اقتصاد

ډبلیو اېف پي د کندهار ۱۵۰۰ اوسېدونکیو ته دندې او له نشه ییزو توکو څخه د ازاد ژوند فرصتونه برابروي

د رحیم الله خپلواک راپور

د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په کندهار ولایت کې د یوې پروژې له لارې د نشه ییزو توکو د ۱۰۰۰ معتادانو په ګډون د ۱۵۰۰ کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي. دغه پروژه په ارغنداب ولسوالۍ کې یو استنادي دېوال جوړوي څو اوسېدونکي او زراعتي ځمکې له سېلاوونو څخه خوندي کړي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په کندهار ولایت کې د نشه ییزو توکو د ۱۰۰۰ معتادانو په ګډون د ۱۵۰۰ کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

په دې پروژه کې، برخه وال د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو استنادي دېوال جوړوي څو اوسېدونکي او زراعتي ځمکې له سېلاوونو څخه خوندي کړي.

دا پروژه د تېرې تلې په میاشت کې پیل شوې او تمه ده چې د را روان غبرګولي تر میاشتې پورې دوام ومومي.

د دې پروژې مدیر سلطان احمد وفا وویل، دا پروژه د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (سي اېچ ای) له خوا چې یوه افغاني غیرحکومتي موسسه ده، پلې کېږي، او هدف یې دا دی چې معتادانو ته له نشو څخه لرې یو فرصت په لاس ورکړي او بې وزلې کورنۍ له لوږې څخه وژغوري.

کارګران د خوړو د نړۍ وال پروګرام د پروژې په ترڅ کې، د سلواغې په ۳مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه استنادي دېوال لپاره بنسټ جوړوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کارګران د خوړو د نړۍ وال پروګرام د پروژې په ترڅ کې، د سلواغې په ۳مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه استنادي دېوال لپاره بنسټ جوړوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغه وویل، «سېلابونه او د سیند اوبه هر کال په ارغنداب ولسوالۍ کې د سیند په اوږدو کې په سلګونو د استوګنې کورونه او په زرګونو هکتاره ځمکې تخریبوي. استنادي دېوال به د سیند اوبه او سېلابونه مهار کړي.»

هغه زیاته کړه، «په پروژه کې هر کارګر ته د میاشتې ۸۵۰۰ افغانۍ (۹۵ ډالر) ورکول کیږي. د دې پروژې موده اته میاشتې ده، خو کېدی شي چې اوږده شي.»

وفا وویل، پخواني معتادان چې له نشه ییزو توکو څخه ژغورل شوي او په دې پروژه باندې کار کوي، عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

ارغنداب ولسوالي له کندهار ښار سره نږدې پرته ده، او د سرکونو او پلونو په ګډون اکثره بېخبناوې یې د جګړې د کالونو په ترڅ کې ویجاړې شوي دي.

له معتادانو سره د نشه ییزو توکو په پرېښودلو کې مرسته کول

شاه محمد چې ۲۷ کاله عمر لري او د دوه ماشومانو پلار دی، له اوو کالونو راهیسې په نشه ییزو توکو روږدی دی. هغه په ایران کې چې د کار لپاره هلته تللی و، د نشه ییزو توکو استعمال پيل کړ.

محمد وویل، له ایران څخه له را اېستل کېدلو وروسته د بې کارۍ له امله هغه ونه توانېد چې ځان له اعتیاد څخه وژغوري، خو څلور میاشتې مخکې د ډبلیو اېف پي په پروژه کې له کار پیلولو څخه وروسته یې نشه ییز توکي پرېښودل.

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې کولی شم هم کار وکړم او هم نشه ییز توکي پرېږدم. په کندهار کې اکثر هغه ځوانان چې له بې کارۍ او په نشه ییزو توکو اعتیاد څخه کړېدل، په دې پروژه کې کار کوي او عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.»

هغه وویل، «پخوا زه مجبور وم چې غلا وکړم او د نشه ییزو توکو د پیدا کولو لپاره پیسې پيدا کړم. تر دې چې ما به له خپل کور څخه هم شیان غلا کول او په لږ قیمت به مې خرڅول، خو له هغه وخت نه چې ما کار پیل کړی او د خپلې کورنۍ لپاره پیسې ګټم اوس څو میاشتې کېږي چې نشه ییز توکي مې نه دي استعمال کړي.»

محمد عمر چې ۶۵ کاله عمر لري هم په ارغنداب ولسوالۍ کې د ډبلیو اېف پي په پروژه کې کار کوي.

هغه له ۱۰ کالونو ډېر وخت نشه ییز توکي کارول، خو اوس، چې په دې پروژه کې کار کوي، د نشه ییزو توکو استعمال یې پرېښی دی.

عمر وویل له هغه وخت راهیسې چې هغه کار پیل کړی او د هغه اوه کسیزه کورنۍ له فقر او د نورو له احتیاج څخه خلاصه شوې ده، په ژوند کې یې ننګونې کمې شوي دي.

هغه وویل، «د رواني فشار او بې کارۍ له امله زه مجبور وم چې نشه ییز توکي وکاروم، خو اوس چې زه په کار کولو باندې بوخت یم، په تېرو څلورو میاشتو کې مې حتی یو ځل هم نشه ییز توکي لیدلي نه دي.»

هغه وویل، «په دې پروژه کې د کار کولو یو شرط دا و چې نشه ییز توکي باید پرېښودل شي، چې دغه شرط له ما سره د تل لپاره د نشې په پرېښودلو کې مرسته وکړه.»

عمر زیاته کړه،‌ «د نشه ییزو توکو پرېښودل زما د ماشومانو راتلونکی روښانوي. که ما د نشه ییزو توکو کارولو ته دوام ورکړی وای، زما ماشومان به زما په څېر په نشو اخته شوي ول.»

له تصور نه وتلي فقر څخه وژغورل شو

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د ډبلیو اېف پي د پروژې په پیلېدلو سره د هغوی په ولسوالۍ کې د فقر کچه کمه شوې ده.

په یاده ولسوالۍ کې د فیصل په نامه یوه ۴۶ کلن بزګر وویل، په باراني موسم کې سېلابونو د هغه زراعتي ځمکه چې له سیند سره نږدې پرته ده، خرابوله.

فیصل هم په دې پروژه کې کار کوي او ویې ویل چې هغه خوښ دی چې د استنادي دېوال په بشپړېدلو سره به د هغه پټي له سېلابونو څخه خوندي شي.

هغه وویل، «دا پروژه زموږ لپاره ډېره ګټوره ده ځکه چې موږ په کې له کار کولو څخه پیسې ترلاسه کوو او ورسره زموږ زراعتي ځمکې هم له سېلاب څخه ساتل کیږي.»

هغه وویل، «سږ کال ما د وچکالۍ له امله ډېر لږ فصل واخیست. که دا پروژه نه وای، زه نه پوهېږم چې ما به خپل ژوند څنګه سمبالاوه. زه ډېر خوښ یم چې میاشتنی عاید ترلاسه کوم او زموږ ولسوالي انکشاف کوي.»

فیصل وویل، که د ډبلیو اېف پي مرسته نه وای، ځایي اوسېدونکو دا وس نه درلود چې استنادي دېوال او عامه اسانتیاوې جوړ کړي او فقر له منځه وېسي.

د محمد عیسی په نامه یوه ۶۳ کلن قومي مشر وویل، د تېر کال په اوږدو کې په دې ولسوالۍ کې بې وزلي او بې کاري ډېر شوي، چې ډېر اوسېدونکي یې په نړۍ واله مرسته باندې تکیه کولو ته اړ کړي دي.

هغه وویل، «د استنادي دېوال پروژې ډېرې کورنۍ له بې وزلۍ څخه ژغورلي دي. په روانو حالاتو کې،‌ چې بې وزلي او اقتصادي ستونزې خپل اوج ته رسېدلي، دغه ډول پروژې ډېرې ګټورې دي.»

هغه وویل، «په دې پروژې سربېره، ځینې غیرحکومتي موسسې او مرستندویې ادارې په ارغنداب ولسوالۍ کې په سلګونو غریبو کورنیو ته مرستې برابروي.»

عیسی وویل، «که دغه ډول مرسته نه وای، ډېر خلک به له لوږې مړه شوي وای. فقر له تصور څخه وتلي حد ته رسېدلی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومت او نړیوالې موسسې په شریکه باید دغه ډول فرصتونه په لاره واچوي. لومړی د معتدادینو ته د یوه کاري فرصت برابرول تر ټولو مهمه خبره ده. بله مهمه خبره دا ده، چې د سیندونو او خړونو سرشاره اوبو ته د استنادي دیوالونو جوړول یو بل اساسي ګام دی، چې بزګر او ولس له عذابه ژغوري. ځکه که استنادي دیوالونه دغو سرشاره اوبو ته ونه شي، نو هرکال په موسمي بارانونو کې د اوبو له وجهې د بزګرانو فصلونه او ځمکې له ځانه سره وړي، چې سخت زیانونه بزګرانو ته اوړي.

ځواب ورکړئ

د نشه ي توکو پلور او پېر د اسلام په مبارک دین کې حرامه دي. د دغه ډول فصل کر کیله حرامه ده. اسلام د انسانیت، ورورګلوۍ، عاطفې او په ټوله کې د انسانانو د ښېګڼې دین دی. بدبختانه، چې په هېواد کې د جنګونو له امله زمونږ خلک د دین له پوهې هم محروم شول. زمونږ ځوان نسل نه مکتب سم ولوسته نه مدرسه. نه د نیا شول نه د اخرت. مونږ ته دین د نشه ي توکو د کرلو اجازه نه راکوي خو بیا هم زمونږ خلک د کوکنارو کر کیله کوي. دا مردار بوټي، تجارت او استعمال یې د انسانانو د تباهۍ باعث ګرځي خو بدبختانه بیا هم زمونږ خلک دا ګثیف بوټی کري. هغه چې کري یې په اصل کې د دین په اړه ډېره کمه پوهه لري، که نه، باوري یم چې هیڅ کله به یې دا کار نه و کړی. چارواکو ته مې مشوره دا ده چې د کوکنارو په کرلو، تجارت کولو، له یو ځایه بل ځای ته قاچاق کولو سخت بندیز ولګوي او مرتکبینو ته یې سخته جزا و ټاکي. بله دا چې حکومت دې نشه یان له ښار او کلیوالو سیمو راټول او تر نظارت لاندې ونیسي. بهتره دا دا چې د هېواد په سطحه دې بایو میټریک شي. د وطن د ابادۍ په برخه کې دې ترې کار واخیستل شي او د کار په بدل کې دې ورته یو څه مزد ورکول شي. دې سره به نشه یان د خپلو فامیلونو لپاره یو څه ګټه هم وکړي، انرژي به یې د هېواد په ابادۍ کې مصرف شي او په عین وخت کې به د حکومت تر څار لاندې هم وي. که حکومت دا کار وکړي، باوري یم چې د جرمونږ کچه به هم تر ډېره حده را ښکته شي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان اوسنی حکومت او نړۍ والې موسسې باید دې ته ورته پروژې نورې زهم زیاتې کړي. باید منظم پلان جوړ شي چې په هېواد کې په میاشت کې، په درې میاشتو کې، په شپږو میاشتو کې او په یوه کال کې دغه ډول څو پروژې ترسره کړای شي. دا واقعا له خلکو سره مرسته ده. دا اصلا دوه ګونې مرسته ده. هم په فوري ډول خلک له فقر او تکلیف څخه خلاصوي. هم د اوږده مهال لپاره د افغانانو درد دوا کوي. افغانان دې ته شدیده اړتیا لري چې د برېښنا بندونه یې جوړ کړای شي، په دښتو کې کندې وباسي چې واوره او باران ایسار کړي او په افغانستان کې یې وکري. که مونږ خپل واوره او باران په هېواد کې دننه ونه کرو، هغه بهیږي او پاکستان او ایران ته ځي. په مقابل کې یې زمونږ سیمه وچیږي او د اوبو د ذخیرو سطحه ښکته ځي چې وچکالۍ او د ځمکې تخریب رامنځته کوي. سلام ټایمز اکثر په ډېرو ګټورو موضوعاتو باندې لیکنې کوي چې مونږ یې قدر کوو. زه له ډبلیو اېف پي او نورو موسساتو څخه د افغانانو لپاره بېخبناوې جوړوي د زړه له تله مننه کوم. هغه موسسې او هېوادونه چې له افغانانو سره دوستي کوي، هغوی باید د افغانستان لپاره د برېښنا او اوبو د بندونو او دې ته ورته پروژو کې کار وکړي. له روسیې او چین نه خو خیر نشته ځکه هغوی پخپله له لوږې مري. زه له امریکا، جرمني، کاناډا، هندوستان، فرانسې ... څخه غوښتنه کوم چې له افغانستان سره د برېښنا د بندونو په جوړولو کې مرسته وکړي چې افغانان د ازبکستان او نورو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

که دا کار وشي ډېر به ښه وي چې هم دې خلکو ته دندې او هم له نشه ییزو توکو څخه د ازاد ژوند فرصتونه ومومي. په نشه چې اکثر خلک اخته کېږي هم علت یې بېکاري ده چې میاشتې میاشتې وزګار وي او د کار درک یې نه لګي، کورنۍ ستونزې راپیدا او بلاخره په نشو اخته شي. خو که کار وي، دنده وي، سهار په منظم ډول له کوره وتل او ماښام راتلل وي نه به د چا نشې ته پام شي او نه تماشې ته؛ بلکې په خپل کار کې به بوخت او ښه یا هم متوسط ژوند به ولري. یوه بله خبره او هغه دا چې د اسلامي امارت چارواکو د کوکنارو په کښت بندیز لګولی، که دا چاره دوامداره شي نو مطمین یم په نشه د روږدو شمېر به کم او بلاخره صفر، خو چې کار ورته برابر شي.

ځواب ورکړئ

د خوړو نړۍ وال پروګرام ۱۰۰۰ هغو روږدو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې چې دا مهال یې نشه یي توکي پریښي دي. د خوراک نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د خپلو غوره پروګرامونو په لړ کې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژه پیل کړې ده. په دې پروژه کې تر ټولو ښه خبره دا ده چې زموږ معتاد ورونه چې روغ شوي دي، له ملګرو ملتونو څخه د کار په بدل کې د میاشتني ۸۵۰۰ افغانۍ معاش ترلاسه کوي. د دې دېوالونو جوړښت د ارغنداب ولسوالۍ د خلکو لپاره ډېرې ګټې لري. دوی به په ارغنداب ولسوالۍ کې د کرنیزو ځمکو د ویجاړولو څخه د سیلابونو مخنیوی وکړي. د ډبلیو اېف پي دغې پروژې د ۵۰۰ بې وزلو په ګډون ۱۰۰۰ روږدو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د ارغنداب ولسوالۍ د روږدو او بې وزلو کسانو د درملنې په موخه چې د دغې پروژې ډبلیو اېف پي له لوري به د میاشتني ۸۵۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي، د بې وزلو کورنیو لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکي برابروي. د دې پروژو په پرانېستلو سره په افغانستان کې د بې وزلو کسانو شمېر ورځ په ورځ کمېږي. یوځل بیا، زه تاسو ته یادونه کوم چې د روږدو کسانو لپاره د کار فرصتونه ترټولو غوره کار دی. روږدي کسان په کارونو بوخت دي او د نشه يي توکو استعمال ته پام نه کوي.

ځواب ورکړئ