په کندهار کې یو طالب چارواکی، چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې وو، ونیول شو

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د کورنیو چارو د وزارت اړوند افغان منسوبینو د طالبانو د واکمنۍ (۱۳۷۵ - ۱۳۸۰) د وخت د مالیې وزارت مرستیال عبدالجلیل حقاني په کندهار کې ونیو.

په اعلامیه کې راغلي، حقاني، چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې وو، د دوشنبې په سهار هغه وخت ونیول شو چې هڅه یې کوله په یوه جعلي پاسپورټ د افغانستان - پاکستان په پوله واوړي.

د اعلامیې په اساس، پولیسو د افغان بایومتریک سیستم په کارولو سره د حقاني هویت تایید کړ.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500