اقتصاد

د هرات د کبانو د فارمونو تولیدات زیات شوي، چې ورسره له ایران نه واردات کم شوي دي

د عمر راپور

په داسې حال کې چې د پخواني حکومت له سقوط څخه وروسته په ټول افغانستان کې بې کاري ډېره زیاته شوې، د ځوانو افغانانو لپاره د کبانو په فارمونو کې د کاري فرصتونو برابرېدل په هرات کې د بې کارۍ د کمولو یوه مهمه لاره ګڼل کیږي. ۳۸ کلن معصوم احمدي او د هغه درې ورونو په اوبه ولسوالۍ کې هغه وخت د کبانو یو لوی فارم جوړ کړ چې په ایران کې د کبانو په یوه فارم کې له ۱۰ کاله کار کولو څخه وروسته تېر کال خپل هېواد ته راستانه شول. [ابراهیم غزنوي]

هرات -- محلي مقامات وایي، د هرات د کبانو صنعت د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې ډېر غوړېدلی چې ورسره له ایران نه د کبانو وارداتو ته اړتیا له منځه تللې او د افغانانو لپاره یې په سلګونو کاري فرصتونه برابر کړي دي.‌

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وویل، کارکوونکیو د هرات ولایت په څو ولسوالیو کې له ۲۸ څخه ډېر نوي فارمونه جوړ کړل چې ورسره د ۲۰۲۱ میلادي کال له پيل راهیسې د کبانو د غوښې تولیدات تقریبا ۷۰٪ یا له ۱۰۰ ټنو څخه ډېر زیات شول.

د کبانو نوي فارمونه په اوبه، انجیل، ګذره، زنده جان او کروخ ولسوالیو او په هرات ښار کې فعالیت کوي.

د هرات ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال بشیر احمد احمدي وویل، په هرات کې د کبانو له ۱۰ څخه ډېر ډولونه روزل کیږي او دا له وارداتي کبانو څخه بهتر دي.

معصوم احمدي چې ۳۸ کاله عمر لري د لیندۍ په ۶مه د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې خپلو کبانو ته خواړه ور اچوي. [له ابراهیم غزنوي نه په مننه]

معصوم احمدي چې ۳۸ کاله عمر لري د لیندۍ په ۶مه د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې خپلو کبانو ته خواړه ور اچوي. [له ابراهیم غزنوي نه په مننه]

هغه هرات ولایت ته په اشارې وویل، «په داسې حال کې چې په تېرو کالونو کې موږ له ایران څخه په لوړ مقدار کبان راواردول، سږ کال مو تر اوسه پورې هېڅ کبان را وارد کړي نه دي.»

بې کاري کمول

په افغانستان کې د پخواني حکومت له سقوط څخه وروسته د زیاتې شوې بې کارۍ په ترڅ کې د کبانو فارمونه د ځوانانو لپاره ګټور کاري فرصتونه برابروي.‌

احمدي وویل، «د کبانو د نویو فارمونو په جوړولو باندې کار روان دی، او په دغو فارمونو باندې به د کبانو د روزنې فعالیتونه ژر پیل شي. د کبانو روزنې ثابته کړې چې یو دا یو ګټور کار دی، له دې امله ډېر فارم لرونکي د کبانو د روزنې په برخه کې لېوالتیا زیاتوي.»

هغه وویل، د کبانو په هر فارم کې تر ۱۰ پورې کارکوونکي ثابت کار مومي.‌

په هرات ښار کې یوه اقتصادپوه محمد علي نیازي وویل، هرات د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ودې امکانات لري، او که په دغو سکتورونو کې پانګونې وشي، په زرګونو بې کاره ځوانان به وظیفې ترلاسه کړي.‌

هغه وویل، «په هغو کلیو کې چې لږې اسانتیاوې په کې برابرې شوي دي د کبانو د فارمونو جوړول به نه یواځې دا چې کاري فرصتونه برابر کړي بلکې د بزګرانو او غریبو کورنیو ژوند او حالت ته به وده هم ورکړي.»

نیازي وویل،‌ «که موږ په دې برخه کې پانګونه وکړو، د هرات د کبانو تولیدات به نورو ولایتونو او ممکن بهر ته ولېږدول شي.»

هغه زیاته کړه، هرات خوږې اوبه لري چې له امله یې روزل شوي کبان خوندور راځي.

د کارګرانو د مهاجرت بدیل

۳۸ کلن معصوم احمدي او د هغه درې ورونو په اوبه ولسوالۍ کې هغه وخت د کبانو یو لوی فارم جوړ کړ چې په ایران کې د کبانو په یوه فارم کې له ۱۰ کاله کار کولو څخه وروسته تېر کال خپل هېواد ته راستانه شول.

هغه وویل، هغوی دا فارم د دې لپاره جوړ کړ څو خپل کلیوال وهڅوي چې د کار لپاره ایران ته له تګ څخه مخکې بیا فکر وکړي.

هغه وویل، «سربېره پر دې چې زه او زما ورونه یې ایران ته په غیرقانوني توګه تګ څخه را ایسار کړو، د فارم جوړېدلو ۱۸ کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د دې معنی دا ده چې ۱۸ کورنۍ کولی شي چې زما له فارم څخه د عاید په ترلاسه کولو سره له زیاتېدونکې لوږې وژغورل شي.»

هغه پلان لري چې په راتلونکي کې د کبانو نور فارمونه هم جوړ کړي.‌

احمدي وویل،‌«په دې فارم کې موږ د کبانو ګڼ شمېر ډولونه روزو. د هرات ښار، چې ۱۰۰ کیلو متره لیرې دی، اوسېدونکي د کبانو د پېرودلو لپاره دلته راځي.»

د معصوم ورور منصور احمدي وویل چې هغه په ایران کې له کار کولو څخه ستړی او د ایراني مقاماتو د ناوړه چلند له امله سخت خوابدی وو.

هغه اوس خوښ دی چې په خپل کلي کې کبان روزي.‌

منصور احمدي وویل، «موږ له اړتیا پرته ډېر کالونه د ایراني مستخدمینو او پولیسو ناوړه چلند پر ځان منلی وو، لاکن اوس موږ په خپل هېواد کې ازادانه کار کوو.»

هغه وویل، افغان ځوانان مجبور دي چې په ایران کې سخت کارونه وکړي،او که د مستخدمینو خبرې و نه متي نو خپل کار له لاسه ورکوي.

هغه وویل، که په افغانستان کې کارونه وای، هېڅ افغان به هم دې ته زړه نه وای ښه کړی چې په ایران کې په سختو شرایطو کې کار وکړي.

ډېر ښه عاید

محمد اکبر تېر کال په ګذره ولسوالۍ کې دوه د کبانو فارمونه جوړ کړل او اوس یې ۳۰ کسان استخدام کړي دي.

هغه وویل، هغه خپل فارم په شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ (۲۱۰۰ ډالر) پانګه پیل کړ او د خرڅلاو له ډېرښت څخه وروسته یې کاروبار ډېر ښه شوی دی.‌

هغه وویل، هغه په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ افغانۍ (۴۲۰۰ ډالر) ګټه کړې او اوس هم د خرڅانه لپاره نور کبان لري.‌

هغه وویل، «په پیل کې،‌ ما فکر کاوه چې ښایي په کلیو کې کبان ونشي،‌ خو اوس موږ په خپل فارم کې بهترین کبان لرو.»

اکبر وویل، «د کبانو روزل ډېر اسان دي او هېڅ سر درد نه لري، او ډېره مهمه دا ده چې ښې پیسې کوي.»

اکبر وویل هغه په لومړیو څو میاشتو کې د کبانو په دوه فارمونو باندې لګېدلې پیسې بېرته وګټلې.‌

ځایي زراعت پوه سید عبدالله باور وویل، د هرات ولایت اقلیم د کبانو د روزنې لپاره ډېر ښه او برابر دی، او که په دې برخه کې پانګونې وشي، کېدی شي چې هر کال په زرګونو ټنه کبان صادر کړي.

هغه وویل، «د هرات د اقلیم د ښه والي له امله، په دغه ولایت کې د ګڼ شمېر کبانو د روزنې لپاره امکانات شته.»

هغه وویل، «د هرات ډېرې ولسوالۍ د هریرود سیند په اوږدو کې پرتې دي او ډېرې اوبه لري. په دې سیمه کې چې هر څومره د کبانو فارمونه جوړ شي، کولی شي چې د سیند له اوبو نه ګټه واخلي.»

باور وویل، «بزګران کولی شي چې د لږو پیسو په لګولو سره د کبانو فارمونه جوړ کړي او ښه عاید ترې وګټي.»

هغه زیاته کړه، که مقامات په هرات کې د کبانو روزنې ته وده ورکړي، کولی شي چې د دغه ولایت په کلیو کې ژوند بدل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که په افغانستان کې کار وي، هیڅ أفغان به ایران ته د کار لپاره لاړ نشي او د ایرانیانو ناوړه چلند به ونه زغمي. او دې ته ورته څو پروژې د بې وزلو او بې روزګاره افغانانو په اقتصاد کې مرسته کولی شي. د کبانو روزنه یو حلال کاروبار دی او په خپل هیواد کې د دې کار سره مونږ مجبور نه یو چې له ګاونډیو هیوادونو څخه کبان را وارد کړو.

ځواب ورکړئ

یو شمېر داسې پروژې شته چې په پراخېدلو سره یې کیدای شي غریبي له منځه لاړه او د کوکنارو د کښت مخه ونیول شي.‌ له سلام ټایمز نه د زړه له تله مننه کوو چې په داسې ګټورو موضوعاتو باندې لیکل کوي. دا واقعا خلکو ته الهام ورکوي چې دې ته ورته کارونو ته مخه کړي. د زعفرانو تر څنګ د کبانو روزل یو بل ښه او ګټور کار دی چې له یوې خوا پرې د افغانانو غریبي له منځه ځي او بلې خواته د ایران او پاکستان په څېر منافقو ګاونډیو هیوادونو نه د ګنده او چټلو ماهیانو د واردیدلو مخه نیول کیږي. په احترام

ځواب ورکړئ