اقتصاد

د سرپل بزګرانو د کوکنارو پر ځای د سویابینو کرلو ته مخه کړه

د هدایت الله راپور

بزګران د ۱۳۹۹ د لړم په ۱۵مه د سرپل د کرنې ریاست په انګړ کې اصلاح شوي تخمونه، سره او د کرنې د کار ځینې وسایل ترلاسه کوي. [د سرپل د کرهڼې ریاست]

بزګران د ۱۳۹۹ د لړم په ۱۵مه د سرپل د کرنې ریاست په انګړ کې اصلاح شوي تخمونه، سره او د کرنې د کار ځینې وسایل ترلاسه کوي. [د سرپل د کرهڼې ریاست]

کندوز -- د سرپل ولایت د کرنې ریاست په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ بزګرانو ته په لومړي ځل د سویابینو د تخمونو وېشل پیل کړي ترڅو بزګرانو ته د هغو زیانونو جبران وشي چې له څو کاله وچکالۍ څخه وروسته هغوی ته ور رسېدلي دي.

د سرپل ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالقادر وحدت سلام ټایمز ته وویل، بزګران به له یوې خصوصي کمپنۍ سره په همکارۍ کې په نږدې ۷۵۰ هکتاره (۳۷۵۰ جریبه) زراعتي ځمکه باندې سویابین وکري.

هغه وویل، «دا لومړی ځل دی چې مفید ګروپ کمپنۍ د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د ۳۰۰ بزګرانو یوه سروې بشپړه کړې، او موږ به ژر د سویابینو د تخمونو وېش پیل کړو.»

هغه وویل، «د سرپل ځمکه د سویابینو د کرلو لپاره برابره ده، له دې امله بزګران د دغه بوټي له کرلو سره لیوالتیا لري. هر بزګر کولی شي چې په خپله ۳ - ۱۰ جریبه ځمکه باندې سویابین وکري.»

یو کروندګر د وري په ۱۴مه په کندهار کې د کوکنارو په یوه پټي کې کار کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو کروندګر د وري په ۱۴مه په کندهار کې د کوکنارو په یوه پټي کې کار کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

وحدت وویل، دا لومړی ځل دی چې په سرپل کې به بزګران سویابین وکري.

حلال او تغذي بوټی

د سرپل یوه بزګر عبدالعلي چې ۴۳ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «ما وروسته له هغه د سویابینو کرل غوره کړل چې پوه شوم چې غذایي ارزښت لري، کرل یې حلال دي او اقتصاد پیاوړی کوي.»

هغه وویل، «پخوا موږ کوکنار کرل، خو وروسته له هغه چې پوه شوو چې سویابین یو حلال بوټی او یو ښه بدیل دی، موږ د کوکنارو کرل ودرول

علي وویل، «بیا موږ د کرنې ریاست ته عریضه ورکړه چې د سویابینو تخم ووېشي.»

هغه زیاته کړه، «موږ د وروستیو کالونو د وچکالۍ له امله ډېر غټ تاوانونه کړي خو هیله لرو چې زموږ تاوانونه به سږ کال د سویابینو په کرلو سره جبیره شي.»

د سید رحمن په نامه یوه ۵۷ کلن بزګر چې د سوزمه کلا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وویل،‌ «ما په تېرو درې کالونو کې کوکنار کرل.»

۵۷ کلن سید رحمن وویل، «که څه هم چې تقاضا ډېره لوړه وه، لاکن زما عاید حرام وو، او ما باور درلود چې هغه دومره ډېر دوام نشي کولی.»

هغه وویل، «ما په یوه جریب ځمکه باندې پټ کوکنار کرل، خو وروسته له هغه چې د کرلو په زیانونو او مضرو عواقبو یې پوه شوم، پرې مې ښودل.»

هغه وویل، «خو دا چې د هغه بوټي کرل ممنوع دی، زموږ بزګران یې باید ونه کري

هغه وویل، «موږ له حکومت څخه غواړو چې نور بزګران دې ته وهڅوي چې د کوکنارو پر ځای سویابین وکري،» او دغه راز یې په حکومت باندې غږ وکړ چې له بزګرانو سره مرسته وکړي څو د خپلو تولیداتو او حاصلاتو لپاره بازار پیدا کړي.

اپین ته د لاسرسي محدودول

بزګران وایي، په بازار کې د سویابینو د قېمت لوړوالي او ټولنې ته یې ګټو دا اسانه کړې چې د کوکنارو مخه ونیول شي.

په سرپل کې د یوې محلي شورا یوه پخواني غړي غلام دستګیر رمضاني وویل، «د تېرو پنځو کالونو په ترڅ کې، د سرپل ولایت په مرکز او د صیاد، بلخاب، سانچارک، سوزمه کلا، کوهستانات او ګوسفندي په څېر ولسوالیو کې تر ۲۰۰۰ جریبو (۴۰ هکتارو) پورې ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.»

نوموړي سلام ټایمز ته وویل، «د کوکنارو له کرنې څخه تر لاسه شوی ډېر عاید د قاچاقچیانو او نورو جنایتکارو ګروپونو جیبونو ته ورغلی دی.»

هغه وویل، پخوا څو ځلې د اړولو کمپاینونه ترسره شوي، خو د کوکنارو د فصلونو په اړولو کې بریالي نه وو، «ځکه چې ځینو کړیو د کوکنارو له کر څخه ګټه ترلاسه کوله.»

رمضاني وویل، د کوکنارو کرنې د افغانستان اعتبار زیانمن کړی او په اپین د اعتیاد له امله یې د ډېرو ځوانو افغانانو ژوند خراب کړی دی.‌

هغه په ټولو بزګرانو باندې غږ وکړ چې د کوکنارو له کرنې څخه ډډه وکړي او پرځای یې د سویابینو په کرنه باندې تمرکز وکړي ځکه چې سویابین ښه عاید لري.‌

هغه وویل، «سویابین یو مشروع بوټی دی،» او یادونه یې وکړه چې هغه د اپین په څېر اعتیاد نه رامنځته کوي.

رمضاني وویل، «هغو کسانو چې د ناپوهۍ له امله یې کوکنار کرل اوس د سویابینو د کرنې له ګټو څخه خبرېږي.»

رمضاني وویل، سویابین په لوړه کچه غذايي ارزښت لري چې پروتین او ډول ډول ویټامینونه په کې دي چې دا وخت یې په یوه مهم بوټي باندې اړولی دی، ځکه هغه کولی شي چې په افغان ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخه ونیسي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سرپل ولایت بزګران باید له دې پروګرام څخه ګټه پورته کړي. د کوکنارو کښت حرام دی او له هغې څخه ښه ګټه او برکت نشي ترلاسه کولی. د سرپل ولایت بزګران باید په خپلو کرنیزو ځمکو کې د زعفرانو تخم وکري، چې حلال دي. خټکی هغه میوه ده چی د سرپل ولایت په ځمکو کی ښه کیږي. ویې کرئ. پنبه کرل جایز دي. سویا هم حلال دی. بزګران باید هڅه وکړي چې په خپلو ځمکو کې دغه ډول فصلونه وکري. کېدای شي لږه ګټه ولري، خو دا چې فصل یې حلال دی، نو بزګران د دې کښت له پیسو څخه زیاته ګټه ترلاسه کوي. د افغانستان د کرنې وزارت باید د هغو ولایتونو کروندګرو ته د کوکنارو د تخمونو په اړه معلومات ورکړي چې کوکنار په کې کرل کیږي. د امر بالمعروف وزارت باید بزګران له اسلامي پلانونو څخه خبر کړي. د کوکنارو د کښت زیانونه څه دي، تر څو بزګران خبر شي او په خپلو ځمکو کې د کوکنارو د کرلو مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

دا یو غوره اقدام دی خو دولت ته په کار ده چې ددې ډول پروګرامونو کچه لوړه کړي. که څه هم ددې پروګرام نه ډېر لږ بزګران ګټه پورته کوي خو دا ښایي لومړی ځل وي چې خصوصي سکتور په مستقیم ډول د تریاکو د کښت د بدیلو لاروچارو په برخه کې پانګونه کوي او برخه اخلي. دا که له یوې خوا د دولت پر اوږو مالي فشار کموي له بلې خوا بزګران تشویقوي چې د خپل تولید پر بازار باور ولري او په لا زیاته علاقه حلال کښت ته دوام ورکړي. تر دې وړاندې د جمهوري نظام پر مهال هم ورته پروګرامونه د دولت او نړیوالو همکارانو لخوا معرفي او پلي شول خو د تریاکو د مافیا د مداخلې او حلال کښت ته د مناسب بازار او مناسبې ګټې د نه شتون په نتیجه کې هغه برنامې ټولې ناکامې شوې.

ځواب ورکړئ

دا یو ښه اقدام دی او کولی شي د افغانستان قانوني اقتصاد ته وده ورکړي، خو مونږ باید انتظار وکړو چې بزګران د کوکنارو د کښت په بدیل لارو څومره باور کولی شي. همدارنګه، دا هم مهمه ده چې وګورو هغه کرنیز محصولات چې د کوکنارو د کښت بدیل دی، د قناعت وړ بازار لري او که نه. په داسې حال کې چې له بهرنيو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ورځ په ورځ مخ پر کمېدو ده، د داخلي پېرودلو توان يې کمېږي او د اپينو مافيا هم خپلې وروستۍ هڅې کوي چې د کوکنارو کرکیله ۱۰۰٪ کې له منځه ولاړه شي، نو پوښتنه دا پيدا کېږي چې ايا کروندګر کولی شي په دغه ډول تولید باندې تکیه وکړي که نه؟

ځواب ورکړئ