کډوالان

را اېستل شویو افغانانو د ایراني ځواکونو له خوا د شکنجې او سپکاوي کیسې وکړې

د علي راپور

په ایران کې اوسېدونکیو افغانانو چې ایراني ځواکونو نیولي او په زور سره یې افغانستان ته رااېستلي وو سلام ټایمز ته وویل چې له هغوی سره شکنجې ته ورته ناوړه چلند شوی. [علي]

کابل -- په ایران کې اوسېدونکیو افغانانو چې ایراني ځواکونو نیولي او په زور سره یې افغانستان ته رااېستلي وو سلام ټایمز ته په خبرو کې داسې ځورونکې کیسې وکړې چې څرګندوله یې چې له هغوی سره شکنجې ته ورته ناوړه چلند شوی دی.

۳۵ کلنې زهرا وویل چې هغه او څلور ماشومان یې د لیندۍ په ۲۵مه له ایران څخه را واېستل شول. اوس هغوی په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې ژوند کوي.

زهرا وویل د هغوی له را اېستل کېدلو څخه مخکې د دوو کالونو په اوږدو کې، هغه او ماشومان یې له تهران سره نږدې په کرج ښار کې اوسېدل او هغې هلته کورونه پاکول او په ګټلو پیسو یې ژوند کاوه.‌

هغې وویل، ایراني پولیسو چې موږ یې نیولې وو «له تاوتریخوالي څخه په ډک چلند سره له کور نه په کش کولو را واېستلو» او له کورنۍ سره یې سرحد ته راوستلو، او تور یې ولګاوه چې له هغې څخه یې د لارې په اوږدو کې په څو ځایونو کې پیسې ولوټلې.‌

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۲۶مه اخیستل شوی، ۳۵ کلنه زهرا د هغې له څلورو ماشومانو سره یوځای په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې لیدل کیږی. [علي]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۲۶مه اخیستل شوی، ۳۵ کلنه زهرا د هغې له څلورو ماشومانو سره یوځای په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ کې لیدل کیږی. [علي]

ماشومان د لیندۍ په ۲مه په هرات کې د ډبرو سکرو د اور شاوخوا ته ځانونه تودوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

ماشومان د لیندۍ په ۲مه په هرات کې د ډبرو سکرو د اور شاوخوا ته ځانونه تودوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

زهرا وویل، «ایراني پولیسو به چې هر ځل موږ ولیدلو، له هر چا -- ځوان او زاړه نه -- به یې ۱۰۰ زره تومن [۱ میلیون ایراني ریال یا د تور بازار په نرخ ۴۳ ډالر] اخیستل، او په دې توګه یې موږ له خپلو ټولو پیسو نه خلاص کړو.»

هغې وویل، «له موږ سره په موټر کې موجودو کډوالو زما لپاره یو څه پیسې ټولې کړې، او ما هغه پولیسو ته ورکړې څو ماته اجازه راکړي چې له سرحد څخه افغانستان ته راواوړم.»

نوموړې وویل، را اېستل شویو کسانو د لارې په اوږدو او په کمپ کې په سخته یخنۍ کې وخت تېر کړ، او زیاته یې کړه چې ایراني پولیسو هیچاته هم خواړه یا اوبه ورنه کړل.

زهرا وویل،‌ «زما ماشومانو د لارې په اوږدو کې دوه شپې سخته تبه لرله، او ما هغوی ته هغه درمل چې له ما سره موجود وو ورکړل،» او یادونه یې وکړه چې هغوی د خوړو په نه لرلو سربېره تاوده کالي یا کمپلې هم نه لرل چې پرې تاوده شي.

د زهرا ۹ کلنې لور سینا وویل، «په لاره کې ډېره یخني وه» او یادونه یې وکړه چې د اوږده سفر ډېره برخه په پښو وه.‌

سینا وویل، «هغوی یواځې څو دقیقې موږ په موټر کې پرېښودلو او بیا یې راته وویل چې په پښو لاړ شئ.»

موږ هغوی ته زارۍ وکړې

د پروان ولایت یوه ۶۳ کلن اوسېدونکي الله ګل وویل چې هغه په ایران کې په قانوني توګه ژوند کاوه، خو بیا هم ایراني پولیسو ونیو او د لیندۍ په ۲۵مه یې را واېست.

هغه وویل، «کله چې پولیسو زه ونیولم،‌ ما هغوی ته وویل چې زه پاسپورټ او وېزه لرم، خو هغوی ماته وویل چې هغوی ته پاسپورټ مهم نه دی، او زه باید خپل هېواد ته ستون شم. پولیسو له ما سره ناوړه چلند وکړ او ویې وهلم.»

نوموړي وویل، «په کمپ کې پولیسو زموږ کالي واېستل او موږ مجبور شوو چې یوه شپه په یخه یخنۍ کې پاتې شو.»

الله ګل وویل، «هوا ډېره یخه وه او واوره هم روانه وه. موږ هغوی ته زارۍ وکړې ... چې موږ ته زموږ کالي راکړي،‌ خو هغوی زموږ غوښتنې ونه منلې.»

د غزني ولایت اوسېدونکي عبدالبصیر چې غوښتل یې تخلص یې پټ وساتل شي، سلام ټایمز ته وویل چې ایراني پولیسو هغه او د هغه ملګري ونیول او ویې وهل، او بیا یې د لیندۍ په ۲۵مه افغانستان ته راواړول.

بصیر چې اوس د هرات ښار په کمپ کې دی، وویل، «موږ ۸ کسان وو او هغوی موږ ټول په یوه کوټه کې واچولو. په داسې حال کې چې واوره روانه وه پولیسو په کې ایرکنډېشن ولګاوه، او کوټه یې ډېره یخه کړه.»

هغه وویل، «موږ ټول ناروغ شوو ځکه چې موږ په دغې یخه شپه کې نه کمپله لرله او نه خواړه.»

هغه وویل، ایراني پولیسو ځینې وختونه د ښځو او ماشومانو په مخکې سړي وهل یا به یې کنځلې ورته کولې، او زیاته یې کړه چې هغوی «افغانانې ښځې او ماشومان هم ځورول.»

هغه وویل، «هغوی ښځې او ماشومان له سړیو سره په یوه کوټه کې واچول او د هغوی انساني وقار ته یې سپکاوی وکړ.‌ هغوی نه انسانان دي نه مسلمانان.»

ښځې او ماشومان را واېستل شول

د هرات د کډوالو او راستنېدونیکو چارو ریاست وایي، په وروستیو وختونو کې له ایران څخه د را اېستل شویو افغانانو شمېر زیات شوی دی.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو چارو رییس احمد جاوېد نادم وویل، له ایران څخه په را ایستل شویو کسانو کې هره ورځ په لسګونو بې سرپرسته ښځې او ماشومان د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته را اوړي.

هغه وویل، کله چې هغوی راورسېږي، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د هرات د کډوالو او راستنېدونکیو ریاست هغوی کمپ ته رسوي.

نوموړي وویل، «هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۲۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هرات ولایت ته راننوځي.»

نادم وویل،‌ د ۱۳۹۹ لمریز هجري کال په ترڅ کې، له ۳۱۳۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته بېرته راننوتي دي.

هغه وویل، «د را اېستل شویو په منځ کې،‌ نږدې ۱۰۰ زره کسان د ایران د حکومت له خوا په زور سره را اېستل شوي دي چې په سلګونو ماشومان،‌ ښځې او زاړه خلک په کې شامل دي.»

دیارلس کلن فرید احمد وویل ایراني پولیسو نوموړی هغه وخت ونیو چې د ډوډۍ د اخیستو لپاره تللی وه او بیا یې د هغه د کورنۍ له خبرولو څخه پرته افغانستان ته راواړاوه.

هغه په هرات ښار کې له کمپ څخه په خبرو کې وویل، «زما کورنۍ د ایران په یزد ښار کې اوسیږي. زه سهار لاړم چې د نانوایي له دوکان څخه ډوډۍ واخلم چې پولیسو ... ونیولم.»

دغه تنکي ځوان وویل، «ما له هغوی څخه وغوښتل چې زما کورنۍ ته خبر ورکړي، خو هغوی زما خبرې ته غوږ ونه نیو او زه یې کمپ ته بوتلم. زما کورنۍ نه پوهېږي چې زه چېرې یم.»

هغه وویل، «زما پلار او مور به ډېر اندېښمن وي، او زه نه پوهېږم چې هغوی به څومره ډېر ژړلي وي. ما ۱۰ ورځې سفر وکړ چې بالاخره افغانستان ته راورسېدلم. زه دلته هیڅوک هم نه پیژنم، او نه پوهیږم چې څه وکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران اخوندي حکومت تل په ایران کې میشت افغان مهاجرین وهي ټکوي. د افغانستان خلکو لویه تېروتنه وکړه، چې ایران او پاکستان ته مهاجر شول. پاکستان او ایران دواړه هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر افغانان په کې د کډوالۍ ژوند کوي. له څو کلونو راهیسې چې افغانان په ایران او پاکستان کې ژوند کوي، تل د هغو هېوادونو د پولیسو له خوا ګواښل کېږي او له دغو بې وزله کډوالو پیسې په زور او جبر په بېلابېلو پلمو اخلي. ایران له دغو افغان مهاجرینو ناوړه ګټه پورته کوي او د سوریې په جګړو کې یې له دغو افغان ځوانانو څخه د خپل هیواد د دفاع لپاره کار اخیستی او همدغه افغانان د ایران د اوسیدو کارت او یو څه پیسو د ترلاسه کولو لپاره په سوریه کې جنګیږي او د ایران د فاطمیون لښکر ملاتړ کوي. په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله ډېری افغانان اړ کېږي چې له افغانستانه وځي او بل هېواد ته کډه شي، خو دا چې ایران زموږ ګاونډی دی، د لږو افغانیو په لګولو ورتګ کیږي. په ایران کې افغان مهاجرین له تعلیم څخه محروم شوي، یا کارګران شوي او یا په نشه یي توکو روږدي شوي دي. ایرانیان د افغانانو پروا نه لري. که یو افغان وايي چې زه ډاکټر یم، ایرانیان ملنډې وهي چې افغان څنګه ډاکټر کیدی شي. راشئ لاسونه سره یو کړو، وطن جوړ کړو، تر څو به مهاجر یو؟ راځئ چې مهاجرت ته نه ووایو.

ځواب ورکړئ

دا ټول زمونږ افغانانو له لاسه کیږي. که مونږ خپل ځانونه د خارجي هیوادونو غلامان کړي نه وای او د امریکا او په سلګونو نورو هېوادونو عسکر مو افغانستان ته نه وای راوړي، زمونږ خلکو به څه کول چې ګانډیو هېوادونو ته تلل؟ زمونږ هیواد له ګاونډیو هیوادونو څخه ډېر غني دي. هوا بهتره ده، ځمکه د کرنې لپاره جوړه ده. په دې هېواد کې په لسګونو ډوله کانونه موجود دي، او په کار پوه خلک لري. زمونږ ستونزه څه ده چې ایران او پاکستان هستوي وسلې لري، خو مونږ نشو کولی چې حتی یوه ستنه جوړه کړو، او خپل ټول د اړتیا وړ توکي له ګاونډیو هیوادونو څخه راواردوو، او د هیواد په میلیونونو وګړي مو په ناقانونه ډول په ایران او پاکستان کې ژوند کوي؟ ما ستاسو په راپور کې د دغو کډوالو د حالت په هکله ولوستل او ډېر خفه شوم. د هغوی حالت دردوونکی دی. د افغان حکومت مشران باید خپل ځانونه زندۍ کړي چې د هېواد وګړي یې په داسې بدو شرایطو کې ژوند کوي. مرګ د ایران په ظالم حکومت چې زمونږ له افغانانو سره داسې ناوړه چلند کوي. د ایران حکومت او د ایران خلک له افغانانو سره داسې بد چلند کوي چې د نورو هېوادونو خلک حتی له سپیو سره داسې چلند نه کوي.

ځواب ورکړئ

ایران او ایرانیان وغیئ، راځئ چې خپل ټول سیندونه بند کړو، بیا وګورئ چې د هغوی څنګه خوښیږي.

ځواب ورکړئ