ټولنه

په هرات کې د نشه ییزو توکو معتادان په ساړه ژمي کې مرسته غواړي

د عمر راپور

په هرات ولایت کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ معتادان، چې ځینې یې بې کوره دي ژوند کوي، چې ۲۰٪ یې ښځې او ماشومان دي. ډېر بې کوره معتادان وایي چې کاش هغوی درملنه او سرپناه لرلای. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- خیرمحمد چې ۵۶ کاله عمر لري او په هرات ښار کې په یوه کوڅه کې ژوند کوي، په ساړه ژمي کې شپې ورځې بهر تېروي. هغه څه ۱۵ کاله مخکې په ایران کې، چې هلته د کار کولو لپاره تللی و، په نشه ییزو توکو روږدی شو.

محمد چې اصلا د کروخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی په نشه ییزو توکو له اعتیاد څخه وروسته د هغه کورنۍ وشاړه. اوس هغه په لوږه وخت تېروي او یواځې یوه نرۍ کمپله لري چې ځان پرې پټوي.

هغه وویل هغه غواړي چې له سړې هوا او نشه ییزو توکو څخه وژغورل شي.

هغه وویل، «زه په یوه ډېر دردناک حالت کې وخت تېروم. هیڅوک هم زما پوښتنه نه کوي او نه راسره مرسته کوي. زه شپه او ورځ له سړو، لوږې او نشه ییزو توکو څخه کړېږم.»

د نشه ییزو توکو درې معتادان د مرغومي په ۲۰مه په هرات ښار کې د یوې کوڅې په اړخ کې خپل ځانونه تودوي. [عمر/سلام ټایمز]

د نشه ییزو توکو درې معتادان د مرغومي په ۲۰مه په هرات ښار کې د یوې کوڅې په اړخ کې خپل ځانونه تودوي. [عمر/سلام ټایمز]

نوموړي وویل، «حکومت درې کاله مخکې زه په یوه روغتون کې بستر کړم چې هلته دوه میاشتې زما درملنه وشوه.»

هغه وویل، «ما نشه ییز توکي پرېښودل او غوښتل مې چې عادي ژوند ته راوګرځم،‌ خو زما کورنۍ فکر کاوه چې زه لا هم یو معتاد یم او اجازه یې رانه کړه چې کور ته ورشم. زه د بې کارۍ او له دې امله چې ځای ځایګی مې نه درلود بېرته ناروغ شوم.»

په تېرو دوو لسیزو کې، نړۍ والې مرستې په افغانستان کې د نشه ییزو توکو پر ضد مبارزه او په نشه ییزو توکو د اعتیاد د خپراوي په مخنیوي کې یو مهم رول ولوباوه.

د نړۍ والې مرستې له برکته، په هرات کې په زرګونو خلک تداوي او عادي ژوند ته ستانه شول.

خو دغه ډول مرسته تقریبا یو نیم کال مخکې ودرېدله.

له هغه وخت راهیسې، په هرات کې د نشه ییزو توکو د معتادانو د درملنې لپاره جوړ شوي ۱۰۰ بستریز روغتون فعالیت پرېښی دی.

د ملي او بین المللي موسساتو له خوا د تایید شویو ارقامو په اساس، په هرات کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ د نشه ییزو توکو معتادان ژوند کوي چې تقریبا ۲۰٪ یې ښځې او ماشومان دي.

سړه هوا

په هرات کې په دې موسم کې غیر متوقع یخني راغلې، چې ورسره په یو شمېر ورځو کې تودوخه تر -۲۴ سانتي ګرادو پورې ښکته شوې ده.

په زرګونو بې کوره معتادان په کوڅو، هدیرو او کنډوالو کې په سړه هوا کې ژوند کوي، او هغوی وایي چې هره شپه ترې څو کسان مړه کیږي.

مهدي قاسمي چې ۳۱ کاله عمر لري، په هرات ښار کې د سرک د غاړې په یوه پارک کې ژوند کوي او د یخنۍ له امله ناروغ شوی دی.

هغه وويل، چې له سختې يخنۍ څخه د شپې ويښ وي او د ځان ګرمولو لپاره پلاستيک او کثافات سوځوي.

هغه وويل، «شپې ډېرې سړې دي. زه تر سهاره پورې په پښو ناست يم، لړزېږم. زه له یوې میاشتې راهیسې، چې هوا سړه شوې ناروغ یم، او د درملنې لپاره پیسې نه لرم.»

هغه زیاته کړه «ځوان معتادان په یخنۍ کې مقاومت کولی شي، خو د منځني عمر او زاړه روږدي کسان د سړو پر وړاندې مقاومت نشي کولی او مړه کېږي.»

هغه وویل، «هره شپه دوه یا درې روږدي کسان په هغې کوڅه کې چې زه اوسېږم په یخنۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

عادي ژوند ته د راستنېدلو هیله

په هرات ښار کې ډېر روږدي کسان غواړي چې عادي ژوند ته راستانه شي.

عبدالشکور چې ۴۰ کاله عمر لري، ټوله شپه ګرځی چې بدن یې کنګل نشی.

هغه وویل کاش چې درمله یې شوې وای او ښه روغتیا یې لرلای، او زیاته یې کړه، «موږ، ټول روږدي کسان، له دې ذلیل ژوند څخه ستړي شوي یو او غواړو چې روغ واوسو.»

هغه وويل، «که د روږدو کسانو د درملنې لپاره مناسب ځای وي، موږ ټول چمتو يو چې نشه يیز توکي پرېږدو او په ټولنه کې عادي ژوند ته راستانه شو.»

محمد چې ۳۰ کاله عمر لري، له ایران څخه تر بیرته رالیږلو وروسته له تېرو دوو کلونو راهیسې د هرات په یوه هدیره کې ژوند کوي. نوموړی پنځه کاله وړاندې په ایران کې د کار پر مهال په نشه يي توکو روږدی شو.

په وروستیو کې،‌ یو معتاد د سړې هوا له امله د هغه د سترګو په وړاندې مړ شو او پنځه ورځې وروسته هغه د یوه بل معتاد په مرسته خښ کړ.

محمد وویل هغه نور نه غواړي چې په هدیره کې ژوند وکړي. هغه وویل، «زه غواړم چې بېرته روغ شم، خو هیڅوک هم نشته چې له ما سره مرسته وکړي.»

هغه وویل هغه هیله لري چې د نشه ییزو توکو له پرېښودلو څخه وروسته په ایران کې له خپلې کورنۍ سره بېرته یوځای شي.

هغه زیاته کړه، «زه ډېر غواړم چې درملنه مې وشي او پاک شم. زه هیله لرم چې داسې یو مناسب ځای پیدا شي چې مونږ ته خواړه راکړي او له یخنۍ څخه مو خوندي کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له ۲۰۰۱ راوروسته؛ کله چې د حامد کرزي په مشرۍ د جمهوریت په نوم حکومت رامنځته شو، د افغانستان د بیا ودانولو لپاره ډېرې زیاتې هیلې وې چې تر یو څه حده پوره شوې، خو په کومه کچه ډالر چې افغانستان ته راغلل د ابادۍ برخه کې ترې هومره استفاده ونه شوه. ډېره برخه یې په نظام کې د داخلو خلکو له خوا بېرته خارجي هېوادونو ته ووېستل شوې او هلته یې ځان ته پرې ښه ژوند جوړ او د نورو وطنونو خلک به ترې مستفید کېږي... له همدې ۲۰۰۱ راهیسې په ټول افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړ نه شو، یوه معیاري فابریکه ونه رغېده، یو بنیادي کار لکه په هېواد کې د ننه د برېښنا بند جوړول جوړ نه شو او نور ډېر بنیادي کارونه چې جدي اړتیا ورته لیده کېده/لیده کېږي ونه شوه. مثال اوس ټول افغانستان تیاره دی، برق نشته. که چېرته کار شویو وی اوس به په هېواد کې د ننه د برېښنا خاوندان او کورونه او وطن به مو رڼا وی. همدارنګه هره ورځ په سپین بولدک او تورخم کې زرګونه کسان په بد حالت کې ولاړ وي څو پاکستان ته د ناروغیو د تداوۍ لپاره لاړ شي او داسې یوه فابریکه هم جوړه نه شوه چې زرګونه کسان په کې په کار بوخت او یوازې یوه برخه کې ټوله خام مواد په خپله تیار او پخو ته یې واړوي او د استفادې وړ وګرځي، خو د دې هر څه سره سره چې شل کاله وروسته د امارت اسلامي په نوم کوم حکومت راغی یو شمېر ښو کارونو ته یې مخه کړه. لکه په نشتو امکاناتو په کابل کې د پول سوخته پوم د پوډریانو ځاله یې پاکه کړه، پوډریان چې ښځې، ماشومان او لویان په کې شامل وو، روغتونونو ته د تداوۍ په موخه انتقال کړل. مګر جمهوریت نومي حکومت چې د مخدره موادو پر ضد یې د مبارزې په نوم وزارت هم جوړ کړی وو او ملیونونه بهرنۍ مرستې ورته راتلې د اوس په څېر یې پول سوخته پاک نه شو کړای.

ځواب ورکړئ

ډېری دغه ځوان سړي او ښځې چې په نشه يي توکو روږدي دي، په ايران کې روږدي شوي دي. د سالمې ټولنې نشتوالی د دې لامل کیږي چې ځوانان د زده کړو په برخه کې له خپلو همزولو سره سیالي وکړي، خو برعکس د نن ورځې ځوانان خپله سیالي لومړی د Tablet-Ks په خوړلو پیل کوي او ورو ورو په نورو نشه یي توکو روږدي کیږي. په پیل کې، که د روږدو ځوانانو درملنه وشي او په یوه کورني کار کې بوخت کړای شي، روږدي کولی شي هر ډول نشه يي توکي پریږدي. کله چې د معتاد درملنه کیږي او له درملنې وروسته وزګار وي، د هغه لپاره بیا رغېدنه ستونزمنه شي. زموږ اکثره ځوانان د دې پر ځای چې علمي کار، مسلکي روزنې ته مخه کړي، برعکس په ورانکارۍ بوخت دي. دلته په افغانستان کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ته سزا نه ورکول کېږي، بلکې دوی د دولت ونډه وال دي او نشه يي توکي په کوڅو، ښارونو، هدیرو، پلونو او حتی په سړکونو کې پلورل کېږي او هېڅ امنیتي اداره نه ده توانېدلې چې د مخدره توکو قاچاقبران ونیسي. که په افغانستان کې وضعيت همداسې دوام وکړي، ښايي په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شي او کم نه. که افغان ټلویزیونونه په نشه یي توکو د روږدو کسانو د ژوند په اړه مستند فلمونه جوړ او خپاره کړي، نو زموږ ځوانان به له دې فلمونو یو څه زده کړي او په راتلونکي کې به د دې نشه یي توکو د کارولو سپارښتنه وکړي. زما په اند ملګري ملتونه باید د پوهنې له وزارت سره په ګډه هڅه وکړي چې په ښوونځیو کې د مطالعې ورځني ساعتونه زیات کړي تر څو زموږ ځوانان په زده کړو بوخت شي. دا مهال په ښوونځيو کې درسي ساعتونه درې دي، که د ساعتونو شمېر شپږو ته ورسېږي، نو زموږ ځوانان به ډېر وخت زده کړې او لږ وخت په کوڅو کې ګرځېدلو ته ورکړي. زه هیله لرم چې زموږ ځوانان د نشه یيزو توکو پرځای په خپل

ځواب ورکړئ

دا خلک په واقعیت کې د زړه خوګي دي، باید مرسته ورسره وشي، ځکه دوی کې اکثر د ستونزو له وجې نشو ته مخه کړې چې اوس یې راګرځېدل عادي حالت ته ډېر وخت نیسي. که د خوراک او پوښاک مرسته همدارنګه د درملو مرسته ورسره ونه شي سړه هوا به یې ژوند واخلي. ډېری وخت وینم چې مسؤلین وايي د دوی لپاره لاس په کار شوي او روغتونونو ته یې انتقالوي، خو په پوره ډول د دې خلکو درملنه نه کېږي. که وشي مطمین یم چې بیا به نشو ته مخه نه کړي. بل کله چې روغتون وړل کېږي او درملنه یې کېږي پکار ده چې بوختیا ورته برابره شي، که بوخت ونه ساتل شي بېرته پرې راځي او همېش به دغه د ذلت عمر تېروي. نو مرستې دې ورسره وشی هغه که د درملو وي، که د خوراکي توکو وي، که د پوښاک ويی او که بل هر ډول مرسته وشي د یو انسان په توګه یې حق دی...

ځواب ورکړئ

له بده مرغه په ايران کې ډېر ځوانان په نشه يي توکو روږدي شوي دي. ایران او پاکستان د افغانانو لپاره د نړۍ تر ټولو چټل هیوادونه دي. دا دوه هېوادونه چې ځانونه مسلمانان بولي، هېڅ رحم نه کوي. ایران د سوریې جګړې ته په ناقانونه توګه افغان کډوال استولي دي. د دوی ډېر شمېر په سوریه او عراق کې وژل شوي او د ډېرو مړي یې خپلو کورنیو ته نه دي سپارل شوي. په دې وروستیو کې د ایران د سپاه پاسداران مشرانو یو شمېر افغان کمانډو چې په ایران کې یې پناه اخیستې وه روسیې ته ولېږل. په ورته وخت کې ملعون پاکستان چې د انګریزانو غلام دی او د خپل تاسیس راهیسې یې پر افغانانو ظلمونه کړي، د طالب او داعش تر نامه لاندې ځوانان روزي، بیا يې افغانستان ته رالېږي چې په یوه او بل نامه خپل هېوادوال ووژني، ښوونځي او روغتونونه وران کړي. پاکستان له تېرو پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې دا کار کوي.

ځواب ورکړئ