کډوالان

د ایران وارخطا امنیتي ځواکونه په افغان کډوالو باندې فشار زیات کړی دی

خبریال: عمر

تازه راستانه شوي کسان او چارواکي وایي، په ایران کې د ولسي نا ارامۍ په زیاتېدلو سره، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په ایران کې استوګنو افغانانو باندې فشار زیات کړی دی. د هرات ولایت د کډوالو د چارو ریاست وویل،‌ له ایران څخه د راستنېدونکیو کسانو شمېر تېره میاشت ۲۵٪ زیات شوی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- تازه راستانه شوي او کتونکي وایي، په ایران کې د نا ارامۍ په زیاتېدلو سره، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په ایران کې استوګنو افغانانو باندې فشار زیات کړی دی.

له هرات څخه د راپورونو پر بنسټ،‌ له ایران څخه د افغان کډوالو را ایستنې په تېره یوه میاشت کې ۲۵٪ زیات شوي دي. په ورځ کې ۲۰۰۰ را ایستل شوي افغان کډوال د اسلام کلا له لارې افغانستان ته را اوړي چې دغه شمیر مخکې ۱۵۰۰ کسان وه.

په داسې حال کې چې اکثر راستنېدونکي مجرد ځوان سړي دي، خو اوس کتونکي د راستنېدونکیو ماشومانو او ښځو په شمېر کې هم زیاتوالی ویني چې د راستنیدو پر مهال د ځینو په بدن باندې د پام وړ د شکنجې نښې هم لیدل کیږي.

شکنجه او په زور پیسې اخیستل

له ایران څخه تازه راستانه شوي افغانان د ایراني امنیتي ځواکونو په لاسونو د افغان کډوالو د پرله پسې وژنو، شکنجو او په زور د پیسو اخیستنې قصې کوي.

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د تلې په ۲۶مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د تلې په ۲۶مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د جوزجان ولایت یوه اوسېدونکي احمد محمدي چې ۲۲ کاله عمر لري د تلې په ۲۶مه د اسلام کلا له لارې افغانستان ته په راننوتلو سره، وویل، «د ایران امنیتي ځواکونه اوس ډیر تر فشار لاندې دي. هغوی افغان کډوال د هغوی په کارځایونو یا کورونو کې نیسي او بندي کوي یې.»

هغه وویل، «پولیسو زه په جنوبي تهران کې په یوه باغ کې چې ما په کې کار کاوه، ونیولم. ایراني ځواکونو ماته اجازه را نه کړه چې خبرې او له خپل ‍ځان څخه دفاع وکړم.»

د فاریاب ولایت یوه اوسېدونکي عبدالوارث خالد چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل ایراني پولیسو هغه له کار څخه کور ته په لاره ونیو، پنځه ورځې یې بندي کړ او بیا یې ناڅاپي له خپل هېواد څخه را واېست.

هغه د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲مه/ په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې وویل، «پولیسو زه په زندان کې ډېر شکنجه کولم او وهلم. هغوی ماته ګواښ کاوه چې اعتراف وکړم... لاکن ما هغوی ته ویل چې زه یواځې یو مزدورکار یم.»

هغه وویل، «د ایران تر فشار لاندې امنیتي ځواکونو خپله عقده او غوسه په افغانانو باندې سړوي. ایراني پولیس چې هر چېرې افغان کډوال وګوري، د تبعیض له مخې یې نیسي او راباسي.»

خالد وویل، د ایراني پولیسو د ګواښ له امله، افغان کډوال نشي کولی چې له خپلو کورونو څخه بهر وځي او خپل عادي ژوند او کار وکړي.

د کابل یوه اوسېدونکي عتیق الله خیرخواه چې ۳۴ کاله عمر لري، د لړم په ۲مه په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ څخه د خبرو پر وخت وویل، د ایران د امنیتي ځواکونو د فشار له لاسه په ایران کې د افغانانو ژوند ډېر بد دی.‌

هغه وویل، «ایراني پولیس د شپې له مخې د افغان کډوالو په کورونو او کارځایونو باندې چاپو اچولو ته دوام ورکوي او هغوی په خوب یا کار کې د بوختیا پر وخت نیسي. تر دې چې هغوی موږ ته دا اجازه نه راکوي چې خپلې جامې راواخلو. هغوی موږ د خوب کالیو یا د کار کالیو کې زندان ته لېږي.»

هغه وویل، دغه راز ایراني امنیتي ځواکونو مستخدمینو ته حکم کړی چې افغانان مقرر نه کړي.

هیچا هم صرفه ونه کړله

د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي محمد ناصر نظري چې ۲۹ کاله عمر لري، پښه یې ماته ده او د ګرځېدلو لپاره امسا ته اړتیا لري، وویل چې د هغوی موټر تېره میاشت په بندر عباس کې ټکر وکړ چې عامل یې ایراني پولیس ول.

هغه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ څخه وویل، «په موټر کې موږ ۸ افغانان وو. پولیسو ټایر وویشت، او زموږ موټر چپه شو. زما څلور مسافر ملګري ځای په ځای مړه شول او زما په ګډون څلور نور ټپیان شوو.»

هغه وویل، «زه تقریبا یوه میاشت په بندر عباس کې په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې وم. ټول لګښت ما له خپل جېب څخه وکړ. زما کورنۍ مجبوره شوه چې ماته له افغانستان څخه ۵۰ میلیونه تومان (۱۵۶۲ ډالر) را ولېږي، او ایله هغه وخت بیا ایراني ډاکترانو ومنله چې زما علاج وکړي.»

نظري وویل هغه د نورو هغو درې افغانانو په حال خبر نه دی چې په ډزو کې ټپیان شول، او زیاته یې کړه چې هغه وخت د هغوی حال ډېر نازک و.‌

د فاریاب ولایت یوه اوسېدونکي عبدالغفور رنجبر چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل چې هغه یوه میاشت مخکې ایران ته تللی و لاکن د خپل کار په ځای کې ونیول شو او ایراني پولیسو سخت شکنجه کړ.

هغه وویل، «ایراني ځواکونو موږ د ماښام ۷ بجې ونیولو او تر سبا شپږو بجو پورې یې د سمنټو په فرش باندې ویده کړلو. موږ ۴۱ کسان وو.‌ یوه ایراني عسکر زموږ د شمارلو پر وخت موږ په شا باندې په لغته وهلو. هغه به موږ د «کثافت» په نامه یادولو.»

رنجبر وویل، ایراني عسکر له ټولو افغان کډوالو څخه په بېلابېلو بهانو پیسې اخلي.

هغه وویل، «ایراني امنیتي ځواکونه هر هغه ظلم چې کولی شي په افغان کډوالو باندې کوي. هغوی په هیڅ چا هم رحم نه کوي، حتی ښځې یا ماشومان هم نه پرېږدي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اسلام یو سپیڅلی دین دی خو ایراني اخوندانو او افغاني ملایانو د خپلو ګټو لپاره ډېر بې ځایه وکاروه او لګیا دي کاروي یې چې دا لړۍ به تر کومه دوام ولري. اسلام د ورورګلوۍ او رفاقت دین دی، پوله او سرحد په کې نشته خو یادو دواړو ډلو نه یوازې مسلمانان بېل کړل، بلکې یو د بل دښمنان یې کړل. دا اوس چې په ایران کې کومه ګډوډي هم د دین په نامه اخوندانو جوړه کړې او افغانان چې دغسې زورول کېږی او در په در ګرځي زموږ د ملایانو برکت دی. که دوی د سړي زامن وی ولې به عام خلک په دومره کشمکش کې اخته وی. یوه ویډیو مې وکتله چې په لاره تېرېدونکي اخوندان د ایراني اتباعو له خوا وهل کېږي او لونګۍ چې د مسلمانانو مذهبي جامه ده او په سر کېږي خلک یې ورته وهي او د اخوندانو له سر یې غورځوي. په افغانستان کې هم په ملا ورته ریشخند روان دی او علت یې د ملا بې ځایه خرافات دي چې کوي یې. هغه څه کوي چې حتی اسلام ورته ډېره ترجېح حتی نه ده ورکړې خو ملایان خلک مجبوري چې یا یې وکړي او یا ترې لاس په سر شي.

ځواب ورکړئ

مرګ د ایران په منحوسو امنیتي ځواکونو. ایران او ایرانیان له ډیرې مودې راهیسې په دغه هیواد کې پر افغان مهاجرینو ظلمونه کوي. په عین حال کې د ایران سپاه پاسداران یا د ایران شیطاني ځواکونه له یوې خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او په امنیتی پېښو کې لاس لري. له بلې خوا، دوی افغان مهاجرین، په ځانګړې توګه زحمتکښ هزاره افغانان سوریې او عراق ته لیږي، چې په تیرو څو کلونو کې ترې ډېر کسان ووژل شول. افغانستان د دوو وحشي ځناورو (ایران او پاکستان) تر منځ پروت دی، چې یو یې له یوې خوا ورانوي او بل یې له بلې خوا.

ځواب ورکړئ

د راپور پاتې برخه: تر هغه وروسته یې ټول سره یوځای کېنولو او امر یې وکړ چې وخاندئ، مونږ سخت ځپل شوي او دردمن وو خندا نه راتلله خو له زور او جبر څخه په استفادې یې وخندولو او بیا یې زمونږ ګډ عکسونه واخیستل،» هغه وویل، «له هغه وروسته یې څو دقیقې په مونږ باندې د شاوخوا ځایونو څخه د سګرټو فلټرونه راټول کړل،‌ او چې د سهار اته بجې شوې بیا یې بېرته د ایران د پولې په خوا را روان کړلو،» د جمال لغماني په مستعار نامه یوه کډوال د خوګیاڼي د خبرو په تایید وویل، «د ایران په لوري د تګ پر وخت یې په سینه کشۍ بوتللو، او مجبور یې کړو چې سندرې ووایو،» لغماني له تاند سره په خبرو کې وویل، «ترکانو سندره ویله او مونږ ته یې ویل چې سندره به هغسې تکراروئ چې مونږ یې وایو، دا چې مونږ د ترکي ژبې صحیح تلفظ نشوای کولی ډزې یې راباندې وکړلې،» جمال وویل، «زمونږ په ۴۰ کسیز ګروپ کې یو د ملي اردو غړی وو،‌ هغه ورته وویل چې د ملي اردو غړی وو او ژوند ته یې خطر وو، هغوی هغه را چپه کړ او په مرۍ یې ورته برچه کېښودله، غوښتل یې حلال یې کړي، هغه کلمه وویله، بیا یې خوشې کړ.» ویل کیږي چې ترکیې درې کاله مخکې له اروپایي اتحادیې سره د څو زره میلیونو ډالرو په بدل کې تړون وکړ چې د کډوالو د ورتګ مخه به نیسي او لا هم دغې چارې ته دوام ورکوي. ترکیه، پاکستان او ایران چې ځانونه د مسلمانانو سرلاري بولي، هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې د خپلو اجیرو ملېشو له لارې د جنګ اور تازه ساتي او هر یو یې هڅې کوي چې د هغوی نایب ګروپونه په بېلابېلو ډولونو په افغانستان کې د هغوی ګټې خوندي کړي.

ځواب ورکړئ

دا چې ایراني او ترک پوځیان له افغانانو سره څنګه چلند کوي د مشهور پښتو وېب سایټ تاند په دغه راپور کې یې درته پرېږدم او د سلام ټایمز له قدرمنې ادارې هیله لرم چې دا غږ تر مسؤلو نړیوالو ادارو ورسوي. د راپور اوله برخه: تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۰ مه) یو شمېر کډوال افغانان چې غوښتل یې د ترکیې له لارې اروپا ته لاړ شي، وایي د ترکیې خاورې ته له داخلېدلو څخه وروسته ترک نظامیانو ونیول. کډوالو وویل، د سهار تقریبا څلور بجې وې چې ویې نیولو او تر ۸ بجو پورې یې سخت ووهلو. د ا. خوګیاڼي په بدل نامه یوه کډوال له تاند سره په خبرو کې وویل، «بس د دنیا هر رنګ نخری یی پر موږ وکړلی. اول خو یی چی ونیولو لباس یی له موږ واېست، بیا یې یخې اوبه را باندې واړولې. له اوبو اچولو څخه وروسته یې زموږ په وهلو شروع وکړله، په لغتو، سوکانو یې ووهلو، بیا یې لږه دمه وکړله، »خوګیاڼي وویل، «له دمې وروسته یې د پلاستیکي پایپونو او بیا د لرګي په ډانګونو باندې ووهلو، بیا دمه شوه،» هغه وویل، «په درېیمه مرحله کې دوه ترکانو یو کډوال اوږو ته پورته کاوه او بیا یې په زور په ځمکه را ویشت چې ډېر کسان په کې سخت ژوبل شول،» نوموړي وویل، «د شکنجې په بله مرحله کې یې راته وویل چې سترګې رډې کړئ او بیا یې عکسونه واخیستل. د راپور پاتې برخه په بله تبصره کې ...

ځواب ورکړئ

وايي زور مې په تا نه رسېږي، مړ به دې هغه پلار کړم. ایراني حکومت ته خپلو خلکو درد سر جوړ کړی مګر دوی په بې کسه او بې وسه افغانانو پسې رااخیستې ده. کاش چې افغانانو د سر سړی درلودی ولې به یې دا حال وو. له کله چې افغانستان کې د اسلامي امارت په نوم حکومت واکمن شوی د افغانانو همدا حال دی. دلته په وطن کې لوږه، ناامني او ګڼ شمېر نورو ستونزو افغانان دې ته اړ کړي چې خپل وطن پرېږدي مګر په لاره کې پراته دوه مسلمان هېوادونه چې ځان د افغانانو خواخوږي بولي (ترکیه او ایران) اروپا او نورو بهرنیو هېوادونو ته تلونکي کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وهي ټکوي، پیسې ترې اخلي، بې حیايي ور اړوي او بېرته یې ناهیلي خپل وطن ته چې د ژوند کولو هېڅ قسمه تضمین په کې نشته رااړوي. نړیوال هم د افغانانو په حال چپه خوله دي. هېڅوک یې په دې سختو ورځو کې په ریښتیا غږ نه اوري او نه یې په حق کې غږ پورته کوي. په افغانستان حاکم خلک که څه هم د میډیا مخې ته چغې وهي چې دلته امن دی، ورورګلوي ده، دا او هغه دي. خو دا هر څه درواغ دي. دلته په وطن کې هېڅ نشته. تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنيټ ویلي چې، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ ښايي د دې هېواد په تاریخ کې بې‌سارې وي. نوموړي پرون چهارشنبې/اکتوبر ۲۶مه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له راپور ورکولو وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل، افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې او نجونې احساس کوي چې له نړۍ هېر شوي دي او په وینا یې چې د افغانانو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شاه تګ له خطر سره مخامخ شوې دي. نو زه وایم که نړیوال زموږ غږ نه اوري د ملګرو ملتونو د دغه استازي غږ دې واوري.

ځواب ورکړئ

اصول دا دې چې ټول بشریت د احترام وړ دی. انسانان خو لا پرېږده چې آن حیوانات هم د رحم وړ دي. د افغانستان ګاونډیان په ځانګړي ډول ایران او پاکستان په هیڅ صورت انسانبت ته قایل نه دي. دا د ایران لومړی ځل نه دی چې په افغانانو په خپل هېواد کې فشار راوړي بلکې تر دې وړاندې یې هم دا چاره تر سره کړې. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ګاونډیان په خاص ډول ایران او پاکستان له نړېوالې ټولنې څخه د یو ان ایچ سي آر او نورو خیریه بنسټونو له لارې د کال په میلیونو ډالر د همدې افغانانو له وجې تر لاسه کوي. زما یاد دي چې پاکستان کې به پاکستاني پولیسو هم افغانانو سره بد چلند کاوه خو د همدې افغانانو په سر به یې له نړیوالو پیسې هم اخیستې. د ایران وروستی سیاسي وضعیت د هغوی کورنۍ شخړه ده. زه باوري یم چې په ایران کې افغانان په هیڅ ډول وراني کې لاس نه لري، صرف له نړیوالې ټولنې څخه د پیسو د اخیستو بهانې لټوي. افغانان ډېر غریب خلک دي. که ایران ته ځي او که پاکستان ته، صرف د دې لپاره ځي چې مزدوري وکړي او خپلو کورنیو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي او بس.

ځواب ورکړئ

د ایران امنیتي ځواکونه واقعا له افغانانو سره ډېر ظالمانه او بې رحمانه چلند کوي. مونږ د ایران د منحوس رژیم د عسکرو جنایتونه غندو. خو پوښتنه دا چې له افغانانو سره چا ښه چلند کړی دی؟ همدا تېره اونۍ ترکي ځواکونو ۴۰ افغانان نیولي وو، کالي یې ترې اېستلي وو اوبه یې پرې اچولې او بیا یې سخت وهلي ول. له هغې پېښې نه درې ورځې وروسته بل راپور داسې خپور شو چې له تقریبا سلو کسانو څخه یې کالي اېستلي او لوڅ لپړ یې سمندر ته ورغورځولي ول. د پاکستاني پولیسو چلند خو داسې دی لکه د سپیانو. هغه سپیان نه ښیم چې له انسان سره مینه کوي، بلکې د هغوی چلند د وحشي سپیانو په څېر دی چې انسان داړي. یا هم کولی شو ووایو چې د بدو خوګانو په څېر چلند کوي. د پخوانیو اسنادو له مخې، روسي عسکرو له افغانانو سره داسې چلند کړی و لکه وحشي حیوانات. امریکایي عسکرو د افغانانو پوره کلي بمبار کړل. له بې ګناه خلکو نه یې د بګرام، کندهار،‌ جلال اباد زندانونه ډک کړي ول چې هره ورځ یې ډول ډول شکنجې ورکولې. د انګریزانو خبره ټول یې اېکسټرا جوډېشنل کارونه کول. اصلا انسان همداسې مغرور خلق شوی دی. که مسلمان دی که یهودی دی که عیسوی دی که هندو دی که سک دی که بودایي دی که چینایي دی... هر انسان چې د انسانیت له چوکاټ نه پښه واړوي، هغه ته د نورو انسانانو وهل، شکنجه کول، وېرول، وژل... داسې شي لکه لوبې. الله تعالی دې په خپل ټول مخلوق بالخصوص د ټولې نړۍ په انسانانو باندې رحم وکړي. او هماغه هادي خدای دې انسانانو ته د سمې لارې هدایت وکړي. امین

ځواب ورکړئ