اقتصاد

ملګري ملتونه وايي، افغانان د هغو کسانو په ډله کې دي چې خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو ماشوم او یو زوړ سړی د ۱۴۰۱ د زمري په ۴مه په کابل کې کباړي توکي ټولوي. [ډانیل لیال/ای اېف پي]

یو ماشوم او یو زوړ سړی د ۱۴۰۱ د زمري په ۴مه په کابل کې کباړي توکي ټولوي. [ډانیل لیال/ای اېف پي]

پاریس -- د ملګرو ملتونو یوه راپور د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۳مه/ وویل چې تېر کال شاوخوا ۲۵۸ میلیونو خلکو د جګړو، اقتصادي ټکانونو او د اقلیم د ناورینونو له امله بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله، چې د وړم کال د ۱۹۳ میلیونو خلکو په پرتله ډېر زیاتوالی ښیي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وویل، «اوس له دوه نیم سوه میلیونو څخه ډیر خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او ځینې یې د قحطۍ څنډې ته ور رسېدلي دي. دا حالت د نه منلو وړ دی.»

هغه وویل، «دا د پرمختګ په کولو کې د انسانیت د ناکامۍ یو زړه بوږنونکی داغ دی ... چې د ټولو لپاره لوږه ختمه کړي، خوراکي توکي او تغذي مواد تأمین کړي،»

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، له ۴۰ سلنې څخه زیات هغه کسان چې خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، افغانستان، نایجیریا او یمن کې ژوند کوي.

ګوتریش وویل، «جګړې او ډله ایز بې ځایه کیدل د نړۍ لوږه زیاتوي،»

هغه وویل، «د بې وزلۍ زیاتوالی، د نابرابرۍ ژوروالی، په پراخه کچه وروسته پاتې والی، د اقلیم بحران او طبیعي آفات هم د خوړو د نه خوندیتوب بحران لا نور ژوروي.»

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په ۵۸ هېوادونو یا سیمو کې ۲۵۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخامخ ول، چې د وړم کال په ۵۳ هېوادونو کې د ۱۹۳ میلیونو له شمېر څخه زیات شوي ول.

دا مجموعي شمېر اوس د څلورم پرله پسې کال لپاره لوړ شوی دی.

خرابېدونکی اقتصاد

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) د وري په ۲۹مه وویل چې شاوخوا ۳۴ میلیونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دا شمېر په ۲۰۲۰ کې د ۱۹میلیونو وګړو اټکلي ثبت شوي تخمین څخه یو حیرانونکی -- نږدې دوه برابره -- زیاتوالی دی.

د افغانستان لپاره د معاصرې سرشمېرنې معلومات نشته، خو ملګري ملتونه د افغانستان وګړي ۴۰ میلیونه اټکل کوي، یعنې د دغه هېواد ۸۵٪ خلک په فقر کې ژوند کوي.

د یو اېن ډي پي راپور وايي، «ځینې خلک مجبور شوي چې خپل کورونه، ځمکې یا شتمنۍ چې عاید تولیدوي، وپلوري،»

په راپور کې راغلي، «نورو په ناراحته کوونکې توګه د خپلو کورنیو له غړو څخه په ګټه اخیستنې یعنې ماشومانو باندې د کار کولو او د کوچنیو لورګانو د ودولو له لارې د پیسو ترلاسه کولو دردوونکي عمل ته مخه کړې ده.»‌

په ترکیه کې میشت د اقتصادي چارو شنونکي، خیرالله هاشمي، د غوایي په ۸مه سلام ټایمز ته وویل، اقتصادي وضعیت ښايي نور هم خراب شي.

هغه زیاته کړه، «د افغانستان اقتصادي دوران د سلګونو زرو کسانو د بې روزګارۍ له امله په ټپه ولاړ دی، او اغېزو یې ټوله ټولنه اغېزمنه کړې ده،»

هغه وويل، «بېکارۍ د ښوونځيو ښوونکي، د پوهنتونونو استادان، د غیرحکومتي موسسو کارمندان، خبريالان او د خصوصي شرکتونو کارګران ځپلي دي،»

هاشمي وويل، «سربيره پر دې، که څه هم چې ځينې افغانان دندې لري، خو کافي عواید نه لري. دې ټولو حالاتو د بازار په ټپه درېدلو کې مرسته کړې ده.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که جنګ مو نه وو کړی، ولې به مو دا حال و؟ هغه ماشومان چې باید ښوونځي او مدرسې ته لاړ شي سوال کوي یا هم درانه کارونه کوي. هغه د پاخه عمر کسان چې خپل عبادتونه وکړي او منظم هغه په ګند پسې ګرځي. پر ځای د دې چې اوس تقاعد شوي وای آن همدې سپین ږیرو ته په خپل وخت کې د زده کړو چانس نه دی برابر شوی، چې دا سلسله یې تر لمسیانو او کړوسیانو رارسېدلې او هغوی هم بې زده کړو رالوییږي چې علت یې کلونه کلونه جګړه ده. هغه ځوانان چې انرژي یې په خپل وطن کې مصرف کړې وای او خپل وطن یې جوړ وای، ځي پردیو وطنونو ته خپلې ځوانۍ د پردیو په خدمت او وطن جوړونه کې مصرفوي. موږ په رښتیا د زړه سوي وړ خلک یو. که نه وی ولې به مو مشرانو، ځوانانو او کوچنیانو دومره تکلیفونه ایستل.اوس هم وختي دی. که موږ راتلونکو نسلونو ته ښه ژوند غواړو او په خېټه یې د مړولو اراده لرو نو پردۍ کیسو ته نه ووایو او ځانونه ترې خلاص کړو.

ځواب ورکړئ

الله تعالی دې زمونږ د خلکو په حال باندې رحم وکړي. داسې مشر سړی چې کباړ ټولوي باید په مسجد کې ناست وای، عبادت یې کولای. د تېرو څلورنیمو لسیزو جنګونو له مونږ نه زمونږ ډېر ارزښتونه ولوټل. زمونږ دیني ارزښتونه، زمونږ ملي ارزښتونه، زمونږ محلي ارزښتونه، زمونږ ډېر څه خراب شول. اوس یو مشر سړی چې باید د عزت په ځای کې ناست وای، په یوه چټل ځای کې کار کوي. بله بدبختي دا ده چې د مشر تر څنګ یو کوچنی ماشوم کار کوي. داسې ماشومان باید ارام او هوسا ژوند ولري، باید مکتب ته لاړ شي، علم زده کړي، تخنیک زده کړي، هنر زده کړي، موسیقي زده کړي، قران او حدیث زده کړي، لاکن زمونږ د روان نسل ډېر کوچنیان شاقه کارونه کوي چې د ځان او کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي او علت یې دا دی چې د کورنیو مشران کسان یې جنګونو وژلي دي. په افغانستان کې د پاکستان، ایران، روسیې، چین، برتانیا، امریکا، اروپا د ګټو جنګونه دي او د جنګ قربانیان او د سون توکي زمونږ بدبخت خلک دي. الله تعالی دې زمونږ د خلکو او وطن په حال باندې رحم وکړي. امین

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې لوږه ورځ په ورځ په زیاتېدلو ده. افغانان کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. ډیری کورنۍ نشي کولی کافي اندازه خواړه وخوري، او ډیرې کورنۍ نشي کولی خواړه ومومي. د افغانانو اقتصاد ورځ تر بلې د خرابېدلو په حال کې دی. که د ملګرو ملتونو بشري مرستې نه وې، د افغانستان بې وزله خلک به د خوراکي توکو د لوږې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو. په تېرو دوو کلونو کې ملګرو ملتونو د افغانستان له بې وزلو خلکو سره ډېرې مرستې کړې دي. د افغانستان بې وزله خلک هېڅکله د ملګرو ملتونو له دغو بشري مرستو سترګې نه شي پټولی.

ځواب ورکړئ