کابل -- افغانانو د پاسپورټ اپلیکېشن نوی سیستم چې هدف یې د اداري فساد مخنیوی او د پروسېس د وخت راکمول دي، وستایه.
حکومت «آنلاین پاسپورټ سیستم» د کب په ۲۱مه په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل کړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل آریوبي په دغو مراسمو کې وویل چې دا نوی سیستم به د پروسېس وخت له دوه څخه تر درې ورځو پورې راکم کړي.
تر اوسه پورې، په اتباعو باندې لازمه وه چې د غوښتنلیک سپارلو په وخت کې پخپله حاضر وي، چې د پاسپورټ د پروسیس وخت یې تر دوه اونیو پورې اوږداوه.
![د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل آریوبي (منځ کې) او د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي (له چپې خوا درېیم) د کب په ۲۱مه په کابل کې د«آنلاین پاسپورټ سیستم» د پټۍ پرې کولو په مراسمو کې برخه اخلي. [شهزادګل آریوبي/فېسبوک]](/cnmi_st/images/2019/03/20/17206-passport-585_329.jpg)
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل آریوبي (منځ کې) او د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي (له چپې خوا درېیم) د کب په ۲۱مه په کابل کې د«آنلاین پاسپورټ سیستم» د پټۍ پرې کولو په مراسمو کې برخه اخلي. [شهزادګل آریوبي/فېسبوک]
د پاسپورټونو د ریاست رییس سید عمر صبوري وویل، د هېواد د پاسپورټ مرکزي اداره به وکړای شي چې په ورځ کې خواوشا ۱۰۰۰۰ پاسپورټونه صادر کړي.
صبوري په مراسمو کې وویل، «دا وخت، د ورځې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې پاسپورټونه صادرېږي.» د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي شپږ زره درخواست کوونکي کولای شي چې په یو وخت دغه نوی سیستم وکاروي.
صبوري وویل، د آنلاین غوښتنلیکونو سیستم به لومړی په کابل کې کار پیل کړي او په درې میاشتو کې به نورو ولایتونو ته پراخ شي.
هغه زیاته کړه، نوی سیسټم کولای شي چې د ۱۵۰ میلیونو کسانو مالومات په ځان کې زیرمه کړي.
د اداري فساد پر ضد مبارزه
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په دې مراسمو کې وړاندوینه وکړه چې د پخوا په نسبت په آنلاین سیستم کې پروسه په ښه طریقه پرمخ ځي او «اداري فساد به راکم کړي».
په کابل کې د مدني ټولنې او د بشري حقونو د شبکې رییس او د مدني ټولنې یو فعال محمد نعیم نظري دا خبره ومنله چې نوی سیسټم به له حکومت سره د اداري فساد او بیوروکراسۍ یا د لګېدونکي وخت په مهارولو کې مرسته وکړي.
نظري سلام ټایمز ته وویل، «دا یو په لوړه سطحه مؤثر نوښت دی. څنګه چې مونږ د برېښنا حکومتولۍ په لور پر مخ ځو، دغسې بهمونږ اضافي بیوروکراسي له منځه وړو.»
هغه وویل، «اوس، که یو شخص غواړي چې په یوه حکومتي اداره کې څه تر پروسې لاندې تېر کړي»، هغه له ډېرو حکومتي کارکوونکو مخامخ کیږي.
نظري وویل، «خو دا نوښت به عین کس ته اجازه ورکړي چې خپل کار پخپله د یوه ډیجیټل پروګرام په کارولو سره آنلاین ترسره کړي. دا همدارنګه د اداري فساد په راکمولو کې مرسته کوي، او کېدای شي چې کارونه په چټک ډول ترسره شي،»
هغه زیاته کړه، «زه هیله لرم چې د ټکنالوجۍ استعمال د حکومت نورو برخو ته پراخ کړای شي چې د خلکو لپاره کارونه اسان کړي او د اداري فساد مخه ونیسي،»
د انټیګریټي واچ افغانستان موسسې اجرائیه رییس سید اکرام افضلي سلام ټایمز ته وویل، «برېښنایي حکومتولي واقعاً کولی شي چې د اداري فساد په کمولو کې مرسته وکړي، په دې شرط چې پروسه داسې طرحه شي چې د مشتریانو او حکومتي کارکوونکو تر منځ راکړې ورکړې اسانه شي،»
هغه وویل، «سربېره پر دې، هلته باید داسې یو سیستم موجود وي چې شکایتونه ټول کړي او هغو ته ځوابونه ورکړي. که د ځواب ویلو سیستم او د شکایتونو د ریکارډ کولو سیستم نه وي، ښایي چې یو الیکترونیک سیستم په صحیح توګه کار ونه کړي،»
افضلي زیاته کړه، «په عمومي توګه، دا یو غټ ګام دی، او زه هیله لرم چې حکومت کولی شي چې د ټولو لپاره یې جوړ کړي او ان نور خدمتونه هم برابر کړي،»
د پرمختللیو هېوادونو لاره نیول
نادیه صدیقي، چې ۲۵ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه ناحکومتي موسسه کې کار کوي، وویل، د پاسپورټ ترلاسه کولو دا نوی سیستم ښیي چې افغانستان په یوه لا پرمختللي هېواد بدلېږي.
هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې حکومت د پاسپورټونو لپاره د غوښتنلیکونو یو آنلاین سیستم په کار اچوي. په ډېرو پرمختللیو هېوادونو کې، عامه خدمتونه آنلاین دي. که زمونږ په هېواد کې دا سیستمونه جوړول کېږي، دا به په ریښتیا سره کارونه اسان کړي. مونږ دغه پرمختګ ته ښه راغلاست وایو.»
صدیقي څرګنده کړه چې نه یوازې په کابل بلکې په ټول هېواد کې د دغه سیستم کارول ضروري دي.
هغې وویل، «دا چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو او بیا نوي کولو غوښتنه ډېره شوې، عارضان مجبور دي چې د پاسپورټ ریاست په مخکې په ساعتونو ساعتونو انتظار وباسي، او دا حالت په ولایتونو کې تر دې هم بدتر دی. زه هیله لرم چې دا نوښت په ټول هېواد کې په چټکۍ سره تطبیق شي.»
د کابل پوهنتون د ارواپوهنې یوه محصل محب الله د پاسپورټ د مرکزي ادارې د یوه دفتر په مخکې د انتظار کولو پر وخت وویل، «مونږ خوښ یو چې اوس مونږ کولی شو چې د پاسپورټ لپاره یو آنلاین غوښتنلیک وسپارو، او دغه کار زمونږ لپاره شیان اسان کړي دي،»
زه غوړم چی د درس لپار بل هیواد ته ولاړشم
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا بهترینه لاره ده.
ځواب ورکړئدا بهترینه لاره ده
ځواب ورکړئ39 تبصره
عالي او ډېر ښه. واقعاً ډېر ښه معلومات وو. مننه
ځواب ورکړئ39 تبصره
ښه کار. بې له شکه چې د افرادو لپاره ډېر ګټور دی.
ځواب ورکړئ39 تبصره
هغه یو ډېر ښه کار دی.
ځواب ورکړئ39 تبصره
میرزاخان حقبین د اول خان حقبین زوی
ځواب ورکړئ39 تبصره
باور وکړئ زه د پاسپورټ لپاره د نوم لیکنې دفتر ته ورغلم، او بیروبار او اداري فساد مې چې ولید ایسته بېرته ترې را روان شوم او تر اوسه پورې مې هلته د اداري فساد او بې نظمۍ له امله عریضه نه ده کړې. زه د خپلو خلکو په حال سخت خفه شوم چې هغوی له څه ستونزو او اداري فساد سره مخامخ ول، خو اوس زه خوښ یم چې دا خبر اورم. زما پوښتنه دا ده چې مونږ څنګه کولی شو چې عریضه ورته وکړو؟ ایا داسې څه اپلیکېشن یا لېنک شته چې مونږ هلته خپله عریضه وسپارو؟ که وي، هیله ده چې مونږ ته ژر تر ژره معلومات راکړئ چې د پاسپورټ اخیستنې لپاره خپله عریضه ور وسپارو. زه فکر کوم چې زه به لومړی کس یم چې غوښتنلیک به ورکړم او همدومره ډېر ورته په انتظار یم. مننه
ځواب ورکړئمننه، خو څنګه زه کولی شم چې په آنلاین توګه پاسپورټ ترلاسه کړم؟ لطفاً معلومات وړاندې کړئ.
ځواب ورکړئولا ګرانه همدی ته یی زه هم په انتظار یم چی کم لینک باندی یی فورم شته چی ډک یی کړو اوکه نه یی نو دا اپ هیڅ ګټه هم نلری
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا یو ښه او مناسب تصمیم دی.
ځواب ورکړئ39 تبصره
زه فکر کوم چې دغه ښه کار دی. زه غواړم چې افغان حکومت ډېر کار وکړي.
ځواب ورکړئ39 تبصره
څنګه کولی شو چې نوم لیکنه وکړو؟
ځواب ورکړئسنګه کولی شم انلاین ثبت نام وکړم
ځواب ورکړئ39 تبصره
عالي! مونږ کولی شو.
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا یو ډېر ښه ګام دی.
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا د ویاړ ځای دی چې اوس زمونږ هېوادوال کولی شي چې په اسانۍ، او د وخت له ضایع کولو څخه پرته، خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي. مننه.
ځواب ورکړئ39 تبصره
وخ څومره لوړ ان شاالله اوس هغه پیسی چی دشخصي ایجنسیو ته به دپسپورټ په برخه کی تللی هغه میلیونونه ډلر به دخکومت بودیجی ته ځي چی دملي اقتصاد یو برخه به جوړوي ځکه پسپورټ جوړونه او نوي کولو باندی زیاتی پیسی لګیږي. خوشبینه یم
ځواب ورکړئ39 تبصره
که خدای کول، هغه به ښه شي.
ځواب ورکړئ39 تبصره
مننه چی داسی افلیکیشن مو جوړ کړ ویاړم درباندی
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا ډير نيک اقدام دى زه هم فاسپورت ته ضرورت لرم ماته لاره وښايي څنګه فاسپورت تر لاسه کړم
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا یو ښه کار دی! دا د ویاړ ځای دی چې اوس زمونږ هېوادوال کولی شي چې په اسانۍ، او د وخت له ضایع کولو څخه پرته، خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي. مننه.
ځواب ورکړئ39 تبصره
زه هیله لرم چې د ټکنالوجۍ استعمال د حکومت نورو برخو ته هم پراخ شي، چې د هېوادوالو لپاره هر څه اسان شي او د اداري فساد مخه ونیسي.
ځواب ورکړئ39 تبصره
Jamal
ځواب ورکړئ39 تبصره
وفی الله
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا یو ډېر ښه او عالي کار دی او مونږ ورته ښه راغلاست وایو. مونږ غواړو چې په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول ګامونه وګورو. څنګه کولی شو چې مونږ نوم لیکنه وکړو؟ آیا هغه کوم لېنک لري؟
ځواب ورکړئ39 تبصره
دہ ڈیر گٹہ ور کار دی دہ افغانانو دہ پارہ خہ اسان تیا یی ورتہ بربرا کڑی خدای دی وکڑی چی دہ کار املی شی مونگ ڈیر خوخ یو چی خکمت دہ پریکڑہ وکڑہ زرکلن دی ژوندی وی خاغلی ڈاکٹر اشرف غنی
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا یو ښه کار دی او مونږ یې ستاینه کوو. مونږ هیله لرو چې دا پروسه په نورو ولایتونو کې هم پیل شي. دا د منلو نه ده چې دا پروسه دې یوازې په کابل کې وي.
ځواب ورکړئ39 تبصره
ډاکتر عصمت الله
ځواب ورکړئ39 تبصره
څنګه کولی شو چې نوم لیکنه وکړو؟
ځواب ورکړئ39 تبصره
ریښتیا هم باید هه کار دی
ځواب ورکړئ39 تبصره
څنګه کولی شو چې نوم لیکنه وکړو؟
ځواب ورکړئعبدالمؤمن د محمد داود زوی
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا یو ښه او اسانتیا راوستونکی ګام دی. په دې طریقه، خلک کولی شي چې په ډېره اسانۍ سره او له کوم اداري فساد څخه پرته خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.
ځواب ورکړئ39 تبصره
سه ولیکم
ځواب ورکړئ39 تبصره
واقعاً ښه کړنه. دا به په کتارونو کې د ودرېدلو وخت وژغوري.
ځواب ورکړئ39 تبصره
دا ډير نيک اقدام دى زه اوس يو فاسپورټ ته ضرورت لرم هغه څنګه ترلاسه کړم هلمند
ځواب ورکړئ39 تبصره
دی یو شه اقدام دی د هغوی خلکو لپاره چی په خپل کاروبار کشی مصروف دی او نه شی کولای دوه یا دری ورحی د پاسپورت اخیستل لپاره وقت مصرف کری
ځواب ورکړئ39 تبصره
که حالات او بدمرغۍ په ولسمشر غني کودتا ونه کړي او یوه بله دوره هم واکمني وکړي زه باور لرم چی افغانستان به د نړۍ د پرمختللیو هیوادونو سره سیال شی خو له حالاتو داسی ښکاری چی بیا به قدرت د داسی خلکو لاسونو ته ورشي چی د افغانستان جوړښتونه به وران کړي.
ځواب ورکړئ39 تبصره