اقتصاد

یو اېس ای آی ډي د کندهار له کروندګرو سره مرسته کوي چې د کوکنارو پرځای د کبانو کار ته مخه کړي

د رحیم الله خپلواک راپور

د افغانستان د ارزښت زنځیره - فصل (ای وي سي) پروژې، د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) په مالي ملاتړ، په کندهار ولایت کې یو نوی پروګرام پیل کړی څو بزګران د کوکنارو له کښت څخه منع کړي. د نشه ییزو توکو بدیل پروګرام بزګرانو ته د کبانو فارمونه، د نسل پالنې وسایل او د کبانو خواړه چمتو کوي، څو د کوکنارو پر ځای د کبانو کرنه پیل کړي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیا ادارې (یو اېس ای آی ډي) د افغانستان د ارزښت زنځیره - فصل (ای وي سي) پروژه په کندهار کې له بزګرانو سره مرسته کوي چې د کوکنارو کرنه د کبانو په فارمونو باندې واړوي.

د نشه یيزو توکو بدیل پروګرام په لومړي پړاو کې د کبانو ۳۰ فارمونه جوړ کړي او بزګرانو ته یې د کبانو د ساتنې وسایل او خواړه برابر کړي دي.

د دې هڅې موخه دا ده چې بزګران له بې وزلۍ او بېکارۍ څخه وژغوري او له هغوی سره مرسته وکړي چې دوامدارعاید ترلاسه کړي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د ساتنې څانګې رییس محمد حامد وویل، د پروګرام په لړ کې بزګرانو ته د کبانو د نسل په برخه کې مسلکي روزنه ورکول کیږي.

کب روزونکي د غوايي په ۳۰مه په کندهار ښار کې د افغانستان د ارزښت زنځیره - فصل (ای وي سي) څخه خپلو د کبانو فارمونو لپاره تجهیزات ترلاسه کوي. د متحده ایالاتو نړۍ واله پراختیایي اداره (یو اېس ای آی ډي) د دې پروژې مالي ملاتړ کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کب روزونکي د غوايي په ۳۰مه په کندهار ښار کې د افغانستان د ارزښت زنځیره - فصل (ای وي سي) څخه خپلو د کبانو فارمونو لپاره تجهیزات ترلاسه کوي. د متحده ایالاتو نړۍ واله پراختیایي اداره (یو اېس ای آی ډي) د دې پروژې مالي ملاتړ کوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغه وويل، «پخوا په کندهار کې شاوخوا ١٧٠٠ د کبانو فارمونه فعال وو، خو زياتره يې د وچکالۍ او دې امله چې کروندګرو د کوکنارو کرلو ته مخه کړې وه، تړل شوي وو.»

هغه وویل، «د ای وي سي پروژې په ملاتړ، موږ غواړو چې دا فارمونه بیا فعال کړو.»

هغه زیاته کړه، «په اقتصادي لحاظ، د کبانو د فارم پروژه د کروندګرو لپاره ډېره ګټوره ده... د دې پروژې پراختیا به په کندهار کې د کوکنارو کښت کم کړي.»

حامد وویل، کروندګر د کوکنارو له کرلو ستړي شوي دي، او نړۍ والې مرستې د دې لامل شوې چې بدیل کښت وده وکړي.

ګټور کاروبار

په کندهار کې د کبانو د نویو فارمونو او په مسلکي توګه د کبانو ساتنې سره به په دغه ولایت کې د کبانو تولید زیات شي.

هغه کروندګر چې پخوا يې کوکنار کرل او اوس د کبانو فارمونه لري، وايي چې هغوی د ناقانونه کښت د پریښودو له امله خوښ دي.

د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ يوه کروندګر، قيام الدين رحماني چې ۳۲ کاله عمر لري، وويل، هغه په خپل فارم کې شاوخوا دوه زره کبان روزي او په څو مياشتو کې به خرڅلاو ته چمتو شي.

هغه وویل، «ما په کور کې د کبانو یو کوچنی فارم درلود، خو اوس د ای وي سي پروژې د ملاتړ له برکته یو لوی فارم لرم.

هغه وویل، «ما د کبانو د خوړو چمتو کولو ماشین، د کب نیولو د جال، د کبانو د خوړو او درملو په شمول ځینې تجهیزات ترلاسه کړل.»

هغه زياته کړه، «د کبانو د روزنې په برخه کې مې څو ورځې زده کړې وکړې او د کبانو د خوراکي توکو د جوړولو، په کب کې د ناروغيو د تشخیص او مخنيوي او د کبانو د وزن د زياتولو څرنګوالی مې زده کړل. اوس د پخوا په پرتله د کبانو نسل ښه روزلی شم،»

رحماني وویل، د یو اېس ای آی ډي مالي مرستې د هغه ژوند بدل کړی، او په خپله ځمکه کې د کوکنارو د کرلو پر ځای، هغه اوس کبان روزي او د خپلې کورنۍ لپاره حلال (مشروع) عاید ترلاسه کوي.

د ارغنداب ولسوالۍ يوه بل کروندګر، ٣٨ کلن ولي شاه هم وويل، چې د کبانو روزنې هغه له بېوزلۍ ژغورلى او نور اړ نه دى، چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

هغه وويل، «ما په خپل باغ کې د دوو کلونو لپاره د کبانو يو کوچنى فارم درلود، خو په هغه مرسته چې ما ترلاسه کړه، دا فارم مې پراخ کړ.»

شاه وویل، هغه روزنه چې هغه ترلاسه کړې په دې معنی چې هغه به وکولی شي نور کبان وساتي.

هغه زياته کړه، «زموږ په ولسوالۍ کې شاوخوا لس د کبانو فارمونه دي، خو خلک له مرستندويو ادارو څخه غواړي، چې دا شمېر له ٣٠ څخه تر ٤٠ پورې زيات کړي.»

هغه وویل، «خلک د کبانو له روزنې او د حلالو فصلونو له کرلو سره ډېره لیوالتیا لري. دوی نور نه غواړي چې کوکنار وکري

شاه وويل، د کبانو روزنه يو ګټور کاروبار دی، او زياته یې کړه چې هغه خوښ دی چې نور به له اقتصادي ستونزو سره مخامخ نشي.

بهتر ژوند

د کندهار هغه اوسېدونکي چې له نړۍ والو بشري مرستو برخمن شوي، وايي، دې مرستو هغوی له سختې بې وزلۍ او لوږې څخه ژغورلي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي ٣٧ کلن نيازمحمد چې د کبانو د فارم لپاره يې وسايل ترلاسه کړي، وويل، که مرستې يې نه واى ترلاسه کړې، نو له سختې بې وزلۍ سره به مخامخ شوى او له خپلې کورنۍ سره به کډوالۍ ته اړ شوى وای.

هغه وویل، «نړۍ والو مرستو زما په څېر بې وزلو افغانانو ته یو نوی ژوند ورکړی دی. د کبانو دغه فارم ... زما کورنۍ له فقر څخه ژغورلې ده.»

هغه وويل، «ما دې مرستې ته سخته اړتيا درلوده ځکه چې اقتصادي ستونزو زما ژوند ډېر ستونزمن کړى و.»

هغه وويل، «پخوا به مې کوکنار کرل، خو د دې پر ځاى چې ګټه يې ترلاسه کړم، تاوان به مې کاوه، تېر کال هم په يوه هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، د وچکالۍ له امله يې حاصلات ډېر کم وو او عايد يې دومره کم و چې حتی زما لګښتونه یې پوره نه کړل.»

محمد وويل، د کبانو له فارم سره يې اقتصادي حالت ښه شوى او نور به کوکنار ونه کري.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکى ٤٥ کلن ولي محمد چې اووه کسيزه کورنۍ لري وايي، دوه کاله وړاندې يې د کندهار د ټولګټو چارو په رياست کې کار کاوه او ښه ژوند يې درلود، خو دوه کاله وړاندې يې دنده له لاسه ورکړه او له فقر سره مخامخ شو.

هغه وويل، «د ستونزو او نااميدۍ په اوج کې، زه د خوړو نړۍ وال پروګرام په پروژه کې شامل شوم او له يوه کال څخه د زياتې مودې لپاره مې هره مياشت د خوراکي توکو او نغدي مرستو کڅوړه ترلاسه کړه.»

هغه وویل، «دې مرستې زما او زما د کورنۍ د غړو ژوند وژغوره ځکه چې موږ د عاید بله سرچینه نه درلودله.»

هغه وویل، «زه بیا په یوه پرمختیایي پروژه کې شامل شوم چې ما ته یې د میاشتې ۱۲۰۰۰ افغانۍ (۱۳۷ ډالره) تنخا راکوله.»

نوموړي وویل، «دا پروژه د ملګرو ملتونو له خوا تمویل کېده او زما په څېر سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه. د هغې له بشپړېدو وروسته ما د مرستندویو ادارو په مرسته د کبانو فارم پیل کړ.»

ولي محمد وويل، خوښ دى، چې په دې سختو شرايطو کې له افغانانو سره نړۍ والې مرستې دوام لري او پر مرستندويو هېوادونو يې غږ وکړ، چې په دې سختو شرايطو کې افغانان يوازې نه پرېږدي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کبانو د نسل پالنې پروژه د کوکنارو د کښت لپاره یو مناسب بدیل دی. په کندهار ولایت کې کله چې د یو اېس ای آی ډي ادارې د کبانو د نسل پالنې پروژه پیل کړه، د کروندګرو اقتصادي وضعیت خراب شو. کله چې کروندګر په ځان بسیا شي، د کوکنارو د کښت کچه به صفر ته ورسیږي. کوکنار یو زهرجن بوټی دی، خو د خراب اقتصادي وضعیت له امله خلک اړ دي چې دغه زهرجن بوټی وکري او د خپلو ماشومانو لپاره د ژوند لاره ومومي. په بدیل حالت کې، بزګران باید د کوکنارو کښت ودروي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان کروندګر وچکالۍ ځپلي او د بېکارۍ او بې وزلۍ له امله د خپلو کورنیو لپاره خواړه نشي موندلی. اوس د یو اېس ای آی ډي په همکارۍ، کروندګر کولی شي له خپلې ځمکې څخه د کبانو روزلو لپاره کار واخلي او د بېکارۍ او خورا بې وزلۍ څخه ځان خلاص کړي او د ځان لپاره حلالې پیسې ترلاسه کړي. د کوکنارو له حاصلاتو څخه عايد ناروا دى. له ۱۰۰۰ حرامو افغانیو څخه ۱۰۰ حلالې افغانۍ بهترې دي. د کوکنارو کښت ټولنه تباه کوي. زمونږ کروندګر نه یوازې په کندهار، بلکې په هر ولایت کې باید د کوکنارو له کرلو څخه ډډه وکړي.

ځواب ورکړئ