چاپیریال

د طالبانو له خوا د ونو کرلو غوښتنه په ټول افغانستان کې ریشخند شوه

ای ایف پي او سټاف

یو افغان سړی او د هغه زوی خپل وري څاري د کابل په لمنو کې په یوه بې بوټو ځمکه باندې څري. په افغانستان کې په تیرو لسیزو کې ډیرې ونې له منځه تللي دي، او د طالبانو له خوا افغانانو ته دا وروستی پیغام چې ونې دې وکري یو تش پيغام وو ځکه چې دغه ډله د ډیرو ونو د غوڅولو مسؤله ده. [منجونت کیران/ای ایف پي]

یو افغان سړی او د هغه زوی خپل وري څاري د کابل په لمنو کې په یوه بې بوټو ځمکه باندې څري. په افغانستان کې په تیرو لسیزو کې ډیرې ونې له منځه تللي دي، او د طالبانو له خوا افغانانو ته دا وروستی پیغام چې ونې دې وکري یو تش پيغام وو ځکه چې دغه ډله د ډیرو ونو د غوڅولو مسؤله ده. [منجونت کیران/ای ایف پي]

کابل -- د افغانستان په بیلابیلو برخو کې خلک د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخونزادا له خوا له افغانانو څخه په دې غوښتنه چې ونې دې وکري ریشخند وهي.

هبت الله په یوه پيغام کې چې د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۲۶مه/ د یادې ډلې په ویب سایټ پست شوی دی ویلي دي، «مجاهدین او ګران هیوادوال باید د ونو د کرلو لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي او په دې برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونه کړي. ونې د چاپېریال په خوندیتابه، اقتصادي پرمختګ او د ځمکې په ښکلي کولو کې یو مهم رول لوبوي.»

د طالبانو د مشر دغه پیغام په داسې حال کې مخته راځي چې د پسرلي په را رسیدلو سره د یوه بل خونړي جنګي موسم د شروع کیدلو ویرې موجودې دي.

هرځایي ریشخند

د ای ایف پي د راپور په اساس، د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، «هغوی باید د لاس په جوړو چاودیدونکو وسیلو کرل ودروي چې هره ورځ د ماشومانو او ښځو په شمول بې ګناه افغانان وژني،»

افغان ژورنالست سمیع یوسفزی وویل، په اول کې هغه داسې فکر وکړ چې دا پیغام به ټوکه وي.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي، «طالبان ټوکې کوي، د طالبانو د ونو کرلو اراده هاها ونې د دې لپاره کري چې تر شا یې پټ شي او بمونه د دې لپاره کري چې د ترهګرۍ له لارې د افغانانو ونې ووژني،»

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل، «یوازنی شی چې خلک یې د طالبانو تحریک له تاسیس راهیسې د طالبانو په هکله په خپلو ذهنونو کې لري هغه جنګ، جرمونه او ورانول دي،»

په کابل کې یوه سیاسي تحلیلګر وحید مژده امریکا غږ ته وویل، دغه ډول پیغامونه چې مثبت رنګ لري، یا دا وعدې چې یاده ډله سرکونه او پلونه جوړوي، معمولا د دې لپاره دي چې طالبان هیله لري چې په دې ډول خپلې مدیریتي وړتیاوې وښیي.

خو د افغان اجرایه رییس عبدالله عبدالله یوه ویاند فریدون خوځون وویل، خو دغه ډول هڅې یوازې پروپاګند دی.

هغه له سلام ټایمز نه پوښتنه وکړه، «کله چې هغوی زمونږ بې ګناه خلک وژني، کله چې هغوی زمونږ په جوماتونو او ښوونځیو حملې کوي، څنګه کیدای شي چې هغوی د ونو د کرلو په هکله خبرې وکړي؟»

هغه وویل، «که چیرې هغوی حقیقي مسلمانان او حقیقي افغانان وي، هغوی باید راشي او له خلکو سره مرسته وکړي، نه دا چې ويې وژني،»

طالبان قاتلان دي

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «هر څوک پوهیږي چې طالبان قاتلان دي؛ هغوی په انسانیت باندې عقیده نه لري. بیا څنګه کیدای شي چې هغوی دې داسې خبرې وکړي؟»

وزیري زیاته کړه، طالبان د سولې او ثبات دښمنان دي، او عام خلک باید د هغوی پروپاګند ته غوږ ونه نیسي.

هغه وویل، «مونږ داسې شواهد لرو چې په تیر وخت کې هغوی زمونږ له غرونو څخه ونې پرې کولې او دا د هغوی د هغو هڅو یوه برخه وه چې هغه له افغانستان څخه بهر خرڅې کړي،»

د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې د پروګرام د معلوماتو په اساس، په تیرو درې لسیزو کې، د افغانستان ځنګلونه نژدې ۵۰٪ راکم شوي دي، چې یو علت یې د لرګیو د تور بازار موجودیت وو.

ای ایف پي راپور ورکړ چې، په ۲۰۱۶ کال کې، د افغان ملکیانو تلفات د ملګرو ملتونو له خوا د ریکارډ شویو ملکي تلفاتو په نسبت تر ټولو لوړ وو چې نژدې ۱۱۵۰۰ غیرجنګي خلک ووژل شول یا ټپي شول.

له کابل څخه اعزازالله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داستاسو بی غیرتو ناموس فروشو ګوداګیو خبری دی ای دیهود بچیو والله که به په دغه درواغو نور مونږ وغولوی اودادرته اختیاردرکوو چی سم مسلمانان دسړی زامن شی که نه الله ج به زمونږ په لاسو زر ترزره تبا کړی شرم وکړی دډالرو سپیو ....

ځواب ورکړئ