ځوانان

له ایران څخه راستنېدونکي ډېر شمېر افغان ځوانان په نشه ییزو توکو معتاد دي

د نصیر صالحي راپور

یو شمېر ځوان افغانان، چې د کارونو په لټه ایران ته ځي، وروسته له هغه بېرته په نشو روږدي راستنیږي چې د هغوی استخداموونکیو هغوی په دې مجبور کړي چې نشه ییز توکي وکاروي څو وکولی شي چې د اوږدو ساعتونو په مخه کار وکړي.

هرات -- یو زیات شمېر ځوان افغانان، چې د کار په لټه ایران ته ځي، بېرته په داسې حال کې راستنېږي چې په نشه ییزو توکو -- په داسې نشه ییزو توکو چې استخداموونکو یې هغوی مجبورول چې ویې کاروي څو د اوږدو ساعتونو په مخه کار وکړي، روږدي شوي دي.

د دغو ځوانو پخوانیو کارکوونکیو له ډلې څخه یو شمېر یې، چې له ایران څخه را اېستل شوي او اوس په هرات ولایت کې اوسېږي، سلام ټایمز ته د اعتیاد په لور د هغوی د تګ په هکله وارخطا کوونکې کیسې وکړې.‌

احمد، چې ۲۸ کاله عمر لري او په اصفهان کې د ډبرو توږلو په یوه کارخانه کې له کار کولو څخه وروسته، تازه هرات ته راستون شوی دی، وویل، «ما نه غوښتل چې معتاد شم، خو زما ایراني مستخدم زه مجبور کړم چې معتاد شم،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زما مستخدم به ماته وویل 'دا نشه ییز توکی وکاروه بیا به ته تر ډېره کولی شې چې کار وکړې. زه د دې نشه ییزو توکو په هکله هېڅ نه پوهېدم. هغه تل ماته اپین راووړ.»

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس هغه افغانان ښیي چې د وږي په ۲۸مه د اسلام کلا د بندر له لارې له ایران څخه هرات ولایت ته راستانه شول.‌

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس هغه افغانان ښیي چې د وږي په ۲۸مه د اسلام کلا د بندر له لارې له ایران څخه هرات ولایت ته راستانه شول.‌

هغه وویل، «بالاخره، زه پوه شوم چې زه روږدی شوی یم، خو دا داسې وخت وو چې ډېر ناوخته شوی وو،»

محمد ابراهیم، چې ۳۵ کاله عمر لري او اصلاً د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی، دې ته ورته کیسه وکړه.‌

ابراهیم، چې په ایران کې له اعتیاد څخه وروسته په هرات کې استوګن شو، سلام ټایمز ته وویل، «ما په ایران کې په یوه شرکت کې کار کاوه چې هلته زما ایراني مستخدم زه په غیرقانوني نشه ییزو توکو روږدی کړم څو زما انرژي زیاته کړي،‌ او ما دې ته جوړ کړي چې ډېر او لا ډېر کار وکړم،»

هغه وویل، «کله چې په ما د ملا دردونه ولګېدل، زما ایراني مستخدم ماته وویل:‌ که ته دا نشه ییز توکي وکاروې، نه یوازې دا چې ستا درد به ورک شي، بلکې همدارنګه ته به لا ښه کار وکولی شې.‌ زما مستخدم زه روږدی کړم او بیا یې د اجورې له راکولو څخه پرته له کاره واېستلم.»

عبدالله، چې اوس په هرات کې د سړک پر غاړه ژوند کوي، وویل، «ما په یوه شرکت کې له یوه ایراني همکار سره، چې په اپین روږدی وو، یوځای کار کاوه،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما هېڅ اعتیاد نه درلود، خو په کار کې هره ورځ، زما د کار مالک ماته ویل: د اپین صرف دوه کشه وکړه، او بیا ته کولی شې چې څومره چې وغواړې هومره کار وکړې او ته به هېڅ ستړی کېږې نه. ما په هغو دوه کشونو پيل وکړ او نتیجه دا شوه چې معتاد شوم.»

'د اندېښنې سبب'

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې د ادارې (یو اېن او ډي سي) د ۱۳۹۴ د یوه راپور په اساس، له ۳ میلیونو څخه ډېر افغانان په نشه ییزو توکو روږدي دي.

د ځینې تخمینونو په اساس، له ۱۳۹۲ کال راهیسې په هرات ولایت کې له ۶۰۰۰۰ څخه ډېر کسان معتاد شوي دي چې اکثر یې په ګاونډیو هېوادونو لکه ایران کې معتاد شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، په وروستیو کلونو کې مونږ ولیدل چې زمونږ ځوانان له ایران څخه د نشه ییزو توکو د معتادانو په توګه راستنېږي، او دا د اندېښنې خبره ده،»

هغه د ابراهیم چې اصلاً د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی، د وینا په غبرګولو سره، وویل، «د ځینې راپورونو په اساس ایراني مستخدمین افغان ځوانان دې ته هڅوي چې نشه ییز توکي وکاروي... څو د دغو ځوانانو د کار کولو له وړتیا څخه ناوړه استفاده وکړي. د وخت په تېرېدلو سره، دا ځوانان په نشه ییزو توکو روږدي شول.»

هغه وویل، «مونږ غواړو چې د قانوني چینلونو له لارې دا مسئله تعقیب کړو او د دغو ځوانانو مدني او بشري حقونه خوندي کړو،»

هغه وویل، «په ایران کې په ډېر شمېر افغان ځوانان معتاد کیږي،‌ او دا د ایران مسؤلیت دی چې دا مسئله تعقیب کړي. مونږ فکر کوو چې دا ځوانان په ارادي ډول په معتادانو باندې اړول کیږي. مونږ باید محتاط او ويښ واوسو.»

د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزیرې، سلامت عظیمي، د تېر کال د مرغومي په میاشت کې له هرات څخه د لیدنې پر وخت وویل، اکثر هغه ځوان افغانان، چې ایران ته د کار موندلو په نیت ځي، بېرته د نشه ییزو توکو د معتادانو په بڼه راګرځي.

هغې د تېر کال د مرغومي په ۱۴مه وویل، «زمونږ روغ او صحتمند هېوادوال د ایران په شمول ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې کار وکړي، چې هلته هغوی د نشه ییزو توکو د عصري ډولونو په هکله معلومات ترلاسه کوي او بیا هېواد ته معتاد راستنېږي،»

د افغان ځوانانو د تخریب پلان

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال، سید اشرف سادات، سلام ټایمز ته وویل، «اعتیاد یو دردناک مصیبت دی چې د ځوانو افغانانو ژوند ور خرابوي. منبع یې ایران دی.»

هغه وویل، «له بده مرغه، ایران په ګڼو دلایلو ځوانان د اعتیاد منګولو ته ورکوي چې یوه یې دا ده چې ایراني مستخدمین یا د کار مالکان هغوی روږدي کوي چې د هغوی لپاره سخت کارونه وکړي.»

هغه وویل، هغه کسان، چې په نشه ییزو توکو معتاد کیږي، حتی دا هېروي چې هغوی ته پیسې نه ورکول کیږي.

سادات وویل، ناوړه استفاده کوونکي ایرانیان «په ارادي ډول په ایران کې مېشت افغان ځوانان په نشو روږدي کوي او بیا یې ځانونو ته د نشه ییزو توکو د کاروباریانو په توګه کاروي. په ایران کې داسې افراد او ګروپونه موجود دي چې له دې کار نه ډېره ګټه ترلاسه کوي.»

هغه وویل، «کله چې دا ځوان سړي نور نشي کولی چې په پام کې نیول شوي هدف ته کار وکړي، بیا یې ایراني مقامات ... بېرته افغانستان ته رالېږي،»

هغه وویل، «افغان حکومت داسې څه پلان نه دی جوړ کړی چې په ایران کې د افغان ځوانان د اعتیاد مخه ونیسي. هغوی په دې مسئله کې د ایران د حکومت د رول په هکله څېړنه هم نه ده کړې.»

د نشه ییزو توکو د معتادانو درملنه

افغان چارواکي وایي هغوی په دې کار کوي چې د معتادانو درملنه وکړي خو دا یو سخت او ننګوونکی کار دی.

د هرات ولایت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رییس، احمد جاوېد نادم، وویل، په اوسط ډول هره ورځ د ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ تنو تر منځ افغانان د هرات ولایت په اسلام کلا کې د افغان - ایران له سرحد څخه افغانستان ته راستنېږي.

هغه وویل، «سږ کال نژدې ۸۰ افغان معتادان له ایران څخه را اېستل شوي دي،» او زیاته یې کړه چې، هره اونۍ له ۵ څخه تر ۱۰ پورې په نشه ییزو توکو معتاد افغانان پخپله خوښه له ایران څخه راستنېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دا معتادان د درملنې مرکزونو ته معرفي کوو،»

په هرات کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس، غلام رسول حیدري، له ایران څخه هره اونۍ د افغان معتادانو د راتګ شمېر تایید کړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا یو حقیقت دی چې ځوان افغانان په ایران کې په نشه ییزو توکو معتاد کیږي. زمونږ لویه ستونزه دا ده چې هرات د معتادانو لپاره د یوه مرکز حیثیت لري.»

حیدري وویل، «کله چې زمونږ افغان هېوادوال، چې د نورو ولایتونو اوسېدونکي وي، له ایران څخه را واېستل شي، هغوی په هرات کې پاتې کېږي،»

د والي ویاند، فرهاد، وویل، «په هرات کې د معتادانو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي. کله چې خبره د راستنو شویو معتادانو درملنې ته رسېږي، مونږ له جدي ستونزو سره مخامخ یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500