چاپیریال

د کندوز د لویې لارې په اوږدو کې موجودې ونې د طالبانو د جګړې وروستۍ قرباني شوې

د هدایت الله راپور

دا عکسونه چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده اورپکي په داسې حال کې ښیي چې په کندوز ولایت کې ونې پرې کوي. [د کندوز د والي د رسنیو دفتر]

دا عکسونه چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده اورپکي په داسې حال کې ښیي چې په کندوز ولایت کې ونې پرې کوي. [د کندوز د والي د رسنیو دفتر]

کندوز -- چارواکي وایي، طالب جنګیالیو په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو ترسره کولو لپاره د اسانتیا برابرولو په موخه په کندوز ولایت کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې په سلګونو ونې پرې کړي دي.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وویل، طالبانو د غوایي له ۱۵مې څخه نیولې د درې ورځو په موده کې د کندوز - تخار د لویې لارې په اوږدو کې له باغ میري کلي څخه تر خواجه پسته کلي پورې د ۱۰ کیلومترو په واټن کې ولاړې شاوخوا ۳۰۰ ونې پرې کړي دي.‌

مرادي وویل، «د دغو ونو له ډلې څخه ځینې یې تر ۴۰ کالونو پورې زړې وې. له بده مرغه چې طالبانو په بې رحمانه توګه پرې کړې.»

مرادي وویل، یوه هیئت ته وظیفه ورکړل شوې چې دغه پېښه وڅېړي او امنیتي ځواکونه به د طالبانو له خوا د دغه کار د جریان د درولو لپاره عملیات پیل کړي.‌

د فرید احمدي په نامه یوه بس چلوونکي چې د کندوز - تخار په لویه لاره مسافر وړي راوړي، وویل، اورپکو ونې پرې کړلې ځکه چې هغو په سرک باندې په موټرونو باندې د حملې کولو لپاره د هغوی مخه نیوله.‌

هغه وویل، «د ونو له پرې کېدلو څخه وروسته په لویه لاره باندې د تلونکیو پوځي موټرو په وړاندې د ګواښونو سطحه لوړه شوه.»

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفی الله امیري وویل، طالبانو ځینې ونې په اره باندې په نیمایي کې پرې کړې او نورې یې بېخي له بېخه وېستلې.

هغه وویل، «موږ د طالبانو دا کار غندو.»

د خواجه پسته کلي یوه اوسېدونکي محب الله حکیمي وویل، «موږ ځایي خلکو له طالبانو څخه وغوښتل چې ونې پرې نه کړي، خو هغوی زموږ خبرو ته غوږ ونه نیوه.»

هغه وویل، «تر دې چې طالبانو ځایي خلک مجبور کړل چې له هغوی سره د ونو په پرې کولو کې مرسته وکړي.»

تصفیوي عملیات په پلان کې دي

د کندوز د چاپېریال ساتنې رییس حشمت الله جلیل د طالبانو دا کار د چاپېریال له قانون څخه سرغړونه وبلله.‌

هغه وویل، «افغان حکومت هڅه کوي چې زرغونتیا خوندي او بیا احیا کړي چې د هېوادوالو لپاره د هوا کیفیت ښه شي، خو طالبان چاپېریال خرابوي.»

جلیل وویل، «د چاپېریال تر قانون لاندې، کیدای شي هغه کسان چې ځنګلونه پرې کوي بندیان شي.»

هغه وویل، «زرغونتیا ساتل او ونې کرل د هوا ککړتیا کموي او انسانان د تنفسي ناروغیو پر وړاندې خوندي کوي.»

په کندوز ولایت کې د افغان ملي اردو د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند ډګروال عبدالهادي جمال وویل، طالبانو د ونو پرې کولو ته مخه کړه چې موټرونه په نښه کړي ځکه چې هغوی د کندوز - تخار په لویه لاره په قبر قاضي سیمه کې له تصفیوي عملیاتو څخه وېرېدل.

هغه وویل، «موږ دې پېښې ته په جدي نظر ګورو، او موږ هوډ لرو چې هغه کسان په نښه کړو او ونیسو چې د دغو ونو د پرې کولو حکم یې کړی دی.»

جمال وویل، «۲۱۷ پامیر قول اردو پلان لري چې ژر تر ژره تصفیوي عملیات بیا پیل کړي چې د لویې لارې په اوږدو کې د یادې ډلې ټول خوندي پټنځایونه ویجاړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

محترمو لوستونکیو، هیله ده چې ښه اوسئ. له بده مرغه، دغه مخرب ګروپ د زرغونو ونو په خرابولو سره یو ډېر شرموونکی کار کړی دی. ولې هغوی له طبعیت سره داسې کار کړی دی؟ د طبعیت جرم څه دی؟‌ د طبعیت پر ضد جهاد هېڅ معنی نه لري. لکه چې تاسو خبر یئ، زمونږ د هېواد ټول دښمنان غواړي چې د افغانستان هره سیمه ورانه کړي خو په دې نه پوهېږي چې هغوی څه ډول جرم ترسره کوي، نو زمونږ د ټولو سیاسي او حکومتي مشرانو وجیبه ده چې زمونږ د ګران هېواد افغانستان د ړندو او تور زړو دښمنانو پر ضد کلک ودریږي.‌ په ورته وخت کې، زمونږ ځینې مشرانو دې موضوع ته توجه ونه کړه او د طبعیت او زمونږ د ګران افغانستان د ړندو او تورزړو دښمنانو پر ضد یې کوم جدي غبرګون ونښود.‌ بالاخره، زمونږ د هېواد د دښمنانو د دې شرموونکي عمل له لیدلو څخه وروسته ما داسې الفاظ ونه موندل چې دا ډېر بد او جاني عمل چې هغوی ترسره کړی دی پرې بیان کړم. الله تعالی دې پرې لعنت وکړي.‌ مننه او درناوی تل دې وي افغانستان او مرګ زمونږ د هېواد پر دښمنانو.

ځواب ورکړئ

طالبان د خلکو او وطن لپاره په یوه مخرب ګروپ باندې بدل شوي دي.‌ د طالبانو له لاسه نه خلک ښه ورځ لري نه حیوانات او نه ونې.‌ ونې یوه سیمه زرغونه او ښکلې کوي،‌ او کله چې طالبان ونې پرې کړي،‌ هغه سیمه خپله ښکلا له لاسه ورکوي، نو، د طالبانو له خوا ونې او ځنګلونه پرې کول زمونږ د خلکو او زمونږ د ګران هېواد پر ضد یو خیانت او ظلم دی.‌

ځواب ورکړئ

خدای دې له طالبانو سره مرسته وکړي چې یو ځل بیا قدرت ترلاسه کړي او بزدله اشرف غني له ارګ څخه وباسي. اشرف غني د خلکو له رایو سره خیانت وکړ او له عبدالله عبدالله سره یې معامله وکړه.‌ له اوس نه به اشرف غني په افغانستان کې د وضعیت مسؤل وي ځکه چې نور به هیڅوک هم د غني ملاتړ ونه کړي، او تاسو به وګورئ چې خلک به د دې فاسد حکومت پر ضد د طالبانو ملاتړ کوي ځکه چې د دې حکومت د مشرانو لپاره چوکۍ مهمه ده،‌ پیسې مهمې دي، قدرت مهم دی، خلک او هېواد د هغوی لپاره اهمیت نه لري. مرګ د دغه جنایتکار حکومت په مشرانو.‌

ځواب ورکړئ

طالبانو د کندوز – تخار د لویې لارې په اوږدو کې ونې پرې کړې چې یاده ډله وکولی شي د افغان امنیتي ځواکونو کاروانونه چې په دغه سرک باندې تېرېږي له لیرې څخه په نښه کړي. طالبانو پلان درلود چې موجود رژیم رانسکور کړي ځکه چې اشرف غني په خپل دریځ کلک ولاړ دی او حکومت دې ته نه تیاریږي چې له طالبانو سره خبرې وکړي. له بده مرغه چې حکومت غواړي چې په دې هېواد کې جنګ دوام ومومي. حکومت د خلکو د وژل کېدلو پروا نه کوي. اردو، پولیس او ملکي خلک چې وژل کیږي غریب او بې چاره خلک دي.‌ هغوی د دې لپاره له افغان اردو سره یوځای شوي چې تنخا واخلي. د اشرف غني،‌ عبدالله یا نورو خاینو مشرانو بچیان نه وژل کیږي. مرګ په دې بې کفایته حکومت.‌

ځواب ورکړئ

۱۱ برخه: زمونږ یوه هېوادوال وویل چې هغه په زېږنتون باندې د برید کولو له امله داعش یا طالبان ونه غندل، بلکې هغه د امنیت ټینګولو کې د پاتې راتللو له امله حکومت وغانده.‌ (هغه یوه ډېره عالمانه او مناسبه خبره وکړه). ولسمشر، جنرالانو،‌ افسرانو، نړۍ والو ادارو، د چاپېریال ساتنې نړۍ والې ادارې، دوکاندارانو،‌ سوداګرو، ټولنیزو، کلتوري، سیاسي موسساتو او داسې نورو ټولو دغه برید غندلی دی. نو له دغو غندنو څخه به څه ترلاسه شي؟! زه فکر کوم چې یوازې بي – ۵۲ کولی شي چې دغه ټولې غندنې حل کړي. تاسو یو څو خارجي ډیالوګونه راکاپي کوئ او وایئ، «مونږ یې غندو. ای بداخلاقو، متقلبو، ماده پرستو او سیاسي سوداګرو! خلک هلاک شول. دا پسونه نه دي، دا انسانان دي. مونږ دا وژنې له زرګونو کالونو راهیسې غندلي دي او غندو یې، نتیجه یې څه شوه؟‌ له هغه څه نه چې مونږ یې تمه لرله نوره هم بدتره شوه.‌

ځواب ورکړئ

زه له محترمو سیاستوالو او بزدلو واکمنو څخه یوه پوښتنه کوم. زه د غندلو په معنی پوه نشوم، د دې معنی څه ده؟ که یو انسان وژل کیږي تاسو یې غندئ، که یو حیوان وژل کیږي تاسو یې غندئ،‌ که یوه ونه یا بوټی پرې کېږي تاسو یې غندئ. دا څه معنی لري؟‌ ښه، که تاسو دا غندنې یوه د بلې دپاسه کېږدئ، او د غندنو یوه غټه باره جوړه کړئ، تاسو به څه ترې ترلاسه کړئ؟ زه له یوه هوښیار شخص څخه غواړم چې ماته ځواب راکړي.‌ زه فکر کوم چې که یو شخص یو جرم ترسره کړي او پولیس یې ونیسي، هغه ته تر هغه وخته پورې چې قاضي حکم کوي مشکوک ویل کیږي،‌ او د قاضي د حکم له اورولو څخه وروسته به که ملامت وو هغه مجرم ګرځي،‌ او مجرم به د شریعت د قانون له مخې د قاضي په حکم محاکمه کیږي. حکومت باید دا قانون نافذ کړي. که حکومت د قاضي حکم نافذ نه کړي، څه باید وشي، او د خلکو برخلیک به څنګه کیږي؟

ځواب ورکړئ