امنیت

مقامات وایي، د افغانستان بایومتریک سیستم «په بشپړ ډول خوندي» دی

د اعزازالله راپور

یو افغان امنیتي افسر (چې یونیفورم یې پر تن دی) د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې په کابل کې خپله بایومتریک ډیټا ثبتوي. [اعزازالله]

یو افغان امنیتي افسر (چې یونیفورم یې پر تن دی) د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې په کابل کې خپله بایومتریک ډیټا ثبتوي. [اعزازالله]

کابل-- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا دا وروستۍ ادعاوې چې وایي د افغان امنیتي ځواکونو بایومتریک معلوماتي سیستم ته لاسرسی موندلی دی، او په دې توګه کولی شي چې امنیتي پرسونل په نښه کړي، ردوي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال مسعود احمد عزیزي سلام ټایمز ته وویل، «دا ناممکنه ده چې ... هغه ډیټابیس ته له لاسرسي څخه پرته چې هویت معلوموونکي معلومات په کې خوندي دي، زمونږ بایومټریک سیستم ته لاسرسی وشي.»

پژواک خبري اژانس د فبرورۍ په ۱۴مه راپور ورکړ چې، طالب اورپکو یو بس چې له تخار ولایت څخه کابل ته روان وو په لاره کې ودراوه او په خپلو موبایل فونونو کې یې د بایومتریک سستم څخه په استفادې مسافر وکتل چې دا معلومه کړي چې آیا په بس کې حکومتي چارواکي شته.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تایید کړه چې جنګیالي د کندوز په شمول په بیلابیلو ساحو کې بایومتریک سیستم ته لاسرسی لري.

د ۲۰۱۶ په جون کې هم رسنیو راپورونه ورکړل چې طالبانو وروسته له هغه چې هغوی په کندوز ولایت کې د بس مسافر وتښتول دغه سیستم ته لاسرسی موندلی وو. اورپکو له مسافرو څخه پوښتنې کولې او د هغوی اسناد یې کتل چې امنیتي پرسونل راوباسي او ځای پرځای یې ووژني.

«بې اساسه پروپاګند»

عزیزي وویل، دا راپورونه چې طالبانو «بایومتریک سیستم د دې لپاره کارولی چې په لویو لارو امنیتی منسوبین په ګوته کړي... یو بې اساسه پروپاګند دی.»

هغه وویل، وزارت هغه تورونه وڅیړل، او زیاته یې کړه چې، «هغه بایومتریک سیستم ... چې د پولیس افسرانو هویتونه ثبتوي او جرمي ریکارډونو ته لاسرسی ممکنوي په بشپړ ډول خوندي دی.»

هغه وویل، که سیستم په هرحال افشا شوی وي، مرکزي بایومتریک سیستم ټول هغه محلي شریک سیستمونه چې په ولایتونو کې کار کوي غیرفعال ګرځوي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال مسعود احمد عزیزي د طالبانو ادعاوې په کلکه رد کړې.

هغه د فبرورۍ په ۱۶مه سلام ټایمز ته وویل دا راپورونه «په هیواد کې د تبلیغاتي جګړې برخه دي، او هغوی به هیڅکله یاغیانو ته دا فرصت ورنه کړي چې دغه سیستم کنټرول کړي.»

هغه وویل، «دا داسې یو ساده سیستم نه دی چې یو څوک راشي او په اسانۍ سره یې استعمال کړي،» او زیاته یې کړه چې په وزارت کې یوازې یو څو افراد دغه سیستم ته لاسرسی لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «زه پوره مطمئن یم چې یوازې باصلاحیته کسان کولی شي چې دغه سیستم وکاروي،»

د دې ترڅنګ، د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «په ولایتونو کې د بایومتریک سیستمونه یوازې نوي اطلاعات او ارقام ثبتوي. هغه د دې لپاره نشي استعمالیدلی چې د ډیټا یا اطلاعاتو ذخیرې ته پرې لاسرسی وشي.»

صدیقي وویل، «د دغو راپورونو په هکله له څېړنې څخه وروسته، د کورنیو چارو وزارت کولی شي هر چا ته اطمینان ورکړي چې داسې هیڅ سرغړونه نه ده پیښه شوې،» او د طالبانو ادعاوې یې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د مورال د کمزوري کولو یوه هڅه وبلله.

د افغان ملي اردو تورن جنرال شیرعزیز کامه وال، چې په شمال ختیځ کې د ۸۰۸ سپین غر زون قوماندان دی، د محلي بایومتریک سیستمونو او په کابل کې د خوندي ډیټا بانک یا د اطلاعاتو د ذخیرې تر منځ د «فایروالونو» په هکله د صدیقي اطمینانونه تایید کړل.

په کابل کې د ریفورم یا اصلاح او تغیر لپاره د ځوانو فعالانو د شبکې د رییس مرستیال سید میسم احساني سلام ټایمز ته وویل، دغه سیستم د «ګوتو د نښو، د لاس هندسې، د غوږ د کاسې هندسې، د سترګې د شبکیې او د سترګې د کسي د نمونو، د اواز د څپو، ډي این ای او لاسلیکونو په څیر شاخصونه کاروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې که تاسو پیسې ولرئ کولی شئ چې هر شی ولرئ.

ځواب ورکړئ

تاسو ته سلامونه. ما په وروستیو وختونو کې ستاسو پاڼه وکتله. زه هیله لرم چې ستاسو مقالې او خبرونه به جالب او قانع کوونکي وي. له سلام ټایمز نه ډېره مننه. فضل الله تیموري، تورغونډۍ، هرات ولایت

ځواب ورکړئ