جرم او انصاف

افغانستان په نظامي برخه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره کمېسیون په کار وګوماره

د نجیب الله راپور

افغان هنرمندان د ۲۰۱۵ د جولای په ۲۱مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یوه کتیبه چې پرې لیکلي «اداري فساد له خدای یا له خلکو څخه نشي پټولی کېدلی» د یوې ښځې د سترګو له یوه عکس سره یوځای رنګوي.‌ افغان حکومت د دفاع وزارت کې د اداري فساد څېړنه کوي.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]‌

افغان هنرمندان د ۲۰۱۵ د جولای په ۲۱مه په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یوه کتیبه چې پرې لیکلي «اداري فساد له خدای یا له خلکو څخه نشي پټولی کېدلی» د یوې ښځې د سترګو له یوه عکس سره یوځای رنګوي.‌ افغان حکومت د دفاع وزارت کې د اداري فساد څېړنه کوي.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]‌

افغان حکومت د دفاع وزارت کې یو کمېسیون جوړ کړی چې هدف یې دا دی چې په افغان امنیتي ادارو کې اداري فساد له منځه وېسي.‌

د دفاع وزارت د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې،‌ د شفافیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې ځانګړي کمېسیون د خپل کار په لومړیو شپږو میاشتو کې د یو شمېر قوماندانانو په ګډون د دغه وزارت خواوشا ۱۴۰۰ تنه کارمندان له کاره ګوښه کړي دي.‌

د اپریل په ۱۲مه په هرات ولایت کې په یوه غونډه کې،‌ د هغه وخت د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي وویل چې حکومت جدي هوډ‌ لري چې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي.‌

هغه وویل،‌ «مونږ به د اداري فساد پر ضد عین داسې مبارزه وکړو لکه د ناقانونه نشه ییزو توکو او ترهګرۍ پر ضد،» او زیاته یې کړه چې مقامات به په اداري فساد کې مشکوک کسان په ګوته کړي او که ملامت وي هغوی به عدالت ته راکش کړي.‌

حبیبي د دوشنبې په ورځ‌ / د اپریل ۲۴ مه/ په مزارشریف کې په ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د طالبانو د جمعې د ورځې د حملې له امله له خپل موقف څخه استعفا ورکړه.‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل،‌ «حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه پیل کړې ده.‌ خو دغه مبارزه صفر ته د راکمولو لپاره وخت ته ضرورت لري.»

د پیل ښه راغلاست

افغانان په وزارت کې د اداري فساد ضد کمېسیون د کار پیلولو ته ښه راغلاست وایي.‌

په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو یوه ۲۸ کلن محصل نورمحمد دانشجو سلام ټایمز ته وویل،‌ «که حکومت په دفاع وزارت کې د اداري فساد په له منځه وړلو کې بریالی شي،‌ زمونږ د امنیتي ځواکونو وړتیاوې به زیاتې شي او دښمن به نور دا وړتیا ونه لري چې د هغوی په وړاندې ودرېږي.»

هغه وویل،‌ «په دفاع وزارت کې د موجود فساد له امله،‌ عسکر په ټاکلي وخت باکیفیته تجهیزات او لوجسیتیک نه ترلاسه کوي،» او زیاته یې کړه چې، دغه ځنډ کولی شي چې د عسکرو مورال او د وظیفو په ترسره کولو کې د هغوی وړتیا کم کړي.‌

دانشجو د اداري فساد پر ضد په مبارزه کې نوي ګامونه وستایل او هغه یې د «یوه ښه پیل» په نامه یاد کړل.‌

نړیوال کتونکي هم د حکومت د هوډ ستاینه کوي. ملګرو ملتونو د اپریل په یوه راپور کې چې «د اداري فساد پرضد د افغانستان جګړه:‌ د جنګ یو بل میدان»‌ نومېږي وویل،‌ «افغانستان په عامه مالي مدیریت باندې د کنټرول په وده کې د پام وړ پرمختګ کړی دی،»

اداري فساد:‌ د پرمختګ په وړاندې یو خنډ

په کابل کې یوې ښوونکې شازیې نعیمي وویل،‌ په حکومت کې اداري فساد په افغانستان کې یو له لویو ستونزو څخه دی.‌ هغې له دغې ننګونې څخه د راوتلو لپاره د دفاع وزارت «مناسب ګامونه»‌ وستایل.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل،‌ «تر دې چې وزارت یو شمېر هغه جنرالان چې د اداري فساد تور پرې لګېدلی وو له کاره ګوښه کړل او محکمې ته یې ولېږل،»‌

په کابل کې یوه پوځي تحلیلګر متقاعد جنرال زلمي وردک اداري فساد «د پرمختګ په لاره کې یو لوی خنډ» وباله.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «حکومت د حکومتي اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره یو ښه پلان جوړ کړی دی. خو دغه هڅه کېدای شي یوازې هغه وخت بریالۍ شي چې که هغه په دقیق ډول له پلان سره سمه تطبیق شي.»‌

په ولسي جرګه کې د بامیانو ولایت استازې سفورا اېلخاني د حکومت دغه عمل وستایه،‌ او ویې ویل چې، نوموړې تمه لري چې په دې پروسه کې به پوره شفافیت او جدیت موجود وي.‌

هغې سلام ټایمز تته وویل، «مونږ له دفاع وزارت څخه غوښتنه وکړه چې هغه کسان چې د عسکرو خواړه، جامې او تجهیزات غلا کوي، نه یوازې دا چې له کاره یې ګوښه کړي، بلکه په کار دی چې عدلي سیستم ته یې په لاس ورکړي چې محاکمه کړای شي،»‌

د اداري فساد اجرأت

د وزارت د ستراتیژیکو او استخباراتي چارو مرستیال جنرال هلال الدین هلال د مارچ په ۲۸مه ژورنالستانو ته، په تېر اکتوبر کې د کمېسیون د جوړښت له وخته د شفافیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې په هکله د اجرأتو راپورونه وړاندې کړل.‌

د هلال له خوا د وړاندې کړای شویو معلوماتو په اساس،‌ د هغو منسوبینو په منځ کې چې د کمېسیون د کار په ترڅ کې ګوښه کړای شوي ول ۹۴۶ تنه افسران،‌ ۲۳۰ تنه د مالي ډيپارټمنټونو کارمندان، ۲۰۹ تنه د قراردادونو کولو مسؤلان او ۲۶ تنه د ورکشاپونو تنظیموونکي شامل ول.‌

هغه وویل، دغه د سټاف غړي د عدلیې وزارت ته ورمعرفي شوي چې د مسلکي صلاحیت څخه د ناوړه استفادې، د پیسو اختلاس، تقلب، خیانت،‌ مالي ضیاع او نورو جرمونو په تور سزاوې ورکول شي.‌

نور منسوبین د حکومت د نورو څانګو له خوا له څېړنې سره مخامخ دي.‌

د هلال په وینا،‌ ۱۱۰۷ افراد په جرمي قضیو کې ښکېل ول چې په هغو کې افسران او عسکر هم شامل ول او د شتمنیو د ضایع کولو او د وسلو او مهماتو د خرڅولو له تورونو سره مخامخ دي.‌ هغوی په دفاع وزارت کې دننه تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.‌

هغه وویل، د شفافیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون د دفاع وزارت د ۱۴۱ تنو کارمندانو جرمي قضیې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ځانګړي څارنوال دفتر ته لېږلي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500