اقتصاد

په هلمند کې د یو اېس ای آی ډي په مرسته د جوړو شویو باغونو حاصلات له ۷۰٪ څخه ډېر زیات شوي دي

د عبدالخالق همیم راپور

د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) د مالي ملاتړ له برکته، د هلمند ولایت په پنځو ولسوالیو کې په سلګونو باغونه په ۱۳۹۹ کال کې له جوړیدلو څخه وروسته اوس مېوه نیسي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هلمند -- د هلمند ولایت په پنځو ولسوالیو کې د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) په مالي مرسته جوړو شويو په سلګونه باغونه په ثمر رسیدلی دي.

د دې پروژې په لړ کې، د باغونو د جوړولو لومړني کارونه په ۱۳۹۹ کال کې پیل شول چې لا هم د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

اوس، د انارو، شفتالو، بادامو، انځرو او انګورو نهالګيوده کوي.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مرستيال زين الله زاهد وويل، دغه باغونه په ګرمسېر، نادعلي، ګرشک، ناوې او نهرسراج ولسواليو کې ۲۰۰۰ جریبه (٤٠٠ هکتاره) ځمکه تر پوښښ لاندې نیسي.

یو بڼوال د غوایي په ۱۴مه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې له خپل باغ څخه چې د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) په مالي مرسته جوړ شوی دی، تازه میوه راټولوي. [عبدالخالق همیم/ سلام ټایمز]

یو بڼوال د غوایي په ۱۴مه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې له خپل باغ څخه چې د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) په مالي مرسته جوړ شوی دی، تازه میوه راټولوي. [عبدالخالق همیم/ سلام ټایمز]

هغه وويل، «په پنځو ولسواليو کې د دغو باغونو د ميوو په لرلو سره، په دغه ولايت کې د ميوو د توليد کچه د تېرو کلونو په پرتله ٧٠ سلنه زياته شوې ده. په راتلونکي کې چې ونې نوره وده هم وکړي، د حاصلاتو اندازه به نوره هم زیاته شي.»

زاهد وویل، «د دغو مېوو ډېری باغونه په هغو ځمکو کې جوړ شوي چې پخوا په کې کوکنار کرل کېدل. د بڼوالۍ دا پروژه په هلمند کې د کوکنارو په کښت کې د کمښت او د باغونو او بدیلو حاصلاتو ته د بزګرانو د لېوالتیا لامل شوې ده.»

روټس آف پیس، یوه غیر انتفاعي موسسه چې مرکز یې په کلیفورنیا کې دی، دا پروژه پلي کوي.

په هلمند کې د یادې موسسې مشر وحيدالله وويل، په منظمه توګه د باغونو د خړوبولو لپاره د اوبو لګولو يو سيستم جوړ شوى دى.

هغه وويل، بڼوالانو د بڼوالۍ مسلکي روزنه ترلاسه کړې او سره هره مياشت په وړيا ډول ورکول کيږي.

هغه زیاته کړه، «د وخت په تېرېدلو سره د اوبو لګولو او د سرې د استعمال له امله، دا نوي جوړ شوي باغونه د نورو باغونو په پرتله ښه کیفیت لرونکي مېوه نیسي،»

هغه وویل، «دا باغونه هم ډېر لوړ حاصلات لري، چې د بڼوالو د مالي حالت په ښه کولو کې ډېر اغېزمن دي.»

د کورنیو اقتصاد ښه کول

باغونو د بڼوالو د عوایدو په زیاتولو، د هغوی د ژوند په ښه کولو او له بې وزلۍ څخه په ژغورلو کېمرسته کړې ده.

د ناوې ولسوالۍ یوه بڼوال، عبدالخالق، چې ۶۲ کاله عمر لري، له دې پروژې څخه مخکې، کوکنار او غنم کرل، چې لږ عاید یې درلود.

هغه وويل، خو د هغه اقتصادي ستونزې له هغه وروسته کمې شوې چې تېر کال يې باغ په ثمر راغای.

هغه وویل، «زما باغ ۱.۲ هکتاره دی، او ما سږکال [بل بزګر ته] په ۴۵۰،۰۰۰ افغانیو (۵۱۰۰ ډالر) اجاره ورکړ. دا ښې پیسې دي او زما د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې هوارې کړې دي. ما خپل دوه ځوان زامن په دې پیسو په یوه خصوصي پوهنتون کې شامل کړل.»

هغه زیاته کړه، «که د یو اېس ای آی ډي مرسته نه وای، ما به هیڅکله دومره لوی باغ نه وای لرلی. هغوی ماته د نهالګیو او سرې په راکولو کې ډیره مرسته وکړه.»

د ګرشک ولسوالۍ يوه بڼوال، شمس الدين چې ۴۶ کاله عمر لري، وويل، د باغ له حاصلاتو يې د کورنۍ د شپږو غړو لګښتونه پوره کېږي.

هغه وويل، «زموږ د باغونو مېوې لوړ کيفيت لري، او مشتریان د وارداتي مېوو په پرتله ډېرې وطني ميوې اخلي،»

شمس الدين وويل، هغه تمه لري چې تر ۱۰ کلونو پورې به له باغ څخه ګټه واخلي.

هغه وویل، «د بڼوالۍ دې پروژې موږ کلونه کلونه له بې وزلۍ څخه ژغورلي یو. دا یوه اغېزمنه پروژه ده او هیله لرم چې په نورو ولایتونو کې هم پلي شي.»

هغه وویل، افغانان د نړۍ والې ټولنې او مرستندویو ادارو ملاتړ ته سخته اړتیا لري. دغه ملاتړ په هېواد کې د بشري ناورین د لا بدترېدلو په مخنیوي کې مرسته کړې ده.

د کوکنارو بدیل

محمد ولي چې ۵۸ کاله عمر لري، په نادعلي ولسوالۍ کې یو باغ لري چې د یو اېس ای آی ډي له خوا تمویل شوې پروژې ورته جوړ کړی دی.‌

د هغه باغ په ۳ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی چې د شفتالو او انارو بوټي په کې کرل شوي دي.

هغه وويل، خوښ دى چې ونې يې په ثمر راغلي دي او د باغونو عايد يې د کوکنارو په پرتله ډېر دى.

ولي وويل، «ما د کوکنارو له فصل څخه په سختۍ سره خپل لګښتونه پوره کولی شوای. ما به ټول کال ډیره خواري‌ ایسته مګرم ګټه به ټوله د مافیا او قاچاقچیانو جېبونو ته تلله.»

هغه زیاته کړه، «زه د نشه ييزو توکو د قاچاقچیانو لپاره د یوه کاریګر په څېر وم او له سختو زحمتونو او کړاوونو څخه پرته مې بل څه نه دي ترلاسه کړي،»

ولي وويل، «ما به په مياشتو مياشتو زیار ایسته، خو له څلورو څخه تر پنځو کيلوګرامو پورې اپین به مې ترلاسه کاول. کله به مې چې خرڅ کړل، خپل لګښت یې هم نه پوره کاوه. اوس چې زما باغ مېوه نیسي، زما عاید له درې څخه تر څلورو برابرو زیات شوی دی.»

په ګرمسېر ولسوالۍ کې يوه کروندګر، اسدالله چې ۳۰ کاله عمر لري، وويل، هيڅکله به بيا کوکنار ونه کري.

هغه وويل، «د مېوه لرونکو ونو حاصلات د هر فصل په پرتله لوړ دي. د تېرو کلونو په پرتله چې ما کوکنار کرل، زما عاید څلور برابره زیات شوی دی.»

اسدالله وويل، چې د زياتو عايداتو تر څنګ، خوښ دى، چې د حرام فصل د کرلو بديل ورته ورکړل شوى دى.

هغه وويل، «زه مجبور وم چې کوکنار وکرم، ځکه چې زما اقتصادي وضعيت بد و او د نشه يي توکو قاچاقچیانو ماته د کوکنارو د کرلو په موسم کې مخکې له مخکې پيسې راکولې. د کال په پای کې به چې ما اپین راټولول ډېره لږه ګټه به مې کوله، په داسې حال کې چې ټوله ګټه به د قاچاقچیانو جېبونو ته تلله.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هلمند د افغانستان یو له پراخه ځمکه لرونکو ولایتونو څخه دی. د هلمند ځمکه خورا حاصل خېزه ځمکه ده. پراخه اوبه لري. خو بیا هم د اوبه خور په برخه کې ډېر کار ته ضرورت لري. هلمند د جمهوریت پر مهال یو له جنګ ځپلو ولایتونو څخه و چې خلکو یې نه یواځې دا اچې ځاني بلکې ډېر مالي زیانونه هم ګاللي. افغان حکومت ته په کار د چې د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر د هلمند خلکو سره مرستې وکړي. که نړیوالې موسسې خپله توجه دې ولایت ته زیاته کړي، لا به ښه وي. په هلمند کې دا تېر شل کلونه د جنګ له وجې اساسي کارونه نه دي شوي. دا چې په هلمند کې مونږ ډېرې اوبه لرو، له نړیوالو موسسو څخه مو غوښتنه ده چې د اوبو د مهارولو په برخه کې له هلمندیانو سره مرسته وکړي. د هلمند دښتو ته د اوبو رسول د افغانانو په ځانګړي ډول د هلمندیان یو له لویو ارمانونو څخه دی. له حکومت او نړیوالو موسسو څخه مو غوښتنه ده چې د هلمند د دښتو په اړه ماسټرپلانونه جوړ کړي او په هلمند کې نوره ځمکه د کر کیلې لپاره اماده کړي. که په افغانستان کې یواځې د هلمند دښتې ابادې شي، باوري یم چې تر نیم ډېر افغانستان په غلو دانو مړولی شي. تر څلوېښت کلونو زیاته موده کېږي چې د هلمند اوبه ایران ته مفتو کې روانې دي. اصلي وجه دا ده چې مونږ افغانان ایرانیانو په جګړه مصروف کړي یو او دوی بې غمه زمونږ اوبه مصرفوي. زه د یو افغان ځوان په حیث له نړیوالو موسسو او حکومت څخه غواړم چې د هلمند اوبه مهار کړي. هلمند تر قوشتېپې کانال کم نه دی. هلمند اباد کړئ. هلمند ابادول غواړي. هلمند نور د جنګ په میدان مه بدلوئ. هلمند ته راشئ چې هم هلمند وګورئ او هم شفتالو درباندې وخورو.

ځواب ورکړئ

یو اېس ای آی ډي له پخوا راهیسې په افغانستان کې ډېرې پرمختیایي پروژې ترسره کړي چې افغانانو ته یې ډېره ګټه رسولې ده. د یو اېس ای آی ډي پروژې یوازې د بیارغونې رول نه لري بلکې د افغانستان او امریکا د خلکو او ولسونو تر منځ د تړاو او مشارکت ثبوت وړاندې کوي. زما د معلوماتو په اساس یو اېس ای آی ډي د امریکا د ولس په مستقیمه مرسته چلېږي.

ځواب ورکړئ

هغه باغونه چې د یو اېس ای آی ډي په مرسته په هلمند ولایت کې جوړ شوي دي زموږ د هیواد لپاره لویه ګټه ده. لومړی، په دې توګه به زموږ بزګران حلال خواړه ومومي، زموږ باغونه به ډیر حاصلات ولري، او زموږ د میوو د حاصلاتو له لارې به موږ صادرات ولرو، او زموږ د هیواد صادرات به وده ومومي، او له نېکه مرغه، زموږ کروندګر د سوداګرۍ په لور روان دي. زموږ کروندګر د کوکنارو پر ځای د میوو باغونو ته مخه کوي ځکه مېوه د اقتصاد، تغذیې او د هېواد د صادراتو لپاره په هره برخه کې ګټوره ده او دا زموږ لپاره د ویاړ خبره ده چې زموږ په هېواد کې د کوکنارو پر ځای حلال باغونه لرو او هیله لرو چې موږ وکولی شو په هر ولایت کې د میوو باغونه ولرو او نور د کوکنارو فصلونه ونه کرل شي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان په ۸ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې ډېر شمېر ملخان پیدا شوي دي. دا ملخان په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل او تخار ولایتونو کې لیدل شوي دي. هغه کرنیز محصولات او شنه بوټي خوري چې په افغانستان کې کرل او یا هم شنه کېږي. دغه ملخان په یادو ولایتونو کې بزګرانو، ټولنې او ټول هېواد ته یو لوی ګواښ دی. آن داسې هم کېدای شي چې نورو ولایتونو ته خپاره شي. په افغانستان کې د غذايي توکو د کمښت ستونزه نهایت زیاته ده. او دا وضعیت ښايي په افغانستان کې د غذایي موادو د کمښت ستونزه نوره هم ډېره کړي. که څه هم د دغو ملخانو د مخنیوي دودیزې لارې چارې او په ورته وخت کې د کرنې وزارت له‌خوا هڅې پيل شوي دي. خو فکر نه کوم چې دودیزې لارې چارې او د کرنې وزارت له خوا پیل شوې هڅې دې د ملخانو د زیان مخنیوی وشي کولی. دا چې په افغانستان کې د پسرلي موسم کې د غنمو په شمول ګڼ شمېر فصلونه رسېږي، نو د ملخانو مخه نیول په کار دي. وار له مخه ږلۍ او بې موسمه بارانونو هم کروندګرو ته زیانونه اړولي دي. هیله ده د بزګرانو بې وسۍ او غربت ته په کتو له هغوی سره مرسته وشي.

ځواب ورکړئ

د کوکنارو پر ځای د ګلابو، زعفرانو،‌ ځمکنیو توتانو، هنجې ... په څېر قیمتي توکو کرل او پالل هم د بزګرانو لپاره ګټور دي او هم د افغانستان لپاره. ځکه کوکنارو په ټوله نړۍ کې د افغانستان نوم بد کړی دی. نوم پرې د افغانستان بد دی او ګټه یې د سیمې او نړۍ قاچاقچیانو ته رسیږي. ما دوه درې کاله مخکې په یوه راپور کې ولوستل چې د افغانستان د کوکنارو دوه میلیارده ډالر ګټه افغانستان ته رسیږي په داسې حال کې چې ۶۰ میلیارده ډالر ګټه یې د امریکایي او اروپایي قاچاقچیانو جیبونو ته ځي. هغه پیسې چې په افغانستان کې پاتې کېږي، هغه هم د قاچاقچیانو جیبونو ته ځي. یعنې عامو خلکو او بزګرانو ته حتی دومره پیسې په لاس نه ورځي چې د خپلو کورنیو لپاره پرې اوړه او غوړي وپېري. زه د سلام ټایمز آنلاین مجلې له لارې له ټولو افغانانو څخه هیله کوم چې د کوکنارو له کرنې څخه ډډه وکړي. لطفا د افغانستان نوم مه بدوئ. زعفران وکرئ، ګلان وکرئ، ځمکني توتان وکرئ... زه د یو اېس ای آی ډي ادارې د فعالیتونو په هکله خبر یم. پخوا یې واقعا په افغانستان کې ګټور کارونه کړي او مونږ هیله لرو چې یو ځل بیا د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ولوبوي.

ځواب ورکړئ

د کوکنارو د کښت برخه کې نه یوازې مېوه جاتو رول لوبولی؛ بلکې ډېر نور فصلونه دي چې د کوکنارو ښه بدیل دي. زموږ هېوادوال خو مخکې په جنګ کې اخته وو. او کوکنار د هغو سیمو بوټی دی چېرته چې جګړه وي. که جګړه لکه د اوس په څېر مهار وي له دې به هم د ښو ورځو د راتګ هرکلی وکړو. هلمند کې نه یوازې باغونو ښه حاصلات ورکړي؛ بلکې سږ کال د کوکنارو پر ځای د انجې کرلو ته هم دهقانانو مخه کړې او ډيری بزګرانو په خپلو ځمکو دغه بوټی کرلی دی. د انجې ګټه د کوکنارو په پرتله څو چنده زیاته ده او دا یې ښه بدیل دی. هلمند په تیرو څلو لسیزو کې د نړۍ په کچه د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدونکی ولایت وو. خو خوشبخانه دغه بد بوټی اوس په کې نه کرل کېږي. بزګرانو په خپلو ځمکو غنم،ځېره، انجه او نور کرنیز محصولات هم کري چې ښه حاصلات ورکوي. موږ هغه چاته دا پیغام ورکوو چې زموږ په وطن کې یې جګړه توده ساتلې وه او لا هم لګیا دي، که چېرته غلي نه شي نو دوی به هم راسره د کوکنارو په ناوړه لوګي ککړ وي. د یوه اباد، پرمختللي او په ځان بسیا افغانستان په هیله...

ځواب ورکړئ

افغانستان یو زراعتي او کرنیز هېواد دی. ځمکه یې حاصل خیزه ده. خو چون پخوا په منظم شکل کرنه او باغداري نه وه نو حاصلات یې هم ښه نه وو. مګر اوس کرنه او باغداري په مسلکي توګه کېږي چې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دهقانان هم خوښ دي او سوداګر چې مېوې او سبزيجات ترې اخلي هم خوښ دي. خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې په څو ولایتونو ږلۍ باغدارانو او دهقانانو ته په زیاته کچه تاوان اړولی دی. اوس د مېوو ونو د ګل وخت دی او داسې بوټي هم شته چې مېوه یې نیولې وه ټوله د ږلۍ له وجې ضایع شوه.

ځواب ورکړئ