ټاکني

افغانان په مهمو پارلماني انتخاباتو کې رایه اچونې ته مخه کوي

د نصیر صالحي راپور

یو افغان پولیس افسر، د افغانستان له پارلماني انتخاباتو څخه دوه ورځې مخکې، د تلې په ۲۶ مه په هرات ښار کې پیره کوي. [نصیر صالحي]

یو افغان پولیس افسر له پارلماني انتخاباتو څخه دوه ورځې مخکې د تلې په ۲۶مه په هرات ښار کې له یوه موټرسایکل سپاره سړي څخه پوښتنې کوي. [نصیر صالحي]

افغان امنیتي سرتېري هغه انتخاباتي مواد خوندي کوي چې د تلې په ۲۴مه باید د هرات ولایت په ولسوالیو کې د رایه اچونې مرکزونو ته انتقال شي. [نصیر صالحي]‌

افغان امنیتي سرتېري د پنجشنبې په ورځ / د تلې ۲۶ مه/ په هرات ښار کې په داسې حال کې، چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو لپاره ځانونه تیاروي، د یوه عکس د اخیستنې لپاره ولاړ دي. [نصیر صالحي]‌

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د تلې په ۲۱ مه په هرات ښار کې په یوه تحویلخونه کې د رایه اچونې صندوقونه انتقالوي. [نصیر صالحي]‌

په هرات ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په یوه تحویلخونه کې د تلې په ۲۱مه انتخاباتي مواد لیدل کیږي. [نصیر صالحي]‌

د هرات والي محمد آصف رحیمي (له چپې خوا دویم)، د ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل (چپ) او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون چارواکي د تلې په ۲۶مه په هرات ښار کې د شنبې د ورځې د انتخاباتو لپاره د تیاریو په هکله له رسنیو سره خبرې کوي. [نصیر صالحي]

هرات -- افغانان دې ته چمتو دي چې دا شنبه /د تلې ۲۸مه/ رایې ورکړي او او د راتلونکې ولسي جرګې لپاره خپل استازي وټاکي.

له ۲۵۰۰ څخه ډېرو کاندیدانو، چې د ۲۴۹ چوکیو لپاره سیالي کوي، د تلې د ۶ مې او ۲۵مې تر منځ ۲۰ ورځې لپاره کمپاینونه وکړل چې وروسته ترې دوه ورځې چوپتیا وه. د انتخاباتو د قانون په اساس، کاندیدان اجازه نه لري چې د انتخاباتو له ورځې څخه دوه ورځې مخکې وخت نه تر رایه اچونې پورې وخت کې کمپاین وکړي.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو پلان ترتیب کړی چې په اساس به یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې نژدې ۵۱۰۰ د رایه اچونې محلاتخوندي کړای شي.

غزني او کندهار یوازني دوه ولایتونه دي چې د امنیتي اندېښنو له امله به اوس په کې انتخابات ترسره نشي او یوه بله نېټه به ورته وروسته اعلان شي.‌

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان د تلې په ۲۵مه په هرات ولایت کې په یوه تحویلخونه کې د رایه اچونې صندوقونه انتقالوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

د ولسمشر غني دفتر د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، وروسته له هغه، چې د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ډزو کې ووژل شو، غني، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په غوښتنه، د جمعې په ورځ /د تلې ۲۷مه/ لږ تر لږه د یوې اونۍ لپاره په دغه ولایت کې انتخابات وځنډول.

په اعلامیه کې راغلي، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به په کندهار کې د انتخاباتو لپاره یوه نوې نېټه اعلان کړي.

د ۳.۵ میلیونو ښځو په ګډون، نژدې ۹ میلیونو افغانانو د دې لپاره خپل نومونه ثبت کړي چې د شنبې په ورځ رایه ورکړي. یوازې په هرات ولایت کې، خواوشا ۵۵۰۰۰۰ خلکو د دې لپاره خپل نومونه لیکلي چې رایې ورکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لږ تر لږه د مدني ټولنې ۱۸سازمانونو، ۲۸ سیاسي ګوندونو او ۳۶ د رسنیو استازو ته د دې جوازونه ورکړي چې د انتخاباتو پروسه وڅاري.

په دې لیکنه کې په هرات ولایت کې د انتخاباتو لپاره تیاري انځور شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500