اقتصاد

ملګري ملتونه د هلمند کروندګرو سره مرسته کوي چې د کوکنارو پرځای خورما وکري

د عبدالخالق همیم راپور

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې په هلمند کې له کروندګرو سره مرسته کوي چې باغونه جوړ کړي او خورما وکري. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هلمند -- د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې په هلمند کې له کروندګرو سره مرسته کوي چې باغونه جوړ کړي او خورما وکري.

دغه باغونه ټوله ۵۰ جریبه (۱۰ هکتاره) ځمکه نیسي چې په ګریشک او خانشین ولسوالیو او د ولایت په مرکز لشکرګاه کې دي.

د دې هڅو په لړ کې، یو اېن ډي پي د هر باغ لپاره د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو لګولو سیستم جوړ کړی چې په هر یوه باندې یې ۲۰۰۰ ډالر لګښت راغلی دی.

د دې پروګرام هدف دا دی چې د کوکنارو د کرنې پر ضد مبارزه وشي او کروندګر وهڅول شي چې بدیل بوټي وکري.

په عکس کې چې د سلواغې په ۱۹مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو د خورماوو باغ لیدل کیږي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د سلواغې په ۱۹مه اخیستل شوی، د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو د خورماوو باغ لیدل کیږي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

د لشکرګاه په بولان سیمه کې د عبدالله په نامه یوه کروندګر چې ۵۸ کاله عمر لري، په خپله ۲ جریبه ځمکه کې د خورماوو باغ جوړ کړ.

هغه وویل هغه پرېکړه وکړه چې د کوکنارو د کرنې پر ځای د خورماوو ونې وکري ځکه چې خورما ښه حاصلات ورکوي او ګ‍‍‍ټه یې هم ډېره وي.

هغه وویل، «له ستونزو سره سره، ما له ایران څخه هلمند ته د خورماوو نهالونه راوړل. په ایران کې، د خورماوو نهالونه درې کاله وروسته مېوه نیسي، خو په هلمند کې یې له کرنې څخه یواځې ۱۰ میاشتې وروسته مېوه نیسي، ځکه چې هوا ورته مناسبه او جوړه ده.»

د تېر کال په اوږدو کې، عبدالله د خورماوو د زړو کرل پیل کړل چې نورو کروندګرو ته نهالونه ورکړي.

هغه وویل، «په هلمند کې د خورماوو باغونه ډېره ښه مېوه نیسي ځکه چې هوا ورته مناسبه ده. په هلمند کې ډېرو کروندګرو، چې پخوا یې کوکنار کرل، اوس د خورماوو باغونه جوړ کړي دي.»

عبدالله وویل، د خورما هره ونه له کرل کېدلو څخه دوه کاله وروسته نیم ټن خورما نیسي.

هغه وویل، «د خورماوو حاصلات حلال دي او د کوکنارو په پرتله ښه ګټه کوي. کله چې موږ کوکنار کرل، ټول کال به مو خواري کوله، لاکن د ګټې ډېره برخه به د قاچاقبرانو جیبونو ته تلله.»

هغه زیاته کړه، د کوکنارو د کرنې له امله په هلمند کې په زرګونو ځوان افغانان په نشه ییزو توکو روږدي شوي او په سلګونو نور د نشه ییزو توکو په قاچاق کې د لاس لرلو له امله په ایران کې بنديان شوي یا په دار ځړول شوي دي.

مناسب بدیل

۲۷ کلن مطیع الله چې په ګریشک ولسوالۍ کې په یوه جریب ځمکه کې د خورماوو یو باغ لري، وویل، د کوکنارو کرنه تباهي وه.

هغه وویل،‌ ګټه یواځې د قاچاقبرانو مافیا ډوله ګروپونو جیبونو ته تلله.

مطیع الله وویل، «ما له ۱۰ کالونو څخه ډېر وخت کوکنار کرل خو ډېر لږ عاید به مې لاس ته راتلو. ځینې کالونه به داسې وو چې ما به د ګټې پر ځای حتی تاوان کاوه.»

هغه وویل، «زه د کوکنارو د کرنې له امله ستړی شوی وم او په غیر ارادي توګه په یوه حرام کاروبار کې ښکېل وم

هغه وویل، «زه پلان لرم چې راتلونکی کال خپل باغ پراخ کړم. زه به په راتلونکي پسرلي کې په دوه جریبه نوره ځمکه باندې هم یو باغ جوړ کوم.»

عبدالخالق اڅکزي، چې ۲۴ کاله عمر لري او په خانشین ولسوالۍ کې یې په دوه جریبه ځمکه کې د خورماوو یو باغ جوړ کړی دی، وویل چې هغه خوښ دی چې د کوکنارو له حرام کښت څخه یې مخ اړولی دی.

اڅکزي وویل، «ما ډېر کالونه کوکنار وکرل، خو ما د هغه ویجاړوونکي بوټي هېڅ ګټه ونه لیدله. د ګټې پرځای به موږ تاوان کاوه، په داسې حال کې چې ګټه به یې د قاچاقبرانو جیبونو ته تلله.»

اڅکزي زیاته کړه، «د کوکنارو د کرنې او حاصلاتو اخیستلو پر وخت به زموږ ځوانان ډېر زیات بوخت شول.‌ تر دې چې د ښوونځیو زده کوونکیو به خپل درسونه پرېښودل چې اپین ټول کړي.»

هغه وویل، «زه په خلکو باندې غږ کوم چې د کوکنارو کرنه ودروي او پرځای یې د خورماوو باغونه جوړ کړي.»

هغه وویل، «اپین ژوند تباه کوي، لاکن خورما حلال شی دی، او هر څوک کولی شي چې ګټه ترې ترلاسه کړي. دغه راز، زه په مرستندویو ادارو باندې غږ کوم چې د نهالونو په برابرولو او نورو برخو کې د خلکو ملاتړ وکړي چې لا نور باغونه جوړ کړي.»

هغه وویل، د کوکنارو کرل د افغانستان د خلکو لپاره ډېر بد دي،‌ او زیاته یې کړه چې هغه به هېڅکله هم بیا په خپله ځمکه باندې د کوکنارو حرام بوټی ونه کري.

د بدیل فصل کرل

په هلمند کې، چې یو وخت د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدوونکی و، کروندګر وایي چې هغوی د کوکنارو له کرلو څخه ستړي دي او پرځای یې د حلال فصل کرلو ته مخه کړې ده.‌

په نادعلي ولسوالۍ کې د خیرمحمد په نامه یوه ۴۱ کلن کروندګر سږ کال په خپله ۱۰ جریبه ځمکه کې غنم کرلي دي.

محمد وویل، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې (اېف ای او) سږ کال د هلمند په سلګونو کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ویشلي دي، نو دوی به د کوکنارو کرلو څخه ډډه وکړي او ښه حاصلات به ترلاسه کړي.

هغه وويل، «ما تر تېر کال پورې په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، خو سږ کال مې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرلي دي. زه هیله لرم چې سږ کال به وچکالي نه وي او ښه حاصلات به واخلو.»

هغه زياته کړه،‌ «د کوکنارو کښت ډېره خواري غواړي او ډېرې پيسې پرې لګېږي، خو ګټه يې ډېره کمه ده. د غنمو په څېر فصلونه حلال دي او لږې خوارۍ او لګښت ته اړتیا لري.»

د نادعلي ولسوالۍ یوه بل کروندګر شیراحمد چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل، کروندګر د کوکنارو کرلو ته زړه نه ښه کوي او حلال فصلونو ته یې مخه کړې ده.

هغه وویل، «د کوکنارو د کرلو په وخت کې زه په غیر ارادي توګه د قاچاقبرانو د غلام په توګه وم. ټوله خواری موږ (کروندګرو) ایستله مګرم ګټه يې قاچاقبرانو خپلو جېبونو ته اچوله.»

هغه زياته کړه، «زموږ په سيمه کې هېڅوک چمتو نه دي چې تېرې تېروتنې تکرار کړي او بيا کوکنار وکري.»

احمد وويل، که مرستندويې ادارې له کروندګرو سره زياتې مرستې وکړي، په هلمند کې به د کوکنارو کښت له منځه لاړ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس د کروندګرو لپاره یو ډېر ښه فرصت دی چې په خپلو ځمکو کې د خورما ونې وکري. خورما د نورو فصلونو په پرتله ښه حاصلات لري، ځکه چې له یوې خوا یې بیه لوړه ده او له بلې خوا اوږد عمر لري، نو هيله ده چې د هلمند ولايت د خورما باغونو ته چې پراخې ځمکې لري، جدي پاملرنه وشي. په دې توګه به بزګران په ځان بسیا شي.

ځواب ورکړئ

ډېر د خوښۍ ځای دی چې د وطن له ګوټ ګوټ نه د ابادۍ خبرونه اورو او لولو. چې جګړه نه وي دغسې خبرونه به دوامدار شي. څومره ښه ده پخوا مو هره ورځ د جنګ او مړو په خبرونه ورځ تېرېده او ډیپریشن به مو ورس ه زیاتیده خو شکر چې اوس د سرسبزۍ او ابادۍ خبرونه اورو او لولو. وایم لږ دې وي خو ښه کارونه دې وي. کوکنار د ځوانانو د تباهۍ بوټي دی خو برعکس خرما د ګټې ونې دي چې هم مېوه او هم ثواب.

ځواب ورکړئ

په یوټیوب مې د ننګرهار د خرماو د باغونو یو مستند فلم لیده، سخت د خوشالۍ احساس مې وکړ. خبریال د باغ مسلکي مسول کس سره اوږده مرکه کړې. زما لپاره یې خبرو کې هیله بخښونکې هغه وې چې ویل یې، چې له دې باغ څخه مونږ د خرماو نهالونه نورو سیمو لکه؛ کندهار، فرا، هلمند او د افغانستان مختلفو سیمو ته لېږلي. د دې خبر په لوستلو ډېر خوښ شوم. دا د خوښښۍ ځای دی چې د هلمند په څېر ولایت چې یو وخت د تریاکو مرکز بلل کېده، نن یې بزګر په دې پوه شوی چې کوکنار او د کوکنارو کرل د هلاکت لومړۍ پوړۍ ده. تر ټولو ډېر دردمن په دې شوم چې د دې په ویډیو کې بزګر وایي چې؛ ما کله له ایران څخه د خرماوو نهالونه راوړل، ایراني ځواکونو راسره نه پرېښودل چې هېواد ته یې راوړم. افغانان چې نن د بدبختۍ شپې ورځې سبا کوي، یوه وجه یې د ډېرو بدو ګاونډیان لرل دي. دا هغه ګاونډیاد دي چې په افغانستان کې یې د ابادۍ پر ځای جګړه توده ساتلې. مونږ افغانان افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خیریه بنسټونو دغه ډول پروګرامونه ستایو. د کوکنارو د بندولو بهترینه لاره همدا ده چې افغانان دغه ډول باغدارۍ ته مخه کړي البته د نړیوالو همکاري لازمي ځکه ده چې افغانان په اقتصادي لحاظ ډېر کمزوري دي. بله خبره دا ده چې مونږ په افغانستان کې خورا لویې دښتې لرو. په کار دا ده چې دغو دښتو ته یو منظم پلان جوړ شي. د باران او واورو اوبه ایسارې شي. دغه ډول د خرماو او نورو با ارزښته میوو باغونه په کې جوړ شيږ دې سره به مو هم په هېواد کې پراخه دښتې ابادې کړي وي او هم به د ضرري کښتونو څخه مونږ او نړۍ په امان کې شوي یو.

ځواب ورکړئ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له منځه وړل یوه اساسي مسله ګڼلې او سږ کال یې خپل فعالیت ښودلی دی. د ملګرو ملتونو او یو اېن ډي پي ادارې راپورونه ښيي، چې خلک نور په خپلو کرنیزو ځمکو کې د کوکنارو کرلو ته زړه نه ښه کوي. ملګري ملتونه په خپل پروګرام سره چې د هلمند ولایت د خلکو لپاره یې د اوبو لګولو سیستم چمتو کړی دی د لښکرګاه ښار، د خانشين او ګرشک ولسواليو د خلکو لپاره داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې کولی شي په اسانۍ سره خپل باغونه خړوب کړي، او د دې ولسواليو خلکو په خپلو کرنيزو ځمکو کې د کوکنارو په کرلو بنديز لګولی دی. د افغانستان خلک دې پام وکړي چې په خپلو کرنیزو ځمکو کې کوکنار ونه کري ځکه چې د کوکنارو کرل په اسلام کې مطلق حرام دي. له دې وروسته به بزګران په خپلو کرنیزو ځمکو کې میوه لرونکي ونې وکري، پنبه به وکري او د هندواڼو او خټکیو کښت به وکړي، چې دواړه حلال دي او ښه ګټه کوي او ملګرو ملتونو د اوبو لګولو سیستم ورته برابر کړی دی. د افغانستان خلک باید په ګډه ووایي چې نور به دا حرام بوټی په خپلو کرنیزو ځمکو کې نه کري. که زموږ کروندګر په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کرلو ته مخه کړي، پوه به شي چې دوی به په مخدرو توکو د میلیونو خلکو د اعتیاد مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

ملګري ملتونه دې یوه بله مهربانی هم وکړي چې د ځمکې پاکې اوبه دې په کروندو کې په خلکو په زوره نه مصرفوي. ځکه همدوی او نورې نړیوالې ادارې د سختې وچکالۍ وړاندوینې کوي او بیا یې خلکو ته سولري سیستمونه هم اعیار کړي چې سهار لمر خاته سره اوبه شروع او تر لمر پرېواته پورې مصرف شي. د اوبو دومره استعمال به اخر د دې لامل شي چې خلکو ته به د څښاک اوبه هم نه برابرېږي. سمه ده چې یوه برخه کې مرسته کوي او د کوکنارو د کښت پر ځای خلک د خرما بڼونو جوړولو ته هڅوي او دوی ورسره عملاً همکاري لري مګر دېته دې هم توجه وکړي چې په لوی لاس هلمندیان او بیا ټول افغانستان له نورې زیاتې وچکالۍ سره مخامخ دی او که د ځمکې دغه اوبه چې د څښاک لپاره دي خلاصي شي خلک به څه څښي؟ که ملګري ملتونه د هلمندیانو لاسنیوی غواړي نو د هلمند په سیند دې لومړی بندونه جوړ کړي چې د ضرورت وړ اوبه ځمکو ته ورسېږي او بیا دې پرې باغونه جوړي کړي.

ځواب ورکړئ