امنیت

د طالبانو د لیکو په کمزوري کېدلو سره دغې ډلې د نشه ییزو توکو معتادان مجبور کړل چې د جنګ لومړیو کرښو ته لاړ شي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې ځایي مقاماتو وویل، طالب اورپکو، چې د جګړې په ډګر کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ور رسېدلو تلفاتو له امله د جنګیالیو له کمي سره مخامخ دي، دې ته مخه کړې چې د نشه ییزو توکو معتادان مجبور کړي څو د هغوی په ګټه جنګ وکړی. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې ځایي مقاماتو وویل، طالب اورپکو، چې د جګړې په ډګر کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ور رسېدلو تلفاتو له امله د جنګیالیو له کمي سره مخامخ دي، دې ته مخه کړې چې د نشه ییزو توکو معتادان مجبور کړي څو د هغوی په ګټه جنګ وکړی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، د یاغیانو ډله له معتادانو سره وعده کوي چې هغوی به تداوي کړي، خو پرځای یې هغوی لومرۍ کرښې ته لېږي.

هغه وویل، «طالبان په نشه ییزو توکو روږدي کسان د شینډنډ، اوبه او چشت شریف په څېر لیرې پرتو ولسوالیو ته بیایي، څو ورځې یې هلته ساتي او بیا وسلې ورکوي چې جګړه وکړي. دا چې دغه جنګیالي معتاد دي، هغوی تل د جګړې له ډګر څخه تښتي ځکه هغوی نشي کولی چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه وکړي

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، د لیکو په کمزوري کېدلو سره، طالبان نور دا وړتیا نه لري چې سره منظم شي او د پخوا په څېر جنګ وکړي او مجبور دي چې بې وسه افغانان د جګړې ډګر ته کش کړي.

په نشه ییزو توکو روږدی یو کس د سلواغې په ۲۱مه په هرات ښار کې څکول کوي. [عمر]

په نشه ییزو توکو روږدی یو کس د سلواغې په ۲۱مه په هرات ښار کې څکول کوي. [عمر]

په نشه ییزو توکو روږدي کسان د سلواغې په ۲۳مه د هرات ولایت د هرات ښار په شمال کې راټول شوي دي. [عمر]

په نشه ییزو توکو روږدي کسان د سلواغې په ۲۳مه د هرات ولایت د هرات ښار په شمال کې راټول شوي دي. [عمر]

د الجزیرې انګلیسي له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دا عکس په نشه ییزو توکو روږدي کسان په داسې حال کې ښیي چې په هرات ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې د طالبانو له یوه محلي قوماندان سره ګوري.

د الجزیرې انګلیسي له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دا عکس په نشه ییزو توکو روږدي کسان په داسې حال کې ښیي چې په هرات ولایت کې په یوه نامعلوم ځای کې د طالبانو له یوه محلي قوماندان سره ګوري.

هغه زیاته کړه، «د طالبانو دا کار ثابتوي چې هغوی هغو اعلامیو ته چې هره ورځ یې خپروي ژمن نه دي ځکه چې هغوی عام خلک غولوي. هغوی هڅه کوي چې په هره وسیله وي خو چې خپلې موخې ترلاسه کړي.»

فرهاد زیاته کړه،‌ «دا چې افغانان په زیاتېدونکي توګه د سولې غوښتنه کوي، له دې امله هیڅوک هم حاضر نه دی چې د طالبانو لیکو سره یوځای او په تاوتریخوالي کې ښکېل شي. هغه لږ شمېر افراد چې له طالبانو سره دي هغوی د خپلو ګټو په خاطر جګړه کوي.»

دروغې وعدې

په هرات کې په نشه ییزو توکو روږدو کسانو تایید کړه چې طالبان په پټه معتادان راټولوي او ژمنې ورسره کوي چې تداوي یې کوي.

په انجیل ولسوالۍ کې یوه معتاد بصیراحمد وویل، طالبان په منظمه توګه سیمې ته راتلل او هر ځل یې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې معتادان په خپلو موټرو کې پورته کول او ورته به یې ویل چې د هغوی تداوي او مرسته به وکړي.

هغه وویل، هغه معتادان هېڅکله هم بېرته راستانه نشول.

هغه زیاته کړه، «له هغو معتادانو څخه چې طالبانو ورسره وړي دي هېڅ احوال بېرته نه دی راغلی.» هغه معتادان چې نه غواړي د هغوی لپاره جنګ وکړي، «هغوی یې په ګولیو ولي، او وایي چې دغه معتادان بې ګټې دي او باید ووژل شي.»

هغه زیاته کړه، «ما څو ځلې لیدلي چې طالبانو معتادان تښتول. هغوی زما دوه ملګري هم ورسره بوتلل چې بیا هېڅ راستانه نشول.»

احمد وویل، طالبان یواځې ځوان روږدي لټوي او کمزوري یا زاړه ورسره نه بیایي.

هغه وویل، «هغوی دا روږدي وړي او بیا یې لومړۍ کرښې ته لېږي. دا چې له طالبانو سره نور څوک نه یوځای کیږي، له دې امله هغوی مجبور دی چې په جنګ کې د خپل موقف او پرستېز د ساتلو لپاره له معتادانو څخه کار واخلي.»

په هرات ښار کې یوه معتاد عبدالظاهر هم د دې شاهد دی چې اورپکي د دغه بې وسه ګروپ غړي تښتوي.

هغه وویل، «طالبان هغوی د څو ورځو په مخه شینډنډ ولسوالۍ ته بیایي او تداوي یې کوي او بیا وسلې ورکوي چې جنګ ته لاړ شي. یو زیات شمېر روږدي کسان وژل شوي دي.»

هغه زیاته کړه،‌ «طالبانو زما د کورنۍ یو غړی ۹ میاشتې مخکې وتښتاوه. موږ د هغه په هکله هېڅ احوال نه لرو، او موږ نه پوهېږو چې آیا هغه مړ دی که ژوندی.»

هغه وویل، «طالبان خپل موټرونه له روږدو کسانو سره نژدې دروي، او له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې طالبان راښکته کیږي، روږدي کسان چې تښتېدلی نشي مجبوروي چې د هغوی موټرو ته وخېژي او بیا یې تښتوي.‌ دا معلومه نه ده چې طالبان د دغو روږدو کسانو تداوي کوي که نه، خو وسلې ورکوي او لومړۍ کرښې ته یې لېږي. ډېرو معتادانو په جګړو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه، که څه هم چې دغو معتادانو پخوا هېڅ وسلې نه دي کارولي، لاکن طالبان یې بیا هم جنګ ته لیږي چې هلته هغوی وژل کیږي.‌

یو د نه بخښلو وړ کار

پوځي شنونکي او د بشري حقونو فعالان د طالبانو دا کار یو جنګي جنایت بولي.

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي محمد نعیم غیور وویل، د معتادانو استخدام د جګړې د قوانینو او د بشري حقونو د کنوانسیونونو خلاف کار دی.‌

هغه وویل، «د جګړې په ډګر کې د طالبانو له خوا له ځوانو معتادانو څخه ناوړه استفاده یو جنګي جنایت او د نه بخښلو وړ کار دی.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو ټول کارونه جنګي جنایتونه دي، او هغوی هره ورځ د بې ګناه ملکي خلکو په وژنه کې ښکېل دي.»

غیور وویل، په داسې حال کې چې طالبان خپل ځانونه یوه اسلامي ډله بولي او «خپل جنګ د جهاد په نامه یادوي، هغه کار چې هغوی په کې له معیوبو معتادانو څخه ناوړه استفاده کوي ښیي چې دغه ډله نه په اسلام باور لري او نه د جګړې په قوانینو باندې عمل کوي.»

هغه زیاته کړه، «د جګړې د قوانینو او اسلامي ارزښتونو په اساس، طالبان دا حق نه لري چې د نشه ییزو توکو روږدي جنګ ته ولېږي. طالبان باید په جنګ کې د معتادانو د وژنې مسؤل وګڼل وشي.»

په هرات ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د امنیتي څارنې د ادارې رییس وحید احمد اسلمي ومنله چې د طالبانو له خوا له معتادانو څخه ناوړه استفاده یو جنایي عمل دی چې د بشري حقونو له اساساتو څخه سرغړونه کوي.

هغه وویل، په نشه ییزو توکو روږدي کسان ناروغ دي، تداوۍ ته اړتیا لري او د جنګ کولو لپاره باید استخدام نشي.

اسلمي زیاته کړه، «هغه راپورونه چې موږ ترلاسه کړي دي ښیي چې طالبان له معتادانو څخه د جنګیالیو په توګه کار اخلي، او د طالبانو دا کار د بشري حقونو د قوانینو ښکاره نقض دی.»

هغه وویل، «طالبان په نشه ییزو توکو روږدي کسان مجبوروي چې په جګړه کې برخه واخلي، خو هغوی ناروغ دي او دا وړتیا نه لري چې جنګ وکړي.»

اسلمي وویل، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دې حالت په هکله اندېښمن دی او د طالبانو دا کار غندي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کله چې انسان جنګ ته مخه کړي بیا وحشي شي، هغه نه پوهېږي چې ښه کار کوي که بد. دا پوډریان خواران بې ګناه خلک دي، له دوی نه په جنګ کې استفاده باید بشرضد جرم وبلل شي خو خبره دا ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوونکو ته چا سزا ورکړه چې د نورو مخه به ونیول شي؟ دوستم چې د بشري حقونو سرغړوونکی دی مارشال شو، عطامحمد نور چې د بشري حقونو سرغړوونکی دی هغه یوه ورځ بعد په ارګ کې له ولسمشر سره ناست وي، عبدالعلي مزاری او احمدشاه مسعود چې له بشري حقونو څخه یې سرغړونې کړې وې هغوی اوس قهرمانان دي او هر کال یې کلیزې لمانځل کیږي.

ځواب ورکړئ