ټاکني

رایه ورکوونکو: د اخبار په اندازه رایه پاڼو ته تیاری وکړئ

سلام ټایمز او ای اېف پي

د لومړي ځل د افغانستان په ټاکنو کې له بایومتریک ماشینونو څخه کار اخیستل کیږي. دغه ماشینونه داسې برابر شوي دي چې د یو کس د دوه ځلو له رایې ورکولو څخه مخنیوی کوي خو دا چې دا ماشینونونه به کار ونکړي او یا له وخته مخکې د رایې ورکولو مرکزونو ته به وررسیږي که نه، اندیښنې شته دي. (راتب نوري / د ای ایف پي تلویزیون / ای ایف پي)

کابل -- د کابل رایه ورکوونکي به د شنبې په ورځ /د تلې ۲۸ مه/ هغه وخت، چې له ۸۰۰ څخه د ډېرو عکسونو په منځ کې د خپل کاندید د عکس پیداکولو هڅه کوي، د اخبار په اندازه رایه پاڼو سره مخامخ شي.

د پارلمان لپاره د هیله مندو ګڼ شمېر، چې دې ته لېوال دي چې د کابل ولایت، چې یو پر پنځه افغان وګړي په کې اوسېږي، استازیتوب وکړي، په هېواد کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

له کابل څخه د کاندیدانو شمېر د هغو له ۲۵۰۰ څخه ډېرو کاندیدانو نژدې یو پر درېیمه برخه جوړوي چې د ولسي جرګې د ډېرو ځنډېدلو انتخاباتو د چوکیو لپاره په خپلو کې سره سیالي کوي.

هر رایه ورکوونکی کولی شي چې یوازې یو کاندید انتخاب کړي، خو د کابل د رایې ورکولو په لویه پاڼه کې، چې د یوه اخبار په اندازه لویه ده، د هغوی موندل، کیدای شي، ډېر وخت ونیسي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو افغان کارمند د ۱۳۹۷ د تلې په ۱۸مه په کابل کې په یوه لویه تحویلخونه کې د اخبار په اندازه لویه د رایې ورکولو پاڼه ښیي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو افغان کارمند د ۱۳۹۷ د تلې په ۱۸مه په کابل کې په یوه لویه تحویلخونه کې د اخبار په اندازه لویه د رایې ورکولو پاڼه ښیي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند د ۱۳۹۷ د تلې په ۱۸مه په کابل کې په یوه تحویلخونه کې یو بایومتریک ماشین امتحانوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند د ۱۳۹۷ د تلې په ۱۸مه په کابل کې په یوه تحویلخونه کې یو بایومتریک ماشین امتحانوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د خرما ونې، زمریان که عینکې

د دې لپاره، چې پروسه د رایه ورکوونکیو لپاره اسانه او چټکه کړي، کاندیدانو د ولایت په بېلابېلو برخو کې خپلو د کمپاین پوسټرونو، په پایو لګېدلو پوستونو، لوحو او په دېوالونو باندې لګېدلو اعلانونو کې، خپل نمبرونه او د خپلو رایه پاڼو عددي شمېرې او ورسره خپل عکسونه خپاره کړي دي.

هر کاندید د خورما د ونو، زمریانو یا عینکو په څېر سمبولونو تر څنګ مهم نمبرونه ښکاري څو بې سواده رایه ورکوونکیو ته یې پېژندل اسان کړي.‌

کاندیدان د «تغیر»، «عدالت» او حتی «کوڅې له طلا، ښوونځي له الماسو او پوهنتونونه له زمردو» څخه جوړولو له تشو وعدو ورکولو سره د کابل لپاره د ټولو ۳۳ چوکیو د ترلاسه کولو لپاره یوه سخته سیالۍ کې نښتي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا خپاره شوي ارقام له ۱.۶ میلیونو څخه ډېر رایه ورکوونکي ښیي چې په کابل کې د رایې ورکولو لپاره تیار دي، چې دا د ۳۴ واړو ولایتونو په ډله کې تر ټولو ډېر شمېر دی.

د انتخاباتو چارواکي تیار دي

په پام کې ده چې د تایید بایومتریک ماشینونه، چې له یو څخه د ډېر ځلې رایه ورکولو د مخنیوي لپاره جوړ شوي دي، وکارول شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفيظ الله هاشمي وویل، که څه هم چې د افغانستان قانون د بایومتریک تایید په استعمال اصرار نه کوي، له هغه څخه پرته استعمال شوې رایې به ونه شمېرل شي.

هاشمي وویل، چې د کابل د رایه پاڼې له غیرعادي سایز-- او په احتمالي توګه د سلګونو زرو اچول کېدونکیو رایو له لوی شمېر سره سره -- به د انتخاباتو په ورځ د رایه پاڼو د راټولولو لپاره عادي کارول کېدونکي بکسونه وکارول شي.

هغه ای اېف پي ته وویل، «مونږ په کابل کې خواوشا ۶ میلیونه خلک لرو-- دا ډیر زیات خلک دي، که بکسونه ډک شي، مونږ احتیاطي بکسونه لرو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500