځ د کابل د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر څخه بهر د خلکو د ګڼه ګوڼې پر وخت دوه چاودنې وشوې، چې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون لږ تر لږه ۸۵ کسان یې ووژل.

د سمندري قول اردو ویاند جګړن جیم سټینګر په یوه اعلامیه کې وویل، په وژل شویو کې لس او په ټپیانو کې څو امریکایي سمندري سرتېري شامل دي.‌

په داسې حال کې چې خلکو د جمعې په ورځ‌ په روغتونونو کې خپل ورک شوي عزیزان لټول، داسې وېرې موجودې وې چې د وژل شویو کسانو شمېر به زیات شي.‌

د وږي په ۴مه د کابل هوایي ډګر څخه بهر له دوو بمي چاودنو څخه وروسته طبي او د روغتون کارکونکي یو ټپي شوی سړی له یوه موټر څخه بهر د درملنې لپاره انتقالوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د وږي په ۴مه د کابل هوایي ډګر څخه بهر له دوو بمي چاودنو څخه وروسته طبي او د روغتون کارکونکي یو ټپي شوی سړی له یوه موټر څخه بهر د درملنې لپاره انتقالوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل هوایي ډګر کې د وږي په ۴مه له شویو جوړه ځانمرګو بمي‌ بریدونو څخه وروسته د وږي په ۵مه په سیمه کې د هغو افغانانو پنډوکي او توکي لیدل کیږي چې له هېواد څخه وتلو ته په انتظار ول. په دغو بریدونو کې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون په لسګونو خلک ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل هوایي ډګر کې د وږي په ۴مه له شویو جوړه ځانمرګو بمي‌ بریدونو څخه وروسته د وږي په ۵مه په سیمه کې د هغو افغانانو پنډوکي او توکي لیدل کیږي چې له هېواد څخه وتلو ته په انتظار ول. په دغو بریدونو کې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون په لسګونو خلک ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

بایډن وویل، «هغه چې دا برید یې کړی او هر هغه څوک چې غواړي امریکا ته زیان ورسوي، باید پوه شي چې موږ به تاسو ونه بښو، موږ به دا هېر نه کړو، موږ به تاسو پیدا کړو او غچ به درنه واخلو.»

هغه وویل، متحده ایالات به له افغانستان څخه د زرګونو ملکي خلکو د اېستلو ماموریت ونه دروي، او له افغانستان څخه د ټولو عسکرو د اېستلو لپاره د وږي د ۹مې په ضرب الاجل باندې به ټینګ پاتې شي.

الوتنې د جمعې په ورځ بیا پیل شوې. د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو راهیسې، له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر خلک د الوتکو په وسیله له هېواد څخه اېستل شوي دي.

دغه بمي بریدونه چې د داعش خراسان څانګې یې د خپلې رسنۍ له لارې مسؤلیت پر غاړه واخیست د پنجشنبې په ورځ‌ لمر لوېده وخت د کابل هوایي ډګر له عمومي دروازې سره نږدې وشول.

دا جوړه بمي چاودنې چې د پنتاګون ویاند جان کربي یو «پېچلی برید» وباله، څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د لوېدیځ چارواکو وویل هغوی داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې د هوایي ډګر پر ضد د ځانمرګو بمي بریدونو پلان نیول شوی دی.‌

کربي وویل، یو بم په ابي دروازه کې چې د هوایي ډګر عمومي دروازه ده وچاودېد او لږ تر لږه یوه بله چاودنه له بارون هوټل سره نږدې د شاوخوا ۲۰۰ مترو په فاصله کې پېښه شوه.‌

له بارون هوټل څخه ځینو هېوادونو د زمري له ۲۳مې راهیسې چې د هوا له لارې د اېستنو لړۍ پیل شوه د اېستنځي په توګه استفاده کوله.

د متحده ایالاتو حکومت او د هغه متحدینو د دغې ورځې په لومړیو کې د خطر خبرداری ورکړی وو او یو شمېر هېوادونو خپلو وګړو ته خبر ورکړی وو چې هوایي ډګر ته له تګ څخه دې ډډه وکړي.‌

د متحده ایالاتو او متحدینو چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل هغوی داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې د داعش خراسان څانګې پورې اړوند ځانمرګي بمي بریدګر ګواښ کوي چې د وږي د ۹مې د اېستنې د ضرب الاجل له پوره کېدلو څخه مخکې به په دغه هوایي ډګر باندې بریدونه وکړي. بایډن د داعش خراسان څانګې له خوا د یوه «سخت» ترهګریز ګواښ یادونه وکړه.

د بلجیم لومړي وزیر الیګزاندر دي کرو د ځانمرګو بمي بریدګرو له خوا یوه ګواښ ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې برتانیا هم خپلو وګړو ته یو خبرداری صادر کړ.

د ښکاره ترهګریز ګواښ له خبرداریو سره سره، بیا هم په هوایي ډګر کې د نهیلو خلکو یوه غټه ګڼه ګوڼه جوړه شوې وه ترڅو له طالبانو څخه وتښتي.

د هوایي ډګر په چاپېریال کې عام قتل

چاودنې د هوایي ډګر په چاپېریال کې په ټوله شوې ګڼه ګوڼه کې وشوې چې ځینې قربانیان یې یوه ژور چټل نهر ته پړمخ ور وغورځول.

د میلاد په نامه یوه کس چې د لومړۍ چاودنې پر وخت هلته موجود وو، ای اېف پي ته وویل، «جسدونه، غوښې او خلک هلته نږدې یوه نهر ته ور غورځول شوي ول.»

ژغورونکیو ټپي شوي قربانیان په وینو ککړو کالیو کې په لاس ګاډو کې لېږدول، په داسې حال کې چې بې هوښه ژوندي پاتې کسانو د مړو په منځ کې د خپلو عزیزانو د پیدا کولو لپاره د مرستې چیغې وهلې.

یوه سړي یو نیمه بې هوښه زوبل شوی کس له څنګلې نیولی وو او هڅه یې کوله چې پرې نه ږدي سر یې په خټینو اوبو کې ولګېږي.‌

یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «کله چې خلکو چاودنه واورېدله، مکمله وېره رامنځته شوه. بیا طالبانو هوایي ډزې پیل کړې چې په دروازه کې راټول شوي خلک سره تیت کړي.»‌

هغه وویل، «ما یو سړی ولید چې یو ټپي شوی ماشوم یې په خپلو لاسونو کې په منډه لېږداوه.»

په داسې حال کې چې سړیو، ښځو او ماشومانو له صحنې څخه د وتلو لپاره منډې وهلې، یوه غټه غوړسکه لوګی د اسمان په لور پورته شو.

ایټالوۍ غیرحکومتي موسسې ایمرجنسي وویل هغه روغتون ته چې دغه اداره یې په کابل کې چلوي له ۶۰ څخه ډېر ټپي شوي کسان ور وړل شول چې ۱۶ یې په ور رسېدلو سره مړه شوي ول.

د دغه روغتون د روغتیایي چارو منتظم البیرټو زنین د یادې ادارې په ټوېټر اکاونټ په یوه پوسټ کې ولیکل، ټپیانو «خبرې نشوای کولی، ډېر یې وېرېدلي وو، سترګې یې کاملا تشې وې، نظرونه یې تش ول.»

د ایمرجنسي رییسې روسیلا میکیو وویل، روغتون ته راوړل شوي ټپیان «ټول ملکي خلک: ښځې او ماشومان ول.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې «هوایي ډګر سره د راټولو شویو افغانانو په ګډون چې غوښتل یې په کوم بل ځای کې یو نوی ژوند پیل کړي» د وژل شویو کسانو په حال خفګان څرګند کړ او د هغوی عزیزانو ته یې «د زړه له تله تسلیت» وړاندې کړ.

د داعش د خراسان څانګې مرګونې تاریخچه

طالبانو د متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو ته اجازه ورکړې چې د هوا له لارې کسان انتقال کړي، او پلان لري چې د امریکایي عسکرو له وتلیو څخه سمدلاسه وروسته خپل حکومت نهایي کړي.‌

خو د داعش خراسان څانګه چې د طالبانو خونړي رقیبان دي د وحشیانه بریدونو خپله تاریخچه لري او غواړي چې په کابل کې ګډوډي رامنځته کړي.

په سینګاپور کې د اېس راجر اتنام د نړۍ والو څېړنو د پوهنتون یوه څېړونکي عبدالباسط وویل، «د تېرې شپې بریدونو یو ځل بیا وښودله چې په افغانستان کې هېڅ ډله هم د تاوتریخوالي د انحصار او د امنیت ټینګولو ادعا نشي کولی.»

د استرالیا د دفاع وزیر پيتر ډټون د داعش خراسان څانګې ته په اشارې سره وویل، «دا داسې خلک دي چې حتی لا ډېر افراطي دي او اصلا له طالبانو سره په جنګ دي، نو دا یو ډېر پېچلی حالت دی.»

د وروستیو کالونو په ترڅ کې، د داعش خراسان څانګه په جوماتونو، زیارتونو، عامه څلورلارو او ان روغتونونو کې ملکي خلک په ډله ییز ډول وژني. دغه ډله په ځانګړې توګه د شیعه ګانو په ګډون مذهبي مسلمانان چې د هغوی په اند مرتد دي، په نښه کوي.

څو میاشتې وروسته له هغه چې داعش په ۱۳۹۳ کې په عراق او سوریه کې د خلافت اعلان وکړ، له پاکستاني طالبانو څخه جلا شوي جنګیالي په افغانستان کې له جنګیالیو سره یوځای شول ترڅو یو سیمه ییز فصل جوړ کړي او د داعش له مشر ابوبکر البغدادي سره یې بیعت وکړ.

د داعش خراسان څانګه یو کال وروسته د داعش د مرکزي مشرتابه له خوا هغه وخت په رسمي توګه تایید شوه چې دغې څانګې په شمال ختیځو سیمو او په ځانګړې توګه په کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې یې ریښې خښې کړې.

د ملګرو ملتونو د څارونکو په وینا، دغې ډلې همدارنګه د کابل په ګډون د پاکستان او افغانستان په نورو برخو کې هم مرکزونه جوړ کړي دي.

خراسان د دې سیمې یو تاریخي نوم دی چې د نن ورځې د پاکستان، ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا سیمې احتوا کوي.

تېر کال د داعش خراسان څانګه باندې د داسې یوه برید پړه ور واچول شوه چې نړۍ ته یې ټکان ورکړ. په برید کې وسله وال سړي په کابل کې د شیعه ګانو د استوګنې په یوه سیمه کې په یوه زېږنتون باندې ورننوتل او ۱۶ میندې او لنګېدونکې ښځې یې ووژلې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له تحولاتو څخه وروسته، په کار دا وو چې امریکایان له ګاونډیو هېوادونو سره داسې توافق ته رسېدلي وای چې د هغوی محلي افغان همکارانو ته یې اجازه ورکړې وای چې له وېزو څخه پرته هغو هېوادونو ته ورداخل شي، او بیا یې هغوی له هغو هېوادونو څخه امریکا ته انتقال کړي وای.‌ مثلاً، هغه کسان چې مستحق ول هغوی باید د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې وېشل شوي وای. هغوی باید د ۳۰ زرو کسانو یو لست تاجکستان د ۳۰ زرو کسانو یو لست ازبکستان د ۳۰ زرو کسانو یو لست پاکستان او د ۳۰ زرو کسانو یو لست ترکمنستان ته ورکړی وای. په دې طریقه به هغوی ټول له کومو ستونزو څخه پرته امریکا ته وړل شوي وای، لاکن هغوی دا کار ونه کړ او یوه تاریخي غلطي یې وکړه.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان تېر شل کاله او د هغې څخه مخکې نظامونه د نورو له خوا رامنځته شوي پلانونه وو چې تر اوسه افغانان پکې ځوریږي او درد یې زغمي،د یو نظام جوړول او د بل ړنګول به مونږ یوې دایمې برقرارۍ او ارامۍ ته بو نه ځي؛ ښه به دا وي چې امریکا په افغانستان کې د نظامې اډو ملي او بین المللي سند ترلاسه کړي تر څو هم یو خوا افغانستان اباد او ارام شي او بل خوا د امریکا ګټې ضایعه نه شي.

ځواب ورکړئ