اقتصاد

د ملګرو ملتونو مرستې د غریبو او له لوږې سره مخامخ افغانانو د ژوند په ښه کولو کې مرسته کوي

د عمر راپور

په هرات ښار کې تقریبا ۱۰۰۰ کورنیو د سلواغې په ۱۹مه د ۴۷۷۰۰ افغانیو (۵۳۰ ډالرو) نغده مرسته ترلاسه کړه او اوس کولی شي چې د کرایې، خوړو او تېلو په څېر توکو لګښتونه پرې تادیه کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- تېره اونۍ په یوه ساړه سهار کې، ۴۵ کلنه سحرګل رسولي په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) دفترته راغله چې مرسته ترلاسه کړي.

هغه د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ یواځینې نفقه ګټونکې ده. هغه د خپلو ګاونډیانو کورونه ساتي او پاکوي، خو عاید یې د هغې د کورنۍ له لګښتونو څخه ډېر کم دی.

د رسولي مېړه ړوند او ۲۵ کلن زوی یې چې مزدورکار و، یو نیم کال مخکې په هرات ښار کې د یوه جنګ په ترڅ کې ووژل شو.

هغې وویل، «زما زوی زموږ د کورنۍ لپاره نفقه ګټله. د هغه له مرګ څخه وروسته، زه مجبوره شوم چې د هغه د مېرمنې او درې بچیانو پالنه وکړم. اوس زه مجبوره یم چې کار وکړم څو د خپل زوی د کورنۍ او د خپل ړانده مېړه لپاره لګښت برابر کړم.»

سحرګل رسولي چې ۴۵ کاله عمر لري، د سلواغې په ۱۹مه په هرات ښار کې د یو اېن اېچ سي آر له یوه کارمند څخه نغده مرسته ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

سحرګل رسولي چې ۴۵ کاله عمر لري، د سلواغې په ۱۹مه په هرات ښار کې د یو اېن اېچ سي آر له یوه کارمند څخه نغده مرسته ترلاسه کوي. [عمر/سلام ټایمز]

رسولي پخوا په هرات ښار کې په یوه شخصي روغتون کې د صفاکارې په توګه کار کاوه چې د میاشتې یې تقریبا ۴۰۰۰ افغانۍ (۴۴ ډالر) ګټلې. نوموړې دوه میاشتې مخکې هغه وخت خپله وظیفه له لاسه ورکړه چې له کورونو څخه بهر د ښځو په کارونو باندې بندیز ولګول شو.

هغې وویل، «په روغتون کې د وظیفې له لاسه ورکولو څخه وروسته، یوه ډاکتر زه مقرره کړم چې د هغه په کور کې کار وکړم، خو هغه له خپلې کورنۍ سره خارج ته لاړ او زه بیا بېکاره شوم. زه په اونۍ کې له درې څخه تر څلورو ورځو پورې د خپلو ګاونډیانو په کورونو کې کالي وینځم، او هغوی هر یو ماته تقریبا ۱۰۰ – ۲۰۰ افغانۍ (۱ – ۲ ډالر) راکوي.»

رسولي او لویه کورنۍ یې د هرات ښار په جنوبي برخه کې په یوه زاړه خټین کور کې ژوند کوي. هغه د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ (۲۲ ډالر) کرایه ورکوي.

هغه د ډبرو سکاره یا لرګي نه لري چې خپل کور پرې تود کړي، او نه خواړه لري چې خپل ماشومان او لمسیان پرې ماړه کړي.

وروسته له هغه چې رسولي د یو اېن اېچ سي آر دفتر ته مراجعه وکړله، یادې ادارې هغې ته ۴۷۷۰۰ افغانۍ (۵۳۰ ډالر) نغده مرسته ورکړله.

هغې وویل، «دغې مرستې زموږ ژوند وژغوره. هغه له درې څخه تر څلورو میاشتو پورې زما د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره کافي ده.»

هغې زیاته کړه، «زما څلور کلن لمسی نمونیا لري، او ما د هغه د تداوۍ لپاره پیسې نه لرلې. اوس چې ما نغده مرسته ترلاسه کړې، زه کولی شم چې هغه ډاکتر ته بوځم.»

د انسانانو ژوند ژغورل

د رسولي کورنۍ د هغو ۹۹۹ کورنیو له جملې څخه یوه ده چې د سلواغې په ۱۹مه یې په هرات ولایت کې له یو اېن اېچ سي آر څخه نغده مرسته ترلاسه کړه.

د مرستو اکثر ترلاسه کوونکي د هرات له جنګ ځپلیو ولسوالیو لکه شینډنډ او کېشک کهنه څخه دي.

د شینډنډ ولسوالۍ د زېرکوه سیمې یوه بزګر اخترمحمد چې ۶۲ کاله عمر لري، وویل چې هغه د خپلې ۱۶ کسیزې کورنۍ د ملاتړ لپاره نغدې مرستې ته سخته اړتیا لرله.

محمد چې د خپلې کورنۍ نفقه ور ترغاړې ده، وویل چې هغه د وچکالۍ له امله سږ کال له خپلو فصلونو څخه هېڅ عاید ترلاسه نه کړ.

هغه وویل، «د ملګرو ملتونو له خوا برابرو شویو مرستو د دغو سختو وختونو په ترڅ کې موږ له فقر او لوږې څخه وساتلو. دغه ډول مرسته زموږ د غریبو خلکو لپاره یواځینۍ هیله ده، او هغه زمونږ ماشومان د لوږې له امله له حتمي مرګ څخه ژغوري.»

محمد وویل، «زه به هغه پیسې چې نن مې ترلاسه کړې د خپلې کورنۍ لپاره د خوراکي توکو او سون توکو په پېرودلو باندې ولګوم. زمونږ په کور کې مناسب خواړه نشته، او موږ اکثر وختونه د شپې له مخې یواځې له چایو سره وچه ډوډۍ خورو.»

زربي بي چې ۵۹ کاله عمر لري او د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وویل چې له یو اېن اېچ سي آر څخه ترلاسه شوې نغده مرسته به تر شپږو میاشتو پورې د هغې د شپږ کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

هغې وویل، «زما مېړه زوړ او بزګر دی. زمونږ زراعتي حاصلات سږ کال د وچکالۍ له امله ښه نه ول. موږ ډېر غریب یو، او که د ملګرو ملتونو مرسته نه وای، مونږ به د لوږې له امله د مرګ له خطر سره مخامخ شوي وای.»

هغې زیاته کړه، «زه ساه بندي ناروغي لرم. ما پیسې نه لرلې چې خپله تداوي پرې وکړم. اوس چې ما نغده مرسته ترلاسه کړه، زه به ډاکتر ته لاړه شم او تداوي به وکړم.»

د جنګ قربانیانو سره مرسته

د یو اېن اېچ سي آر له خوا وړاندې کړای شوې تازه نغده مرسته له جنګ څخه ژوندي پاتې کسانو ته هم ځانګړې شوې وه.

د هرات ولایت د زوال ولسوالۍ یوې اوسېدونکې زینب چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل چې د هغې مېړه چې د ملي پولیسو افسر و څلور کاله مخکې په جنګ کې ووژل شو.‌

اوس هغه مجبوره ده چې په یوازې ځان د خپلو څلورو ماشومانو پالنه وکړي.

زینب وویل چې د هغې درې لورګانو د خیاطۍ له لارې څه ناڅه ګټه کوله، خو اوس هغوی بې کاره دي ځکه چې د تېر یو نیم کال په ترڅ کې نویو کالیو ته تقاضا نشته.

د هغې زوی د هغې په څلورو بچیانو کې تر ټولو کشر دی.‌

هغې وویل، «زما مېړه یو عاید درلود، او زموږ ژوند ډېر ښه و، خو زما د مېړه له شهادت نه وروسته زموږ ژوند بد شو. تر یو نیم کال مخکې وخت پورې ما د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه د خپل شهید شوي مېړه خرڅ ترلاسه کاوه خو هغه هم ودرېد.»

هغې وویل، «تقریبا یو کال کیږي چې موږ اصلا د خیریه موسساتو په مرستو باندې متکي یو.»

هغې وویل، «موږ په بشردوستانه مرستو باندې ډېر متکي شوي یو، او که دا مرستې نه وای، کېدی شي چې موږ په سختۍ سره ژوندي پاتې او خیر غوښتلو ته مجبور شوي وای.»

زینب وویل، د نړۍ والې ټولنې بشردوستانه مرستې د هغې ماشومان له لوږې او حتی له مرګ څخه ژغورلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په تېره یوه اونۍ کې افغانستان ته ۱۲۰ میلیون ډالر راغلي دي مګر د دې مرستو ډېره برخه د طالبانو جېبونو او یا هم کیدای شي د ترهګرو ډلو د روزلو لپاره کارول کېږي. اول د امریکا لپاره طالبان ترهګر وو خو اوس به نورې ډلې راوباسي او دغه د ډالرو ۴۰ ملیوني کڅوړې چې امریکا رالېږي کیدای شي د دې هم یوه برخه د ترهګرو په روزلو ورکوي. او تاسو چې د بشري مرستو په نوم کوم راپور خپور کړی دا د یوه ولایت په سطحه 0,5 فیصده هم نه شي کیدای. دا مرستې هم د هغه چا لاس ته رسېږي چې یا په طالب کې ښه واسطه ولري او یا هم داسې چاته رسيږی چې د مرستو وړ تر ډېره نه وي. دا مرستې د خلکو دوا نه شي کیدلی.

ځواب ورکړئ

لنډه خبره دا ده چې وطن وران و او له تېر یو نیم کال راهیسې نور هم وران شو. له یوې خوا طالبان په منظم ډول اعلانونه کوي چې د ګمرکاتو، ښاروالیو او نور عواید یې د پخوا په نسبت څو برابر زیات شوي دي. بلې خواته، هره اونۍ تقریبا ۴۰ میلیونه ډالر خارجي مرستې وطن ته راځي. لاکن کله چې د رسنیو راپورونه لولو او ګورو، داسې ښکاري لکه ټول وطن چې ۱۶مې پېړۍ ته بېرته ورګرځېدلی وي. تعلیم نشته، تحصیل نشته، تذکره نشته، پاسپورټ نشته، سفارتونه نشته، دپلوماتیک روابط نشته، .... او نه هم نور خدمتونه شته. هر څه په سیند لاهو شوي دي. اصلا زمونږ بدبختي له هغه وخت څخه شروع شوه چې داودخان په ظاهرشاه باندې کودتا وکړه او یو منظم نظام یې ړنګ کړ. بله بدبختي هغه وخت رامنځته شوه چې یوې خواته د شوروي اتحاد له خوا تربیه شویو کمونستانو کودتا وکړه او بلې خواته د انګرېزانو/پاکستان له خوا تربیه شوي اخوانیان پاکستان ته وتښتېدل او له هغه ځایه یې د خپل وطن د ورانولو لپاره وسلې راوړلې. بله بدبختي هغه وخت رامنځته شوه چې د نجیب حکومت نسکور شو او اخواني تنظیمونو کابل ښار وران کړ. له هغه نه وروسته بله بدبختي دا وه چې په ۲۰۰۱ کې غربي ځواکونو په افغانستان باندې غیرمؤجه برید وکړ. که څه هم د غربي ځواکونو دلیل دا و چې د عربانو د مشر د نیولو لپاره راغلي او له دې امله د افغانستان کلي او کورونه بمباروي، لاکن کله چې د عربانو مشر په پاکستان کې پیدا شو، تر ننه پورې یې پاکستان ته هېڅ سزا ور نه کړه. مطلب سرچپه لوبې روانې دي، او بدبختانه چې د لوبو تر ټولو سخت قربانیان افغانان دي. د همدغو لوبو تاثیر دی چې نن د زربي بي، سحرګل، او زینب په څېر په زرګونو او لسګونو زره باوقاره ښځې د خیر غوښتلو ته ناستې دي. :(

ځواب ورکړئ

ملګري ملتونه د یو اېن اېچ سي آر په همکارۍ د بې وزلو کورنیو لپاره نوي پروګرامونه پیلوي او د ۴۷۷۰۰ افغانیو نغده مرسته ورکوي. دا یو ښه کار دی چې د دې کورنیو راتلونکی روښانه کوي. د دغه راپور له مخې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له بې وزلو خلکو سره مرستې کړې دي او دا چې د مرستو ټول ترلاسه کوونکي هغه خلک وو چې خپلو کورنیو ته د خوراکي توکو په برابرولو کې یې ستونزې لرلې. که د ملګرو ملتونو بشري مرستې نه وای، د افغانستان بې وزله خلک به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي وای. ډیری کورنۍ چې د کار کولو فرصت نه لري یا سرپرست نه لري او یا هم زاړه مشران لري، دوی به د ملګرو ملتونو په مرسته خپل ورځنی ژوند تیروي. په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو ده او د افغانستان خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د افغانستان بې وزله خلک که د کار د نشتوالي له امله خپلو کورنیو ته کافي خواړه پیدا نه کړي، په رواني ناروغیو اخته کیږي. کله چې د افغانستان خلک په ښار کې روان وي،‌ غیر ارادي په لوړ اواز له ځانونو سره خبرې کوي. د ملګرو ملتونو دغه بشري مرستې کولی شي د افغانانو په ورځني ژوند کې ژور بدلون راولي. تر څو چې د افغانستان اوسنی حکومت د نړۍ د هېوادونو له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي، د افغانستان خلک به د ملګرو ملتونو او نورو ادارو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ځواب ورکړئ