اقتصاد

ملګرو ملتونو په کندهار کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره نوی پروګرام پیل کړی دی

د رحیم الله خپلواک راپور

د ملګرو ملتونو د نشه يیزو توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) په کندهار کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي او د سيمه ييزو ټولنو د وړتياوو د پياوړتيا په موخه يو پروګرام معرفي کړی دی. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د ملګرو ملتونو د نشه ييزو توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) په کندهار کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د سیمه ییزو ټولنو د پیاوړتیا لپاره یوه نوې هڅه پیل کړې ده.‌

د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټه (ډي سي ای) د کندهار په ژیړۍ، پنجوايي، ډنډ، میوند او دامان ولسوالیو کې د ۷۰ میلیونو افغانیو (۸۰۰۰۰۰ ډالرو) په لګښت د بدیل معیشت پروګرام پلي کوي.

په کندهار کې د ډي سي ای رئیس لطف الله اسدي وویل، په دې پروګرام کې تقریبا ۶۴۰۰ بزګران برخه اخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، دا پروګرام کروندګرو ته د «کوکنارو پر ځای د روميانو، بانجانو، لېړوګانو او غنمو په څېر سبزیجاتو د کرلو په برخه کې مرسته وړاندې کوي. سږکال دغو کروندګرو په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای سبزیجات او غنم کرلي دي.»

يو کروندګر د غوایي په ۱۶مه د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې له خپلې کروندې څخه سبزيجات راټولوي. يو وخت په دغو پټیو کې کوکنار کرل کېدل، خو د ملګرو ملتونو د نشه يیزو توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) په مالي مرسته د ترکاریو په فارمونو باندې بدل شوي دي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

يو کروندګر د غوایي په ۱۶مه د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې له خپلې کروندې څخه سبزيجات راټولوي. يو وخت په دغو پټیو کې کوکنار کرل کېدل، خو د ملګرو ملتونو د نشه يیزو توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) په مالي مرسته د ترکاریو په فارمونو باندې بدل شوي دي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، دا هڅه «د کوکنارو د کښت په کمولو کې ډېره اغېزمنه ده. موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې نورې مرستې راجلب کړو او د کندهار ولایت په نورو ولسوالیو کې هم لا زیات کروندګر تر پوښښ لاندې ونیسو.»

اسدي وویل، کروندګر د کوکنارو له کرلو څخه ستړي شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې مسؤل ایمل حکیمي وویل، تر دې پروګرام لاندې «په کندهار کې ۶۵۰۰۰ جریبه [۱۳۰۰۰ هکتاره] ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې او پر ځای یې غنم او سبزیجات کرل شوي دي،»

هغه وويل،‌ «دې پروګرام په سلګونو بې وزلو کروندګرو ته د کار زمينه برابره کړې ده. هغوى اوس په خپلو ځمکو کې د سبزيجاتو په کرلو سره عايد ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې پخوا د کوکنارو له کرلو څخه د هغوى کلنى عايد ډېر کم و،»

هغه زیاته کړه، «د مناسبې هوا له امله په کندهار کې د سبزیجاتو حاصلات ډېر دي او له بزګرانو سره یې اقتصادي مرسته کړې ده. موږ هیله من یو چې په راتلونکي کې نور بزګران هم د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي.»

حکيمي وويل، د بديل معيشت پروګرام په کندهار کې بېوزلي کمه کړې ده.

له کوکنارو څخه خلاصون

د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ يو کروندګر بسم الله چې ۴۹ کاله عمر لري، د ملګرو ملتونو د بديل معيشت پروګرام یو ګټه اخیستونکی دى.

هغه په ۶ جریبه ځمکه کې سبزیجات او په ۱۰ جریبه ځمکه کې غنم کرلي دي.

بسم الله وویل، «ما د اړتیا له مخې کوکنار کرل، ځکه د غنمو کرلو ښه عاید نه درلود. د کوکنارو عاید هم لوړ نه و، ځکه چې موږ مجبور و تریاک په ټیټ قیمت وپلورو.»

هغه زياته کړه، «ما سږ کال د مرستندويې ادارې په مرسته په زرغونو خونو کې سبزيجات کرلي دي. ډي سي ای موسسې ماته د رومیانو، بانجانو، لېړوګانو په څېر سبزیجاتو تخمونه راکړل. هغوی ماته پلاستیکي شیټونه او نور اړین وسایل هم راکړل.»

بسم الله وويل، له بديل حلال فصل څخه د ښې ګټې له امله به بيا هيڅکله هغه کوکنار ونه کري.

د پروګرام یوه بل برخه وال‌ ښایسته ګل چې ۳۵ کاله عمر لري، تېر کال په خپله ځمکه کې کوکنار کرلي وو.

هغه وويل، «پخوا به مې د کوکنارو د کرلو په وخت کې په سختۍ سره خپلې اړتیاوې پوره کولې، خو سږ کال زه د سبزيجاتو حاصلات ټولوم او هر کيلو په ۱۰۰ افغانيو (۱.۱۴ ډالر) پلورم،» او زياته یې کړه چې هغه اوس په خپل عاید ډېر خوښ دی.

هغه وويل، «که مرستندويې موسسې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او زيات کروندګر تر پوښښ لاندې راولي، نو هيڅوک به کوکنار ونه کري،»

نور خپل وجدان ته خجالت نه یم

هغه کروندګر چې اوس یې د کوکنارو له کرلو څخه مخ اړولی، وايي چې د هغوی له اوږو څخه یو بار کم شوی دی.

د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ يوه کروندګر سيف الدين چې ۴۳ کاله عمر لري، وويل، د کوکنارو د کرلو پر مهال یې د شرم احساس کاوه، او له ذهني پلوه ارام نه و.

هغه وويل، «کله به چې د کوکنارو کروندو ته لاړم او په نشه ييزو توکو د روږدو ځوانانو په اړه به مې فکر کاوه، نو د ګناه احساس به مې کاوه. ژوند راته له سپکاوي ډک او خپل وجدان ته خجالت وم. اوس زه ډېر خوښ یم چې په پټیو کې مې حتی یو بوټی کوکنار هم نشته.»

سیف الدین وویل، بدیل فصلونه لکه سبزیجات او میوې د کوکنارو په پرتله خورا ګټور دي، او یادونه یې وکړه چې په تېرو وختونو کې کروندګر د بدیلو فصلونو په ګټه نه پوهیدل.

هغه وویل، «اوس چې موږ د نشه یيزو توکو په خطرونو او د حلالو فصلونو په ګټو پوهیږو، زه به بیا هیڅکله کوکنار ونه کرم.»

د ژیړۍ ولسوالۍ يوه کروندګر خيرالله چې ۳۸ کاله عمر لري، وويل، کله چې يې پخوا کوکنار کرل، نو د يوه مزدور په څېر به يې د نشه ييزو توکو د سوداګرو لپاره کار کاوه.

هغه وویل، «د نشه یيزو توکو سوداګرو د کوکنارو د کرنې پر وخت د لږو پیسو په ورکولو سره تریاک اخیستل. د کال په پای کې د کوکنارو د حاصلاتو ټولولو په موسم کې به د نشه ييزو توکو سوداګرو زما اپین د خپلې خوښې په بیه اخیستل. هغوی له ما سره داسې چلند کاوه لکه زه چې د هغوی لپاره کار کوم.»

هغه زیاته کړه، «د بدیل معیشت پروګرام له موږ کروندګرو سره ښه مرسته کوي. که دا مرسته نه وای، موږ نشوای کړای چې په خپلو ځمکو کې سبزیجات وکرو او بهتر عواید ترلاسه کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کوکنار د یوې ټولنې د تباه کولو وسیله ده، او اخیستل او خرڅول یې ناروا دي. کله چې یو کروندګر کوکنار وکري، هغه پلوري، او په پلورلو سره ټولنه له بدبختۍ سره مخامخ کیږي. په کندهار کې د ملګرو ملتونو له خوا د دغه پروګرام پیل د بزګرانو لپاره د حلال رزق او د ټولنې د بدبختیو د مخنیوي سبب جوړېږي. د سبزیجاتو کرنه د کوکنارو په پرتله خورا ډېره ښه ده.

ځواب ورکړئ

د غنمو لو؛ د څو نږدې کلونو په شاوخوا کې زمونږ د ولسوالۍ د هغه کرنيزې ځمکې ډېره برخه د انارو باغونو نيولې؛ چې له دې وړاندې به پرې د کوکنار خونکار بوټي راشين و، اوس چې ډېره کمه اندازه ځمکه بغير له باغه پاتې؛ زمونږ قدرمن بزګران د غنم جنتي دانه له بد بوټي کو کناره ښه ګڼي او کري يې. هيره دې نه وي، چې نن سبا زمونږ سيمې ته د غنم ښايسته بوټي طلايي رنګ ورکړى؛ نو ددې عاجز بنده يو انځور هم و زغمئ!!

ځواب ورکړئ

کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، فراه، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کونړ... داسې ولایتونه دي چې د جمهوریت د ۲۰ کالونو په ترڅ کې په کې د بیارغونې لږ کارونه شوي دي. د دغې ستونزې تر شا یو طرف ته طالبانو لاس درلود چې جنګ یې کاوه او بل طرف ته حکومت او ناټو وه چې سیمې یې بمبارولې او په نتیجه کې یې د یادو ولایتونو ډېرې برخې له پرمختیایي کارونو څخه پاتې شوې وې.‌ د دې تر څنګ، د هغه وخت په حکومت کې چې ډېر صلاحیت په کې د پخوانۍ شمال ټلوالې د جنګسالارانو په لاس کې و، هغوی هم نه پرېښودل چې د پښتنو په سیمو کې د بیارغونې کارونه ترسره شي او ډېر وختونه به یې موسسات تشویقول او حتی مجبورول چې د پښتنو د ولایتونو پر ځای د هېواد په شمال کې چې ډېر اوسېدونکي یې غیر پښتانه دي، کارونه وکړي. د هندوستان د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې په کتاب کې هم ذکر شوی دی چې لیکلي یې دي، هندوستان غوښتل چې په خوست ولایت کې یو پوهنتون جوړ کړي، خو د شمال ټلوالې یوه جنایتکار او د وخت د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ورته وویل چې د خوست خلک په پوهنتون څه کوي، پوهنتون په پنجشېر یا کوم بل تاجک مېشت ولایت کې جوړ کړئ او د خوست خلکو ته غواګانې یا مېښې ورکړئ. په هر حال، اوس باید موسسات په ټول وطن کې کار وکړي. زمونږ لپاره د پښتنو او غیر پښتنو دواړو ولایتونه مساوي ارزښت لري. مونږ ته ټول افغانان یو برابر دي. تل دې وي افغانستان.‌ مرګ د ترهګرو په روزونکي پاکستان.‌

ځواب ورکړئ