امنیت

افغان ځواکونو په کندوز کې له ۵۰ څخه ډېر کلي له طالبانو څخه پاک کړل

د هدایت الله راپور

ګډو افغان امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې له ۵۰ څخه ډېر کلي، د شپږو اونیو د اوږدو عملیاتو په ترڅ کې چې په دې میاشت کې پای ته ورسېدل، له طالب اورپکو څخه پاک کړل. افغان پوځي چارواکو وویل چې په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه اورپکي ووژل شول. [۲۱۷ پامیر قول اردو]

کندوز -- افغان امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې له ۵۰ څخه ډېر کلي، د شپږو اونیو د ګډوعملیاتو په ترڅ کې چې په دې میاشت کې پای ته ورسېدل، له طالب اورپکو څخه پاک کړل.

د پامیر ۱۱۰ د عملیاتو په لومړۍ مرحله کې چې د لیندۍ په ۶مه پیل او د مرغومي په ۱۸مه پای ته ورسېدل، د افغان ملي اردو، ملي پولیسو، د ملي امنیت ریاست او ځانګړیو ځواکونو منسوبینو برخه واخیستله.

د کندوز ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر وویل، د دغوعملیاتو هدف دا وو چې طالب یاغیان وځپل شي، د هغوی پټنځایونه ویجاړ شي او هغه سیمې پاکې شي چې طالبانو په کې فعالیت درلود.

هغه وویل، «زمونږ ګډ عملیات د چاردرې، امام صیب، دشت ارچي، قلعه زال، ګل تېپې [ولسوالیو] او د ولایتي مرکز له هغو کلیو څخه چې تر ګواښ لاندې ول، پیل شول.»

په دې عکس کې چې نېټه یې معلومه نه ده، افغان ځواکونه د کندوز ولایت د کندوز ښار په لمنو کې د پامیر ۱۱۰ عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي. [۲۱۷ پامیر قول اردو]

په دې عکس کې چې نېټه یې معلومه نه ده، افغان ځواکونه د کندوز ولایت د کندوز ښار په لمنو کې د پامیر ۱۱۰ عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي. [۲۱۷ پامیر قول اردو]

هغه وویل، «په ولایتي مرکز کې، مثلاً تالوکه، عسقلان، الچین، بز تیموري، کنم ها او ملا سردار کلي او د کندوز - زابل لویه لاره هغه سیمې دي چې مونږ له دښمن څخه پاکې کړې.»

بشیر وویل، «مونږ د قوماندانانو په ګډون خواوشا ۱۰۰ تنه طالب جنګیالي ووژل.»

«په وژل شویو کې مشهور طالب قوماندانان لکه قاري مؤمن چې د سیار په نامه مشهور وو، صفی الله چې د شمشاد په نامه مشهور وو، منصور چې د ابو ذر په نامه مشهور وو، عمر چې د سعید په نامه مشهور وو، محمد دین چې د خاکسار په نامه مشهور وو، جبار چې د فضل الرحمان او نافذ په نومونو مشهور وو، شامل ول.»

هغه وویل، «د ملا رحیم چې د حنفي په نامه مشهور وو کسان -- حنظله، قاري ولي او محمد چې د حافظ په نومونو مشهور ول -- ووژل شول، او د مولوي عبدالصمد حمید چې د متقي په نامه مشهور وو کسان ټپیان شول. ځینې نور یې ونیول شول.»

بشیر دغه عملیات «بریالي» وبلل.

هغه وویل، د ډېرو تلفاتو په اړولو سربېره، افغان ځواکونو له ۱۵۰ څخه ډېر پرسونل ضد او عراده ضد ماینونه، بېلابېلې وسلې او مهمات، ګرنېټونه، او ۶۲۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد ونیول. همدارنګه، هغوی د ځمکنیو ماینونو یوه غټه فابریکه ویجاړه کړه.

هغه وویل، امنیتي منسوبینو ۷ موټرسایکلونه، یوه عراده هاموي، یو سیدان سوزکي او یو ټویوټا پیک آپ ونیول.

بشیر وویل، «مونږ هڅه وکړه چې د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو د ژوبلېدلو مخه ونیسو.»

له طالبانو څخه په تنګ

له طالبانو څخه د ازادو شویو سیمو اوسېدونکیو دغه عملیات وستایل.

د کندوز ښار د تالوکه سیمې یوه اوسېدونکي حاجي عبدالحلیم طاهري چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، «دا عملیات ډېر مؤثر وو او طالبان یې له کلیو څخه واېستل.»

هغه په دې هکله د معلوماتو ورکولو پر وخت چې طالبانو څنګه په حکومتي ځواکونو باندې د بریدونو ترسره کولو لپاره د ملکي خلکو له کورونو څخه استفاده کوله، وویل، «طالبانو زمونږ ژوند په دوزخ باندې بدل کړی وو. هغوی به هره ورځ زمونږ له کورونو څخه په حکومتي ځواکونو باندې ډزې کولې. په مقابل کې به حکومتي ځواکونو زمونږ کورونه په نښه کول.»

هغه وویل، «طالبانو له مونږ څخه په زور سره پیسې او خواړه ټولول. هغوی به زمونږ ماشومان مجبورول چې د هغوی په ګټه جنګ وکړي. مونږ له هغوی څخه ډېر په تنګ وو. دا ښه وه چې حکومت راغی او مونږ یې له هغوی څخه خلاص کړو.»

د ملا سردار یوه اوسېدونکي خیرالدین فرهادي وویل، طالبانو د سمنګان ولایت له حضرت سلطان ولسوالۍ څخه د کندوز ښار په لمنه کې تر ملا سردار کلي پورې سرک باندې ماینونه کرلي وو.

هغه وویل، «هرملکي موټر به چې په دې سرک باندې تلو کېدای شوای چې چاودنه پرې وشي.»

هغه وویل، «په هغو کلیو کې ډېر طالبان موجود ول. ملکي خلک د هغوی له وجې له ډېرو ستونزو سره مخامخ ول.»

فرهادي وویل، «حکومت عملیات ترسره کړل، او اوس مونږ په امن کې یو.» نوموړي په حکومت باندې غږ وکړ چې نوې پوستې جوړې کړي او په نویو ازادو شویو سیمو کې نورعسکر ځای پرځای کړي څو د طالبانو د بیا راتګ مخه ونیسي.

امنیت ساتل

په کندوز کې د افغان ملي اردو د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان برید جنرال نبی الله میرزایي وویل، د کندوز ولایت مرکز او ولسوالیو وروسته له هغه چې طالبانو په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کې د لنډ وخت لپاره د کندوز ښار ځینې برخې ونیولې، تصفیوي عملیاتو ته اړتیا لرله.

هغه وویل، «مونږ د خپلو یو نیم میاشتنیوعملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د مهمو کسانو په وژلو سره د هغوی د کندوز مرکزي هسته له منځه وېوړه. مونږ د هوایي بریدونو له لارې د هغوی موضع ګانې، بېسونه او چاودېدونکي مواد ویجاړ کړل.»

هغه وویل، «مونږ ژمن یو چې په هغو سیمو کې چې له طالبانو څخه پاکې شوي دي نوې پوستې جوړې کړو او د هغوی د راستنېدلو او دلته د بېسونو د بیاجوړولو مخه ونیسو.»

هغه وویل، د عملیاتو دویمه مرحله د مرغومي په ۲۱مه په اقتاش ولسوالۍ کې پیل شوه او تر اوسه پورې یې طالبانو ته درانه تلفات وراړولي دي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل، «هرکله چې زمونږ امنیتي ځواکونه تللي چې عملیات ترسره کړي، زمونږ خلکو ورسره ډېره ښه همکاري کړې ده.»

هغه وویل، «ملکي خلک دې ته تږي ول چې امن او امنیت وویني ځکه چې طالبانو له هغوی سره سخت ظلمونه کړي وو. د دغو عملیاتو له برکته، امنیتي ستونزې تر یوه حده پورې حل شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا په هغو خبرونو کې چې ما په وروستیو کې لوستلي دي تر ټولو ډېر بې کاره خبر دی. هر د دروغو خبر چې تاسو یې ترلاسه کوئ مه خپروئ ځکه چې زه د کندوز د یوه ښاري په توګه کولی شم وګورم چې دا څومره حقیقت لري. زه غواړم په لنډو ټکو ووایم چې طالبان د کندوز په مرکز کې دي او کله چې هغوی په ښار کې خپل حضور ساتي بیا څنګه حکومتي عسکر کولی شي چې کلي د طالبانو له کنټروله وباسي.

ځواب ورکړئ