اقتصاد

د ملګرو ملتونو مرستو په بادغیس کې په زرګونو بې وزلې کورنۍ وژغورلې

د عمر راپور

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف ای او) په بادغیس ولایت کې یو دوه کلن پروګرام پیل کړی چې موخه یې د ویالو او سړکونو په برخه کې د کار په بدل کې له بې کاره افغانانو سره مرسته کول دي. د اېف ای او دغه نوښت له زرګونو خلکو سره، چې پخوا په دې ولایت کې وزګار ول، د مرستې په برخه کې مهم رول لوبولی دی. [احمد جواد/سلام ټایمز]

بادغیس -- د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف ای او) په بادغیس کې یو پروګرام پلی کړی ترڅو له بې وزلو کورنیو سره مالي مرستې وکړي.

د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې (سي اېچ ای)، چې په افغانستان کې مېشت یو بشري سازمان دی، دغه پروګرام پلي کوي. پروګرام د مرغومي په میاشت کې پیل شوی او تمه کیږي چې دوه کاله به دوام وکړي.

تر دغه پروګرام لاندې، اېف ای او اړمنو کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ورکوي. هر کارګر په سیمه کې د کانالونو او ویالو پاکولو او د سړکونو بیارغونې لپاره د ۲۰ ورځو کار په بدل کې ۸۵۰۰ افغانۍ (۹۷ ډالر) ترلاسه کوي.

د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار او بالامرغاب ولسوالۍ شاوخوا ۲۹۶۰ کورنۍ شاملې شوې او په راتلونکي کې به د دغه ولایت د نورو سیمو اړمن کسان هم په کې شامل شي.

دا سکرین شاټ عکس د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو اړمن اوسيدونکي ښیي چې د غوایي په ۳۱مه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف ای او) له خوا د چمتو شويو نغدو مرستو ترلاسه کولو لپاره په کتار کې انتظار باسي.

دا سکرین شاټ عکس د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو اړمن اوسيدونکي ښیي چې د غوایي په ۳۱مه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف ای او) له خوا د چمتو شويو نغدو مرستو ترلاسه کولو لپاره په کتار کې انتظار باسي.

د پروګرام مسئول رکن الدین سادات وویل، د دې پروګرام ګټه اخیستونکو کې هغه بې روزګاره نفقه ګټونکي دي هم شامل دي‌ چې له بې وزلۍ څخه کړیدل.

سادات وویل، «زموږ ټیمونه په منظم ډول په ښار او ولسوالیو کې سروې ګانې کوي او د اړمنو کورنیو له تشخیص څخه وروسته یې په پروګرام کې شاملوي،»

هغه وویل، «د مرستندویو ادارو له خوا مرستې هغو کورنیو ته رسیږي چې ورته ډېره اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، «په قلعه نو ښار او بالامرغاب ولسوالۍ کې پلي شوي پروژې د کانالونو پاکول، د ویالو کیندل او په لیرې پرتو سیمو کې د سړکونو جوړول دي،»

سادات وویل، «د سیندونو له کیندلو څخه وروسته، د مرغاب سیند اوبه کرنیزو ځمکو ته رسیږي، او د نویو سړکونو جوړول تګ راتګ اسانوي.»

د بالامرغاب ولسوالۍ يوه کروندګر، شاه محمد چې ۴۰ کاله عمر لري، وويل، د ملګرو ملتونو مرستې هغه او کورنۍ يې له لوږې څخه ژغورلې دي.

هغه وويل، «زه خوښ يم چې مرستندويې ادارې په داسې سخت وخت کې له ما سره مرسته وکړه،»

نوموړي وویل، «که مرسته مې نه وای ترلاسه کړې، ما به د خپلې کورنۍ د پاللو توان نه درلود. زه د اوه کسه ډودۍ خورو یواځینی نفقه ګټونکی یم.»

هغه زیاته کړه، «دا د مرستو کڅوړې خورا ډېرې ارزښتناکې دي، ځکه چې دا په داسې وخت کې راغلي چې اوسیدونکي وږي ول، او حتی د خوړلو لپاره یې وچه ډوډۍ هم نه درلودله

شاه محمد زیاته کړه، «دغو مرستو خلک له لوږې څخه وژغورل،»

مرستو کورنۍ وژغورلې

د قلعه نو ښار او بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې په خپلو کلیو کې د ودانیزو چارو په بدل کې نغدې پیسې ترلاسه کوي.

د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرازق چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل چې د ملګرو ملتونو د مرستو له امله نور هغه په ډیر ستونزمن حال کې نه دی او هیله لري چې مرستې دوام وکړي.

هغه وويل، «کالونه کالونه کېدل چې زموږ کانالونه له خاورو او خځلو څخه ډک وو او موږ د پاکولو او ژورولو لپاره اقتصادي توان نه درلود.»

هغه وويل، «زموږ د کلي سړک هم ډېر خراب و او په ژمي کې پرې تګ راتګ ډېر ستونزمن و، خو اوس زموږ په کلي کې کانالونه پاک دي او سړک ترميم شوی دی.»

هغه زیاته کړه، «زه له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ستړی شوی وم.له یوې میاشتې راهیسې کار کوم او ذهني فشار مې کم شوی دی.»

رزاق وویل، د ملګرو ملتونو مرستې افغانان له بې وزلۍ او لوږې څخه ژغوري او د پرمختیايي پروژو په ملاتړ سره د هېواد په ودانولو کې مرسته کوي.

د قلعه نو ښار اوسيدونکي نقيب الله صميم چې ۳۱ کاله عمر لري، وويل، هغو نغدو مرستو چې هغه د ملګرو ملتونو له خوا ترلاسه کړې وې تر یوه حده پورې د هغه د کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي دي.

هغه وویل، «دا ډیره ستونزمنه ده چې وزګار او مفلس اوسو. په تیر کال کې، ما د خپل ټول ژوند په پرتله ډیر درد او زجر ولید.»

هغه وويل، «زه ډېر خوښ يم چې په نغدي مرستو سره زموږ اقتصادي ستونزې د اوس لپاره حل کېږي،»

نوموړي وویل، «که دا د مرستندویې ادارې ملاتړ نه وای، موږ به هېڅکله هم په خپله سیمه کې د کانالونو او سړکونو د بیارغونې توان نه وای درلودلی.»

صمیم وویل، «بېکارۍ او اقتصادي ستونزو په ډېرو افغانانو کې رواني فشارونه را منځته کړي دي. موږ د خپلې سیمې د بیارغونې په هکله حتی فکر هم نشو کولی.»

دوامدارو مرستو ته اړتیا

د قلعه نو ښار اوسېدونکي صفي الله چې ۳۶ کاله عمر لري، په دغه ولايت کې د حلقوي سړک په يوه پروژه کې کار کاوه چې دوه کاله وړاندې يې دنده له لاسه ورکړه.

هغه وویل، هغه په پروژه کې د کار کولو په وخت کې ښه عاید درلود او کولی یې شوای په اسانۍ سره خپله شپږ کسیزه کورنۍ وروزي، خو د وظیفې له لاسه ورکولو څخه وروسته هغه له فقر او لوږې سره مخامخ شوی دی.

هغه وویل، «ما په داسې وخت کې د ملګرو ملتونو مرستې ترلاسه کړې چې خپل عاید مې له لاسه ورکړی و او د خوړلو لپاره مې هېڅ نه درلودل.»

هغه زیاته کړه، «په تېرو ۱۸ میاشتو کې اوه ځلې ما د ملګرو ملتونو له مرستندویو ادارو څخه نغدي او خوراکي مرستې ترلاسه کړې.»

صفي الله وويل، «اوس هيڅ کار نشته، او زه د مرستندويو ادارو په مرستو باندې متکي يم،»

هغه وويل، «که چېرې دغه مرستې نه واى، نو يو کال مخکې به زه ايران ته د کار لپاره تللى وای. هيله لرم چې په افغانستان کې د وضعيت تر ښه کېدلو پورې د مرستندويو ادارو مرستې دوام وکړي.»

هغه وويل، د بادغيس زياتره اوسېدونکي چې د عايداتو سرچينې يې له لاسه ورکړي او د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي دي، د نړيوالې ټولنې دوامدارو مرستو ته اړتيا لري.

د بالامرغاب ولسوالۍ يوه قومي مشر محمد امين چې ۶۵ کاله عمر لري، وويل، په تېرو دوو کلونو کې د ولسوالۍ ډېرو غریبو خلکو له نړۍ والو مرستندويو ادارو څخه مرستې ترلاسه کړې دي.

هغه وويل، «له يوې خوا وچکالي او له بلې خوا اقتصادي ستونزو ژوند ډېر ستونزمن کړى دى.»

نوموړي وویل، «هغوی کومه عایداتي سرچینه نه لري او یواځینۍ هیله یې له مرستندویو ادارو څخه د مرستو ترلاسه کول دي. زه هیله لرم چې مرستې به همداسې دوام وکړي څو افغانان اړ نشي چې خپل هیواد پرېږدي.»

هغه زیاته کړه، «زه ډېرې داسې کورنۍ پېژنم چې عاید نه لري او هره میاشت د مرستندویو ادارو د مرستو ترلاسه کولو ته انتظار باسي،»

امین وویل، «که مرستې دوام وکړي، دا بې وزلي افغانان به وکړای شي چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي، خو دا ستونزمنه ده چې تصور وکړو چې که مرستې کمې شي یا بندې شي، هغوی به څه کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې نه وای، د افغانستان بې وزله خلک به د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شوي وای. د ملګرو ملتونو مرستو د افغانانو ډېرې ستونزې هوارې کړې دي. په افغانستان کې د افغان حکومت له خوا د ساختماني چارو مخه نیول شوې ده. اوس ډېری سوداګر بېکاره دي او ډېری هغه دوکانداران چې د رغونې توکي پلوري، هم بېکاره دي. د اسلامي امارت حکومت باید د ودانیزو چارو اجازه ورکړي تر څو د افغانستان بې وزلو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. د ودانیزو چارو په بندیدلو سره کارګران، خښته لګوونکي، کاشي کاران، تیږه لګوونکي، وایرکاران، قالب وانان، رنګمالان، برقیان او هغه کسان چې د خښتو په بټیو کې یې کار کاوه، ټول بې کاره شوي دي. ملګري ملتونه باید نغدي او خوراکي مرستو ته ادامه ورکړي، ځکه بې وزله افغانان د ملګرو ملتونو خوراکي او نغدي مرستو ته سترګې په لاره دي او د عاید بله سرچینه نه لري. ملګري ملتونه باید خپلې مرستې نورې هم زیاتې کړي.

ځواب ورکړئ

سره د دې چې هېواد کې له لوستو ځوانانو او پېغلو سره ظلم روان دی او ورځ تر بلې یې پر ځایونو ملایان مقرریږي، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي، نړیوال دې له افغانستانه علمي کادرونه نه باسي. متقي په یوه تازه بیان کې ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو لپاره خوندی دی، خو د خوندیتوب تعریف باید یوازې امنیت برې ته نه وي. ځکه په افغانستان کې هېڅ قسمه وظیفوي امنیت نشته. نن یو ځوان وظیفه لري سبا یې په چوکۍ طالب کېني، په داسې حال کې چې د سیستم سره بیخي نابلده او ګڼ هېوادوال یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي وي. طالبان د مخکیني جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو، فرهنګي شخصیتونو، خبریالانو، مدني او د ښځو د حقونو د فعالانو په نیولو، شکنجه کولو تورن دي. ګڼ افغانان ترې ناهیلي دي. زما په نظر هغه افغانان چې له هېواده وتلي خدای دې هملته خوشاله لري، خو کوم چې په وطن کې دي شته حکومت ته په کار ده چې د نر غوندې په خپلو ستونزو اعتراف وکړي او ورته ووايي چې اشنا ستونزې شته خو راځه وطن جوړوو. ولاکه خو د داسې نرمو خبرو پر وړاندې یې هیڅ افغان مخې ته ودریږي. امیر خان متقي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې لوېدیځ هېوادونه دې له افغانستانه د تعلیم‌یافته افغانانو ایستل بند کړي ځکه د ده په وینا دا کار د دغه هېواد په زیان دی. خو د یوه لوستي ځوان په توګه زما مشوره ورته داده چې شته ځوانانو د کار روزګار غم دې وخوري نورو پسې دي نه ګرځي. په وطن کې د کار او روزګار د نه موجودیت ترڅنګ سیاسي او ټولنیزې ستونزې او د طالبانو د حکومت سخت دریځۍ د دې لامل شوي، چې افغان کادرونه له افغانستانه ووځي او کومه انرژي چې باید په خپل وطن کې یې د وطن جوړونې لپاره مصرف کړې وای لګیا دي نورو وطنونو کې مصرفوي.

ځواب ورکړئ