اقتصاد

د خرابیدونکي اقتصادي وضعیت په اړه د افغانانو اندیښنې مخ په ډېرېدو دي

د احسان الله راپور

افغان مېرمنې د وري په ۲۴مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان مېرمنې د وري په ۲۴مه په کابل کې د روژې په مبارکه میاشت کې له یوې خیریه موسسې څخه وړیا ډوډۍ ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغانان په داسې حال کې په زیاتیدونکې توګه د بیکارۍ او پراخې بې وزلۍ په هکله اندیښنې څرګندوي چې اقتصادي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدلو سره د لا نورې خرابۍ خواته روان دی.

د کابل په احمدشاهي مارکېټ کې یوه ۳۵ کلن دوکاندار، فقیرمحمد محمدي وویل، د مشتریانو د اخیستلو د ځواک کمښت د سوداګرۍ د خرابېدلو سبب شوی دی.

محمدي وويل، «موږ د سينګارتوکو دوکان لرو، او زموږ پلور خورا کم شوی دی ځکه چې هر څوک د ډوډۍ موندلو په هکله فکر کوي ... کم خلک راځي چې شامپو، صابون او نور سينګار توکي واخلي.»

د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې راهیسې، د هغه ورځنی پلور له ۵۰۰۰۰ – ۹۰۰۰۰ افغانیو (۵۷۹ – ۱۰۴۳ ډالرو) څخه ۵۰۰ – ۱۰۰۰ افغانیو (۶ – ۱۲ ډالرو) ته راټیټ شوی دی.

هغه زیاته کړه، «په حقیقت کې، زموږ عاید حتی دومره نه دی چې زموږ د غرمې ډوډۍ یا د ټرانسپورټ لګښت برابر کړي.»

محمدي وويل، «د احمدشاهي مارکېټ ټول دوکانداران سخت اندېښمن دي، او که اوسني وضعيت همداسې دوام وکړي او په لنډ وخت کې ښه نشي، موږ به ونشو کړاى چې خپل کاروبار ته دوام ورکړو.»

د کابل ښار د شپږمې ناحیې په پل سرخ سیمه کې یوه میوه پلورونکي محمد رضا وویل، له ۱۴۰۰ کال راهیسې یې په پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زموږ پلور هره ورځ ۵۰۰۰ – ۱۰۰۰۰ افغانۍ (۵۸ – ۱۱۶ ډالر) و... خو اوس موږ یواځې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ افغانۍ (۱۲ – ۱۷ ډالر) عاید لرو.»

رضا زياته کړه، «زموږ مشتریانو به د مڼو یو پوره کارتن اخيست، خو اوس يواځې يوه کيلو يا نيمه کيلو مڼې اخلي، ځکه چې توان یې نه لري،»

هغه وويل، «له بده مرغه، د خرڅلاو د کمښت له امله، کله ناکله زموږ مېوې خرابيږي او موږ د ګټې پر ځاى تاوان کوو،»

د فقر ډېرېدل

په ترکیه کې مېشت د اقتصادي چارو شنونکي، خیرالله هاشمي، سلام ټایمز ته وویل، اقتصادي وضعیت ښايي نور هم خراب شي.

هغه زیاته کړه، «د سلګونو زرو کسانو بې کارۍ د افغانستان اقتصادي دوران په ټپه درولی، او ټوله ټولنه یې اغېزمنه کړې ده،»

هغه وويل، «بېکارۍ د ښوونځيو ښوونکي، د پوهنتونونو استادان، د غیر دولتي موسسو کارمندان، خبريالان او د خصوصي شرکتونو کارګران ځپلي دي،»

هاشمي وويل، «سربيره پر دې، که څه هم چې ځينې [افغانان] دندې لري، خو کافي عايد نه لري. دې ټولو حالاتو د بازار په خرابېدلو کې مرسته کړې ده،»

په متحده عرب اماراتو کې د میشت افغان شنونکي، مصطفی نظري په وینا، په سیمه ایزو او نړۍ والو مرستندویو سازمانونو باندې بندیزونه به په هیواد کې اقتصادي حالت نور هم خراب کړي.

بهرنیو غیرحکومتي موسسو چې لاهم حیاتي مرستې چمتو کوي، د تیر کال د لیندۍ په میاشت کې هغه وخت ضربه وخوړه، چې د هغوی لپاره کار کوونکې ښځې له کار کولو څخه منع کړای شوې.

دغه بندیز په روانه میاشت کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته وغځول شو، او دغه سازمان وویل چې په دې اړه چې آیا خپلو مرستو ته دوام ورکړي، له یوه «ناوړه انتخاب» سره مخامخ دی.

نظري وویل، «ډیری کورنۍ له بې وزلۍ او لوږې سره مجادله کوي، او د ځینو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې په ورځ کې یو یا دوه وارې ډوډۍ پیدا کړي،»

سختې ارزونې

د ملګرو ملتونو اټکلونه هم په ورته ډول سخت ول.‌

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) د وري په ۲۹مه وویل چې شاوخوا ۳۴ میلیونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په کابل کې مېشت د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویاند، فیلیپ کروف، د وري په وروستیو کې په یوه ایمیل کې سلام ټایمز ته وویل، چې د ۱۴۰۱ د لړم او کب میاشتو تر منځ نږدې ۲۰ میلیونه خلک د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخامخ دي، چې په دې ډله کې له ۶ میلیونو څخه ډیر داسې کسان هم شامل دي چې له قحطۍ څخه یو ګام فاصله لري،»

هغه ولیکل، «څلور ملیونه خلک په سخته خوارځواکۍ اخته دي. په هغوی کې ۳.۲ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کالونو څخه کم دي، هم شامل دي. هیواد د تېرو دوه نیمو لسیزو په ترڅ کې د قحطۍ ترټولو لوی خطر سره مخامخ دی او په هرو دوو کورنیو کې یوه د ژوندي پاتې کېدلو لپاره د بحران پر وړاندې مجادله کوي،»

هغه زیاته کړه، «د ۱۴۰۱ د زمري میاشتې راهیسې، له لسو افغان کورنیو څخه نهه د کافي خوراکي توکو د ترلاسه کولو توان نه لري -- چې دا په نړۍ کې تر ټولو لوړه درجه ده. دا وخت نږدې ۲۰ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې د راتلونکي څاښت خواړه به له کومه کوي،»

کروف وویل، «ناورین زېږوونکې لوږه د افغانستان دروازې ټکوي او که بشردوستانه مرستې دوام ونه کړي، په سلګونو زره نور افغانان به د ژوندي پاتې کېدلو لپاره مرستو ته اړتیا ولري. د نفوس دوه پر دریمه برخه -- له ۲۸ میلیونو څخه زیات وګړي -- سږکال بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د دوه کاله مخکې په پرتله ۱۰ میلیونه ډېر دي،»

هغه وویل، سږ کال ډبلیو اېف پي پلان لري چې ۲۱ میلیونو افغانانو ته د ژوند ژغورونکيو خوراکي توکو، تغذي موادو او معیشت په برخو کې مرسته وکړي او د دې کار لپاره د راتلونکیو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

کروف وویل، «تېر کال ډبلیو اېف پي د خپلو سخي مرستندویانو د مالي مرستو له برکته، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړې، او د ۱۲ میلیونو ښځو او نجونو په شمول ۲۳ میلیونو خلکو سره یې مرسته وکړه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانانو د اوسني او په راتلونکي کې د ممکنه اقتصادی وضعیت د خرابېدو پړه ټوله په امریکا او د هغوی په متحدینو ده. په افغان خاوره کې امریکا او متحدینو یې شل کاله وخت تېر کړ خو له افغانستان څځه تر وتلو وروسته یې افغانانو او افغانستان ته داسې څه پرېنښوده چې د افغانانو د یوې ګولې ډوډۍ ګټلو باعث شي. دوی تېر شل کاله په افغانستان کې په میلیاردنو ډالر مصرف کړل خو داسې یې مصرف کړل چې، په جنګی قومندانانو/غلو داسې و وېشل چې ډېره اندازه یې بېرته امریکایانو او متحدینو یوړه. تر ټولو غټه بدبختي دا وه چې په افغان جنګسالارانو وېشل شوي ډالر هم په افغانستان کې پاتې نه شول، دوی په ترکیه، دوبۍ... کې پرې کورونه، مارکېټونه او د خپل راتلونکي د خوندیتابه لپاره نور ډېر څه رانیول. لسیزې کېږي چې افغان مظلوم ولس د همدې نړیوالو د جنګي پروژو قرباني دي. هدف دا دی چې غربیانو په ځانګړي ډول امریکا هم د افغانانو لاس نیوي و نه کړ. افغانانو ته یې کم تر کمه یوه قوي او مستحکمه اداره په داسې حال کې جوړه نه کړه چې دا هر څه د دوی په واک کې و برعکس افغانانو ته به یې دسیسې جوړولې او لا یې هم جوړوي. له افغانستان تر وتلو وروسته د امریکا تر ټولو بده فیصله دا وه چې امریکا د افغانستان واک د لویې برطانیې ناروا اولاد (پاکستان) ته په لاس ورکړ. امریکا افغانستان داسې لوېدلي حالت کې پرېښود چې اوس په نړیوال سټیج پاکستان د افغانستان په نمایندګۍ خبرې کوي. دا هغه و چې وشوه او تېر شوه. اوس د راتلونکي خبره ده او داسې خبره چې لا هم د امریکا وس پرې بر دی. امریکا او متحدین دې یې افغانستان او افغانانو ته د دوستۍ لاس ورکړي، په افغانستان کې دې ټول افغانان سره راټول کړي، افغانستان کې دې نورې جنګې پروژې نه عملي کوي، جنګي ډلې دې نه جوړوي. افغا

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې هیڅ پاچا [واکمن] داسې کار نه دی کړی چې ملت د نورو هیوادونو له اړتیا څخه خلاص کړي. کله چې د يو هېواد پاچا په دې فکر کې وي چې کله به له خپلې کورنۍ سره له هېواد نه وتښتي او د ژوند تر پايه به خپل هېواد ته نه راګرځي، آيا هغه پاچا به خپل هېواد جوړ کړي؟ هیڅکله نه. ځکه چې یو سړی د ژوند کولو لپاره د سلو ستونزو په زغملو سره د ځان لپاره کور جوړوي، هغه څوک چې د خپل هیواد څخه د وتلو فکر کوي، نه د ځان لپاره کور جوړوي او نه د ځان لپاره د کور جوړولو فکر کوي، ځکه چې هغه لري. د څو ورځو لپاره ځواک او خپل وخت په خوښۍ سره تیروي او بس. لکه څنګه چې دوی د ځان لپاره کور نه دی جوړ کړی، افغانستان یې د خپل غریب ملت لپاره نه دی جوړ کړی. د دې بې وزله ملت حق د يو شمېر خاینو پاچاهانو، وزيرانو او جهادي مشرانو له خوا واخيستل شو، چې د ځان لپاره يې ارام ژوند جوړ کړ او دا بې وزله ملت يې په ويجاړ کور کې پرېښود او وتښتېدل. کله چې یو دولت تل د نورو هیوادونو څخه د مرستې غوښتنه کوي او د خپل هیواد د بودیجې لپاره د نورو هیوادونو څخه د مرستې غوښتنه کوي نو د هغه هیواد حالت به څه وي؟ سوالګر تل نورو ته اړتیا لري. هغوی هیڅکله مړېږي نه. مونږ خپل قیمتي کانونه ونه کارول، خپل وطن مو جوړ نه کړ، تل مو د پردیو ډول ته اتڼ وکړ، د لږو پیسو لپاره مو وطن وران کړ او دا خوار ولس مو تباه کړ. ما دا شیان د خپل زړه د درد لپاره لیکلي، ځکه چې زه د خپلو ماشومانو ژوند ګورم، زه ډیر درد لرم. زمونږ دغو مشرانو دا وطن زمونږ لپاره دوزخ جوړ کړ. په افغانستان کې بې وزله خلک زده کړه نشي کولی، د ورځې درې وخته ډوډۍ نشي موندلی، مناسبې جامې نشي اغوستلی، دې مشرانو زمونږ او زمونږ د ماشومانو برخلیک خراب کړ.

ځواب ورکړئ

په تېرو سلو کلونو کې چې هره بدبختي پر افغانستان راغلې قربانیان یې یوازې بې وسه ولس دی، رهبرانو او رهبرزاده ګانو پخوا هم ښه ژوند لاره او اوس یې هم لري، تباه خو په دغو رهبرانو او جنګسالارانو پسې تلونکي بې خبره او سپیڅلي افغانان دي.

ځواب ورکړئ

ستاسو راپور مستند دی. د کومو اشخاصو خبرې مو چې رااخیستي دي بیخي ریښتیا دي. د افغانستان په اړه چې څومره ناستې کېږي په کار ده چې د افغانانو د متحد کېدو په اړه په کې بحثونه وشي؛ نه د جنګولو په هکله. له نړيوالو مو غوښتنه ده چې له افغانستان څخه د لاس اخیستلو پر ځای دې د میلینونو افغانانو لاس نیوی وکړي. د یوه افغان په توګه ټینګار کوم چې افغان ملت نور له جګړې ستړی دی او د ټولو منازعاتو د حل په موخه دې د افغانانو ترمنځ خبرو او تعامل لپاره زمينه برابره شي. د نړيوالو له لوري د افغانانو ملاتړ زموږ بشري حق دی، دا د نړۍ او افغانو په خير او دا ملت تنها پرېښودل د ټولو په زيان تماميدلی شي.

ځواب ورکړئ

د افغانستان اقتصادي وضعیت بلکل ورځ تر بلې د خرابېدو خواته روان دی. نور توکي خو پرېږده، آن داسې کورنۍ هم شته چې یوه مړۍ ډوډۍ په ډېره سختۍ پیدا کوي. باقي چې کوم ډوډۍ هم پیدا کوي نو داسې خواړه نه دي چې څنګه ورته وجود اړتیا لري. افغانستان له تېرو دوو کلونو راهیسې له سخت اقتصادي حالت تېريږي او افغانان د ورځې په تېرېدو پر ځای د دې چې ښه طرف ته لاړ شي، بد او سخت حالت ته روان دي. نړیوال باید دغه وضعیت ته وګوري او کومه دښمني چې د طالبانو رژیم سره پالي هغه دې په خپل ځای پرېږدي؛ بلکې د ۴۰ میلیونه انسانانو ژوند ته دې وګوري چې کوم حالت کې ژوند کوي؟ جوړ جاړی دې ورسره وکړي. د همدې ۴۰ میلیونه انسانانو په خاطر دې له ځینو سختو خبرو نړیوال او له ځینو دې طالبان تېر شي. د انسانانو په ژوند دې لوبې نه کوي. افغانستان اوس مهال بشري مرستو ترڅنګ بيارغونې او پرمختګ ته اړتیا لري. پکار ده چې د نورې نړۍ د انسانانو په څېر افغانان هم پرمختګ وکړي او په خپل هېواد کې ورته د پراختیايي کارونو زمینه برابره شي. نړیوال ته په کار ده چې په افغانستان کې د روان بحران د حل لپاره د محدودیتونو پر ځای اقتصاد، زیربناوو او د خلکو پراختیایي اړتیاوو لپاره کار وکړي او د مرستو په کچه کې زیاتوالی راولي. سمه ده دا منم چې د طالبانو پرېکړو خلکو ته ډېر تاوان رسولی او افغانستان څخه د نورو هېوادونو پام اوښتی. له افغانستان څخه د لاس اخیستلو پر ځای دې د افغانانو لاس نيوی وشي. افغان ملت نور له جګړې ستړی دی او د ټولو منازعاتو د حل په موخه دې د افغانانو ترمنځ خبرو او تعامل لپاره زمينه برابره شي. د نړيوالو له لورې د افغانانو ملاتړ زموږ بشري حق، دا د نړۍ او افغانو په خير او دا ملت تنها پرېښودل د ټولو په زيان تماميدلی شي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د خلکو اقتصاد ورځ په ورځ کمزوری کیږي. حتی ۸۰٪ خلک کافي خواړه نه لري. د طالبانو حکومت د ساختماني چارو مخه نیولې ده. د ودانیزو چارو په بندېدلو سره کورونه وزګار شوي، مزدور، کارګر، وایر جوړونکی، برقي، نجار، فلزکار، مستري، پلستر جوړونکی، رنګمال، ټول بې کاره ناست دي. د دوی په کورونو کې دي، او د دوی لپاره هیڅ کار نشته. دا د خلکو د اقتصاد د خرابېدلو له عواملو څخه دي. ډیر هغه دوکانونه چې ساختماني توکي یې پلورل، تړل شوي، مالکان یې هغه پانګه کاروي چې هغوی درلودله. په تېرو څو میاشتو کې هغوی ستړي شوي او دوکانونه یې پریښودلې دي او په کورونو کې ناست دي. اوسنی حکومت د خلکو معاشونه نه ورکوي، چې دا کار د افغانانو د اقتصاد د خرابېدلو لامل شوی دی. هغه ښځې چې په تېر حکومت کې یې کار کړی او له حکومت څخه یې میاشتنی معاش اخیست، هغوی هم په کور ناست دي چې د افغانانو اقتصاد یې خراب کړی دی. له څو کلونو راهیسې په کابل ښار کې د کرایې دوکان نه و، اوس د کابل ښار په هر ځای کې دوکانونه وزګار پراته دي، او په کمه کرایه موندل کېږي، ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری دی. د دوکاندار لپاره دا اسانه نه ده چې د خپل دوکان کرایه ومومي. نژدې ۵۰٪ تنکي ځوانان او ماشومان کاغذونه او پلاستيکي توکي راټولوي، بوجۍ یې شاته پرتې وي، چې د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. دغه ځوانان او ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې دي او راتلونکي يې هم له منځه ځي. د دې ځوانانو او ماشومانو ټول ژوند د اقتصاد د خرابېدلو له امله تباه شو. په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې هیڅوک نشي کولی د خپلې کورنۍ د حلال رزق لپاره مناسبه ډوډۍ برابره کړي، ولې د دې خلکو څخه ګټه اخیستل خورا ستونزمن دي چې هیڅ عاید نه لري.

ځواب ورکړئ

د دوحې د شرموونکیو خبرو اترو په پایله کې په افغانستان کې د نوي رژیم په راتګ سره افغانانو د تېرو شلو کلونو ډېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړې. له بده مرغه امریکایانو له طالبانو سره د خبرو پر مهال د افغانستان د هغه وخت حکومت څنګ ته پرېښود او هر هغه څه یې ومنل چې د افغانستان دښمنانو (پاکستان) غوښتل. يعنې له دې پرته چې طالبان او پاکستان د ښځو او نجونو عزت په پام کې ونيسي، افغان حکومت بې وسلې او واک د طالبانو مشرانو ته او د طالبانو له لارې پاکستان ته وسپارل شو. هغه څه چې نړۍ واله ټولنه دا مهال د افغان نجونو او ښځو په هکله وايي، بشپړ درواغ دي. بل خوا که نړۍ واله ټولنه په ځانګړې توګه امريکا د افغان ښځو په هکله د طالبانو د حکومت په څېر له خپلې پرېکړې لاس واخلي، په ۲۴ ساعتونو کې به خپله تګلاره بدله کړي. په حقیقت کې هر هیواد د خپلو ګټو دفاع کوي او هیڅ هیواد د افغانستان د ښه والي او پرمختګ فکر نه کوي.

ځواب ورکړئ

کلونه تېر شول چې د افغانستان خلک د خپلې لوږې لپاره د نړۍ والو مرستندویو ادارو دروازو ته لاسونه اوږدوي او هره ورځ له لوږې چیغې وهي. په دې کې شک نشته چې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی، خو د حل لاره دا نه ده چې د مرستندویو ادارو په دروازو کې انتظار وباسي او تر قیامته ډوډ وغواړي. له اوسني حالت څخه د وتلو لپاره باید په ټولنه کې داسې کار وشي چې اوسنی حکومت دې ته اړ کړي چې د خلکو لپاره پروګرامونه پیل کړي. نړۍ نشي کولی چې له مونږ سره تل زمونږ د ستونزو په حل کې مرسته وکړي. دا د حکومت دنده ده چې د سوال کولو پر ځای خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

ځواب ورکړئ

زه شخصاً د یوه شي په هکله فکر کوم او حیران یم چې حقیقت به څه وي؟ له يوې خوا د طالبانو حکومت وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله يې له هرې ادارې څخه دوه يا درې برابره زيات عوايد ترلاسه کړي، له بلې خوا په ټول هېواد کې خلک له لوږې او بېوزلۍ سره مخامخ دي. نه حکومت د خلکو د خوشالولو لپاره څه کوي او نه یې د خیریه موسسو له اړتیا څخه خلاصوي. دا سمه ده چې ملګري ملتونه اخلاقي مسؤلیت لري چې د جنګ ځپلیو هېوادونو له بې وزلو خلکو سره مرسته وکړي، لاکن افغان حکومتونه داسې پروژې او پروګرامونه نه پلي کوي چې افغانان له اړتیا څخه خلاص کړي. مونږ نه غواړو چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې تل د بهرنیو موسسو د دروازو مخې ته ناست وي او د څو زرو افغانیو یا یوې بوجۍ اوړو د ویش انتظار وکړي. مونږ د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوو چې هغه پیسې چې له مختلفو داخلي بنسټونو څخه یې ترلاسه کړي دي، ژر تر ژره په غریبو خلکو باندې وویشي چې افغانان د نورو له اړتیا څخه خلاص شي.
په درنښت

ځواب ورکړئ