ټاکني

په عکسونو کې: افغانانو ځانونه رایه اچونې ته چمتو کړل

د عمر راپور

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د تلې په ۴مه په خوست ولایت کې د رایه اچونې صندوقونه په لاریو کې باروي. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د تلې په ۴مه په خوست ولایت کې د رایه اچونې صندوقونه په لاریو کې باروي. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

په عکس کې لیدل کیږي چې، د ولسمشرۍ نوماندان عبدالله عبدالله (چپ) او ګلبدین حکمتیار د تلې په ۳مه په کابل کې په طلوع نیوز تلوېزیون کې د ولسمشرۍ په یوه مناظره کې برخه اخلي. موجود ولسمشر اشرف غني غوره وبلله چې په دغې مناظره کې برخه وانه خلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وږي په ۲۵مه اخیستل شوی، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند د ګوتو د نښو اخیستنې بایومتریک ماشینونه ګوري. دا د داسې یوې لویې هڅې برخه ده چې غواړي د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د جعلکارۍ په داسې تور تورن نشي چې پخواني انتخابات یې عیبي کړل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو پولیس افسر د تلې په ۲مه په هرات ښار کې یو ټکسي تلاشي کوي. [عمر]

یو پولیس افسر د تلې په ۲مه په هرات ښار کې یو ټکسي تلاشي کوي. [عمر]

د پولیسو یو موټر د وږي په ۳مه په هرات ښار کې هغه لارۍ موټران بدرګه کوي چې د انتخاباتو اړوند مواد په هرات ولایت کې ولسوالیو ته انتقالوي. [عمر]‌

د پولیسو یو موټر د وږي په ۳مه په هرات ښار کې هغه لارۍ موټران بدرګه کوي چې د انتخاباتو اړوند مواد په هرات ولایت کې ولسوالیو ته انتقالوي. [عمر]‌

د هرات د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د وږي په ۲۵مه په هرات ښار کې د رایه اچونې صندوقونه په لاریو کې باروي. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

د هرات د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د وږي په ۲۵مه په هرات ښار کې د رایه اچونې صندوقونه په لاریو کې باروي. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

یو پولیس افسر د تلې په ۱ په هرات ښار کې پیره کوي. [عمر]

یو پولیس افسر د تلې په ۱ په هرات ښار کې پیره کوي. [عمر]

هرات -- په داسې حال کې چې د کمپاین وخت پای ته رسېدلی، د رایه اچونې غرفې او رایه پاڼې وېشل شوي او امنیت ټینګ شوی دی، افغانان دې ته چمتو دي چې د شنبې په ورځ /د تلې ۶مه/ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه واخلي.

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له میاشتو میاشتو راهیسې په دې کار کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د انتخاباتو اړوند ټول مواد د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د رایه اچونې مرکزونو ته ورسول شي.‌

په هرات ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییس محمد داود صدیق زاد وویل، د رایه پاڼو او بایومتریک ماشینونو په څېر «ټول حساس انتخاباتي مواد د هرات ټولو ولسوالیو ته لېږل شوي او د انتخاباتو اړوند کارمندان توظیف شوي دي.»

هغه وویل، «د افغان ملي اردو څرخکو حساس انتخاباتي مواد د چشت شریف، اوبه، فارسي او ګلران لیرې پرتو ولسوالیو ته ور وړي دي.»

په عکس کې، یو پولیس افسر د تلې په ۲مه په هرات ښار کې لیدل کیږي. [عمر]

په عکس کې، یو پولیس افسر د تلې په ۲مه په هرات ښار کې لیدل کیږي. [عمر]

په دې عکس کې چې د تلې په ۳مه اخیستل شوی، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند په هرات ولایت کې د رایه اچونې یو صندوق په یوه لارۍ کې د بارولو لپاره وړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تلې په ۳مه اخیستل شوی، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کارمند په هرات ولایت کې د رایه اچونې یو صندوق په یوه لارۍ کې د بارولو لپاره وړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه وویل، «مونږ له ۱۱۰۰۰ څخه ډېر کسان توظیف کړي چې په هرات ولایت کې انتخابات ترسره کړي، او هغوی ټولو ته له اړتیا سره سمه روزنه ورکړل شوې ده. مونږ د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ټول ضروري چمتووالي نیولي دي.»

د رایه اچونې مرکزونه د خپلو دروازو پرانستلو ته چمتو دي

د فراه والي محمد شعیب ثابت په یوه مرکه کې وویل، «مونږ په فراه ولایت کې عملیات ترسره کړي چې په ولسوالیو کې امنیت مطمئن کړو. د دغو عملیاتو په وسیله په ټول ولایت کې امنیت پياوړی شوی دی.»

هغه وویل، د انتخاباتو مواد ټولو ولسوالیو ته رسېدلي او د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره تیاري شوي دي.

د غور والي غلام ناصر خاضع وویل،‌ «په غور ولایت کې ۱۰۹ د رایه اچونې مرکزونه دي، چې ټول به پرانستي وي.»

هغه وویل، «د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.»

هغه وویل، «په تېره میاشت کې، مونږ له ۱۰۰ څخه ډېرو کلیو نه طالبان واېستل، او انتخابات به په ډېرو سیمو کې ترسره شي. د غور ۱۰ ولسوالیو ته انتخاباتي مواد انتقال شوي او حکومت د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو کنټرول په لاس کې لري.»

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي وویل، «په بادغیس ولایت کې له ۷۰ څخه ډېر د رایه اچونې مرکزونه دي، او دا ټول مرکزونه به د انتخاباتو په ورځ پرانستي وي.»

هغه وویل، «مونږ د بادغیس اوسېدونکیو ته یو ځل بیا اطمینان ورکوو چې انتخابات به په ټولو ولسوالیو کې ترسره شي. په بالامرغاب ولسوالۍ کې مونږ لږې امنیتي ستونزې لرو، خو امنیتي ځواکونو په هغې ولسوالۍ کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره سخت اقدامات کړي دي.»

کلک امنیتي ګامونه

د طالبانو د ګواښونو د شنډولو او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د رایه اچونې د مرکزونو د خوندي کولو لپاره سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي دي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، «د رایه اچونې د مرکزونو، رایه اچوونکو او په مجموع کې د انتخاباتو د خوندي کولو لپاره له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر امنیتي منسوبین توظیف شوي دي.

هغه وویل، «خواوشا ۷۲ زره د ملي پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ریاست منسوبین به د انتخاباتو په ورځ په ښه توګه د انتخاباتو د مرکزونو امنیت ټینګ کړي، په داسې حال کې چې ۳۰۰۰۰ نور منسوبین به تیارسۍ وي او که اړتیا پېښه شي هغوی به هم توظیف شي.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په یوه مرکه کې وویل،‌ «د ملي پولیسو، د ملي امنیت ریاست د ځواکونو، ملي اردو،‌ سرحدي ځواکونو، کمانډو ځواکونو او هوایي ځواک څخه تشکیل شویو ټولو امنیتي ځواکونو دې ته تیاري کړي چې په لوېدیځه سیمه کې انتخابات خوندي کړي.»

هغه وویل، «هوایي ځواک خپلې مانورې پيل کړي،‌ او د لوېدیځې سیمې په ټولو برخو شپه او ورځ دورې وهي. هرکله چې دښمن ولیدل شي، زمونږ ځواکونه یې یا په هوایي بریدونو کې یا په ځمکنیو عملیاتو کې وژني.»

د طالبانو د ګواښونو په وړاندې مقابله کول

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې له ۹.۶ میلیونو څخه ډېرو افغانانو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رایه اچونې لپاره نومونه ثبت کړي دي او دا ښیي چې نژدې ټول هغه افغانان چې ۱۸ کاله یا ډېر عمر لري هغوی خپل نومونه ثبت کړي دي.‌

په غور ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال حسن حکیمي وویل، «خلک له طالبانو سره خوښ نه دي.»

هغه وویل، رایه ورکوونکي «د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه اخلي چې د طالبانو په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړي. طالبان هره ورځ‌ په خپلو ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې بې ګناه خلک وژني. افغانان ... نه غواړي چې طالبان پرې بیا واکمني وکړي.»

حکیمي وویل، «افغانان نور نه غواړي تر داسې یوه ظالم رژیم لاندې ژوند وکړي چې په هغه کې هغوی نشي کولی چې د خپل سیاسي راتلونکي په هکله پرېکړه وکړي. افغانان به د خپلې رایې اچونې له لارې طالبانو ته دا پیغام ولېږي چې هغوی [طالبان] په سیاست کې ناکام دي. هغوی به ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو ته «نه» ووایي.

هغه وویل، «په انتخاباتو کې په برخه اخیستنې سره، رایه ورکوونکي غواړي وښیي چې هغوی د ولسواکۍ ملاتړ کوي او داسې یو دیموکراتیک سیستم غواړي چې په هغه کې هغوی کولی شي چې د خپل راتلونکي په هکله پرېکړه وکړي. په انتخاباتو کې د هغوی برخه اخیستنه ښیي چې هغوی د موجود حکومتي نظام ملاتړ کوي.»

د فراه ولایت یوه اوسېدونکي غوث الدین وویل، «مونږ د طالبانو ګواښونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوو. مونږ به خپلې رایې ورکړو چې د خپل راتلونکي په هکله پرېکړه وکړو.»

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې له ۳۰ میلیونو څخه د ډېرو افغانانو پر ضد جنګ وکړي. افغانان واقعاً غواړي چې انتخابات ترسره شي، او هغوی دې ته سترګې په لاره دي چې برخه په کې واخلي.»

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې د انتخاباتو مخه ونیسي.»

د بادغیس ولایت یوه اوسېدونکي خان اغا بیان وویل، «انتخابات یوه ملي پروسه ده او زه غواړم چې په دې پروسه کې برخه واخلم. طالبان له خارجیانو حکمونه ترلاسه کوي چې رایه ورکوونکي وګواښي څو په انتخاباتو کې برخه وانه خلي،‌ او دا مونږ ته کوم اهمیت نه لري.»

هغه وویل،‌ «مونږ په افغانانو باندې غږ کوو چې د طالبانو له ګواښونو څخه ونه ډار شي... او په انتخاباتو کې، که د هغوی لپاره د ژوند په بیه هم وي، برخه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو دا خوښیږي چې ایران، روسیې، چین او نورو ځایونو ته لاړ شي پیسې ترلاسه کړي او د افغانانو پر ضد وجنګیږي. هغوی سوله نه غواړي. هغوی قدرت غواړي.‌

ځواب ورکړئ

مرګ په ترهګرو، مرګ په پاکستان او ایران چی ترهګر تربیه کوي.

ځواب ورکړئ