اقتصاد

په بدخشان کې د نشه ییزو توکو د ښځینه معتادانو لپاره کاري فرصتونه نشو ته د هغوی د بېرته ورګرځېدلو مخه نیسي

د محمد قاسم راپور

د افغانستان په بدخشان ولایت کې په نشه ییزو توکو د اعتیاد له درملنې څخه وروسته، ځینې ښځې وایي هغوی توانېدلي چې له نشې څخه ځان وساتي او د عاید لرونکي کار د موندلو له لارې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. [سید منیر احمدي]

کندوز -- د افغانستان په بدخشان ولایت کې په نشه ییزو توکو د اعتیاد له درملنې څخه وروسته، ځینې ښځې وایي هغوی توانېدلي چې ځانونه له نشې څخه وساتي او د عاید لرونکي کار د موندلو له لارې د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.

د فیض اباد اوسېدونکې بي بي ګل چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل چې هغې ۱۸ کاله په نشه ییزو توکو په اعتیاد کې تېر کړل. هغې سلام ټایمز ته وویل، کله چې بې کاره او بې وزلې شوه، له نهیلۍ څخه یې د اپین غیر مشروع توکي کارولو ته مخه کړه.

بي بي ګل وویل، «کله به چې زه ډېره زیاته خفه وم نو د یوه ګاونډي کور ته تللم، او هغوی به ماته زما د ارامولو لپاره یو څه راکړل.»

هغې وویل، «زه نه پوهېدم چې هغه څه دي، خو ګاونډي به راته ویل چې هغه شی ارام ورکوي. زه ورو ورو روږدې شوم، او اوس دې حالت ته را رسېدلې یم.»

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۱ اخیستل شوی، یوه معتاده چادري کړې ښځه په هرات کې اپین څکوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۱ اخیستل شوی، یوه معتاده چادري کړې ښځه په هرات کې اپین څکوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

بي بي ګل وویل چې هغې ډېر ځلې هڅه وکړه چې دغه عادت پرېږدي، خو هر ځل به د کورنیو ستونزو له وجې د بیارغونې مرکز پریښودو ته مجبوریدله.

هغې وویل، اوس چې هغه له نشیي توکو پاکه شوې په کور کې کالي اوبي او خپل راتلونکي ته هیله منه ده.

د فیض اباد اوسېدونکې لطیفه چې ۵۲ کاله عمر لري هم له اعتیاد څخه بېرته رغېدلې ده.

لطیفې وویل، «ما او زما مېړه دواړو به له اپین څخه استفاده کوله.»

هغې وویل، «موږ په کوڅو کې ژوند کاوه، او وروسته له هغه چې زموږ روغتیایي حال خراب شو نو د اعتیاد د معالجې یوه مرکز ته انتقال کړای شوو. اوس موږ روغ او له اعتیاد څخه پاک یو.»

هغې زیاته کړه، «موږ اورېدلي وو چې اپین د عضلاتو درد اراموي او بدن ته سکون ورکوي.»

نوموړې وویل، «اوس موږ ډېر پښېمان یو، ځکه چې موږ هم خپل ژوند خراب کړ او هم مو خپله کورنۍ خرابه کړله.»

لطیفې پخوا د خیاطۍ په برخه کې روزنه ترلاسه کړې وه، او اوس هغه له دغه مهارت څخه په استفادې سره په خپل کور کې د ښځو او ماشومانو جامې ګنډي او بیا یې خرڅوي.

هغه په ترلاسه کړي عاید سره کولی شي چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

هغې وویل، «په موږ ډېر سخت حالت تېر شو

خو اوس هغه وایي، «داسې فرصتونو ته سترګې په لاره یم چې زموږ کاروبار ته وده ورکړي څو موږ وکولی شو چې زده کړو او د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کړو.»

وقار او درناوی

د بدخشان د ښځو د حقونو فعالې نیسا مبارز وویل، که ښځې په خپلو پښو ودرېږي او د خپلو ځانونو او ماشومانو ملاتړ وکړي،‌ دا د هغوی مورال ډېر لوړوي، او هغوی کولی شي چې په وقار او درنښت سره د ژوند څوری وګټي.

هغې وویل، «هغه ښځې چې د اعتیاد پر ضد یې مبارزه کړې او عادي ژوند ته راګرځېدلي دي هغوی له خپلو سرمایو څخه په استفادې سره اوبدل کوي.»

هغې زیاته کړه، «موږ هڅه کوو د هغو ښځو لپاره چې په بریالیتوب سره له علاج څخه فارغې شوي دي کاري فرصتونه پیدا کړو،» او له مرستندویو ادارو څخه یې وغوښتل چې د دغو ښځو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې له هغوی سره مرسته وکړي.

مبارز وویل، «موږ په لومړي ځل د غبرګولي په لومړیو کې ۱۲ ښځینه معتادانې او د هغوی ماشومان د بیارغېدنې مرکز ته انتقال کړل، او موږ هڅه کوو چې ټولې ښځې معتادانې ټولې کړو او روغتون ته یې انتقال کړو ترڅو هلته هغوی د ۵۵ ورځو په مخه درملنه ترلاسه کړي.»

"هغې خبرداری ورکړ چې، «که دغو ښځو ته کاري فرصتونه برابر نشي، ښایي بیا نشو ته مخه کړي.»

بهارک ۷۰ بستریز روغتون په بدخشان کې د بیارغونې یواځنی مرکز دی.

په فیض اباد کې د دوو ۲۰ بستریزو روغتونونو، اشکاشم کې د یوه روغتون او په شیغنان ولسوالۍ کې د یوه روغتون په ګډون، په بدخشان ولایت کې د معتادانو لپاره څلور نور د بیارغونې مرکزونه موجود دي.‌

چارواکي وایي، د بدخشان روغتونونه دا ظرفیت لري چې په یوه وخت کې ۱۵۰ تنه معتادان تداوي کړي او هر کال په دغو مرکزونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۰۰ کسان تداوي کیږي.

نشو ته د ورګرځېدلو مخنیوی

په بدخشان کې د اټکل له مخې ۳۵۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰ پورې خلک په نشه ییزو توکو معتاد دي چې یو پر څلورمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

د بدخشان امنیه قوماندانۍ کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې مدیر شفیق الله حافظي وویل، په وروستیو میاشتو کې له فیض اباد څخه له ۱۰۰۰ ډېر د نشه ییزو توکو معتادان راټول کړای شوي دي.

له دې ډلې څخه، له ۳۰۰ ډېر کسان د درملنې له بشپړولو څخه وروسته بېلابېلو حرفوي مسلکونو ته د کار لپاره راجع کړای شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «موږ له یوې میاشتې څخه په لږ موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډونپه لسګونو معتادان راټول کړي او د بیارغونې مرکزونو ته مو انتقال کړي دي.»

هغه وویل، «پرېکړه داسې ده چې د تداوي شویو سړیو او ښځو لپاره کارونه رامنځته شي څو هغوی په کار ولګیږي او نشو ته بېرته مخه نه کړي.»

د فیض اباد یوه اوسېدونکي عبدالرؤف سلیم وویل چې هغه له کوڅو څخه د معتادانو ټولول یو مثبت ګام بولي خو خبرداری ورکوي چې که هغوی کارونه پیدا نه کړي او د نشه ییزو توکو کاروباریان ونه نیول شي، رغېدلي کسان به بیرته نشو ته مخه کړي.‌

هغه وویل، «له کوڅو څخه د معتادانو ټولول یو مثبت ګام دی، خو هغه همدلته پای ته نه رسیږي، ځکه چې که وظیفه او کار نه وي دا کار بې ګټې دی.»

سلیم وویل، «د معتادانو په تداوۍ باندې په میلیونونو افغانۍ ولګېدلې، خو دا چې هغوی کارونه نه لرل بېرته یې نشو ته مخه کړله،» او یادونه یې وکړه چې د معتادو ښځو او ماشومانو شمېر «په وروستیو کالونو کې ډېر زیات شوی دی».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نړۍ والې موسسې دې له افغان بې وزلو ښځو او سړیو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي. همدا نن د تالبانو یوه مشر یوه خبره کوله او بل یې بله خبره کوله. د کورنیو چارو وزیر یې وویل، «د کابل په نننۍ غونډه کې د پخواني حکومت د کارکوونکو په تړاو د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني وويل: "په کار نه ده چې اوس موږ يو بل ته پېغور سره ورکړو. بيا دا زاړه زخمونه سره تازه کړو، تر دې خبرو تېر شو د شفقت او ترحم لاس پرې تېر کړو، زه وايم هغه کسان هغه مسلکي خلک چې د نظام په طريقه باندې پوهېږي، چې افکار او ذهن يې اسلامي شي ملي شي، بايد موږ يې داسې وبولو لکه زموږ ورور مخالفت يې ونه کړو پېغور ورنه کړو." خو له هغه نه وروسته د طالبانو لوی مشر هبت الله اخوند داسې خبرې وکړې چې د ولس زړه یې مات کړ. هغه وویل: "هو ما معافي کړې ده. په هغو تېرو اعمالو درسره محاسبه نه کوو خو دا چې تا په څنگ کې راسره کښېنوو، يا ته زموږ مسووليت په غاړه واخلې، په دې باندې به د دې شهيدانو ، د شهيدانو د اولادونو او پلرونو زړونه ودردېږي. او بل دوى تجربه شوي دي احتياط ورسره کوئ."

ځواب ورکړئ

زه چې هره ورځ دا حالت ګورم او له نږدې یې څارم یوازې په اوس وخت کې ټابلېټ کا په نوم ګولۍ دي چې طالبانو منع کړي، نور که چرس دي، که اپین دی، که پوډر دي ... ټول په ازاد ډول په مېله ځایونه کې پلورل کېږي. طالب عسکر ولاړ وي خو ګودامونه ګودامونه اپین خرڅېږي، پوډر په ازاد ډول انتقالېږي... ولې مخه یې هېڅوک نه نیسي. او که په نشه د روږدو کسانو شمېر ته وکتل شي نو ورځ تر بلې زیاتېږي. ځکه خلک ذهناُ نارامه دي، فکر کوي نشه کولو سره به یې فکر بدل شي خو خبر نه دي چې د تل لپاره یې ژوند ور تباه کوي. که په نشه روږدو کسانو سره څومره زور ووهل شي خو چې سمه درملنه یې ونه شي پام یې نه ترې اوړي. یوازینۍ نسخه یې داده چې شته خلکو ته کار پیدا شي کنه ډېر به پرې نور هم روږدي شي. ځکه ټوله ورځ ټینشن دی، سوچ دی...

ځواب ورکړئ

ډېر د افسوس حال دی چې په افغانستان کې په لوړ شمېر خلک په نشه ییزو توکو معتاد دي. الله تعالی دې زمونږ د خلکو په حال باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ