اقتصاد

اسلامي جمهوریت خپله ۴۱مه کلیزه په داسې حال کې ولمانځله چې په خلکو باندې خفګان سیوری غوړولی وو

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د اسلامي جمهوریت د ۴۱مې کلیزې په مناسبت د تهران په ازادۍ څلورلارې کې خلکو ته وینا وکړه. په دغه پروګرمام کې یوازې څو زره ایرانیانو برخه واخیستله. [د ایران د ولسمشر دفتر]

د ایران ولسمشر حسن روحاني د اسلامي جمهوریت د ۴۱مې کلیزې په مناسبت د تهران په ازادۍ څلورلارې کې خلکو ته وینا وکړه. په دغه پروګرمام کې یوازې څو زره ایرانیانو برخه واخیستله. [د ایران د ولسمشر دفتر]

تهران -- د اسلامي جمهوریت د تأسیس د ۴۱مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو باندې چې د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۲مه/ ولمانځل شوه د خلکو خفه حالت سیوری غوړولی وو.

د تهران په ازادۍ څلورلارې کې یواځې څو زره کسان راټول شوي ول. د ایران ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو د کلیزې د لمانځلو په مناسبت خبرې وکړې.

خو په قهرجنو ویناوو او رپېدونکیو بیرغونو باندې د خلکو داسې خفه حالت سیوری غوړولی وو لکه د هوا د هغې ککړتیا پرده چې ډېر وختونه یې د ایران پلازمېنه پوښلې وي.

په داسې یوه هېواد کې چې بندیزونو په ملا کړوپ کړی، اعتراضونو ټکانونه ورکړي او پوځي ترینګلتیاوو پرې فشار راوستی دی، ډېر تهرانیان په ډیرمشکل خپل خفګان پټوي.‌

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس د ایران په اصفهان کې یو دېوال ښیي چې څو ځلې پرې «مرګ په خامنه اي»، چې د هېواد ستر مذهبي مشر ته اشاره ده، لیکل شوي وو او چارواکو بیا بیا رنګ کړی دی. [آرشیف]

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی عکس د ایران په اصفهان کې یو دېوال ښیي چې څو ځلې پرې «مرګ په خامنه اي»، چې د هېواد ستر مذهبي مشر ته اشاره ده، لیکل شوي وو او چارواکو بیا بیا رنګ کړی دی. [آرشیف]

په عکس کې، چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی یو کوچنی ماشوم لیدل کیږي چې د تهران په کوڅو کې ژوند کوي. په ایران کې د فقر په ډېرېدلو سره، دې ته ورته صحنې ډېرې عامې شوي دي. [آرشیف]

په عکس کې، چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی یو کوچنی ماشوم لیدل کیږي چې د تهران په کوڅو کې ژوند کوي. په ایران کې د فقر په ډېرېدلو سره، دې ته ورته صحنې ډېرې عامې شوي دي. [آرشیف]

د بیولوژۍ یوې محصلې رانا چې ۲۰ کاله عمر لري او په تجریش ولسوالۍ کې په یوه لوکس مارکېټ کې روانه وه، وویل، «اوس ژوند واقعا سخت دی. دلته وضعیت د اټکل وړ نده.»

دا د ښار داسې یوه برخه ده چې ځوانې ښځې په کې په پټه د اسلامي جمهوریت دودیز لباس له پامه غورځوي، لنډ کمیسونه اغوندي، سینګار کوي او داسې ټیکري په سروي چې د وېښتانو ډېره برخه یې لوڅه وي.

خو رانا وویل چې له داسې نسبي ازادیو سره سره، هغه داسې احساس لري لکه بندي چې وي.

همدارنګه، هغې د طبقو تر منځ یوې لوي واټڼ او د ایران زیاتېدونکې انزوا ته په اشارې سره وویل، «د ژوند کیفیت هېڅ ښه نه دی -- زموږ هوا ککړه ده، خلک په قهر دي او قېمتونه لوړ دي.»

د پاڅونونو او ناوړه پېښو لړۍ

د ایران اقتصاد د تېرو دوه کالونو په ترڅ کې په مکرر ډول خراب شوی دی.‌

کله چې حکومت د لړم په میاشت کې د پیټرولو بیې لوړې کړې، په ټول هېواد کې اعتراضونه راوپارېدل او په تاوتریخوالي واوښتل چې وروسته امنیتي ځواکونو په داسې حال کې چې انټرنټ یې تقریبا په مکمل ډول بند کړی وو، وځپل.

ایراني چارواکي وایي، په هغو اعتراضونو کې د ۱۲۰ زرو او ۲۰۰ زرو تر منځ خلکو برخه اخیستې وه، خو نورې سرچینې ټول شمېر ډېر زیات ښیي.

ملګرو ملتونو وویل چې د پاڅون په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسان ونیول شول، او یادې ادارې د ایران د رژیم له خوا د رامنځته شویو تلفاتو او له نیول شویو کسانو سره د چلند په برخه کې د شفافیت د نشتوالي د دوام له امله د خطر خبرداری ورکړ.

له متحده ایالاتو سره ترینګلتیاوې د مرغومي په نیمایي کې هغه وخت مخ په ډیریدو شوې چې یوې امریکایي بې پيلوټه الوتکې ایرانی تورن جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې وواژه.

سلیماني د اسلامي انقلابي ګارډ‌ د قدس ځواک قوماندان وو. دغه ځواک په بهرنیو ماموریتونو کې تخصص لري چې افراطي ګروپونو ته روزنه، پیسې او وسلې ور رسوي.

قدس ځواک، د خپل سیمه ییز نفوذ د پراختیا او د حاکمیت ټینګولو لپاره د خپلو هڅو په لړ کې، افغان، پاکستاني، عراقي او یمني ځوانان د دې لپاره استخداموي چې په سوریه کې د هغوی د ګټو لپاره وجنګیږي.

تهران د سلیماني د وژنې انتقام د امریکایي ځواکونو د په نښه کولو له لارې واخیست خو په تصادفي ډول یې یوه اوکراینۍ الوتکه وویشتله او په کې سپاره ۱۷۶ واړه کسان یې ووژل.

د ویډیوي او مفصلو شواهدو سره سره چې ښیي الوتکه له ځمکې څخه هوا ته توغول شوي توغندي ویشتې ده، تهران تر څو ورځو پورې له دې څخه انکار کاوه چې د اوکراین د نړۍ والې هوایي کرښې پي اېس ۷۵۲ الوتکه د میزایل په برید کې ویشتل شوې ده.

خو روحاني بالاخره په حقیقت اعتراف وکړ او ویې ویل چې الوتکه د ایران پوځ په «یوه غمجنه غلطۍ» کې ویشتې ده.

دغه اعتراف -- او د پټولو لپاره د هڅې افشا کېدلو -- په ایران کې د څو ورځو په مخه د حکومت ضد اعتراضونه راوپارول.

په لسګونو زره ایرانیان د اونیزې رخصتۍ په ترڅ کې کوڅو ته راووتل او د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي وو -- «مرګ په دروغژنو» او نور د رژیم ضد شعارونه یې ورکړل.

ځینې زده کړیالانو چې په لاریونونو کې یې برخه لرله اسلامي انقلابي ګارډ د «بې کفایت» او «د خلکو د شرم» په نامه یاد کړ.

کار موندل سخت دي

یوه ځوانه ایرانۍ چې غواړي په خپل هېواد کې پاتې شي پیګا غلامي نومیږي چې ۲۵ کاله عمر لري، انجنیره ده او له خپل واده څخه درې ورځې مخکې یې د سودا اخیستلو لپاره راوتلې وه.

هغې چې یوه شیک کورتۍ یې اغوستې او چرمي بوټان یې په پښو کړي وو، وویل، «اوس د هېواد اقتصادي حالت په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره، واقعا سخت دی.»

«زه ډېر بد احساس کوم... زما دوستانو پرېکړه وکړه چې لاړ شي، خو ما د یوې ایرانۍ په توګه تصمیم ونیو چې پاتې شم او هېواد مې ورغوم.»

په داسې حال کې چې یوه اجرأ کوونکي هڅه کوله چې غږ یې د ترافیکو له شور او شر څخه لوړ شي او په خلکو یې واوروي، د وایلن د تارونو اواز یي هوا ډکه کړه.‌

یوه ۴۷ کلن برقي بهرام سبحاني چې ږیره یې ببره شوې وه، عصباني وو او غاښونه یې په بشپړ ډول لوېدلي وو، وویل، د یوي مړۍ ډوډې پیدا کول ورځ تر بلې ستونزمن کیږي.

هغه وویل، «په دې ورځو کې کار پیدا کول لږ سخت دي، خو چې سړی وګرځي پیدا کیږي.»

«بندیزونو په موږ باندې تاثیر کړی دی، خو موږ یې باید وزغمو ځکه چې له لاسه مو څه نکیږي. موږ په ایران کې ژوند کوو، نه بل ځای کې.»

هغه اعلانونه چې د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۰مه/ وشول، بې له شکه د خلکو ناخوښي به ډېره کړي.

ایراني ځواکونو اعلان وکړ چې د سټیلایټ توغول یې ناکام شوي دي، او اسلامي انقلابي ګارډ د هېواد د لنډ واټن بالیستیک میزایل سیستمونو له ودې څخه پرده پورته کړه --او دا دواړه داسې کارونه دي چې ډېر لګښت ته اړتیا لري.

د ایران د موجودو اقتصادي ستونزو له امله وار له مخه د قهر یو پټ جریان موجود دی، او د کمزوري کېدونکي اقتصاد په برخه کې د مرستې کولو پر ځای د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د میزایل ټکنالوجۍ په برخه کې پراخ لګښتونه به بې له شکه چېد ایران د مشرتابه پروړاندې د خلکو احساسات نور هم بی خونده کړي.

د دلهم تابش شرکت مرستیال محمد رضا خادمي، چې د لوکسو کورونو لپاره ایټالوي ځیرکه ټکنالوجۍ لرونکي وسایل خرڅوي، وایي چې اقتصادي وضعیت یې ځوروي.

محمد رضا وویل، «د ۲۰۱۸ کال پای ډیر خراب وو، او ۲۰۱۹ کال ټول ښه نه وو.»

هغه وویل، «زه به خپل تجارت ته دوام ورکړم. زه به هڅه وکړم چې د تولید دا بهیر په ایران کې دننه ولرم، خو تغیر ډېر سخت دی.»

موږ د نهیلۍ احساس کوو

که خلک د تهران د منځنۍ او لوړې طبقې په سیمو کې خفه وي، د اته میلیونو اوسېدونکو د پراخ پروت ښار په غریبو سیمو کې له بد نه بدتر دی.

د مولوي په نامه سویلي ولسوالۍ کې کسبګر عنعنوي کاروبارونه کوي چیرې چې ګڼ شمیر معماري ډیزاینونه په پیچلو کوڅو او دوکانونوبدل شوي دي

په کوڅو کې یواځې یو څو ښځې لیدل کیږي، چې ډېرې یې په څادریو کې پټې دي او له ډېرو سره تازه پخې شوې ډوډۍ دي چې وړي یې.

مهدي ګلزاده یو سوداګر چې له اسیا څخه توکي راواردوي د خوراکي توکو له یوه پلورنځي څخه د وتلو پر وخت ستړی ښکارېده.

هغه وویل، «په ایران کې ژوند کول ډېر سخت شوي دي. په دې اقتصادي حالت کې، یو څوک نشي کولی چې هېڅ شی هم را وارد کړي، او ایران داسې مواد نه لري» چې د دغو تولیداتو د جوړولو لپاره اړین دي.

«زه مجرد یم... په دې لږعاید باندې څوک نشي کولی چې کورنۍ جوړه کړي. موږ د نهیلۍ احساس کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

محترم سلام ټایمز!!! کله چې تهران له تاسو سره موافق نه وي بیا داسې پېښېږي او هغه وخت چې سور خراب شي او څوک د ورځې خوب ویني. آیا تاسو ړانده وئ چې وګورئ د ایران تلویزیون او نورو تلویزیونونو ښودل چې خلک هر کال د فبرورۍ په ۱۱مه څومره خوشحال دي؟ سږ کال دا خوښي لا ډېره وه ځکه چې د امریکایانو وژل پيل شوي دي. هر وخت چې یو امریکایي په نړۍ کې په هرځای کې وژل کیږي او ناولی وجود یې له ځمکې څخه ورکیږي هغه د ایرانیانو لپاره د کال تر ټولو ښه شېبه وي. فکر وکړئ چې د ایران خلکو او د ډېرو نورو هېوادونو خلکو سږ کال ډېر خوند واخیست. د ټرمپ او د ایران د خلکو د دښمنانو سترګې دې ړندې وي. په ورته وخت کې، ایرانیان او د مقاومت او انسانیت ټول خلک ستاسو غربیانو په ځانګړې توګه امریکایانو په څېر دنیا ته د خپلې ډکې خېټې په څېر فکر نه کوي او نور معیارونه هم ورته مطرح دي چې خوشحالي ورکړي.

ځواب ورکړئ

د ایران رژیم به نور هم تر فشارلاندې راشي ځکه چې ټولې پیسې د خلیج په هېوادونو کې د ترهګرو په تمویل باندې لګول کیږي. د ایران اقتصاد بد او لا پسې بدتر کیږي. د ایران حکومت له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی. که رژیم تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په قدرت کې پاتې شي، خلک به یې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شي. د ایران خلک باید تیار واوسي او حکومت ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی په برخلیک باندې لوبې وکړي.

ځواب ورکړئ

د ایران دا مستبد رژیم باید نسکور شي ځکه چې د ایران بې چاره خلک له خپلو دکتاتورو واکمنانو څخه پوزې ته رسېدلي دي. خلک نشي کولی چې ازادانه ژوند وکړي. هغوی مجبور دي چې هغه څه قبول کړي چې حکومت ورته وایي چې هغوی یې باید وکړي.

ځواب ورکړئ