اقتصاد

ملګري ملتونه: د قېمتونو په لوړېدلو سره په افغانستان کې د کوکنارو کرنه زیاته شوې ده

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

بزګران د وري په ۱۴مه په کندهار ولایت کې کوکنار کري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

بزګران د وري په ۱۴مه په کندهار ولایت کې کوکنار کري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو ادارې د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې راهیسې په دې موضوع باندې په خپل لومړنی راپور کې چې د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۰مه/ خپور شو، ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرنه یو پر درې ډېره شوې ده.‌

افغانستان په نړۍ کې د اپین تر ټولو لوی تولیدوونکی دی. اپین د هغې شیرې منبع ده چې په هیرویینو باندې اوړي، او په وروستیو کالونو کې یې تولید او صادرات زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، دا هېواد په اپین او هیرویینو باندې تقریبا انحصار لري چې په نړۍ کې د دې مادې له ۸۰ څخه تر ۹۰٪ پورې جوړوي.

د ملګرو ملتونو د نشه ییزو توکو او جرایمو ادارې (یو اېن او ډي سي) وویل، قیمتونه په افغانستان کې د وري په میاشت کې په کوکنارو باندې د بندیز له اعلان څخه وروسته پورته شول، لاکن د دې کال حاصل تر ډېره پورې له یاد فرمان څخه معاف و.

په راپور کې راغلي، په ورته وخت کې، «د افغانستان په ګاونډ کې د اپیني موادو کشفېدل ښیي چې د افغانستان د اپینو او هیرویینو تعقیب لا هم درېدلی نه دی.»

یو اېن او ډي سي وویل، د تېر کال په اوږدو کې په افغانستان کې کرنه ۳۲٪ او ۲۳۳۰۰۰ هکتارو (۱۱۶۵۰۰۰ جریبو) ته زیاته شوې، یعنې د ۱۴۰۱ کال حاصلات له ۱۳۷۳ کال راهیسې چې څارنه پیل شوې درېیمې ډېرې کرل شوې سیمې څخه ترلاسه شوې ده.

ادارې وویل، د لړم په نیمایي کې به افغان کروندګر پرېکړه وکړي چې آیا د راتلونکی کال لپاره کوکنار وکري او له بندیز سره سره څومره وکري، او زیاتوي چې هغوی «د اپیني موادو په غیر قانوني اقتصاد کې ایسار» پاتې دي.

معکوس مسیر

امریکایي او د ناټو ځواکونو په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې هڅه وکړه چې د کوکنارو د کرنې مخه ونیسي او په دې لړ کې یې بزګرانو ته پیسې ورکړې چې د غنمو یا زعفرانو په څېر بدیل فصلونه وکري.

خو کتونکي وایي چې، هغو اورپکو د هغوی هڅې شنډې کړې چې د کوکنارو د کرنې اصلي سیمې یې تر ولکې لاندې وې او له سوداګرۍ څخه یې په سلګونو میلیونه ډالر ترلاسه کول.

نړۍ والو مرستندویانو په افغانستان کې د نشه ییزو توکو پر ضد د یوه لس کلن کمپاین په ترڅ کې (چې په ۱۴۰۰ کال کې پای ته ورسېد) په میلیاردونه ډالر ولګول. په دې لړ کې، هغوی هڅه وکړه بزګران وهڅوي چې د زعفرانو په څېر نور فصلونه وکري.

په ۱۳۹۹ کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي سلام ټایمز ته وویل، «د بدیل معیشت ډېرې پروژې تطبیق شوي او اوس په هغو ولایتونو کې تر لاس لاندې دي چې کوکنار په کې کرل کیږي.»

نوموړي هغه وخت وویل، «د باغوانۍ، د مېوو د باغونو جوړولو چې د هر ولایت اقلیمي شرایطو ته په پام سره کیږي، او د حبوباتو، زعفرانو، الو وېرا، طبي بوټو کرلو او په عمومي توګه د حلالو بوټو د کرلو ترویج د بدیل معیشت ځینې هغه پروژې دي چې عواید یې، په ځانګړې توګه د هغو بزګرانو لپاره زیات کړي چې پخوا یې کوکنار کرل.»

د چنګاښ په میاشت کې، د کندوز یو شمېر بزګرانو سلام ټایمز ته وویل چې هغوی د کوکنارو د کرنې پر ځای د هندواڼو کرلو ته مخه کړې ده.‌

یوه بزګر وویل، «د کوکنارو کرل بزګرانو ته ګټه نه ور رسوي، بلکې ډېره ګټه قاچاقچیانو ته ور رسوي. د هندواڼو کرل به موږ د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو څخه لیرې وساتي، او دا به له موږ سره مرسته وکړي چې یوه مشروع ګټه ترلاسه کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د حیرانتیا خبره ده، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره د بېلابېلو ادارو له خوا په میلیونونو ډالر ولګول شول، خو د کوکنارو کښت نه دی کم شوی او پر ځای یې د کوکنارو کښت ورځ په ورځ زیاتېږي. زما په اند نړیوال بازار هم هیروین اخلي، ځکه په افغانستان کې د هیروینو مصرف کم دی. زه په نړیواله ټولنه نیوکه کوم. په افغانستان کې نه پولیس شته او نه امنیتي ځواکونه چې د دې مافیا پر وړاندې ودریږي او د کوکنارو فصلونه له منځه یوسي، لاکن تاسو قدرت لرئ. تاسو ډول ډول وسلې او الوتکې لرئ، تاسو د وخت ترټولو پرمختللې ټیکنالوژۍ باندې امنیتي ادارې لرئ، په داسې حال کې چې تاسو په اروپا او امریکا کې د هیرویینو سوداګري نشئ ختمولی، نو بیا به په افغانستان کې د کوکنارو کښت څنګه پای ته ورسیږي؟ په پای کې باید ووایم، تر څو چې په نړۍ کې د هیروئینو د پېرلو بازار ختم نه شي، په افغانستان کې به د کوکنارو کښت له منځه لاړ نه شي. په احترام، مصور

ځواب ورکړئ