اقتصاد

د بلخ کروندګرو د دوامدار عاید ترلاسه کولو لپاره له کوکنارو څخه د ځمکنیو توتو کرنې ته مخه کړې ده

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د غوایي په ۹مه په مزارشریف کې اخیستل شوی، په بلخ ولایت کې کرل شوي ځمکني توت لیدل کیږي. [د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست]

په دې عکس کې چې د غوایي په ۹مه په مزارشریف کې اخیستل شوی، په بلخ ولایت کې کرل شوي ځمکني توت لیدل کیږي. [د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست]

مزارشريف -- په بلخ کې کروندګرو په تېرو دوو کلونو کې د کوکنارو کرنه پرېښې او پر ځای یې د ځمکنیو توتو کرنې ته مخه کړې ده.

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې عمومي مدیر محمد حسن عظیمي سلام‌ ټایمز ته وویل، د دغه ولایت په نهرشاهي، دهدادي، چمتال او شولګرې ولسوالیو کې په څه باندې ۲۰۰ هکتاره ځمکه کې ځمکني توت کرل شوي دي.

هغه تېره پنجشنبه /د غوایي ۱۴مه/ وویل، «له نېکه مرغه، په تېرو دوو کلونو کې زموږ کروندګرو په پنځو ولسوالیو کې د ځمکنیو توتو کرنې ته مخه کړې ده. هغه عاید چې دوی یې له ځمکنیو توتو څخه ترلاسه کوي د نورو فصلونو په پرتله خورا لوړ دی.»

هغه وويل، «اوس مهال، په ۱ جریب ځمکه کې کلني حاصلات له يو څخه تر دوه ټنو پورې دي. موږ پلان لرو چې د ميوو، په ځانګړې توګه د ځمکنیو توتو د ذخیره کولو لپاره سړې خونې جوړې کړو،»

عظيمي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو په اساس وويل، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په ټول هېواد کې له ۳۳۷ متريک ټنو څخه زيات ځمکني توت راټول شوي، چې ۱۳۵ ټنه يې له بلخ ولايت څخه ترلاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه، «د ولایت په نورو برخو کې هم کروندګر د سبزیجاتو لکه بادرنګ، رومي، لېړو، بانجان او مېوو کرنې ته مخه کړې ده،»

ښه عایدات

د نهر شاهي ولسوالۍ اوسېدونکي ۵۱ کلن رحمت الله سلام ټایمز ته وویل، له دوو کلونو راهیسې په خپله ۰.۲ هکتاره ځمکه کې ځمکني توت کري.

تر دې وړاندې رحمت الله د کوکنارو کر کیله کوله.

هغه وويل، «زموږ ډېر ځوانان د دغه ناوړه بوټي له امله په نشه يي توکو روږدي شوي دي. دا ناقانونه کښت د کرلو وړ نه دی ځکه چې دا د انسانانو ژوند اخلي

هغه وويل، «زموږ په شاوخوا کې ډېرو کليوالو د کوکنارو پر ځاى د سبزيجاتو او مېوو کرلو ته مخه کړې ده. د هغو کرنه او له هغوى څخه ترلاسه شوي عواید حلال دي،»

د ځینو بزګرانو لپاره، د کوکنارو کښت د ستونزو لامل شوی دی.

د چمتال ولسوالۍ یوه کروندګرغلام محمد چې ۳۷ کاله عمر لري او هغه هم پخوا په دوه جریبه ځمکه باندې کوکنار کرل، وویل، «هر ځل چې ما په خپله ځمکه کې د کوکنارو له کرنې څخه پیسې ترلاسه کولې، تل به له یوې ستونزې سره مخامخ کېدم -- یا به زما ماشومان ناروغ شو، یا به زه له بلې ستونزې سره مخامخ شوم،»

اوس د هر فصل له ټولونې څخه وروسته، هغه د مزارشریف په بازار کې د ۳۰۰ ګرامو او ۶۰۰ ګرامو ځمکنیو توتو شاوخوا ۲۰۰ کوتۍ خرڅوي.

د محمد په وینا، د ۳۰۰ ګرامو کوتۍ په ۱۰۰ افغانۍ (۱.۱۴ ډالر) او د ۶۰۰ ګرامو کوتۍ په ۲۰۰ افغانیو (۲.۲۸ ډالر) پلورل کېږي.

محمد وويل، چې نور د هغو حاصلاتو په هکله چې کري یې، د ګناه احساس نه کوي.

هغه وويل، «ما به ټول کال ډېر کار وکړ، خو کومه نتيجه به يې ورنه کړه [ځکه چې زياتره پيسې به قاچاقبرانو او د نشه يي توکو سوداګرو ته تللې]. اوس د ځمکنیو توتو له کرلو څخه وروسته، ما په تیرو دوو کلونو کې ښه عاید لرلی، او زما ژوند ورسره ښه شوی دی.»

هغه زیاته کړه، «زموږ په سیمه کې ټولو کروندګرو د کوکنارو پر ځای د ځمکنیو توتانو کرل پیل کړي دي،»

د قاچاقبرانو جیبونه ډکول

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پخواني کارمند ذبیح الله عزیزي چې ۴۴ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، د کوکنارو کښت د افغانستان حیثیت ته زیان رسوي او په نشه ییزو توکو د افغان ځوانانو اعتیاد ته لاره هواروي.‌

هغه وويل،‌‌«له بده مرغه، په تېرو کلونو کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو زموږ يو شمېر کروندګر په دې باور غولول چې د کوکنارو کښت د لوړ عايد لامل کېږي،»

عزیزي وویل، مګرم، د کوکنارو کرنه یواځې د قاچاق وړونکو جیبونه ډکوي.

هغه زیاته کړه، «له بده مرغه په وروستیو کلونو کې د بلخ ولایت په ځینو ولسوالیو کې په پټه کوکنار کرل کیدل، خو په وروستیو دوو کلونو کې اکثره کروندګر د حلالو محصولاتو لکه هنجې، زعفرانو، سویابینو، پنبې او ګلانو کرنې ته مخه کړې او له خپل عاید څخه هم راضي دي،»

د چمتال ولسوالۍ یوه کروندګر محمد ظاهر احمدي چې ۳۸ کاله عمر لري، وويل، «ما څو کاله کوکنار وکرل، خو له تاوان، ګناه او تباهۍ څخه پرته مې بل څه ترلاسه نه کړل. ما هوډ وکړ، چې ځمکني توت وکرم او د زياتو حاصلاتو له امله مې په تېرو دوو کلونو کې ښه عايد درلود،»

هغه وويل، «پخوا چې ما کوکنار کرل، حتی د کوکنارو د ټولولو په موسم کې به هم قرضدار وم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا واقعاً ښه پرمختګ دی. بلخ یو لرغونی ولایت دی او بډایه کلتور لري. د دغه فرهنګ له مخې د بلخ اوسېدونکي باید په خپلو کروندو کې کوکنار ونه کري. دوی د کوکنارو د کښت پر ځای د ځمکنیو توتانو په کرلو سره د ستاینې وړ کار کړی دی. موږ له ټول افغانستان سره مینه لرو، موږ غواړو چې په ټول افغانستان کې خلک په داسې کارونو بوخت شي چې د دې ځایونو د خلکو لپاره حلال او ګټور وي.

ځواب ورکړئ

بزګران باید تل په خپلو ځمکو کې د کوکنارو د کرلو څخه ډډه وکړي، ځکه چې د اسلام په دین کې الله سبحانه وتعالی حرام کړي دي. د کوکنارو کښت زموږ ټولنې ته زیان رسوي. اوس دا د وياړ خبره ده چې د بلخ ولايت کروندګرو د کوکنارو پر ځای د ځمکنیو توتانو کرلو ته مخه کړې ده. د ځمکنیو توتانو کرل مشروع دي. د ځمکنیو توتانو کښت زمونږ د هیواد اقتصاد ته وده ورکوي او د افغانستان د نورو ولایتونو بزګران هم باید دا کار وکړي. ښه به وي چې زموږ وطن او ټولنه مو د کوکنارو له دغه حرام تخم څخه خلاص شي. د کروندګرو لپاره دا غوره ده چې د ۱۰۰۰ افغانیو حرامو پرځای ۱۰۰ افغانۍ حلالې وګټي.‌

ځواب ورکړئ

کرنه د افغانستان د اقتصاد د ملا د تېر حیثیت لري او ډېرخلک د کرنې او مالدارۍ برخه کې بوخت دي. خو د افغانستان کرنه او مالداري لا هم په سنتي شکل مخته روانه ده. هغسې چې لسګونه کاله وړاندې په افغانستان کې کرنه او مالداري کېده اوس هم کېږي. څنګه چې د اوسنیو بزګرانو نیکونو او غور نیکونو کرنه او مالداري کوله دغسې اوس هم کېږي. یعني له زړو شېوو او طریقو څخه تر ډېره کار اخیستل کېږي. که موږ ووایو چې په بلخ، کندهار، سمنګان او یا بل بل ولایت د نمونې په توګه واخلو، نو بیا سمه ده چې د زرګونو له منځه به لسګونو بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو، سرې او کیمیاوي درملو مرسته شوي وي. خو پاتې نور لا هم په پخوانیو شېوو کرنه او مالداري کوي. که چېرته د زراعت برخې متخصصین په ولسوالیو او کلیو کې ځايي دهقانانو ته وخت په وخت لارښوونې وکړي. یعني څنګه یو فصل وکري، څنګه اوبه ورکړي، په څومره اندازه سره ورکړي، کوم وخت کې پرې دوا وشیندي؟ نو مطمین یم چې له دې څو چنده فصلونه به ترلاسه کړي. دا چې زه د کرنې برخه کې پوره پوره تجربه هم لرم خو نږدې ګاونډي هېوادونو کې چې څنګه کرنه کېږي، داسې یې موږ نه کوو او نه یې کولی شو. خو که چېرته اصلاح شوي تخمونه راوړل شي، کیفیت لرونکي کیمیاوي سره او درمل راکول شي حتمي ده چې فصلونه به مو د اوس څو چنده ښه وي. که د افغانستان کرنې او مالدارۍ په عصري کېدو او میکانیزه کېدو باندې کار وشي، دهقانانو ته د اړتیا وړ توکي ورسول شي لا به د افغانستان کرنه او مالداري ښه او بزګران له خپلو ترلاسه شویو حاصلاتو خوښ وي.

ځواب ورکړئ

زموږ کروندې دې همداسې سرسبزه او وطن کې د ابادۍ خبرونه دېر شي. کلونه کلونه د نورو د دسیسو ښکار شو. اوس به لخیره د هغه چا د جګړې خوند اخلو چې په خپل کور کې یې غم دی. پاکستان یادوم، پرون راهیسې په کې لاریونونه روان دي. لاریونوالو هر ځای کې اورونه بل کړي دي. په دې هیله چې دا لاریونونه وغځېږي او پاکستان دغسې دړې وړې شي لکه څنګه یې چې افغانستان دړې وړې او د اور لمبو ته کېنولی دی. دا اورونه وروسته له هغه بل شوی چې پنجابي پوځ ګل خان عمران خان نیولی او نورو ګل خانانو یې په غبرګون لاریونونه کړي دي. موږ ته یې که څه هم خیر نشته خو دا چې زموږ وطن یې راته خراب کړی. نظامونه یې راته چپه کړي، نو نن موږ هم سخت پرې خوشاله یو. په دې هیله چې نظام یې چپه او پنجابۍ ښځې داسې ذلیله شي څنګه یې چې زموږ حیاناکې افغان خویندې ذلیله او سوال ته کېنولي دي. له سلام ټایمز مو هیله ده چې د پنجاب اور ته نړیوال پوښښ ورکړي. تازه تازه راپورونه پرې خپاره او د خپلو مینه والو زړونه خوشاله کړي.

ځواب ورکړئ

باه باه دا کیسه دې خدای لا پسې اوږده کړي چې په خپل ژوند باندې پنجبا وران ووینو. داسې وران چې ټول یې ورانۍ ته ګوته په غاښ شو. خو زه حیران دېته یم چې امریکایان ولې پرې خفه دي؟ امریکا خو تقریبا دوه کاله وړاندې زموږ وطن خیر ته کېناوه او نن د زلمی خلیلزاد په خوله د پاکستان په وضعیت خفه ده. چې به موږ ولې څوک نه خفه کېږي. یو ځل انګلیس راغی وطن یې راته لوټې لوټې کړ، بیا روس راغی، د روس زخمونه مو لا ورغري نه وو چې امریکایان مو هېواد ته راغلل. او اخر کې یې راته وطن بې سرپوښه دیګ پرېښود مګر دوی ترې پښې سپکې کړې. زموږ په درد خفه نه وو؛ مګر نن زلمي خلیلزاد د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیول غندلي او دا کړنه یې «خواشینونکې» بللې ده. وا بد بخته خلیلزاده ته خو حد اقل په خټه افغان یې نو ته ولې خواشیني ښکاره کوې؟ پرېږده چې دا د شیطان ځاله وطن نور وران شي...

ځواب ورکړئ