ساينس ـ ټکنالوژي

افغانان د پاسپورټ د نویو آنلاین خدمتونو مؤثریت ستايي

د نجیب الله راپور

د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د پروسې د اسانۍ په خاطر افغان حکومت د کب په ۲۱مه داسې یو آنلاین سیستم جوړ کړ چې افغانانو ته فرصت ورکوي چې د انټرنټ له لارې پاسپورټونو ته عریضه ورکړي. دا ویډیو دغه قدم په قدم مرحله ښیي. [د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت]

کابل -- خلک او حکومتي چارواکي وایي چې د پاسپورټ اخیستنې لپاره د عریضې ورکولو آنلاین پروګرام ثابته کړې چې دغه کار په بريا سره پر مخ روان دی.

د هېواد د پاسپورټ د ریاست لوی رییس جنرال سید عمر صبوري وایي، د کب له ۲۱مې راهیسې چې دغه سیستم کار پیل کړی دی هره ورځ تر ۲۰۰ پورې کسان خپل نومونه ثبتوي.

صبوري سلام ټایمز ته وویل، اوس د هر ولایت اوسېدونکي کولی شي چې آنلاین عریضه وسپاري.

هغه وویل، «دا د ټولو یعنې خلکو، حکومت او د پاسپورټونو ریاست لپاره ګټور دی. دا پروسه «په دې حساب اسانه ده چې کله چې وغواړي افغانان کولی شي چې په ارامۍ سره له خپل کور یا له انټرنټ کلب څخه د عریضې دا آنلاین فورمه ډکه کړي.»

یو سړی په یوه بې نېټې عکس کې په کابل کې د خپل پاسپورټ لپاره د عکس اخیستنې ته ناست دی. [د پاسپورټ مرکزي اداره/فېسبوک]

یو سړی په یوه بې نېټې عکس کې په کابل کې د خپل پاسپورټ لپاره د عکس اخیستنې ته ناست دی. [د پاسپورټ مرکزي اداره/فېسبوک]

هغه وویل، «یو ځل چې بشپړه شي، هغوی کولی شي چې په هغې نېټه چې په سیستم کې د هغوی لپاره ټاکل شوې ده د پاسپورټونو ریاست ته راشي، څو مونږ وکولی شو چې د هغوی بایومتریک معلومات واخلو.»

هغه زیاته کړه،‌ د بایومتریک معلومات ترلاسه کول له ۱۰ دقیقو څخه ډېر وخت نه نیسي، او عارض کولی شي چې په ورپسې ورځ له ورسره نژدې پوست خونې څخه پاسپورټ ترلاسه کړي.‌

صبوري وویل، د عریضې سپارلو د آنلاین پروسې له لارې، عارضان اړ دي چې د پخوانیو څو ځلي سفرونو پر ځای یوازې یو ځل د پاسپورټونو ریاست ته ورشي.

هغه وویل، «د پاسپورټونو ریاست کې د کارکوونکیو لپاره هم پروسه ډېره اسانه شوې ده ځکه چې عارضانو وار له مخه د عریضې فورمې ډکې کړي وي او کارمندان یوازې دې ته اړتیا لري چې بایومټریک ډېټا واخلي. د عریضو په آفلاین پروسه کې زمونږ کارمندان مسؤل دي چې د عریضې فورمې ډکې کړي.»

اسان استعمال

مصطفی شېرزاد چې د مالیې وزارت کارمند او د کابل اوسېدونکی دی د نوي سیستم د اسانتیا او مؤثریت ستاینه کوي. هغه د پاسپورټ ادارې ته د دې لپاره راغلی وو چې بایومټریک معلومات یې واخیستل شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، دا د خوښۍ خبره ده چې دا پروسه «الیکټرونیکي شوې او ما فورمه په آنلاین ډول ډکه کړه چې ۱۰ دقیقې وخت یې ونیو. بیا مونږ هغه چاپ کړه او فیس مو بانک ته تادیه کړ.»

هغه زیاته کړه، دا سیستم «ډېر اسان شوی او دا د کورنیو چارو د وزارت او د پاسپورټونو ریاست لپاره یوه لاسته راوړنه ده. دا پروسه د پخوا په پرتله ۹۰٪ اسانه شوې ده.»

شېرزاد وویل، «هغه ډېر اسان دی، او عارضان کولی شي چې په اسانۍ سره په یوه یا دوه ورځو کې ترې تېر شي.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي میر ویس چې یادې ادارې ته د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راغلی وو، د نوې پروسې مؤثریت وستایه.‌

میر ویس سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له آنلاین لارې د پاسپورټ لپاره عریضه ورکړې وه، او کله چې مونږ نن دلته راغلو،‌ ومو لیدل چې له نېکه مرغه د عریضې ورکولو په پروسه کې دوه تغیرات راغلي دي.»

هغه وویل، «لومړی تغیر دا دی چې په نیمه شپه د پاسپورټ ریاست ته د تګ پر ځای اوس مونږ د عریضې فورمه آنلاین ډکوو. بل یې بې غلطیو عریضې دي «ځکه چې اوس یې مونږ پخپله ډکوو.»

هغه وویل، «پخوا فورمې د پاسپورټ ریاست کارمندانو ډکولې. دغه کار د هغوی وخت ضایع کاوه او ځینې وختونه په کې غلطۍ کېدلې.»

د اداري فساد مخنیوی

د پاسپورټ ادارې رییس صبوري تاکید وکړ چېد عریضې ورکولو آنلاین سیستم د اداري فساد پر ضد مبارزه کې مرسته کوي.

هغه وویل، «په آنلاین توګه د فورمو ډکول مفسدو کسانو ته یو غټ ټکان دی ځکه چې سیستم هغه وخت ټاکي چې د پاسپورټ عارضان باید پرې ریاست ته د بایو متریک معلوماتو د ورکولو لپاره ورشي.»

د اداري فساد پر ضد د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمېټې رییس باري سلاموویل،آنلاین حکومتي پروسې کولی شي چې د اداري فساد په راکمولو کې د یوې مؤثرې وسلې په توګه کار وکړي

هغه سلام ټایمز ته وویل، «برېښنایي حکومتولي ... د اداري فساد په مخنیوي کې یوه اساسي وسیله ده ځکه چې هغه د دولتي کارکوونکیو او خلکو تر منځ د تماسونو شمېر راکوي.»

سلام وویل، «خو دا په دې معنی نه ده چې د برېښنایي حکومتولۍ په رامنځته کېدلو سره اداري فساد په بشپړ ډول له منځه تللی دی.»

هغه وویل، ‍‍«په کار دی چې دغه ډول اقدامات لکه حکومت چې په وروستیو کې پیل کړي دي، ترسره شي. برېښنایي حکومتولي باید د حکومت په بېلابېلو برخو کې د یوې لویې ستراتیژۍ په توګه په پام کې ونیول شي او باید چې په ټولو حکومتي ادارو کې پلې شي.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت ویاند سایر ځلاند د پروسو په اسانولو کې د برېښنایي حکومتولۍ لپاره یو روښانه راتلونکی ویني.

ځلاند سلام ټایمز ته وویل، «مونږ غواړو چې د را روانو درې کالو په ترڅ کې ټولې حکومتي پروسې مؤثرې او اسانې شي.»

هغه وویل، «د تذکرو سیستم وار له مخه کمپیوټري شوی دی،» او د حکومت د منابعو د پلان جوړونې سیستم «په ټولو حکومتي موسساتو کې تطبیق کیږي چې د حکومتي دوایرو پروسې اسانوي.»

ځلاند زیاته کړه، «مونږ نژدې ۶۲ دولتي پروسې مطالعه کړې چې د هغو له جملې څخه ۲۷ پروسې اسانې کړای شوي دي.»

هغه وویل، کار روان دی چې د هېواد د ترافیکو سیستم لکه څراغونه لګول او نقشې انکشاف ومومي.

ځلاند وویل، «هغه به ډیجیټلي او آنلاین کړای شی چې د خلکو لپاره اسان شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه کار دی.

ځواب ورکړئ

دیره مهم کار سوی ده مبارک به وی

ځواب ورکړئ