روغتیا

بې وزلۍ او بېکارۍ په بلخ کې په نشه ييزو توکو د روږدو کسانو شمېر زیات کړی دی

د محمد قاسم راپور

افغان معتادان د مرغومي په ۳مه د بغلان ولایت په پلخمري کې اپین څکوي. [ای اېف پي]

افغان معتادان د مرغومي په ۳مه د بغلان ولایت په پلخمري کې اپین څکوي. [ای اېف پي]

مزارشريف -- ځايي چارواکي وايي، د بلخ ولايت په زرګونو ځوانانو د بې وزلۍ، بېکارۍ او بې باورۍ د ډېرېدلو له امله ناقانونه نشه ييزو توکو ته مخه کړې ده.

د مزارشريف اوسېدونکي ۴۷ کلن شمس الدين چې مېرمن او څلور ماشومان لري، وویل، «دوه کاله کیږي چې زه وظیفه نه لرم. ماشومانو مې ډوډۍ غوښتله، خو ما نشوای ورته برابرولی؛ او نور لېونی کېدم. يو چا مشوره راکړه چې ترياک وکاروم ځکه چې ذهن اراموي، خو اوس له ترياکو پرته ژوند نشم کولی،»

شمس الدین چې له خپلې کورنۍ څخه جلا شوی اوس د ښار په شمالي برخه کې د دشت شور په یوه هدیره کې شپې تیروي.

هغه وويل، «ما ښه کورنۍ درلوده، خو هر څه مې له لاسه ورکړل. نه پوهېږم چې څه وکړم،»

۳۶ کلن علي احمد قیومي چې د بلخ پوهنتون د کرنې پوهنځي څخه فارغ شوی هم اوس په هیرویینو روږدي شوی دی.

هغه د غوايي په ۲۴مه سلام ټایمز ته وویل، «زه دوه کاله وړاندې له هېواده وتښتیدم او د کار په لټه کې ایران ته لاړم. ما هلته څلور میاشتې له ایراني‌ پولیسو څخه په پټه کار وکړ، خو هغوی زه ونیولم او په غیرقانوني توګه ایران ته د ننوتلو له امله یې بندي کړم،»

قيومي وويل، «ما څلور مياشتې په توقيف کې تېرې کړې، ظلم راسره وشو، شکنجه شوم. بیا هغوی را وشړلم،»

هغه وويل، «زه په ايران کې په هيرويینو روږدي شوم، او د بېکارۍ له امله خپل هېواد ته په راستنېدلو سره د بېکارۍ له امله ونه توانېدم چې نشه ییز توکي پرېږدم،» او زیاته یې کړه چې هغه په هر قیمت چې وي پیسې پیدا کوي او هیرویین پرې اخلي.

درملنه برابرول

د بلخ د عامې روغتيا رييس نجيب الله توانا وويل، چې د هغوی ادارې په نوبتي ډول د ۱۰۰۰۰ روږدو کسانو درملنه کړې او شاوخوا ۲۰۰۰۰ کسانو ته يې د نشه ييزو توکو د زيانونو په هکله پوهاوى ورکړى دى.

هغه وويل، «موږ د نشه ييزو توکو د روږدو د درملنې په ١٢ کمپونو کې په ٤٥ ورځینیو دورو کې د زرګونو روږدو کسانو درملنه کړې ده. دا بهیر به تر هغه دوام وکړي چې په نشه ييزو توکو د ټولو روږدو کسانو درملنه وشي.»

هغه زیاته کړه، «د ښاروالۍ او د بلخ د کار او ټولنیزو چارو له ریاست سره په همکارۍ، موږ د پخوانیو معتادینو لپاره د کاري فرصتونو په هکله خبرې اترې کړې دي، څو هغوی بیرته په نشه اخته نشي.»

د مزارشریف ښار یوه اوسېدونکي رحیم الله نوري، چې ۲۹ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زه د یوه مهاجر کارګر په توګه ایران ته لاړم او هلته له نورو سره یوځای په هیرویینو روږدي شوم،»

هغه وويل، «کله چې کور ته راستون شوم، پوه شوم چې په کور کې هم زما ژوند ستونزمن دی. بيا مې په ښار کې غلا پيل کړه ترڅو د هيروينو د اخيستلو لپاره پيسې پيدا کړم،»

نوري وویل، «ما خپله کورنۍ شرمنده کړه، خو اوس زه خوښ یم چې درملنه مې وشوه او د سکون احساس کوم،»

یوه غټه ستونزه

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د نشه ييزو توکو پر وړاندې د مبارزې رییس جمعه خان راسخ سلام ټایمز ته وویل، په دغه ولایت کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۹۰۰۰۰ افغانان په نشه ييزو توکو روږدي دي.

هغه وويل، «له نېکه مرغه، تېر کال موږ وکولی شوای چې د خپلو روغتيايي واحدونو له لارې له ۱۰۰۰۰ څخه د زياتو روږدو کسانو درملنه په وړيا توګه وکړو او هغوی یې بېرته کورونو ته ولېږو،»

راسخ وويل، «له تداوي شویو کسانو څخه ليکلي ژمنې ترلاسه شوي چې که بېرته نشو ته مخه کړي، محاکمه به شي. هغوی ژمنه کړې چې د هېواد او خلکو خدمت به کوي،»

د راسخ په وينا، تېر کال د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا ٢٦٤ کسان د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نيول شوي وو.

په کندوز ولایت کې یو ټولنپوه عبدالرؤف صمدي، چې ۵۶ کاله عمر لري، وویل، په نشه ییزو توکو اعتیاد «یوه لویه ټولنیزه ستونزه ده چې د بې وزلۍ، بیکارۍ، اقتصادي ستونزو، تاوتریخوالي او ناامنۍ له امله رامنځته کیږي.»

هغه وويل، «له بده مرغه، په وروستيو کلونو کې زموږ په زرګونو ځوانان د دغو عواملو له امله په نشه ييزو توکو روږدي شوي دي. کله چې هغوی پیسو ته اړتیا ولري، هغوی قتلونو، تښتونو، فحشا او نورو جنایتونو ته مخه کوي.»

صمدي وويل، «که په هېواد کې ځوانانو ته د کار فرصت برابر شي، نه يواځې دا چې د اعتياد کچه به راټيټه شي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدلو سره به هغوی خپلې ټولنې او خلکو ته خدمت وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بېکارۍ د زیاتوالي له امله افغان ځوانان مجبور دي چې د نشه یيزو توکو قاچاق پیل کړي او د ځانونو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. زمونږ ډېری ځوانان چې د نشه ييزو توکو قاچاق کوي هغوی په نشه ييزو توکو روږدي شوي، چې ژوند يې تباه کوي. دا ټولې ناخوالې په افغانستان کې د جګړو له امله دي. افغان لوړ پوړو چارواکو هیڅکله د خپلو خلکو لپاره کار نه دی کړی. د دوی ټولې کړنې د خپلو ګټو لپاره وې او اوس د خوار ملت ځوانان له دې حالت سره مخامخ شوي دي. په افغانستان کې د یوه لوستي کس لپاره چې دیپلوم یا ماسټري ولري، کار نشته. د کارګر لپاره کار نشته. نو، هغه په کور کې ناست وي، په مخدره توکو روږدي کیږي. مونږ له اوسني حکومت څخه غواړو چې د معتادینو درملنه وکړي او د ځوانو افغانانو لپاره کاري چاپېریال رامنځته کړي، څو نور په نشو روږدي نشي.

ځواب ورکړئ

دې کې هیڅ شک نشته چې د بېکارۍ او بې وزلۍ له وجې دې څوک نشو ته مخه نه کړي. د ټولنې ځیني ستونزې دي چې تا به نشو مخې کولو ته مجبوروي. په پیل کې انسان فکر کوي چې په نشه به د څو شیبو لپاره پام غلط کړي. خو وروسته به له لوري سردرد سره مخامخ کېږي. چې ژوند یې له کړاوونو ډک شي. له کورنۍ او خپلوانو لرې شي. خلک ورته په بد نظر ګوري. هر څوک ترې فاصله اخلي. هغه ته په خپل نوم غږ نه کوي. د تل لپاره یې په چرسي، پوډري، سګرټي... نومونو یادوي. که همدغه په نشه روږدی کس مېرمن او بچي ولري نو هغوی به هم د دې کس له وجې په ستونزو کې اخته وي او بد ژوند به ولري. هیله مو ده چې خلکو ته کاري فرصتونه ایجاد شي. داسې فرصتونه چې په دوامداره توګه ترې ګټه واخلي. ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي او لویان کار وکړي. ځکه زه داسې ماشومان وینم چې لا یې ژوند په سمه مانا نه دی پېژندلی مګر د خپل هغه پلان چې کار روزګار نه لري او نشې کوي زوی یې هم نشه یي شوی دی...

ځواب ورکړئ