کډوالان

د هوا له سړښت سره سره، د ایران رژیم د افغان کډوالو را اېستل زیات کړي دي

د عمر راپور

په داسې حال کې چې افغانان له بې ساري یخنۍ، فقر او په ژمي کې له بې کارۍ څخه کړېږي، د ایران رژیم له خپل هېواد څخه د افغان کډوالو را اېستل چټک کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په داسې حال کې چې افغانان له بې ساري یخنۍ، فقر او په ژمي کې له بې کارۍ څخه کړېږي، د ایران رژیم له خپل هېواد څخه د افغان کډوالو را اېستل زیات کړي دي.

د هرات د کډوالو او را ستنېدونکیو د چارو ریاست وویل، د روان لمریز کال په ترڅ کېد ایران رژیم له خوا را اېستل شوي له ۲۳۵۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د اسلام کلا سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته راننوتي دي.

د هوا له سړښت سره سره، هره ورځ له ایران څخه د سرحد له لارې هرات ولایت ته د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ افغانان راستنېږي چې د تېر ژمي په پرتله ۲۰٪ ډېرښت په ګوته کوي.

لوږه او شکنجه

د کابل یوه اوسېدونکي جلیل احمد سروري چې ۲۹ کاله عمر لري، د سلواغې په ۲۳مه د اسلام کلا له لارې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره چې دوه او څلور کاله عمر لرونه، یوځای هرات ولایت ته راننوت.

په عکس کې چې د سلواغې په ۲۳مه اخیستل شوی، هغه افغانان چې له ایران څخه افغانستان ته را اېستل شوي د اسلام کلا په سرحدي بندر کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د سلواغې په ۲۳مه اخیستل شوی، هغه افغانان چې له ایران څخه افغانستان ته را اېستل شوي د اسلام کلا په سرحدي بندر کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

دغه کورنۍ چې ایراني پولیسو په زاهدان ښار کې نیولې وه له را اېستل کېدلو څخه مخکې نهه ورځې او نهه شپې په توقیف کې ساتل شوې وه.‌

سروري درې میاشتې مخکې د فقر او بې کارۍ له امله مجبور شو چې ایران ته کډه شي. هغه د کثافاتو د ټولولو او پروسیس په فابریکه کې کار کاوه.

هغه وویل، افغانستان ته په لاره د سړې هوا له امله د هغه بچیان ناروغ شول او روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري.

سروري وویل، «په لاره هوا ډېره سړه وه، او داسې څه نه ول چې موږ پرې تاوده شو او نه مناسب خواړه موجود ول. موږ سخت په تکلیف شوو. هغه لږې پیسې چې له موږ سره وې پولیسو واخیستلې، او له ما سره یې دومره پیسې پرې نښودلې چې د خپلو ماشومانو لپاره پرې خواړه واخلم.»

هغه زیاته کړه، «هغوی موږ ته په اوبو کې خوټېدلي غنم راکول. خوټېدلي غنم د خوراک وړ نه ول... موږ مجبور شوو چې لوږه په ځان تېره کړو.»

هغه وویل، ایراني پولیس افغان کډوال د وهلو، رواني فشارونو، لوږې او تندې له لارې شکنجه کوي او پیسې ترې اخلي.

د تخار ولایت یو اوسېدونکی میرعلم چې ۱۶ کاله عمر لري، هم ایراني پولیسو د سلواغې په ۲۳مه د اسلام کلا له لارې را واېست.

علم پنځه میاشتې مخکې ایران ته تللی و چې کار وکړي خو پولیسو هغه په اصفهان ښار کې ونیو.

هغه وویل، «بیا پولیسو زه یوه توقیف ځای ته انتقال کړم چې هلته هغوی ډېر وخت زه په لغتو او سوکانو وهلم. پولیسو له مانه په زور ۵۰۰۰۰۰ تومنه (۱۱۸ ډالر) واخیستل. هوا ډېره سړه وه، او ما دوه ورځې او شپې ډېر سخت وخت تېر کړ.»

میر علم زیاته کړه، «په اصفهان کې له توقیف ځای څخه وروسته، هغوی موږ د سفېد سنګ زندان ته انتقال کړو. موږ هلته په سړه هوا کې درې ورځې او شپې په لوږه تېرې کړې. هلته هېڅ شی نه ول چې موږ پرې تاوده شو. موږ شپه او ورځ لړزېدلو.»

هغه هم د سروري په څېر یواځې خوټېدلي غنم ترلاسه کول او خوړل.‌

دغه تنکي ځوان وویل، په سفېد سنګ زندان کې تقریبا ۵۰۰۰ افغان کډوال ساتل کېدل چې یواځې دوه تشنابونه یې لرل او ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې وې.‌

له نړۍ وال قانون څخه سرغړونه

افغان چارواکو هغه ستونزې تایید کړې چې افغانان له ایراني پولیسو سره د مخامخ کېدلو پر وخت ورسره مخامخ کېږي.‌

په اسلام کلا کې د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو رییس عبدالله قیومي وویل، هره ورځ‌ له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې افغان کډوال چې د ایراني پولیسو وهلو او ډبولو له امله ټپونه لري د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راننوځي.

هغه وویل، «ایراني امنیتي ځواکونه له نړۍ والو قوانینو څخه په سرغړونه او د ښه ګاونډیتوب روحیې پر خلاف، له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او هغوی شکنجه کوي او وهي یې. ډېری کډوال موږ ته د ایراني پولیسو له خوا د شکنجه کېدلو او توهین کېدلو په هکله شکایت کوي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت هره ورځ له ۴۰ څخه ډېر بې سرپرسته ماشومان او ښځې راباسي.»

هغه وویل، «د هغوی د کورنۍ غړي ... په ایران کې دي په داسې حال کې چې هغوی له را اېستل کېدلو څخه وروسته په افغانستان کې بېخي یواځې پاتې دي، چې له سخت ژوند سره مخامخ شوي دي.»

هغه وویل، له نېکه مرغه چې، «د دغو بې سرپرسته کډوالو له جملې څخه یو شمېر یې له نړۍ والو مرستندویو ادارو څخه مرسته ترلاسه کوي.»

قیومي وویل،‌ له ایران څخه له راستنېدلو وروسته، اکثر افغان کډوال د ایراني پولیسو له خوا له هغوی سره د شوي تاوتریخوالي په هکله شکایت کوي.

په زور پیسې اخیستل او ځورول

د ایراني پولیسو له خوا په زور پيسې اخیستل بل هغه عام شکایت دی چې افغان کډوال یې کوي.

د جوزجان ولایت یوه اوسېدونکي حامد چې ۲۱ کاله عمر لري،‌ وویل چې ایراني پولیسو له هغه څخه د هغه ټولې پیسې په زور واخیستلې.

هغه وویل، «ما غوښتل چې سهار وختي کار ته لاړ شم، خو پولیسو ونیولم. هغوی زه یوه شپه د پولیسو ماموریت کې وساتلم. هغه شپه به هر پولیس زه په لغتو وهلم.»

هغه وویل، له هغه څخه ۵۰۰۰۰۰ تومن پولیسو په زور واخیستل او ۵۰۰۰۰۰ تومن نور ترې د ښاروالۍ کارمندانو واخیستل.

حامد وویل، «بیا هغوی موږ سفېد سنګ زندان ته انتقال کړو. زه دوه شپې هلته وم او هوا هم ډېره سړه وه. په سیمه کې واوره ورېدلې وه. زه د یخنۍ له امله ناروغ شوم خو دومره پیسې را سره نه وې چې درمل پرې واخلم.»

هغه زیاته کړه، «هغوی ۲۰۰۰ کسان په یوه تالار کې اچولي وو او موږ ټول یې په لغتو او سوکانو وهلو. ایراني عسکر ډېر ظالم او جابر دي. هغوی په هیچا، حتی په ماشومانو او ښځو باندې رحم نه لري.»

هغه هم د سلواغې په ۲۳مه د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راننوت.

محمدخان چې ۲۰ کاله عمر لري او د غزني ولایت اوسېدونکی دی، هم له ورته پېښې سره مخامخ شوی دی.

هغه د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل، «ما په خپل جېب کې ۱.۵ میلیونه تومن (۳۵۵ ډالر) درلودل. پولیسو زه تلاشي کړم او ټولې پیسې یې رانه واخیستلې. که څه هم چې ما نورې پیسې نه لرلې، هغوی زما وهلو ته دوام ورکړ او نورې پیسې یې راڅخه غوښتلې.»

هغه د ښار له نومولو پرته وویل، «ایراني امنیتي ځواکونو له ۵۰۰ څخه ډېر افغان کډوال څلور شپې او ورځې په یوه تالار کې ایسار کړي ول.»

محمدخان وویل، «په داسې حال کې چې هغه وخت ډېره یخني وه،‌ هغوی موږ ته یواځې اوبه او وچه ډوډۍ راکول. هغوی موږ ته یواځې دومره خواړه راکول چې له لوږې مړه نشو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران د منحوس رژیم سیاست هم سړی حیران کړي. دوی له افغانانو څه غواړي او څه کوي. د دوی خبرې او عمل بالکل یو له بل څه بدل دي. ایران له لسیزو راپدېخوا په افغانستان کې د حکومت مخالفین سپورټ کوي، جنګ ته لمن وهي او له بلې خوا جګړه ځپلي افغانان په خپل هېواد کې نه پرېږدي چې د ځان لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي. افغانستان دا وخت چې تازه یې یو حکومت پرزېدلی او بل واک ته رسېدلی، ولس یې په سخت بحراني حالت کې دی. په مقابل کې د دې په ځای چې د یو ریښتيني ګاونډي رول ولوبوی، نور هم مشکل جوړوي. بس هر څوک د خپلې ګټې په فکر کې دی. ګاونډیانو له افغانانو څخه اوجرتي قاتلین جوړ کړي کله به پاکستان ته کشمیر ګټي او کله به ایران ته سوریه. خو کله چې افغانان په مشکل کې وي، بیا به یې دغسې په یخ ژمي کې له هېواده په زور راشړي. افغانانو ته نور د شرم خبره ده. نور دې په خپل منځ کې اتفاق وکړي، سره راټول دې شي او د پردیو جنګونو مسولیت دې نه اخلي.

ځواب ورکړئ

په نړۍ کې بل هیڅ دولت به داسې ظلمونه ونه کړي چې د ایران اسلامي اخوندي حکومت یې د افغان مهاجرینو په ضد کوي. هغه افغانان چې په ایران کې نیول کیږي لومړی د ایراني پولیسو لخوا وهل کیږي او بیا ترې پیسې اخیستل کیږي. که موبايل لري، هغه ترې اخلي او که ساعت لري هغه ترې اخلي. د ایران د اخوندي رژیم پولیس د امنیت لپاره نه، بلکې په ښارونو کې د افغان مهاجرینو د جیبونو د لوټلو لپاره دي. په ایران کې افغان کډوال تل د ایراني پولیسو له خوا ځورول کېږي، خو د ایران اخوندي حکومت داسې پلان نه لري چې د ایراني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورولو مخه ونیسي. نو معلومه شوه چې د ایران اسلامي حکومت له پولیسو سره لاس لري، او د ایران د حکومت په امر افغان مهاجرین ځوروي، وهل کیږي او لوټل کیږي.

ځواب ورکړئ

له هغه مسلمانۍ یې ورتېر خو د یوه انسان او ګاونډي هېواد په توګه پکار وه چې ایران د افغان کډوالو د شړلو پر ځای په خپله غېږه کې دوی ته ځای ورکړی وای، خو نه یوازې دا چې ځای یې ورنکړ په سخت وضعیت کې یې راوشړل. ځه شړل هو په هر حال ایراني وحشي رژیم هلته ګڼ کم عمره هغه افغانان هم وهلي ټکولي او په چړو وهلي چې د ښه او محفوظ ژوند په موخه یې اروپايي هېوادونو ته د تګ تکل کړی وو. دا سمه ده چې افغانستان د پخوا په پرتله دا مهال امن دی، مګر کار نشته او کله چې یو ځای کار نه وي نو پیسې نه وي او چې یو چاسره پیسې نه وي نو هغه به تعلیم او تحصیل څنګه وکړي؟ او کله چې یو چا تعلیم ونکړ نو هغه به د ړندو په څېر ژوند کوي چې ړانده ژوند په ښه شکل نه شي کولی. هم ځانته او هم ټولنې ته زیان اړولی شي او دا زیان نه یوازې دا چې د افغانستان په پولو پورې محدودېږي؛ بلکې ګاونډي هېوادونه او نړۍ ترې متضرره کېدلی شي. لهذا د افغانانو لاسنیوی پکار دی...

ځواب ورکړئ

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته اکثر افغانان د خوندي ژوند لپاره خطرونه ګالي، خو ډېر وخت داسې کېږي چې خپل هدف ته په سختو لارو نه شي رسېدای. یعني هغه ډول ژوند چې افغان کډوال غواړي نه شي کولی. که وطن کې پاتې کېږي د طالبانو د پوځیانو له خوا زورول کېږي او آن وژل کېږي او که د خوندي ژوند لپاره نورو هېوادونو ته هڅه کوي نو هغوی یې په ارام نه پرېږدي. د افغان کډوالو/مسافرو د ډېرو له خولې مې اورېدلي چې په ځان سختې ومني او له کوره د ښه ژوند په موخه ووځي، خو مخکې له دې چې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي، د غلو، پولیسو، قاچاقبرانو له خوا زورول کېږي، وهل کېږي او آن ژوند له لاسه ورکوي. که وطن جوړ وای، په رښتیا امن وای، که ښه نه وی خو مناسبې دندې وای، خلک بوخت وای ولې به نن له وطنه د تېښتې خبرې وې. الله ج دې په افغانانو رحم وکړي. امین

ځواب ورکړئ