جرم او انصاف

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد چلند مثبتې نتیجې ورکړي دي

د سلیمان راپور

یو بایسکل چلوونکی د ۱۳۹۴ د زمري په ۲ مه، د یوه دېوال تر څنګ تېرېږي چې یو ماشوم پرې داسې رنګ شوی چې په خپلو اوږو باندې زړونه وړي. د دغه تصویر هدف د اداري فساد د ردولو ښودنه ده. افغانان وایي، چې د هېواد په سطحه د اداري فساد ضد کمپاین واقعي تغیر راوستی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو بایسکل چلوونکی د ۱۳۹۴ د زمري په ۲ مه، د یوه دېوال تر څنګ تېرېږي چې یو ماشوم پرې داسې رنګ شوی چې په خپلو اوږو باندې زړونه وړي. د دغه تصویر هدف د اداري فساد د ردولو ښودنه ده. افغانان وایي، چې د هېواد په سطحه د اداري فساد ضد کمپاین واقعي تغیر راوستی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغان حکومت له خوا د اداري فساد پر ضد له کلونو اوږدو هڅو څخه وروسته، اوس افغانان یو د لمس وړ توپیر ویني او دغه تغیر ته ښه هرکلی وایي.‌

افغانستان د شفافیت د نړیوالې ادارې د ۲۰۱۲ د شفافیت په کلني لست کې په اتم ځای راغلی وو، چېرې چې صفر په لوړه سطحه فاسد او ۱۰۰ ډېر پاک دی. په ۲۰۱۷ کې، له کلونو اوږدو ریفورمونو او سخت کار څخه وروسته، دغه هېواد په ۱۵ نمبر راغی.

د افغانستان د اداري فساد ضد ستراتیژۍ د تطبیق د څارنې مسؤله اداره،‌د افغانستان د اداري فساد ضد ځانګړی سکرتریت، وایي،‌په ۲۰۱۲ کې هغه بد حالت ته له رسېدلو څخه وروسته، حکومت د فساد پر ضد مبارزه کې «بې سابقې» اجرأت ترسره کړل.‌

د سکرتریت رییس یما ترابي سلام ټایمز ته وویل، «هغه قوانین، چې پخوا موجود ول، هغو د اداري فساد اړوند ډېر جرمونه نه په نښه کول،‌ له دې امله، حکومت نشوای کولی چې په مناسب ډول د اداري فساد او د هغه د مرتکبینو پر ضد مبارزه وکړي،»

هنرمندان او رضاکاران د ۱۳۹۴ د چنګاښ په ۳۰ مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه امنیتي دېوال یوه وجیزه لیکي، 'اداري فساد له خدای یا د خلکو له سترګو څخه نشي پټېدلی'.‌ د شفافیت د نړیوالې ادارې د فساد د شاخصونو د لست په اساس، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ تر منځ اداري فساد په ډراماتیک ډول راکم شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هنرمندان او رضاکاران د ۱۳۹۴ د چنګاښ په ۳۰ مه په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه امنیتي دېوال یوه وجیزه لیکي، 'اداري فساد له خدای یا د خلکو له سترګو څخه نشي پټېدلی'.‌ د شفافیت د نړیوالې ادارې د فساد د شاخصونو د لست په اساس، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ تر منځ اداري فساد په ډراماتیک ډول راکم شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي مرکز (ای سي جی سي) په ۲۰۱۶ کې د اداري فساد د یوې قضیې محاکمه کوي.‌ [د ولسمشر د چارو د ادارې دفتر]

د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي مرکز (ای سي جی سي) په ۲۰۱۶ کې د اداري فساد د یوې قضیې محاکمه کوي.‌ [د ولسمشر د چارو د ادارې دفتر]

هغه وویل، «د تېرو نهو میاشتو په ترڅ کې، حکومت د اداري فساد پر ضد د مبارزې اړوند ۱۵ قوانین چمتو کړي څو دغه افت له منځه وېسي. دا قوانین حکومت ته دا وړتیا ورکوي چې د اداري فساد پر ضد په مؤثره توګه مبارزه وکړي.»‌

د جنرالانو او جیګپوړو چارواکو قانوني تعقیب

ترابي وویل،«افغان عدلي مقاماتو او محکمو د تېر کال په ترڅ کې د اداري فساد د ۲۶۰۰ قضیو محاکمې ترسره کړي دي، چې په نتیجه کې یې،‌ د درې ستورو لرونکیو جنرالانو،‌ مرستیالانو او جیګپوړو چارواکو په شمول، جیګپوړي حکومتي مشراند اداري فساد پړه ختلي او بندیان شوي دي،»

هغه وویل،‌ «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د یوه پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي محاکمه روانه ده، په داسې حال کې چې په دوه نورو وزیرانو د اداري فساد تورونه لګېدلي او څېړنې یې روانې دي،»

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال،‌ شاه حسین مرتضوي، سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کلونو کې په لومړي ځل، حکومت په دې وتوانېد چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې یوه ملي ستراتیژي جوړه کړي چې ټولې حکومتي ادارې یې تطبیقوي،»

هغه وویل، په تېر وخت کې، د اداري فساد یو لوی پروګرام «خیالي» سرتېري او پولیس افسران وو چې په نوم به یې معاشونه اخیستل کیدل.

هغه وویل، «خو اوس، د افغان اردو او پولیسو له ۹۰٪ څخه ډېرې حاضرۍ، او د هغوی د تنخاګانو تادیات، په برېښنایي بڼه ترسره کیږي. په بل عبارت، د ناموجودو پولیس افسرانو او سرتېرو شمېر په لویه کچه راکم شوی دی.»

هغه وویل، د قانون په اساس، اوس باید جیګپوړي حکومتي چارواکي خپل شخصي ملکیتونه ثبت کړي، او زیاته یې کړه چې، «۱۱۰۰۰ جیګپوړو حکومتي چارواکو وار له مخه په تېرو څلورو میاشتو کې خپل ملکیتونه ثبت کړي دي.»

د لمس وړ نتایج

د وړتیاو په اساس د استخدام او مقررۍ د یقیني کولو لپاره اخیستل شویو ګامونو د اداري فساد د بلا پر ضد مبارزه کې مرسته کړې ده.

مرتضوي وویل، «په تېر وخت کې، په حکومتي دوایرو کې ډېرې مقررۍ د قانون او وړتیا پر ځای، د خپلوۍ، شخصي ارتباطاتو او رشوت په اساس کېدلې، خو اوس د اداري فساد ضد ملي ستراتیژۍ په تطبیق سره، په دولتي موسساتو کې ټولې مقررۍ د قانون او ازادې سیالۍ له لارې کېږي.»

هغه وویل، «د ګمرک په اداره کې، چې یو وخت دا اداره د فساد ځاله وه، جدي ریفورمونو او تعدیلاتو مرسته وکړه چې د اداري فساد مخه ونیول شي او څو میلیونو ډالرو ته راښکته شي،»

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازې ګلالۍ نور ساپۍ وویل، «په تېر وخت کې، د اداري فساد ضد کمپاینونه یوازې شعارونه ول؛ خو دا ځل حکومت په ریښتنې توګه د اداري فساد پر ضد مبارزه کوي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «په بېلابېلو موسساتو، په ځانګړې توګه په لوی څارنوالۍ او محاکمو کې، ډېر د پام وړ اصلاحات راغلي دي، چې دا ټول د فساد پر ضد د حکومت له خوا اخیستل شوي عملي ګامونه منعکسوي،»

د کابل پوهنتون یوه استاد ضیاء دانش چې د اداري اصلاحاتو په هکله تدریس کوي، وویل، د حکومت له خوا د اداري فساد پر ضد اخیستل شوي ګامونه «هیله بخښونکي» دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره د یوه سیستماتیک تیوریکي چوکاټ رامنځته کول،د پخوانیو او موجودو جیګپوړو چارواکو د قانوني تعقیب لپاره د قضایي او جزایي محاکمو تاسیسول، د اداري جوړښتونو او میتودونو د عصري کولو لپاره هڅې کول، د برېښنایي حکومتولۍ د انکشاف لپاره د یوه موډل د جوړونې لپاره کار کول،د مالي او اداري فساد د ټولو ډولونو پر ضد د مبارزې لپاره د ګڼ شمېر قوانینو چمتو کول، د مالي ریفورمونو تطبیقول او په امنیتي ادارو کې د [«خیالي»] عسکرو له منځه وړل او د پوهنې وزارت کې د ناموجودو ښوونکیو له منځه وړل ټول د اداري فساد پر ضد د حکومت د عملي ګامونو برخه دي،»

که څه هم چې د انکشاف لپاره مزل په مخکې دی، خو د فساد د احساس په شاخص کې د افغانستان پرمختګ د فساد پر ضد مبارزه کې یوه د پام وړ لاسته راوړنه ده.

دانش وویل، «هغه د هغو هېوادونو اعتماد او باور ترلاسه کوي چې هغوی له افغانستان سره مرستې کوي،»

هغه وویل،‌«په دولتي ادارو کې د ښځو په ګډون کې ډېرښت د اداري فساد ضد پروګرامونو په برخه کې یو بل مثبت ګام دی،»

«په حقیقت کې، د تېر کال په ترڅ کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له خوا تطبیق شوي ریفورم، د منلو وړ اندازې پورې دا وړتیا لرله چې د وړ واکۍ په برخه کې د اعتماد سطحه جیګه کړي او ورسره پوه او مستعد کسان جذب کړي چې په دغو دولتي ادارو کې کار وکړي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500