امنیت

د سټیلایټ توغولو د ناکامۍ په ترڅ کې ایران د میزایلو د ودې په برخه کې مبهمې ادعاې کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په عکس کې هغه راکټ ښودل کیږي چې د سلواغې په ۲۰مه وارېدونکی سټیلایټ انتقالوي. دغه راکټ ونه توانېد چې ځان مدار ته ورسوي. [د ایران د دفاع وزارت]

په عکس کې هغه راکټ ښودل کیږي چې د سلواغې په ۲۰مه وارېدونکی سټیلایټ انتقالوي. دغه راکټ ونه توانېد چې ځان مدار ته ورسوي. [د ایران د دفاع وزارت]

تهران -- د ایران رژیم د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۰مه/ یو شمېر نه تایید شوې ادعاوې وکړې او ویې ویل چې د میزایل ټکنالوجۍ په برخه کې یې پرمختګونه کړي دي خو تر هغه وروسته یې د مصنوعي سپوږمۍ د لېږد هڅه چې ډېره تمه ورته موجوده وه په ډراماتیکه توګه ناکامه شوه.

د دفاع وزارت وویل چې ایراني ځواکونو د یکشنبې په ورځ د ماښام په ۷:۱۵ بجو ظفر سټیلایټ وتوغاوه، خو مدار ته له رسېدلو څخه مخکې ناکام شو.

په پيل کې د وزارت یوه ویاند ویلي وو چې سټیلایټ «په بریالیتوب سره» وتوغول شو، «۹۰٪ لاره یې وهلې» او ۵۴۰ کیلومتره ارتفاع ته رسېدلی دی.

هغه دولتي تلویزیون ته وویل، «له بده مرغه چې، په وروستیو شېبو کې لېږدونکي دومره لازم سرعت وانه خیست» چې مدار ته ورسېږي.

د سلام ټایمز یو کارتون ښیي چې د ایران مشران نوې او قېمتي راکټي ټکنالوجۍ سره افراطي علاقه مندي ښيي، په داسې حال کې چې عادي ایرانیان د فقر له امله په ناوړه حالت کې ژوند کوي. [سلام ټایمز]

د سلام ټایمز یو کارتون ښیي چې د ایران مشران نوې او قېمتي راکټي ټکنالوجۍ سره افراطي علاقه مندي ښيي، په داسې حال کې چې عادي ایرانیان د فقر له امله په ناوړه حالت کې ژوند کوي. [سلام ټایمز]

د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي په انګلیسي ژبه کړي یوه ټویټ کې ژر اعتراف وکړ چې وار شوی سټیلایټ «ناکام» شو.

جهرمي وویل، «خو موږ به خپلې هڅې ونه دروو! موږ نور غټ ایراني سټیلایټونه لرو چې وبه یې لېږو!»

د توغولو په برخه کې ناکامي د تهران فضایي پروګرام ته چې د نړۍ والې ټولنې غړي یې د میزایلو د ودې لپاره یو پوښښ بولي، یو غټ ګوزار دی.

د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې، تهران اعلان وکړ چې پیام -- چې په فارسي کې د «پیغام» معنی لري -- سټیلایټ مدار ته د رسېدلو په لاره کې ناکام شوی دی. وروسته مقاماتو وویل چې هغوی دغه سټیلایټ د دې لپاره توغولی وو چې په ایران کې د چاپېریال په هکله معلومات راټول کړي.

متحده ایالاتو وویل، د لېږدوونکي راکټ توغولو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۹۴ کال پرېکړې څخه چې د تهران د هستوي پروګرام د مهارولو لپاره نړۍ وال توافق تاییدوي، سرغړونه وکړه.

په ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه کې له تهران څخه غوښتنه شوې وه چې له هر داسې فعالیت څخه دې ځان وساتي چې بالیستیک توغندیو پورې اړه ولري او د اتومي وسلو د لېږد وړتیا ولري.

د ماشینونو نوی نسل

د توغولو په برخه کې ناکامي څو ساعته وروسته له هغه پېښه شوه چې د ایران پوځ د میزایل ټکنالوجۍ د پرمختګ په برخه کې یو شمېر مبهمې ادعاوې وکړې.

اسلامي انقلابي ګارډ چې د تېر غوایي په میاشت کې د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شو هم د یکشنبې په ورځ د لنډ واټن ویشتونکي داسې یوه بالستیک توغندي څخه پرده پورته کړه چې وایي کیدای شي د انجنونو د داسې یوه «نوي نسل» په وسیله وچلیږي چې مدار ته د لېږل کېدونکیو سټیلایټونو لپاره جوړشوي وي.

اسلامي انقلابي ګارډ وویل، رعد - ۵۰۰ میزایل په نویو زهیر انجنونو باندې سمبال دی چې له داسې مختلطو موادو څخه جوړ شوی دی، چې له پخوانیو سټیل موډلونو څخه سپک دي.

هغوی همدارنګه سلمان انجنونه څرګند کړل چې هغه هم له عین موادو څخه جوړ شوي دي خو فضا ته د سټیلایټونو د لېږد لپاره په یوه «متحرکه سرلوله» باندې سمبال دي.

د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندان تورن جنرال حسین سلامي په داسې حال کې چې د اسلامي انقلابي ګارډ د هوا فضا قوماندان امیر علي حاجي زاده ورسره مل وو، له میزایل او انجنونو څخه پرده پورته کړه.

سلامي وویل، په نوي انجن باندې لګېدلې سرلوله «له اتموسفیر څخه اخوا د مانور د وړتیا» اجازه ورکوي او «د عصري میزایل ټکنالوجۍ په برخه کې یو ستر پرمختګ» بلل کیږي.

ایرانیان نور راکټونه نه غواړي

دا نوي پرمختګونه د ایران د رژیم لپاره له یوې ټکان ورکوونکې دورې څخه وروسته راښکاره کیږي چې په کې په ټول هېواد کې د حکومت پر ضد بې ساري لاریونونه وشول.

ایراني مشران په داسې حال کې چې د خلکو ترمنځ د ناخوښیو د ډېرېدلو او د کمزوري اقتصاد سره مخ دي، هڅه کوي چې خپل کنټرول ټینګ وساتي او په ورته وخت کې د لویدیځ پر وړاندې د یوه ځواکمن په بڼه ځان ښيي.

د ایران د موجودو اقتصادي ستونزو له امله وار له مخه د قهر یو پټ جریان موجود دی، او د کمزوري کېدونکي اقتصاد په برخه کې د مرستې کولو پر ځای د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د میزایل ټکنالوجۍ په برخه کې پراخ لګښتونه به بې له شکه د ایران د مشرتابه پر ضد د خلکو احساسات ټپي کړي.

ښایي چې دغو اقتصادي ستونزو او له هغو څخه رامنځته شویو داخلي نا ارامیو د تورن جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه وروسته له لویدیځ سره د ایران د رژیم د ټکر اراده کمزورې کړې وي.

سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې د امریکایی بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چې ریښتیا خبره وي د افغانستان او نورې نړۍ پر ضد د ایران له شیطاني چالونو او مکاریو نه زه د سلام ټایمز د راپورونو له لارې خبر شوم. پخوا ترې نه وم خبر. ایران او پاکستان د ترهګرۍ جالې دي، باید چی دا دواړه هیوادونه تجزیه شي او په کی موجود شیطاني نظامونه ویجاړ کړای شي.

ځواب ورکړئ

د ایران رژیم باید راوپرځول شي ځکه چې هغه په نړۍ کې تر ټولو ډېر دکتاتور رژیم دی. هغه د هېواد ټوله شتمني په هستوي وسلو او په سیمه کې په ترهګرو باندې مصرفوي.

ځواب ورکړئ

د ایران خلک باید دی حکومت پر خلاف غږ پورته کړی. دوی ټولی پیسی په هسته ای انرژی لګوی. د ایران اقتصاد ورځ تر بلی خرابیږی.

ځواب ورکړئ