کابل -- په داسې حال کې چې له خړو پردو څخه یوه نازکه رڼا کوټې ته داخلېږي، ۳۱ کلن احمد مسعود صمیم او د هغه همکاران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د استخدام لپاره عریضې ګوري.
مسعود، چې له هند نه یې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده، له ۲۰۱۳ کال راهیسې د استخدام د رییس په توګه کار کوي.
نوموړی په دغه وزارت کې د افغانستان د نتایجو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرام (سي بي آر) له لارې مقرر شوی وو. دا پروګرام له هغو وزارتونو سره، د لوړ پوړو مامورینو، د ریفورمونو د حمایې لپاره د تخنیکي مرستې، او ملکي خدمت د ټریننګ لپاره د فنډ برابرولو له لارې، کار کوي چې د خدمتونو د ترسره کولو او اقتصادي ودې په برخه کې اساسي رول ترسره کوي.
حکومتي وزارتونه د ماهرو کسانو او مسلکي ظرفیت د کمي له وجې د مدیریت او رهبرۍ یا لیډرشیپ په سطحو له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. په نتیجه کې، حکومتي پروګرامونه اکثر وختونه هغسې په مؤثره او ګټوره توګه نه تطبیقیږي څنګه چې باید شي.
![دغه پروګرام له ۳۰ پروګرام پلي کوونکیو وزارتونو او مستقلو ادارو سره کار کوي. دا پروګرام پلان لري چې په خپله موجوده دوره کې ۱۵۰۰ ماهر او مسلکي کارمندان د مدیریت او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په نورو موقفونو کې په کار وګوماري. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]](/cnmi_st/images/2017/01/23/7080-af-min-2-585_329.jpg)
دغه پروګرام له ۳۰ پروګرام پلي کوونکیو وزارتونو او مستقلو ادارو سره کار کوي. دا پروګرام پلان لري چې په خپله موجوده دوره کې ۱۵۰۰ ماهر او مسلکي کارمندان د مدیریت او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په نورو موقفونو کې په کار وګوماري. [رومي مشورتي اداره/ نړیوال بانک]
خو په حکومتي دوایرو کې د ماهرو کارمندانو مقرري په تدریج سره تاثیر کوي.
مسعود چې له ۸ کلونو راهیسې یې د استخدام په برخه کې کار کړی دی وویل، «ماهر او مسلکي کارمندان زمونږ حکومتي ادارو ته د سي بي آر له لارې راځي.»
هغه وویل، «دا به په وزارتونو کې مؤثریت ته وده ورکړي او د اداري فساد فرصتونه به راکم کړي. دا کار زما په دفتر کې ښه څرګند دی، چېرې چې مونږ په اجرأتو کې ښه والی لیدلی دی.»
ډېر باکفایته وزارتونه
حکومت د سي بي آر پروګرام په ۲۰۱۲ کال کې د دې لپاره پيل کړ چې په پروګرام تطبیقوونکیو وزارتونو او مستقلو ادارو کې د ریفورمونو په ټاکلیو برخو کې ظرفیت او اجرأتو ته وده ورکړي.
د پروګرام روانه دوره د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې دوام کوي. د سي بي آر ټوله بودجه چې ۱۵۰ میلیونه ډالر (۱۰ میلیارده افغانۍ) ده د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق (ای آر ټي اېف) له لارې، چې نړیوال بانک یې اداره کوي، وړاندې کېږي.
د سي بي آر فعالیتونه، د نورو هدفونو تر څنګ، د دې لپاره ترسره کیږي چې د وزارتونو ظرفیت داسې لوړ کړي چې خپلې پرمختیایي بودجې په مؤثره توګه مصرف کړي، کاري پروسې سره یو لاس او ګټور وګرځوي، او د کیفیت د کنټرول او تطابق معیارونو ته چې د هغوی د ریفورمونو د پروګرامونو په واسطه ټاکل شوي دي انکشاف ورکړي.
دغه پروګرام له ۳۰ وزارتونو او مستقلو ادارو سره کار کوي. دا پروګرام پلان لري چې په خپله موجوده دوره کې ۱۵۰۰ ماهر او مسلکي کارمندان د مدیریت او د رهبرۍ یا لیډرشیپ په نورو موقفونو کې په کار وګوماري.
تر اوسه پورې، سي بي آر ۷۵۱ تنه مسلکي کارمندان انتخاب کړي دي، چې په هغو کې په یو شمېر وزارتونو کې د ولایتونو لپاره د کرنې د رییسانو او د استخدام یا بشري ځواک د رییسانو موقفونه شامل دي.
د دولتي موسساتو ظرفیت جوړونه هم د سي بي آر لپاره کلیدي اهمیت لري، او پلان لري چې د ملکي خدمت په انسټیټیوټ کې په مجموعي توګه ۲۰۰ ملکي مامورین وروزي.
دغه پروګرام تر اوسه پورې ۹۳ تنه ملکي مامورین روزلي دي، چې د روزل شویو کسانو له جملې څخه ۴۰٪ ښځې دي. کارمندان د ۱۴ میاشتو په مخه روزل کیږي، چې له هغې وروسته هغوی خپلو دفترونو ته ستنېږي چې له خپلو زده کړو مهارتونو څخه استفاده وکړي.
قوي سیاسي ملاتړ
د سي بي آر تطبیق د اصلاحاتو د عالي شورا له خوا چې ولسمشر غني په ۲۰۱۵ کال کې تاسیس کړې وه څارل کیږي.
د سي بي آر رییس نجیب الله وردک وویل، «مونږ کلیدي خلک په داسې ځایونو کې مقرروو چې هلته کاري فرصتونه او عواید رامنځته کیږي. دا به مرسته وکړي چې د هېواد عایداتي سرچینې دوران وکړي او اقتصادي پایښت او ځان بسیاینې ته به ورسېږي.»
عارضان د ملکي خدمت د قانون په اساس د یوې روښانه پروسې له لارې مقررېږي.
مقرر شوي کارمندان په عمومي توګه د لوړو زده کړو ډګریانې او کافي اندازه تجربه لري چې د پروګرام له خوا په ټاکل شویو معیارونو برابر وي. هغوی ته د سي بي آر د بودجې له لارې تنخاګانې ورکول کیږي، او همدارنګه دا پروګرام هغوی ته تشویقي تادیات هم کوي.
د ملکي خدمت له مقرراتو سره سم، د تقرر ۳۰٪ سهم د ښځو لپاره په پام کې بېل شوی دی. تر اوسه پورې، په بېلابېلو وزارتونو کې د رهبرۍ په بېلابېلو موقفونو کې ۸ تنه باکفایته ښځې په کار ګومارل شوي دي.
البته، دغه پروګرام د ټولو موقفونو یا پوزېشنونو د ډکولو، او همدارنګه د ښارونو پر ځای په ولایتونو کې د کار کوونکیو داسې علاقه مندو کاندیدانو چې صحیح تجربه او تحصیل ولري، د موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی.
وردک وویل، «له ډېرو ننګونو سره سره هم، مونږ دا اداره کړې ده چې غټې لاسته راوړنې ولرو. حکومت د دې پروګرام لپاره قوي سیاسي ملاتړ برابروي، چې هغه یې لا ډېر بریالی ګرځوي.»
[نړیوال بانک په خپل وېب سایټ http://www.worldbank.org/terms کې د یادو شویو مقرراتو او شرایطو په پام کې نیولو سره له دې موادو څخه د کار اخیستنې اجازه ورکوي.]