اقتصاد

سړې هوا او غریبۍ د بې وزلو افغانانو ژوند تریخ کړی دی

د عمر راپور

د ۱۱ ځوانو افغانانو یوې ډلې د ۱۴۰۱ د مرغومي په نیمایي کې هڅه وکړه چې په غیرقانوني توګه د کار موندلو لپاره د افغانستان له هرات ولایت څخه ایران ته واوړي. هغوی چې د واورې توپان را ایسار کړي ول، مجبور شوي ول چې افغانستان ته راوګرځي او د یخنۍ وهلو تداوي ترلاسه کړي. په ورته وخت کې، یوې افغاني خیریه ادارې د مرغومي په ۲۷مه په هرات ولایت کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو غریبو کورنیو ته اوړه، غوړي او وریژې ور ووېشل. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- عبدالحکیم چې ۲۷ کاله عمر لري، په داسې حال کې چې پښې یې په بنداژونو تړل شوي دي د هرات حوزوي روغتون د سوزېدلو خلکو په وارډ کې د تداوۍ په چپرکټ پروت دی. هغه د یخنۍ وهنې له اغېزو څخه متاثر شوی دی.

حکیم د ۱۰ نورو ځوانانو له یوې ډلې سره یو ځای د مرغومي په ۲۰مه هڅه وکړه چې په غیرقانوني توګه له هرات څخه ایران ته واوړي.

دغه ډله د شپې لخوا د هرات د کوهسان ولسوالۍ له لارې د ایران خاورې ته ورننوتله خو د واورې یوه سخت توپان په یوه غره کې را ایساره کړله.

هغوی شپږ ورځې او شپږ شپې ایسار ول، او بالاخره مجبور شول چې بېرته په پوله د افغانستان خاورې ته را واوړي او تداوي ترلاسه کړي.‌

درې ځوانان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته د کار په لټون پسې تېر شي، د مرغومي په ۲۶مه د هرات په حوزوي روغتون کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې له یخنۍ څخه د اغېزمنتیا درملنه یې کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

درې ځوانان چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته د کار په لټون پسې تېر شي، د مرغومي په ۲۶مه د هرات په حوزوي روغتون کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې له یخنۍ څخه د اغېزمنتیا درملنه یې کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

کارګران د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې د کار موندلو لپاره انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

کارګران د مرغومي په ۲۷مه په هرات ښار کې د کار موندلو لپاره انتظار کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د حکیم ۱۰ ملګري هم سختې یخنۍ ووهل چې لاسونه او پښې یې ورته ډېر بد متاثر کړل.

حکیم وویل،‌ فقر او بې کارۍ هغه مجبور کړ چې دغه خطرناک سفر ته مخه کړي.

هغه وویل، «زه د دې لپاره چې د خپلو ماشومانو او مېرمنې لپاره خواړه پیدا کړم، مجبور شوم چې ایران ته لاړ شم. په کور کې موږ حتی یوه ټوټه ډوډۍ نه لرو چې زما بچیان یې وخوري. زه درې ماشومان لرم او نشم کولی چې هغوی ته خواړه برابر کړم.»

هغه زیاته کړه، «زه په سړه هوا او ناقانونه لارو پورې تړلیو خطرونو په هکله ښه خبر وم، خو ما بله هېڅ لاره نه لرله.»

په افغانستان کې کاري فرصتونه کم دي او ډېر ځوانان د کار لپاره د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو خطرناکو سفرونو ته مخه کوي.

بې ساري سړو د میلیونونو افغانانو لپاره، چې وار له مخه له لوږې او اقتصادي‌ بحران څخه کړېدل، ژوند لا ډېر سخت کړی دی. اقتصادي بحران له تېر یو نیم کال راهیسې هېواد ډوب کړی دی.

د سړو یوې څپې، چې یخني په کې تر -۳۳ سانتي ګراد پورې ښکته شوله، د مرغومي په ۲۰مه د افغانستان له ۲۰ څخه ډېر ولایتونه ووهل.‌

مقاماتو وویل، چې شاوخوا ۷۸ انسانان او ۷۰۰۰۰ مالونه د یخنۍ له امله مړه شوي دي.

یخه هوا او بې وزلي

عبدالغفور چې ۵۱ کاله عمر لري، له یخنۍ لړزېږي او خپل لاسونه یې د تودولو لپاره خپلې خولې ته نیولي دي، په هرات ښار کې د یوه سرک پر غاړه ناست دی او د کار لپاره انتظار کوي.

که څه هم چې غفور هره ورځ ټوله ورځ د کار لپاره انتظار کوي، لاکن دوه اونۍ کېږي چې تش لاس کور ته ستنېږي.

غفور چې د یوې څلورکسیزې کورنۍ نفقه ور تر غاړې ده، وویل چې هغه نشي کولی په سړه هوا کې خپل کور تود کړي او د یخنۍ له امله نشي کولی چې د شپې سم خوب وکړي.

هغه وویل، «په دې سړه هوا کې ژوند په ریښتیا سره ډېر سخت شوی دی. زه هره ورځ په کار پسې له کور نه وځم خو تش لاس او وږی راستنېږم. کار نشته. هغه خلک چې پیسې یې لرلې او کورونه یې جوړول له هېواد څخه وتلي دي.»

هغه زیاته کړه، «زما په څېر، په سلګونو نور کارکوونکي هم د کار په لټون خپل کورونه پرېږدي خو د شپې مایوسه بیرته کور ته راستنېږي.»

خلیل احمد چې ۶۵ کاله عمر لري او د خپل لاس ګاډي په وسیله په هرات ښار کې شیان لېږدوي،‌ نه دی توانېدلی چې د واورې او سړې هوا له امله کار ومومي.

د هغه ورځنی عاید ۵۰ افغانیو (۵۶ امریکایي سنټو) ته رالوېدلی دی.

احمد وویل، دا پيسې د هغه د درې کسیزې کورنۍ د لګښتونو لپاره کافي نه دي او زیاته یې کړه چې هغه مجبور شوی چې د پیسو لپاره سوال وکړي.

هغه وویل، «زه ټوله ورځ د سرک پر غاړه انتظار کوم، خو کار نه وي. ځینې ورځې، زه ۲۰ – ۵۰ افغانۍ (۲۲ – ۵۶ امریکایی سنټه) ګټم، خو ډېرې ورځې زه نشم کولی چې حتی یوه افغانۍ هم وګټم. زه مجبورېږم چې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ اخیستلو په پار سوال وکړم.»

خلیل زیاته کړه، «که څه هم چې د ژوند سختیو زه مجبور کړم چې خیر غوښتل پیل کړم، لاکن اکثر خلک پیسې نه لري چې له ما سره مرسته وکړي.»

له غریبانو سره مرسته کول

نړۍ والې او داخلي غیرحکومتي موسسې ډېره هڅه کوي چې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د حبیب یار په نامه یوې افغاني خیریه موسسې د مرغومي په ۲۷مه په هرات کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو غریبو کورنیو ته اوړه، غوړي او وریژې ور ووېشل.

نسیمه چې ۴۶ کاله عمر لري، د پنځو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې ده، د یادې مرستې یوه ګټه اخیستونکې وه.

د دې مرستې معنی دا ده چې هغه او د هغې بچیان به تر یوې میاشتې پورې نه وږي کیږي.

هغې وویل،‌ «له هغه وخت نه چې هوا سړه شوې ده، زما ژوند ډېر سخت شوی دی.»

نسیمې زیاته کړه،‌ «د شپې له مخې موږ تر یوې کمپلې لاندې ویده کیږو چې ... ځانونه تاوده کړو، خو هوا دومره سړه ده چې موږ نشو کولی صحیح خوب وکړو، او ډېرې شپې حتی داسې وي چې موږ د ماښام ډوډۍ نشو خوړلی.»

محمد یوسف چې ۵۷ کاله عمر لري، ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۵ کیلوګرامه وریژې او ۱۰ لېټره غوړي ترلاسه کړل چې د یوې میاشتې په مخه د هغه د څلور کسیزې کورنۍ د مړولو لپاره کفایت کوي.

هغه زیاته کړه، «زه دومره زوی نه لرم چې کار وکړي، او زه مجبور یم چې د خپلې کورنۍ لپاره ګټه وکړم، خو کار نشته او زه په دې زاړه عمر کې په نورو خلکو باندې تکیه کوم.»

هغه او مېرمن یې او دوه لورګانې د هرات ښار په لوېدیځه برخه کې په یوه خټین کور کې ژوند کوي.‌

یوسف وویل، هغوی داسې اسانتیا نه لري چې خپل کور تود کړي او سړې هوا د هغوی ژوند ډېر سخت کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کابل سړه هوا او د خلکو بېزولي، هغه څه دي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. که حاکم نظام خلکو ته د کار پیدا کولو غم ونه خوري، نو په پوره ډاډ درته ویلی شم، چې سږ به خلک ان خودکشۍ ته هم اماده شي. د خپلو وړو وړو کوچنیو درد هیڅ انسان نه شي زغملی، نو کورنۍ مجبوره دي، چې په هر قسم کېږي دغو کوچنیانو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي، خو د کابل په دې یخه هوا او واو رین موسم کې به څنګه یوادسې کس چې هیڅ کارو بار ونلري څنګه د ماشومانو خېټې مړې کړي؟ دا کس به یا سوال کوي، یا غلا کوي، یابه خپل عزت پلوري او یا به هم ځان وژنه کوي، په دغو ټولو حالاتونو کې د حاکم نظام مسولیت جوړیږي چې دغه ډول خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي، ځکه ددې ملت مسولیت اوس د حاکم نظام پرغاړه دی، چې خدای به یې ترې پوښتنه کوي.

ځواب ورکړئ

نور هر څه خو پرېږده، انسان په طبیعت کې هم لاسوهنه پیل کړې. خبره د دې راپور تر لوستلو او سږني ژمي رایاده شوه، ریښتیا هم ډېر یخ و. کلونه کېږي چې د نړۍ بډایه هېوادونو د صنعت په برخه کې دومره کار شروع کړی چې مشینرۍ یې خپله خو پرېږده چې د غریبو هېوادونو په اسمان کې هم بدلون راوستي. ګټې بډایه هېوادونه کوي خو د ماشینونو د لوګیو تاوان یې غریبو هېوادونو ته رسیېږي. دا په داسې حال کې ده چې د هوا د نه ککړتیا هوکړې هم د همدې بډایه هېوادونو تر منځ شوي. ما د اروپا او امریکا د صنعت په اړه لوستي. زه وایم چې همدوی دي چې د ټولې نړۍ هوای یې خرابه کړې. دوی باید غریبو هېوادونو ته تاوان ورکړي. دوی باید دا هر څه له یاده و نه باسي چې د موسمي بدلون او دغسې ناڅاپي بدلونه یعنې څه ؟ ولې؟ او دا چا؟ تېر اوړی په بدخشان کې واوره و ورېده. ګرمي او یو دم د واورې ورېدل، عجیبه سوال دی. مانا دا چې مونږ نن سبا هغه څه وینو چې په مکمل ډول د توقع خلاف وي... د انسان له خوا په طبیعت کې د لاسوهنې یو بله ښه بېلګه د چین له خوا د کرونا وایرس خپرول و چې د بایوټورورېږم په نامه یې هم یادولی شو... تاسو ولیده چې ممکن د بشر په تاریخ کې دا ډول جرم به نه وي شوی لکه څنګه چې چینایانو وکړ. بس د نړۍ د عبرقدرتونو له خوا جنګ دی او ښه سم روان دی. نو خبره ده یخ ژمي وه. نور به څه و وایو، بس دا ویلی شو چې نړۍ صرف او صرف د څو زبرځواکه هېوادونو ده، څه چې کوي، کولی یې شي خو غریبان دې هم له یاده نه باسي.

ځواب ورکړئ

په دې ژمي کې غریب خلک د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري. بې وزله خلک په چوک کې [چې کارګران په کې د کار موندلو لپاره راټولیږي] ناست دي، د کار موندلو انتظار کوي، لاکن کار نشته. د افغانستان په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې هوا ډېره سړه شوې ده. خلک د لرګیو یا سکرو د پیرودلو توان نلري. ډیری خلک خپلې ورځې او شپې له خپلو کورنیو سره په سړو کورونو کې تیروي. بې وزله ځوانان د خپل وطن پرېښودلو ته اړ دي. په افغانستان کې زموږ ځوانانو ته کار نشته. د پخواني حکومت پر مهال به ځوانان د کار موندلو لپاره چوک ته تلل. که څو ورځې به یې کار ونه موند، بې وزله کارګران به مجبور شول چې نظامي خدمت ته مخه کړي. او په هغه چوک کې د افغان پوځ د جلب او جذب مرکزونه وو. په یوه اونۍ کې د یوې قول اردو شاوخوا ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې غړي مړه او ټپیان کېدل. ډېری دغه کسان مزدورکاران وو او د بې روزګارۍ له وجې پوځ ته تللي وو او اوس هم زموږ ځوانان له ستونزو سره مخامخ دي او ځوانان پوهېږي چې په لاره کې هر ډول حادثې پېښېږي. دا ځوانان له مرګ سره لوبې کوي. هغه ځوانان چې بهر ته تللي په اساسي توګه کولی شي له اقتصادي اړخه د خپلو بې وزلو کورنیو ملاتړ وکړي. په افغانستان کې دننه که په یوه کورنۍ کې پنځه کسان کار وکړي، بیا هم کورنۍ له اقتصادي اړخه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. ډېرو خلکو خپل کورونه پلورلي او خپل یو یو زوی یې بهر ته لېږلی دی او هیڅ تضمین نشته چې زامن به یې بېرته راشي او که نه. په افغانستان کې د ځوانانو راتلونکې ناڅرګنده ده. همدا لامل دی چې ځوانان له افغانستان څخه وځي.

ځواب ورکړئ

الله تعالی دې زمونږ د خلکو په حال باندې رحم وکړي. بدبختانه چې نه زمونږ مسلمانو ګاونډیانو او نه نړۍ والو دوستانو زمونږ په خلکو باندې رحم وکړ. پاکستان او ایران زمونږ هیواد وران کړ او زمونږ خلک یې په جنګي ډلو کې وروزل او بیا یې یو په بل ووژل یا یې نورو هېوادونو ته د جنګ کولو لپاره ولېږل. امریکا وایي چې په شلو کالونو کې یې په افغانستان کې ‍۱۰۰ تریلیونه ډالر ولګول، لاکن د افغانانو لپاره یې هېڅ فایده ونه کړله. د نظام له چپه کېدلو نه درې میاشتې وروسته په میلیونونو افغانان له وژونکې لوږې سره مخامخ شول. که د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې چې نړۍ وال ائتلاف په افغانستان کې حضور درلود، د برق منظم بندونه او ورسره تولیدي فابریکې جوړې شوې وای، اوس به زمونږ ځوانان نه مجبورېدل چې نورو هېوادونو ته د ډوډۍ په لټون پسې لاړ شي او له داسې خطري حالاتو سره مخامخ شي.

ځواب ورکړئ

د اوسني افغان حکومت تمرکز یوازې پر ښځو دی. په داسې حال کې چې خلک د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري، په دې ژمي کې د ځان ګرمولو لپاره څه نه لري، ژمنۍ جامې، لرګي او بخارۍ نه لري، د ازبکستان برېښنا پرې شوې، خو له دې ټولو ستونزو سره سره طالبان هره ورځ امرونه صادروي او د ښځو کار، تعلیم او ژوند محدودوي. د طالبانو دغه سخت دریځي په نړیواله کچه د افغانستان د انزوا لامل شوې او په افغانستان کې یې نړیوالې موسسې او مرستندوی هېوادونه اړ کړي چې له افغان ولس سره خپلې مرستې وځنډوي. طالبان په دولتي ادارو کې ناست دي. هغوی بخارۍ لري، بریښنا لري، د پردیو او غریبو خلکو فکر ورسره نشته. د غریبو او بې وزلو خلکو غږ څوک نه اوري او د تل په څېر دا خلک د خپلو واکمنانو د ناسمو سياستونو قیمت ورکوي. خدای دې طالبانو ته هدایت وکړي.

ځواب ورکړئ

دا راپور بلکل مستند دی او هره جمله یې درسته ده، دروغ په کې نشته. د خلکو خبرې مو چې رااخیستي هغوی هم درته رښتیا ویلي دي. بله لاره نشته ځکه خو خلک مجبور دي چې له یوې نه یوې لارې له وطنه وتښتي او د خپلو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدا لپاره کار وکړي، کنه یخني او لوږه به یې مړه کړي. نه یوازې دا چې بې وزله خوره ده؛ بلکې د توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي او د خوړو نه خوندیتوب زیاتېږي، چې اکثر ماشومان او ځیني لویان به خوارځواکۍ اخته شوي دي. زه ځیني وخت ازادي راډیو اورم چې اورېدونکي یې په خپلو صوتي پیغامونو کې له لوږې، بې‌وزلۍ او وزګارتیا څخه شکایتونه کوي. د جلال اباد يو اوسېدونکی په خپل پیغام کې وویل، "خلک له لوږې مړه شول، په میاشتو- میاشتو کور کې اوړه نه‌لري. دوی له ستونزو سره مخامخ دي. له دې اوسنیو چارواکو غواړو چې زموږ غم وخوري. رسنۍ او خبریالان هم له ستونزو سره مخامخ دي، چې زموږ غږ تر نورو نه‌شي رسولی." لوږه او بې وزلي یو خوا، د ژمي سړې شپې دي یخني بې حده زیاته ده چې په پایله کې یې ډېرې ناروغۍ هم رامنځته کړي، د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې چې د یخنۍ له وجې په تېرو دوو اوونیو کې د مړو شمېر تر ۱۲۰ زیات شوی دی، همدارنګه لسګونه کورونه یې تخریب او لسګونه زره څاروي هم تلف شوي دي. که حالت دغه ډول لکه اوس چې دی رواني وي، سخت بشري ناورین به رامنځته شي. خدای تعالی دې د افغانانو په حال رحم وکړي...

ځواب ورکړئ