اقتصاد

مرسته شوي وسایل د ننګرهار بزګران د پر ځان بساینې پر لور ځواکمنوي

د خالد زېري راپور

د ننګرهار بزګران د تلې په ۱۴مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د بزګرۍ وسایل ترلاسه کوي. [خالد زېری]

د ننګرهار بزګران د تلې په ۱۴مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د بزګرۍ وسایل ترلاسه کوي. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ننګرهار ولایتي اداره پلان لري چې په دغه ولایت کې بزګرانو او مېوې باغونو لرونکیو ته داسې نوي وسایل ووېشي ترڅو هغوی پر خپلو ځانونو بسیا شي.

دغه پروژه د تلې د میاشتې په نیمایي کې پیل شوه او مالي لګښت یې متحده ایالات ورکوي.‌

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د تلې په ۱۴مه سلام ټایمز ته وویل، «دا وسایل به د اچین، چپرهار، شېرزاد، خوګیاڼو، کوټ او روداتو په شپږو ولسوالیو کې ۶۴۰ بزګرانو ته ووېشل شي.»

هغه وویل، «په هغو کې کوچني او غټ لرونه، د ځاني خوندیتابه کڅوړې، د حاصلاتو ټولولو وسایل، زینې او نور وسایل شامل دي. هر باغدار به داسې کڅوړه ترلاسه کړي چې له ۲۶۰۰۰ افغانیو (۳۳۸ ډالرو) څخه د ډېر قېمت لرونکې وسایل په کې شامل وي.»

امرخېل وویل، دغه وسایل به بزګران په دې وتوانوي ترڅو د لوړ کیفیت حاصلات ترلاسه او خپل عواید زیات کړي.

هغه وویل، «موږ لومړی په دغو شپږو ولسوالیو کې امنیت تأمین کړ، او اوس مو دغه زراعتي پروژې ورته پيل کړي دي.»

نوموړي وویل، «موږ هڅه کوو چې د بزګرانو اقتصادي حالت ته وده ورکړو.»

د ټولنې په کچه د کرنې او کلیوالي پراختیا د پروژې ولایتي رییس رحمت الله وحدتیار وویل، د دغې پروژې یو هدف دا دی چې له بزګرانو سره مرسته وکړي ترڅو د کوکنارو له کرنې څخه د قانوني فصلونو کرنې ته پام واړوي.

هغه وویل، «موږ پلان لرو چې د مېوو ۲۱۲۰ محلي باغونه او ۱۶۲ کوچني باغونه جوړ کړو، او دغه وسایل به بڼوال په دې وتوانوي ترڅو مېوې په مسلکي ډول وکري او ورسره به مرسته وکړي ترڅو د ناقانونه بوټو کرنه ودروي.»

هغه زیاته کړه، «باغدارانو ته د وسایلو د وېش تر څنګ، موږ پلان لرو چې هغوی ته روزنه هم ورکړو څو د هغوی حاصلات زیات شي. دغه وسایل به بڼوالانو ته فرصت په لاس ورکړي چې د خپلو مېوو د ونو ښاخونه په ټاکلي وخت پرې او د ناروغیو مخه ونیسي.»

د ننګرهار د کرنې ریاست رییس انعام الله ساپي وویل، «د کوکنارو د کرنې د مخنیوي او د بزګرانو لپاره د یوه بهتر بدیل د برابرولو لپاره، موږ پلان لرو چې سږ کال په بېلابېلو ولسوالیو کې ۷۰۰ جریبه (۱۴۰ هکتاره) نوي د مېوو باغونه جوړ کړو.»

اورپکي له ډېر وخت راهیسې، له بزګرانو او قاچاقچیانو څخه د مالیاتو د اخیستنې او د نشه ییزو توکو د پروسیس لپاره د خپلو فابریکو له چلولو څخه چې خام اپین په مورفینو اوهیرویینو باندې اړوي او بیا دغه نشه ییز توکي د ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران له لارې بهر ته صادرېږي، ګټې ترلاسه کوي.

یو عادي‌ ژوند

د چپرهار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي کفایت الله دولتزي وویل، «په تېرو کالونو کې، هغه وخت چې د حکومت ضد ګروپونو په چپرهار کې واک درلود، موږ کوکنار کرل. هلته امنیت نه وو، او د هر څه د کرلو اجازه وه.»

دولتزي په خپله ۲ جریبه (۰.۴ هکتاره) ځمکه باندې د مالټو او شفتالو ونې کرلي دي او د پروګرام په ترڅ کې یې د کرنې وسایل ترلاسه کړل.

هغه وویل، «اوس چې په کوکنارو باندې بندیز دی او کنټرول د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی، موږ خوښ یو چې دغه پروژه زموږ لپاره د مېوو باغونه جوړوي، او موږ د کوکنارو پرځای حلال فصلونه کرلي دي. هغوی موږ ته وسایل هم راکړل چې زه پرې ډېر خوښ شوم.»

دولتزي وویل، «موږ د بل هر څه په نسبت امنیت ته ډیره اړتیا لرله، او زموږ دغه غوښتنه پوره شوې ده ځکه چې اوس ټول چپرهار امن دی، او موږ یو نورمال ژوند کوو.»

هغه وویل، «پخوا موږ د مېوو ټولولو فصلونو کې بټي کوټ ولسوالۍ او نورو سیمو ته به تللو ترڅو د خوراک او خرڅلاو لپاره مالټې او شفتالو راوړو،‌ خو اوس د خدای فضل دی چې موږ همدلته د مېوو باغونه لرو. اوس موږ تازه مېوې نورو ولسوالیو او جلال آباد ښار ته لېږو او هلته یې خرڅوو.»

په چپرهار ولسوالۍ کې یوه بل بڼوال حاجي حسین چې په خپله ۴ جریبه (۰.۸ هکتاره) ځمکه باندې یې د مالټو ونې او ترکارۍ کرلي دي، وویل، «اوس موږ کوکنارو ته اړتیا نه لرو ځکه چې موږ مالټې او د هغو تر څنګه ترکارۍ کرلي دي چې دوه فصلونه ترې اخلو.»

هغه وویل، «دغه اوس موږ ته د کوکنارو دوه برابره ګټه راکوي. زموږ ژوند ښه شوی دی ځکه موږ باوري یو چې موږ قانوني توکي کرو او پیسې په قانوني توګه ګټو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د هېواد د ټولو بزګرانو لپاره ښه خبر دی. د هېواد ۷۰٪ خلک په زراعت او مالدارۍ بوخت دي. هغوی ته باید مرستې ورکړل شي. د بزګرانو د اقتصاد قوي کول په حقیقت کې د افغانستان د خلکو او په مجموع کې د افغانستان پیاوړي کول دي. حکومت او مرستندویې ادارې باید له بزګرانو سره خپلې مرستې زیاتې کړي څو یو طرف ته د خلکو اقتصاد پیاوړی شي او بل طرف ته مونږ کورني تولیدات ولرو.‌

ځواب ورکړئ

متحده ایالاتو باید خپلې پیسې په زراعت، مالدارۍ او نورو پرمختیایي سکتورونو په انکشاف باندې لګولې وای، نه په جنګ، ځکه چې تاسو نشئ کولی چې افغانان د جنګ له لارې مات کړئ. د افغانانو د خوشحالولو یوازنۍ لاره دا ده چې اقتصادي وضعه یې ښه کړئ. ولې خلک له هندوستان او د هندوستان له خلکو نه خوښ دي، او هغوی خوښوي، خو پاکستان او پاکستانیان یې بد راځي؟ دلیل دا دی چې هندوستان زمونږ لپاره سرکونه، بندونه او ښوونځي جوړ کړل، خو پرعکس یې، پاکستان زمونږ سرکونه ویجاړ کړل، زمونږ بندونه یې ویجاړ کړل او زمونږ ښوونځي یې وسوزول. ۱۹ کاله مخکې، که متحده ایالاتو د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې عملیات نه وای پیل کړي او خلک یې د طالبانو او القاعدې په نامه نه وای بندي کړی، او له بزګرانو سره یې مرسته کړی وای، هیڅوک به د امریکایانو پر ضد نه وای درېدلي، له دې امله، د افغانستان د جګړې یوازنی حل دا دی چې د خلکو اقتصاد پیاوړی شي. که خلک شتمن شي او د ژوند شرایط یې ښه شي، هغوی به هېڅکله هم وسلې راوا نه خلي.

ځواب ورکړئ

مونږ ننګرهاریان د حکومت او نورو مرسته کوونکو کورني او بهرني بنسټونو نه چې زمونږ بزرګرانو سره مرسته کوي منندوئ یو او ترېنه مننه کوو.

ځواب ورکړئ