بشري حقونه

ښځو د تاریخي پاڅون په بهیر کې، د ایران رژیم له وېرې سره مخامخ کړی دی

د المشارق راپور

ایرانۍ ښځې د وږي له ۲۵مې راهیسې د جبري سر پټولو پر ضد منظم اعتراضونه کوي. [ټولنیزې رسنۍ]

ایرانۍ ښځې د وږي له ۲۵مې راهیسې د جبري سر پټولو پر ضد منظم اعتراضونه کوي. [ټولنیزې رسنۍ]

د ۲۲ کلنې مهسا امیني د موقت قبر په ډبره لیکل شوي، «ته مړه شوې نه یې. ستا نوم به یو سمبول وګرځي.»

د هغې خپلوان پوهېدل چې د هغې مرګ به عبث نه وي، او دا ثابته هم شوه چې عبث نه دی. د هغې مرګ د ۱۳۸۸ له زرغون خوځښت راهیسې تر ټولو غټ اعتراضونه راپارولي، چې د ۱۳۵۸ له اسلامي انقلاب راهیسې ساری نه لري.‌

د وږي په ۲۵مه د کردستان د سقز د یوې اوسېدونکې امیني له مړینې څخه وروسته، ډېر شنونکي په ایران کې روان پاڅون یو ښځپالی (فیمینست) خوځښت بولي.‌

په داسې حال کې چې هغو پراخو ستونزو چې ایرانیان ورسره هره ورځ مخامخ دي، روان اعتراضونه لا نور پسې ګرم کړي، د «اخلاقي پولیسو» په توقیف کې د یوې ځوانې ښځې مرګ، د هغه څه له امله چې هغوی «په نا مناسب ډول سر پټول» بللي وو لا هم د پاڅون اصلي عامل بلل کیږي.

ایرانۍ ښځې د وږي له ۲۵مې راهیسې د جبري سر پټولو پر ضد پراخ اعتراضونه کوي. [ټولنیزې رسنۍ]

ایرانۍ ښځې د وږي له ۲۵مې راهیسې د جبري سر پټولو پر ضد پراخ اعتراضونه کوي. [ټولنیزې رسنۍ]

۲۲ کلنه حدیث نجفي د تلې په ۳مه د اعتراض کولو پر وخت ایراني امنیتي ځواکونو ووژله. [ټولنیزې رسنۍ]

۲۲ کلنه حدیث نجفي د تلې په ۳مه د اعتراض کولو پر وخت ایراني امنیتي ځواکونو ووژله. [ټولنیزې رسنۍ]

په هېواد کې د سرغړونې په یوه سمبولیک اقدام کې، ښځې خپل ټیکري چې له ۱۳۵۸ راهیسې جبري شوي دي، سوځوي.

په یوه بل سمبولیک اقدام کې چې ښځې یې د خپلو بدنونو او شخصي ازادیو ځاني کنټرول بولي، ځینې ښځې خپل وېښتان په داسې حال کې پرې کوي چې خلک یې تشویقوي.

د هغو هېوادونو لړ ورځ تر بلې اوږدېږي چې د اعتراضونو په ترڅ کې د ایران له خوا له بشري حقونو څخه سرغړونې غندي.‌

په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو موسسه (آی اېچ آر) وایي، د امیني د مړینې په نتیجه کې د راپارېدلو اعتراضونو له امله د ایران له خوا د ځپلو په ۱۱ شپو کې لږ تر لږه ۷۶ کسان مړه شوي دي.

زړور، بې پروا، مخامخ

په ایران کې د ټول هېواد په کچه روان اعتراضونه، چې د ښځو له شخصي ازادۍ څخه یې منشأ اخیستې، بې ساري دي او لا هم د لاریونونو سرخط جوړوي.

په نوي پاڅون سره، اسلامي جمهوریت داسې ګڼي چې د هغوی په یوه اساسي پرنسپ باندې برید شوی دی. د ښځو لپاره د ټیکري جبري کول هغه لوی تکتیک دی چې هغوی پرې ښځې چوپ ساتي او له هغوی سره د دویمې درجې وګړو په توګه چلند کوي.‌

د ښځو لپاره جبري حجاب او د ځانګړي لباس تحمیلول هغه څرګندې وسیلې دي چې ښځې پرې ځپل کېږي او په ټولنه کې په حضور باندې یې محدودیت لګول کیږي.‌

اوس د ښځو له خوا د سرغړونې اقدامات، لکه سر لوڅول یا د وېښتانو پرې کول او د هغوی له خوا د خپلو ټیکریو سوځول، د ښځو د چوپ کولو او محدودولو لپاره د کارېدونکې وسلې په ویجاړولو سره، رژیم ته د سزا ورکولو معنی لري.

د ایراني ښځو ځوان نسل، حتی هغو چې د اسلامي انقلاب پر وخت زېږېدلي دي، دا ثابته کړې چې د خپلو میندو په پرتله ډېرې زړورې، بې پروا دي او څرګندې خبرې کوي.

هغوی د رژیم له خوا ځانګړي شوي د جامو ډول څخه، چې د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د سخت دریځي ولسمشر ابراهیم رئیسي په واکمنۍ کې لا نور سخت شوی دی، سرغړونه پيل کړې ده.

د وروستیو میاشتو په ترڅ کې، په ټولنیزو رسنیو باندې د داسې ښځو ویډیوګانې خپرې شوي چې په سرونو باندې د ټیکريو د ټینګولو حکم ورته شوی او هغوی ترې سرغړونه کړې یا یې د ښځینه پولیسو له خوا د پولیسو موټرونو ته د خبرو کولو لپاره د ټېل وهلو پر وړاندې چیغې وهلې او مقاومت یې کړی دی.

د روانو اعتراضونو په ترڅ کې، د ډېرو ایراني پوهنتونونو محصلانو او استادانو اعلان کړی چې هغوی د اعتراض په حال کې دي او د آنلاین ټولګیو په ګډون درسي ټولګیو کې برخه نه اخلي.

د رژیم د وېرېدلو یوه ښکاره نښه دا ده چې، د وټس آپ پیغام وړونکی اپلیکیشن او انسټاګرام، چې دواړه په ایران کې ډېر مشهور دي، د ایران د سترې ملي امنیتي شورا له خوا صادر شوي حکم څخه وروسته بلاک شوي دي.

هغو کمپنیو ته چې په موبایل تلفونونو باندې انټرنټ ورکوي حکم شوی چې خپل خدمتونه ودروي. له مجازي خصوصي شبکو (وي پي اېن) څخه پرته، په ایران کې د کمپیوټر له لارې انټرنټ ته لاسرسی عملا ناشونی دی.

ډېرو ایراني تجارتي شرکتونو شکایت کړی چې د دولت له خوا د انټرنټ پرې کېدلو ډېر مزاحمت جوړ کړی دی، خو تهران دا غوره ګڼلې چې د انټرنټ پرې کېدلو ته دوام ورکړي او یوه وار له مخه ویجاړېدونکي اقتصاد ته لا نور زیان ور ورسوي.

ایراني ځوانان، په ځانګړې توګه ځوانې ښځې لا هم مقاومت او سرغړونې ته دوام ورکوي.

ښځه، ژوند، ازادي

په ایران کې پخواني اعتراضونه، حتی په ۱۳۹۸ کې د لاریونونو پخوانۍ لویه لړۍ، د اقتصادي یا سیاسي ستونزو له امله پیل شوه. د ۱۳۹۸ پاڅون د تېلو په قیمت کې ناڅاپي او سخت زیاتوالي ګړندی کړ.‌

د ۱۳۸۸ زرغون خوځښت د ایراني عوامو په وینا تر ډېره «د انتخاباتو غلا کولو» له امله پیل شو: د انتخاباتو هغه جنجالي نتیجه چې پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد ته یې د دویم ځل لپاره په اداره کې د پاتې کېدلو فرصت ورکړ.

د ایران په زرغون خوځښت کې ځوانانو او ښځو فعاله ونډه لرله، خو تر تېرې اونۍ پورې، د ښځو او د هغوی د حقونو په هکله د اعتراضونو داسې لړۍ نه وه رامنځته شوې چې سړي دې د ښځو په ملاتړ کې فعالانه برخه واخلي.‌

د فعالانو، موسیقارانو او په ځانګړې توګه د فوټبال لوبغاړو په ګډون په لسګونو عمومي شخصیتونو په ټولنیزو رسنیو باندې بیانونه خپاره کړل او د امیني وژل او د ایرانیو ښځو ځپل یې وغندل.

د سپاه پاسداران له خوا له خبرداریو سره سره چې په هکله یې راپورونه ورکړل شوي دي، د فوټبال ستوري علي کریمي د اعتراضونو په ملاتړ کې د رژیم د ظلم پر ضد خپلو بیانونو ته دوام ورکړ.

د کریمي د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو په اساس، سپاه پاسداران هغه ته دا ګواښ هم کړی چې وبه یې نیسي او د هغه ملکیت به ضبط کړي.

د راپورونو له مخې، د تلې په ۵مه د تهران په لواسان کې د بهیج ځواکونو د هغه وېلا ضبط کړه، خو د دې خبرونو له امله د خلکو د غوسې په نتیجه کې یې لږ وروسته بېرته ورته وسپارله.

په ایران کې مېشتو ګڼ شمېر مشهورو رول لوبغاړو په هغو ویډیوګانو یا عکسونو کې چې هغوی په خپلو ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي، خپل ټیکري له سرونو څخه لیرې کړي دي.

له دې سره سره چې د ایران د ارشاد وزیر ګواښ کړی چې هغوی به له رول لوبولو څخه ایسارې کړي او ویلي یې دي چې «هغوی باید بل چېرې کار ومومي»، لاکن هغوی خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی.‌

که څه هم چې په ایران کې روان اعتراضونه د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په موضوع باندې ټینګار کوي، لاکن بې ساري او لوی شعار یې «ښځه، ژوند، ازادي» دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ایران د جابر رژیم پرزول په کار دي. که ایرانیان غواړي چې د ژوندو په خوږو پوه شي، په کار ده د دغه اخوندي نظام پر وړاندې یو موټي شي. ما چې څومره اورېدلي، د ایران ولس یو متمدن، سوله خوښی او پرمختګ غوښتونکی ولس دی خو بدبختانه د اخوندي بلا په خوله کې پروت دی. که له یادې بلا ایرانی ولس خلاص شو، پوه شه چې د ژوند په خوږو به هم پوه شي. په دې هیله چې د مهسا ظالمانه وژل کېدنه د دې سبب شي چې د ایران ولس د ظالمانو له ظلم خلاص شي.

ځواب ورکړئ