امنیت

د افغان ځواکونو په ملاتړ ولسي پاڅونونو د طالبانو په شا تمبولو کې بریاوې ترلاسه کړي دي

د عمر راپور

د هېواد په بېلابېلو برخو کې په زرګونو افغانانو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړي او د طالبانو پر ضد جګړه کې ورسره ملګري شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هېواد په بېلابېلو برخو کې په زرګونو افغانانو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړي او د طالبانو پر ضد جګړه کې ورسره ملګري شوي دي.

په لوېدیځ زون کې پوځي چارواکي وايي، د ولسي خلکو په خوځښت او له افغان امنیتي ځواکونو څخه په ملاتړ سره،‌ د طالبانو ډېر فعالیتونه ټکني شوي دي.‌

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال خیال نبي احمدزي د چنګاښ په لومړیو کې خبریالانو ته وویل، «طالبان نشي کولی چې له امنیتي ځواکونو او ولس سره جګړه وکړي.»

د چنګاښ په نیمایي کې د هرات والي عبدالصبور قانع وویل چې د هرات په ډېرو ولسوالیو کې د ولسي پاڅون ځواکونه د طالبانو پر ضد درېدلي او د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو له وېرې هغوی مجبور شوي چې له ډېرو سیمو څخه بېرته په شا شي.‌

د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۷مه وسلې پورته کړې او ژمنه یې وکړه چې هغوی به د طالبانو پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړی. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په سلګونو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۷مه وسلې پورته کړې او ژمنه یې وکړه چې هغوی به د طالبانو پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړی. [عمر/سلام ټایمز]

قانع زیاته کړه، «طالبانو په وروستیو ورځو کې پلان درلود چې پشتون زرغون، ګلران او غوریان ولسوالۍ ونیسي، خو امنیتي ځواکونو د هغوی پلانونه شنډ کړل.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ په ټول هرات ولایت کې طالبان ځپلي دي.»

قانع وویل، د ولسي پاڅون ځواکونه د امنیتي ځوکونو تر مشرۍ او همغږۍ لاندې پوره چمتو دي چې طالبان وځپي.‌

د هرات امنیه قوماندان سمونوال سید معراج الدین سادات د چنګاښ په ۱۰مه وویل، حکومتي او حکومت پلوو ځواکونو په شینډنډ، غوریان، ګلران، کشک کهنه، زنده جان، پشتون زرغون او چشت شریف ولسوالیو کې طالب اورپکي په شا وتمبول.

د طالبانو لپاره یو خنډ

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، طالبان باید له نظامي لارې د بریالیتوب ترلاسه کولو خوب هېر کړي.

غیور وویل، د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه د یادې ډلې د ظلم او وحشیانه چلند په نتیجه کې راپورته شوي دي.

هغه زیاته کړه، «د جنګ او د افغانستان د ویجاړولو په جاري ساتلو سره، طالبانو خلک دې ته مجبور کړي چې وسلې واخلي او د هغوی پر ضد جنګ وکړي.‌»

غیور وویل، «هره ورځ د بېلابېلو ولایتونو په سلګونو اوسېدونکي وسلې پورته کوي ترڅو د طالبانو پر وجنګیږي او په لومړیو کرښو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي. دا طالبانو ته یو ښکاره پیغام دی چې هغوی به هېڅکله هم د جنګ په میدان کې بریا ترلاسه نه کړي.»

هغه زیاته کړه، طالبان په دروغجن غرور سره، فکر کوي چې دا جنګ هغوی ګټي،‌ لاکن د تاوتریخوالي په جاري ساتلو سره هغوی هره ورځ د سلګونو بې ګناه افغانانو وینې تویوي او د هېواد بېخبنا ویجاړوي.

د افغان ملي اردو یوه متقاعد جنرال غلام نبي ځیرک وویل، د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونو د یادې ډلې یرغل رکود ته ور نږدې کړی دی.

هغه وویل، «طالبانو په تېرو ۲۰ کالونو کې د خلکو پر ضد هر ډول جنایت ترسره کړی دی، له دې امله، دغه ډله په خلکو کې هېڅ ځای نه لري.»

هغه زیاته کړه، طالبان په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتو لپاره کار کوي او ولسي ملاتړ نه لري. څومره چې هغوی هڅه کوي چې تاوتریخوالی زیات کړي او سیمې ونیسي، هومره ډېر به ملکي خلک په قهر کړي، چې په نتیجه کې به یې خلک د طالبانو پر ضد پورته شي.‌

ځیرک وویل، له طالبانو سره د ملکي خلکو د ناخوښۍ ډېرېدلو ته په پام سره به دغه ډله هېڅکله هم قدرت ترلاسه نه کړي، مګر دا چې له حکومت سره سوله وکړي او له سوله ییزو لارو په واک کې شریک شي.

د خلکو بې صبري

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عزیزاحمد احمدي وویل، طالبانو په انجیل کې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي او په خلکو باندې ظلمونه کوي.

هغه وویل، په ولایتونو او ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو د زیاتېدلو له امله، ملکي خلک سره راټول شوي او د اورپکو پر ضد یې وسلې راپورته کړي دي.

هغه زیاته کړه، «موږ وسلې پورته کړي او د طالبانو پر ضد به له خپل پلرني هېواد، خپلو خلکو او خپل عزت څخه دفاع وکړو.»

احمدي وویل، د انجیل اوسېدونکي به نور طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی ولسوالۍ یا کلیو ته ور ننوځي.‌

هغه وویل، «موږ له ډېر وخت راهیسې چوپ وو په داسې حال کې چې دغې ترهګرې ډلې ورانی کاوه، خو له اوس نه ایسته که هغوی زموږ کلي ته راشي ژوندي به پاتې نشي.»

په هرات کې د کروخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالقادر رمضاني وویل، طالبانو د سړکونو او پلونو په ویجاړولو سره څو ولسوالۍ وجاړې کړي دي.

هغه وویل، «هغوی له ویجاړولو او خرابولو څخه پرته د خلکو لپاره هېڅ نه دي کړي.»

نوموړي زیاته کړه، «طالبانو موږ مجبور کړو ترڅو وسلې واخلو او د امنیتي ځواکونو تر څنګ د هغوی پر ضد وجنګېږو.»

هغه وویل، «طالبانو زموږ خلک شکنجه کړل او ویې وهل. که څه هم چې ملکي خلک خواړه نه لري، طالبان په زور ترې پیسې اخلي.»

هغه وویل، د هغوی کلي ته هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې طالب اورپکي ورځي او خلک مجبوروي چې هغوی ته خواړه ورکړي.

د غور ولایت یوه اوسېدونکي عبدالرحمان مبارز وویل،‌ سر له اوس نه امنیتي ځواکونه د ترهګرو طالب اورپکو پر ضد جګړه کې یواځې نه دي، خلک د هغوی تر څنګ ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.‌

هغه زیاته کړه، «موږ د دې لپاره وسلې پورته کړي چې طالبان وځپو. موږ به هېڅ چېرې هم هغوی د عملیاتو ترسره کولو ته پرې نه ږدو.»

هغه ژمنه وکړه، «موږ د طالبانو پر ضد جګړه کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري کوو، او یادې ډلې ته به اجازه ورنه کړو چې نور خپل ظلم جاري وساتي.»

د غور یوه بل اوسېدونکي حیات الله وویل، «زه به د خپلې وینې د وروستي څاڅکي تر تویېدلو پورې د امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد وجنګېږم.»

هغه وویل، «څو چې زه ژوندی یم، زه به له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د پېړۍ وحشیان او د بهرنیانو مزدوران باید معاف نه کړای شي. هغوی د بهرنیانو غلامان دي. له دې وحشي ګروپ سره به سوله نتیجه ورنه کړي.‌ د دغو غلامانو پر ضد باید ټول ودرېږي. هغوی د کرونا او وایرس په څېر دي، چې په پیل کې لږ خطرناک وي، خو وروسته په تدریج سره تخریب زیاتوي. هغوی غواړي چې په افغانستان کې د قومونو تر منځ وېره او ترهه رامنځته کړي. دا بهتره ده چې افغان سیاستوال د مذاکراتو مېز پرېږدي او ټول د پېړۍ د دغو وحشیانو پر ضد جهاد اعلان کړي.‌ هغوی باید اعلان وکړي چې طالبان نور په هېواد کې ځای نه لري. دا غوره لاره ده.‌ د افغانانو لپاره لا هم ناوخته نه ده چې د ورانکارو طالبانو پر ضد یو عمومي پاڅون وکړي.

ځواب ورکړئ