امنیت

طالبانو د ترهګرۍ په نوې پړاو کې په نیول شویو سیمو کې وحشتونه ترسره کړي دي

د عمر راپور

یوه ورځ وروسته له هغه چې هرات د طالبانو لاس ته ولوېد، اورپکو دوه کسان چې ادعا کیږي غلا یې کړې وه سړک ته را واېستل، او د یوه نامعلوم برخلیک په لوري یې روان کړل. [په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس]

یوه ورځ وروسته له هغه چې هرات د طالبانو لاس ته ولوېد، اورپکو دوه کسان چې ادعا کیږي غلا یې کړې وه سړک ته را واېستل، او د یوه نامعلوم برخلیک په لوري یې روان کړل. [په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس]

هرات -- د طالبانو له خوا د نورو سیمو له لاندې کولو څخه وروسته، دغه اورپکې ډله د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د ظالمانه قواعدو د نافذولو او په زور د پیسو لوټلو، غچ اخیستلو، بې محاکمې اعدامونو، سرونو پرې کولو او د نجونو تښتولو او په زور سره نکاح کولو له لارې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کوي.

د افغانستان د بېلابېلو برخو اوسېدونکي وایي، طالب اورپکو د شپې له مخې ملکي خلک له کورونو څخه را اېستلي او له نمایشي محاکمو څخه وروسته یې اعدام کړي دي، او دا ټول په داسې حال کې شوي چې سخت خفه کوونکي محدودیتونه لګول شوي دي.

د ښځو لپاره د چادرۍ، د سړیو لپاره د اوږدو ږیرو او په زور سره جوماتونو ته د تګ په ګډون دا ټول محدودیتونه په ۱۳۷۰مو کالونو کې د طالبانو د پخوانۍ واکمني خاطرې را ژوندۍ کوي، او دا ښیي چې د هغوی په نړۍ لید کې څنګه هېڅ بدلون نه دی راغلی.

طالبان هڅه کوي چې د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر، ټکنالوجي او د ښځو حقونه ممنوع وګرځوي.

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۲مه اخیستل شوی، د طالبانو یو جنګیالی په هرات ولایت کې د یوه سړک پر غاړه له یوه راکټ لانچر سره ولاړ دی. [ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د زمري په ۲۲مه اخیستل شوی، د طالبانو یو جنګیالی په هرات ولایت کې د یوه سړک پر غاړه له یوه راکټ لانچر سره ولاړ دی. [ای اېف پي]

په بادغیس ولایت کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په نتیجه کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون د قلعه نو بې ځایه شوي اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۷مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په بادغیس ولایت کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په نتیجه کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون د قلعه نو بې ځایه شوي اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۷مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ، چې طالبانو د چنګاښ په ۱۵مه ونیوله، یوه اوسېدونکي سید محمد سکندري چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، طالبانو خلکو ته د تلوېزیون د کتلو، ښوونځیو ته د نجونو د لېږلو او د نارینه خپلوان له ملتیا پرته بهر ته د ښځو د وتلو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.

سکندري وویل، «طالبان بالکل بدل شوي نه دي، او هغوی له ملکي خلکو سره هغسې چلند کوي او شکنجې ورکوي لکه ۲۰ کاله مخکې یې چې کول.»

هغه وویل، «طالبان د هېڅ ټولنیزې، فرهنګي یا دودیزې قاعدې درناوی نه کوي،» او زیاته یې کړه چې هغوی له مشرانو او ماشومانو سره د «حیواناتو په څېر» چلند کوي.

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې او د پوهنتون محصلې مهناز حیدري سلام ټایمز ته وویل، ځینو ولسوالیو ته د طالبانو په رسېدلو سره د بل هر چا په پرتله د ښځو ژوند له تیارو سره مخامخ شو. طالبانو ټولې ښځې او نجونې مجبورې کړي دي چې چادرۍ په سر کړي.‌

زنده جان د چنګاښ په ۱۷مه د طالبانو لاس ته ولوېد.

حیدري وویل، «ما هېڅکله هم چادري نه ده په سر کړې، او زما یې له په سرولو نه کرکه کېږي،» او زیاته یې کړه چې د طالبانو ګواښونه هغې ته پرته له دې چې د «زندان په څېر» چادري په سر کړي بله لاره نه پرېږدي.

هغې وویل، «د طالبانو له خوا د زنده جان ولسوالۍ له نیولو څخه مخکې، زه په اونۍ کې څو ځلې د پوهنتون لپاره یواځې هرات ته تللم، خو که طالبان پوه شي چې زه یوه محصله یم، سمدلاسه به مې ووژني.»

حیدري وویل، د طالبانو تر واک لاندې ژوند په دوزخ کې د ژوند کولو په څېر دی.

بي بي سي د جمعې په ورځ /د زمري ۲۱مه/ راپور ورکړ چې، هغه څوک چې د طالبانو حکمونه تعقیب نه کړي سختې سزا سره مخامخ کیږي.

د طالبانو یوه قاضي بي بي سي ته وویل، «زموږ په شریعت کې دا روښانه ده چې: هغه څوک چې له واده نه مخکې زنا وکړي -- که ښځه وي که سړی -- هغه په عام محضر کې ۱۰۰ درې وهل کیږي، خو چا چې واده کړی وي او زنا وکړي هغه سنګسار کیږي... د غلو لپاره داسې ده چې که تور پرې ثابت شي، لاس یې پرې کېږي.»

له عامو خلکو نه په زور پیسې اخیستل

اوسېدونکي وایي،‌ په ورته وخت کې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له ملکي خلکو نه په زور پیسې او خواړه اخلي.‌

د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکي تور احمد کريمي سلام ټایمز ته وویل، طالبان ملکي خلک مجبوروي چې د ورځې لږ تر لږه دوه یا درې ځلې د هغوی لپاره خواړه تیار کړي.

کریمي وویل، «طالبانو کورنیو ته حکم کړی چې خپل مالونه حلال کړي ... او هغوی ته غوښه ورکړي،» او زیاته یې کړه چې عام خلک مجبور دي چې د هغوی خبره ومني. نوموړي وویل، «هر څوک یې چې خبره رد کړي، طالبان هغه وهي او شکنجه کوي.»

هغه وویل، طالبانو له هرې کورنۍ څخه د عشر او زکات په نامه د مالیاتو ټولول پیل کړي دي.

کریمي وویل، سږ کال د وچکالۍ له امله د کلیوالو حاصلات کم وو، لاکن طالبانو بیا هم کروندګر او باغ لرونکي مجبور کړل چې هغوی ته ډېرې پیسې ورکړي.

هغه وویل، «په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند له زغم نه وتلی دی.»

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي مجیب الله حقدوست سلام ټایمز ته وویل، طالبان ژوند سختوي.

قادس ولسوالۍ د غوایي په ۲۸مه سقوط شوه.‌

هغه وویل،‌ «طالبانو له کورنیو څخه غوښتي چې د خپلو ځوانانو نومونه ولیکي چې د هغوی له لیکو سره یوځای شي،» او زیاته یې کړه چې ډېر هغه ځوانان چې نه غواړي چې وسلې واخلي د طالبانو د ګواښونو له امله مجبور شول ترڅو دا کار وکړي.

حق دوست وویل،‌ ځوانان د طالبانو په ایډیالوژۍ باندې باور نه لري خو مجبور دي چې ځانونه د طالبانو د غړو په توګه وښیي.

هغه زیاته کړه، «عام خلک د طالبانو له ظلمونو او جهالت سره په تنګ دي. ډېرې کورنۍ د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته تښتېدلي دي.»

حقدوست وویل، طالبان له هغه څه نه چې ډېر خلک فکر کوي ډېر ظالم او جاهل دي.

د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع سلام ټایمز ته وویل، له دې سره سره چې طالبان له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه په میلیونونو ډالر ترلاسه کوي، لاکن بیا هم د عامو خلکو پیسې لوټي.

هغه وویل، طالبان د بې وزله خلکو په ګډون له ځایي خلکو څخه «عشر او زکات» غواړي او زیاته یې کړه چې ډېر ملکی خلک «خواړه نه لري، خو طالبان یې مجبوروي ترڅو له بل چا نه پیسې قرض کړي او هغوی ته یې ورکړي.»

قانع وویل، په زرګونو کورنۍ لویو ښارونو ته تښتېدلي ترڅو د طالبانو له خوا په زور د پیسو اخیستلو او انتقام اخیستنې څخه ځانونه خلاص کړي.

د عامه خدمتونو ټکني کېدل

ځایي مقامات او د هرات اوسېدونکي وایي، د مالیاتو په ټولولو سربېره، طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې حکومتي خدمتونه ځنډولي، د حکومت اړوند ټول اداري اسناد یې له منځه وړي، او په سړکونو، پلونو او نورو بېخبناوو باندې یې کار درولی دی.‌

د هرات والي عبدالصبور قانع سلام ټایمز ته وویل، طالبانو دا خدمتونه په زور سره ټکني کړي چې خلک یې په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ کړي دي.‌

قانع وویل، د ملکي خلکو لپاره د خدمت کولو پرځای، طالبان د زور او ډارولو له لارې له خلکو نه پیسې اخلي.‌

قانع زیاته کړه، طالبان حکومت ته اجازه نه ورکوي چې هغه اسانتیاوې بیرته ورِغوي چې هغوی انفجار ورکړی دی.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالقدوس احدي وویل، طالبانو نیول شوې ولسوالۍ لږ تر لږه ۲۰ کاله پخواني وخت ته په شا بوتللې.

هغه وویل، «طالبانو په خپل تاریخ کې د هېواد لپاره هېڅ مثبت کار نه دی کړی،» او ټینګار یې وکړ چې طالبان غواړي چې افغانستان ویجاړ کړي او افغانان له پښو وغورځوي.‌

هغه وویل، طالبانو ملکي خلک له حکومتي خدمتونو او نړۍ والو مرستو څخه محروم کړي، او زیاته یې کړه چې هغوی چې هر چېرې تللي دي له تیارو، جهالت، تاوتریخوالي او وحشت نه پرته یې بل څه نه دي ور وړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حاجی عبدالباقی خان بادیزی چی یو زوی یې په کمانډو کې وظیفه درلودله هره ورځ ورته طـ.ـالبان راتلل چې زوی دی باید حاضر کړی او زمونږ لاس ته یې راکړی . حاجی بابا ورته ویلي وو چی د زوی می مړی او ژوندی راته معلوم نه دی نو څنګه یې درته حاضر کړم؟ د څو ورځو تګ او راتګ وروسته نن یې دا سپین ږیری د کور په دروازه کی شهید کړ . دا پیښه د لښکرګاه اوومې حوزې سیمه کې را مینځ ته شوی دی

ځواب ورکړئ

د سلام ټایمز محترمې ادارې ته درناوی وړاندې کوم. زه د سلام ټایمز یو منظم مینه وال یم او وخت په وخت د سلام ټایمز خبرونه او تحلیلونه لولم. په افغانستان او سیمه کې د چین او ایران د شیطاني سیاستونو په هکله د سلام ټایمز معلومات د ستاینې وړ دي او باید دوام ورکړئ. یوه خبره ده چې دا څو ورځې کېږي چې د سلام ټایمز په ویب سایټ تازه راپورونه او تحلیلونه نه خپریږي. لطفا دغه بهیر مه ټکنی کوئ او که څه تخنیکي دلیل وي مونږ ته یو یادښت خپور کړئ چې پوه شو چې آیا سلام ټایمز به د خپلو معلوماتو خپرولو ته دوام ورکړي؟ والسلام

ځواب ورکړئ

دغه سړي د همجنس بازۍ له لارې ډار رامنځته کوي، له هلکانو نه غلامان جوړوي او هغوی زوروي. آیا همدغه د شریعت لاره ده؟

ځواب ورکړئ

دغه ډول محاکمه د نورو غلو لپاره یو درس دی. که هغوی غلا بس نه کړي او ونیول شي، له داسې سزا سره به مخامخ شي.‌

ځواب ورکړئ