اقتصاد

د هلمند کروندګرو د غیرقانوني فصل پرځای د هینجې کرنې ته مخه کړې ده

د عبدالخالق همیم راپور

په هلمند کې کروندګر د کوکنارو د کرکيلې پرځای چې پرې ستړي ول، د ګټورو بدیلونو لکه هینجې کرنې ته مخه کوي. دا ولایت یو وخت د افغانستان د کوکنارو د ستر تولیدونکي ولایت په توګه مشهور و. [عبدالخالق همیم/ سلام ټایمز]

هلمند -- په هلمند کې د ستونزو ډک فصل له کرلو څخه ستړي شوي کروندګر د هینجې په څېر ګټورو، قانوني بدیلونو کرنې ته مخه کوي. دغه ولایت له تاریخي پلوه د افغانستان د کوکنارو تر ټولو لوړ تولیدوونکی و.

هینجه یو نبات دی چې اصلا په افغانستان او ایران کې کیږي، د رېزین په څېر شیره تولیدوي چې په ژېړو پوډرو باندې بدلېږي او په پخلي کې د مسالې په توګه، د هضم لپاره او د ځانګړیو درملو په جوړولو کې کارول کیږي.

ځایي بزګرانو سلام ټایمز ته وویل، دا نبات له دوو څخه تر څلورو کلونو وروسته د شیرې تولید پیلوي، او بوټی په کال کې تر ۲۰ ځلو پورې شیره ورکوي.

محمد نصیر چې ۲۵ کاله عمر لري او د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی دی، یو له هغو کروندګرو څخه دی چې د کوکنارو پرځای هینجه کري او دوه کاله مخکې یې په خپل ۴ جریبه ځمکه باندې د دغه بوټي کرل پیل کړل. له هغه مخکې یوه لسیزه هغه کوکنار کرل.

یو بزګر د می په ۲۰مه د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې خپل د هینجې پټي کې کار کوي. [عبدالخالق همیم/ سلام ټایمز]

یو بزګر د می په ۲۰مه د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې خپل د هینجې پټي کې کار کوي. [عبدالخالق همیم/ سلام ټایمز]

نصیر سلام ټایمز ته وویل، هینجه د کوکنارو په پرتله دوه برابره ګټوره ده، او د کوکنارو په پرتله لږ کار او پاملرنې ته اړتیا لري، او ژمنه یې وکړه چې بیا به په خپله ځمکه کې کوکنار ونه کري.

هغه وویل، «هینجه د کوکنارو یو ښه بدیل دی. د دې بوټي حاصل حلال او مشروع دی،» او زیاته یې کړه چې هغه د فصل د بدلولو له امله هېڅ خفه نه دی.

هغه وویل، «په هلمند کې اقلیم د هینجې د کرلو لپاره خورا مناسب دی،» او یادونه یې وکړه چې یو شمېر کروندګرو چې څو کاله وړاندې یې د هینجې کښت پیل کړی و «اوس ښه حاصلات لري» او د دوی بریالیتوب له کوکنارو څخه د فاصلې نیولو حرکت پياوړی کړی دی.

نصیر وویل، هلمند په تاریخي ډول د افغانستان په کچه د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و، چې د کوکنارو د کرکیلې کچه یې لوړه وه، او یادونه یې وکړه چې د کوکنارو پر ځای په بدیل کښت سره به کروندګر د تریاکو د ناوړه اغیزو په کمولو کې رول ولوبوي.

ځینې کروندګر د هینجې د ښو حاصلاتو او ګټور قیمت له امله هغه یوه «پټه خزانه» بولي، چې یو کیلوګرام شیره یې په نړۍ والو مارکېټونو کې له ۲۰۰ ډالرو څخه په لوړ قیمت خرڅېږي.

حلال او ګټور فصل

د ګرمسېر ولسوالۍ یوه کروندګر خيرمحمد چې ۵۸ کاله عمر لري، په خپله پنځه جریبه ځمکه له دوه لسیزو څخه ډېر وخت د کوکنارو له کرنې څخه وروسته، درې کاله مخکې د هینجې کرنې ته مخه کړې ده.

هغه وويل، د کوکنارو کښت د افغانستان شهرت ته زيان رسولی او په ګټه يې هم نه دی، خو په وينا يې، هینجه نه یواځې دا چې ډېره ګټوره ده، بلکې په نړۍ کې د افغانستان انځور هم ښه کوي.

هغه وویل، «په هلمند کې پخوا د کوکنارو کښت یو دود ګرځېدلی و. هر چا دغه غیرقانوني فصل کاره، خو په وروستیو کلونو کې ډېرو کروندګرو د کوکنارو پر ځای د بدیل کښت کرنې ته مخه کړې ده.»

هغه وویل، «خلک په دې پوه شوي چې د کوکنارو ناقانونه کښت له تباهۍ پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي.»

محمد وویل، «د کوکنارو کښت موږ او زموږ هېواد ته د پام وړ زیان اړولی دی. په حلال فصل باندې په بدلولو سره، موږ غواړو چې دا ویجاړونکی بوټی له منځه وېسو.»

د نادعلي ولسوالۍ کروندګر عبدالشکور چې ۳۸ کاله عمر او یوې اوه کسیزې کورنۍ ته د نفقې برابرولو مسؤلیت پرغاړه لري، سلام ټایمز ته وویل، دوه کاله وړاندې یې په خپله دوه جریبه ځمکه کې د کوکنارو پر ځای د هینجې کرل پیل کړل.

هغه وويل، هغه د دې لپاره د کوکنارو پر ځای د هینجې کرلو ته مخه کړه چې د کوکنارو حاصل حرام دی او ګټه یې د قاچاقچیانو جېبونو ته ځي.

هغه څرګنده کړه، هغه هینجه چې هغه کرلي، سږ کال يې د شیرې توليد پيل کړی، خو تمه لري چې له راتلونکي کال څخه يې حاصلات زيات شي او بالاخره زيات عايد به ولري.

شکور وویل، «هینجه یو حلال نبات دی او د کوکنارو په مقایسه یې قیمت لوړ دی،» او یادونه یې وکړه چې د هینجې قیمت کال په کال زیاتېږي او ژر به د کوکنارو ځای ونیسي.

هغه وویل، اوس د هینجې یو کیلوګرام شیره په ۳۰۰ ډالر خرڅېږي «چې زموږ لپاره ښه خبر دی.»

هغه وويل، «هغه کسان چې د هینجې کښت کوي، هغوی به ښه اقتصادي عواید ترلاسه کړي او ژوند به يې بدل شي. که د هینجې کرنه ډېره شي، د بزګرانو اقتصادي ستونزې به حل شي.»

د بدیلو فصلونو پراختیا

په هلمند کې له کروندګرو سره د نړۍ والې ټولنې د مرستو له وروستي زیاتوالي څخه وروسته، ډیرو بزګرانو د کوکنارو کښت بند کړی او د خرما په څېر بدیلو فصلونو کرنې ته یې مخه کړې ده.

د ګرشک ولسوالۍ بزګر فیض محمد چې ۵۳ کاله عمر لري، سږ کال د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د زرغونو خونو فارم جوړ کړی دی.

هغه وايي، پخوا به د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره اړ و چې کوکنار وکري، خو د ملګرو ملتونو په مرسته اوس په زرغونو خونو کې سبزيجات کري.

هغه وويل، «له هغه وخته چې ما د کوکنارو کښت درولی زه د ارامۍ احساس کوم. پخوا به ما ټوله ورځ د کوکنارو په کروندو کې کار کاوه. په زرغونو خونو کې کرنه لږ کار او اوبو ته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، «د مرستندویو ادارو ملاتړ زما په څېر په سلګونو کروندګرو سره مرسته کړې چې د کوکنارو کښت پرېږدي،»

هغه وویل، «موږ د زرغونو خونو د جوړولو او د سبزیجاتو د کرلو اقتصادي وسایل نه درلودل، خو مرستندویو ادارو موږ ته دا زمینه برابره کړه او موږ یې د کوکنارو له کښت څخه وژغورلو.»

محمد وويل، سږ کال يې د سبزيجاتو د حاصلاتو په ترلاسه کولو سره يو عايد ترلاسه کړ او اقتصادي حالت يې ښه شوى دى.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د هینجې د څانګې مدیر شېرمحمد نېکزاد وويل، په هلمند ولايت کې، کوکنار په تدريجي ډول په هینجه او نورو فصلونو باندې بدلېږي.

هغه وویل، «هینجه، زرغونې خونې، د مېوو باغونه او حبوبات په هلمند کې د مخدرو موادو بدیل دي. بزګرانو دغه فصلونه د مرستندويو ادارو په مالي مرسته پیل کړي دي.»

هغه زیاته کړه، « کروندګرو له کلونو راهیسې کوکنار کرل، خو د دې پر ځای چې د هغوی اقتصادي وضعیت ښه شي، کال په کال خرابېده،»

نېکزاد وویل، «کروندګر د کوکنارو له کښت څخه ستړي شوي او بدیلو کښتونو ته یې مخه کړې چې ډیر ګټور دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د لغمان ولایت په غرونو کې د مېوه لرونکو ونو د کرلو اعلان وکړ. د دغه پروګرام افغان څانګې پرون په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د اروپایي کمیسیون، د المان د پراختیایي فدرالي وزارت او د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته له تودوخې او وچکالۍ څخه د غونډیو د خوندي کولو په موخه په ۳۵۰ هکتاره ځمکه کې د عناب نیالګي کېنول شول. د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د دغو ونو د کرلو لپاره له ۶۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو څخه، چې کافي اندازه خواړه یې نه لرل، کسان غوره کړي وو. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې کې۲۰٪ کسان ښځې دي.

ځواب ورکړئ

د هلمند بزګرانو ته دې خدای توفیق ورکړي چې دغسې بوټي، مېوې او سبزي جات وکري. هم به خپله حلاله ګټه ترلاسه کړي او هم به د فصل له کرلو تر حاصل راټولو پورې کاریګر ورسره په پټیو او ځمکو کې په کار بوخت وي. بل دا چې مېوې او سبزي جاتو بله مهمه ګټه دا چې خوار او غریب غیر له دې چې بازار کې یو شی واخلي، له ځمکو به یې ترلاسه کوي. مثلاً بینډۍ، توريي، ګلپي، پالک، ګندنه، پیاز... خو د کوکنار په کر سره بیا هلمند ټول کوکنار کوکنار وي چې هیڅ خوار او غریب ته یې ګټه نه رسي. مګر د ترکاریو او سبزیجاتو بیا ټولو خلکو ته ګټه رسېږي...

ځواب ورکړئ

زموږ دین (اسلام) ډېر پاک او اسانه دین دی. د خپلو پلویانو په اسانۍ او د دواړو جهانو په بریا یې ټینګار کړی دی. د اسلام په سپیڅلي دین کې ټول هغه شیان حرام دي چې ضرر یې انسانانو ته رسیږي. اسلام وايي د هېڅ یوه مذهب پلویانو ته باید ضرر ونه رسیږي. خو متاسفانه په افغانستان کې اوږدې غمیزې (۴۰ کلنې جګړې) خلک له تعلیم لرې کړي دي. همدې جګړې پرې د دیني او عصري تعلیم حاصلو لارې تړلي دي. خلک هم له پوهې او علم بې خبره دي. په هغه څه چې باید خبر وی لکه حلال او حرام چې زموږ مذهبي مسئله ده له هغې هم ناخبره دي، خو د مذهب په نوم پرې نور خلک ډېر ناروا کارونه سرته رسوي. مثلا همدا د کوکنارو کښت. که چېرته یو څوک په صحیح مانا په دې وپوهېږي چې د کوکنارو کرکیله یوه افغان، مسلمان او یوه انسان ته ضرر لري، ولې یې وکري؟ په داسې حال کې چې بدیل یې هم شته لکه د اینجې بوټی، مېوه جات، سبزیجات او نور نور. خو جنګونو دا هر څه له موږ اخیستي او د انسانیت په ستوني مو ورته پښه ایښې ده. که څه هم ګاونډیانو او ځینو نورو هېوادونو له موږ سره ډېر بد چلند کړی او موږ یې په مرمیو په سترګو کې ویشتي یو، د یوه مسلمان په حیث دا نه په کار چې کوکنار دې وکرل شي او بیا دې له دې طریقه انسانیت زیان وویني. اینجه او بل هر حلال بوټی د دې ښه بدیل چې د کوکنارو پر ځای وکرل شي. مګر موږ ته همېش پردي جنګونه راوړل کېږي. خپل حق خوړلو ته مو څوک نه پرېږدي. اوس چې افغانستان کې نسبتا د ارام ساه اخیستل کېږي په کار خو داده چې موږ سره نور څوک کار غرض ونه لري او ژوند کولو ته مو پرېږي چې له ډېرو ستونزو نه خلاص او ځانته کار وکړو. خو بیا هم ایران چې زموږ یو رزیل ګاونډی دی د اوبو پر سر یې دا څو پرلپسې ورځې جنګ ته ملا تړلې او زموږ پوله ساتو عسکرو سره جنګونه کوي.

ځواب ورکړئ

د کوکنارو پر ځای د هینجې کرل داسې یو اقدام دی چې کروندګر به یې په دنیا او اخرت دواړو کې ډېر اجر ترلاسه کړي. له کوکنارو څخه اپین او له اپین څخه هیرویین او نور مضر مواد جوړیږي. له اپین څخه هم ګټور مواد (درمل) جوړیږي لاکن بدبختانه چې په افغانستان کې داسې وسایل او ماشینري نشته چې له اپین څخه درمل جوړ کړي. یعنې دا وخت، یوازې هیرویین او داسې مواد ترې جوړېږي چې هم په داخل کې افغانانو ته زیان ور رسوي او هم د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو او د نړۍ والې ټولنې په غړو هېوادونو کې نورو انسانانو ته زیان ور رسوي. زیان څه، خلک وژني. په داسې حال کې چې هینجه له یوې خوا د درملو په توګه استعمالیږي، او بلې خواته د پخلي د مسالې په توګه کارول کیږي. د پخلي لپاره استعمال یې هم صحي ګټې لري. یعنې انسان ته ګټه ور رسوي. د جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې په میلیونونو نه بلکې په میلیاردونو ډالر افغانستان ته د دې لپاره راغلل چې د نشه ییزو توکو د کرنې مخه ونیسي لاکن بدبختانه چې څه خارجیانو غلا کړې او څه داخلي جنګسالارانو او په اداري فساد کې ککړو چارواکو غلا کړې. که چېرې هغه پیسې چې د کوکنارو د کرنې د مخنیوي لپاره راتللې، په داسې پروژو لګېدلې وای چې خلکو ته یې ګټه ور رسوله او تولیدي بڼه یې درلودله، اوس به افغانان دې ته محتاج نه وای چې کوکنار وکري.‌ د کوکنارو پر ځای د هینجې،‌ ګلابو، زعفرانو ...‌کرل او د کېلو، خرما او نورو باغونه جوړول کولی شي چې د کوکنارو د کرنې مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

د کوکنارو حاصلات زیان رسوي خو ګټه نه. د کوکنارو ګټه حلاله نه ده، ځکه د هغې پېر او پلور د ټولنې د بربادۍ وسیله ده. بزګران باید د کوکنارو پر ځای هغه څه وکري چې حلال او د هېواد او خلکو په ګټه وي. له نېکه مرغه د هلمند کروندګرو د ملګرو ملتونو په مرسته د هینجې کښت پیل کړی دی. د سبزیجاتو او میوو د کرلو له لارې، بزګران کولی شي په اسانۍ سره په کور دننه او بهر ته صادرات وکړي.

ځواب ورکړئ